د حج له مسئولانو سره د معظم رهبر کتنه
(last modified Tue, 14 Jun 2022 04:34:49 GMT )
Jun 14, 2022 09:04 Asia/Kabul
  • د حج له مسئولانو سره د معظم رهبر کتنه

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د تیرې اونۍ په چهارشنبې د هیواد د حج د کارکونکو او مسئولانو په کتنه کښې یولړ ارزښتناکې څرګندونې او سپارښتنې وکړې

حج یو داسې رغنده او پرتمین عبادت دی چې د اسلام د مبین دین په فروعیاتو کښې راځي او هر کس چې مالي او بدني توان ولري، د حج ترسره کول پرې واجب دي.

بیت الله  شریف

حج او د خدای تعالی د کور زیارت ته د حاجیانو د سفر په درشل کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د دغې سترګې کنګرې د مسئولانو سره وکتل.

حج او آیین یې، له هغو مسائلو څخه دی چې د کرونا ناروغۍ له امله د نورو هیوادونو د مسلمانانو لپاره یې د ترسره کولو امکان نه و خو اوس دوه کاله پس دغه عبادي او سیاسي دستورې ترسره کیږي. آیت ا... العظمی خامنه اي یادو چارواکو ته د خپلې وینا په سر چې وفرمایل: دا یو ستر زیری و چې له دوه کاله بند پاتې کیدو وروسته متعال خدای دغه ور د ایراني زیارتوالو او د نورو هیوادونو د وروڼو خویندو پر مخ هم پرانیسته. دا یوه الهي بلنه ده چې ور خلاصوي، تاسو ته لاره پرانزي، دا د یو چا د خولې خبره نه ده بلکې د پروردګارِ عالم له خوا ستاسو او محترمو حاجیانو د شوق قبلول دي.

د حج پرتمین عبادت داسې مدون پروګرام لري چې هره فلسفه او او ښایسته رموز په کښې شامل دي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر یادونه وکړه چې دغه عبادت په خپلو ټولو اړخونو او خصوصیاتو او پراخوالي سره له نورو ټولو پروګرامونو سره فرق لري او د انسان په زړه او ځان او د هغه په اړتیاؤ باندې د خدای تعالی د علمي احاطې  ښودونکی دی ، نه یوازې د یو انسان بلکې په ټولې بشري ټولنې، او نه یوازې په یو نسل بلکې په ټولو نسلونو باندې. دا علمي احاطه سبب شوې چې متعال خدای د انسان د اړتیاؤ سره سم هغوي ته دا فرصت ورکوي چې له دغه پروګرامه ګټه واخلي.

دوي څرګنده کړه: که وتوانیږو چې له پوهې او فکر څخه ګټه واخلو او د حج په فلسفې او رازونو کښې تدبر وکړو نو هله به پوه شو چې انسان له حج څخه څومره ګټه ترلاسه کوي او دغه ګټې د انسان په ژوند کښې په څومره پراخه پیمانه شاملیږي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي په دوام کښې د حج په هکله د قرآن کریم ځینو آیتونو له هغو نه د سوره مائده ۹۷ آیتِ شریف چې حج د انسان لپاره یوه ستن او ودانۍ معرفي کوي ته اشاره وکړه او ویې ویل: د قیام دا کلمه په قرآن کښې دوه ځلې استعمال شوې ده، یو ځل د ملي پانګې په هکله ده چې د سوره نسا د پنځم آیت په یوه برخه کښې فرمايي: لا تُؤتُوا السُّفَهاءَ اَموالَکُمُ الَّتی جَعَلَ اللَهُ لَکُم قیاما؛ او خپل مالونه چې خدای ستاسو د ګزران سبب ګرځولي دي هغه کم عقلو (د کچه عقل خاوندانو) ته مه ورکوئ. دا یوازې دلته دي. مالونه، مال په ټولنه کښې، پانګه خدای تعالی د ټولنې د پاڅون وسیله ګرځولې ده او حقیقت هم دغه دی، له مال او پانګې پرته خو ټولنه حرکت نه شي کولې بلکې مال او پانګې ته ضرورت لري، له مادي اړخه انسان هغه ته اړتیا لري.

بل هم د حج د مبارکې سورې د ۲۸ آیت یوه برخه ده چې فرمايي: «جَعَلَ اللَهُ الکَعبَةَ البَیتَ الحَرامَ قیاماً لِلنّاس»؛

دلته هم قیام دی، ښه، دلته قیام یوازې مادي اړخ نه لري بلکې مادي اړخ هم لري. لِیَشهَدوا مَنافِعَ لَهُم»؛ یعنې ترڅو خپلې مادي ګټې وویني. په دغو ګټو کښې مادي ګټې هم شاملې دي خو له دې زیاتې معنوي ګټې دي، کړچري ګټې دي، اخلاقي ګټې دي. د ژوند د طریقې ښودل دي، دا حج دی.

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي (ګډ صلحه ایز ژوند، ساده زندګي او له ګناهونو څخه ډډه کول) د حج له مهمو درسونو وبلل او زیاته یې کړه: یو په کښې هم دغه ګډ ژوند دی. نن سبا نه یوازې د مسلمانانو بلکې په دنیا کښې د ټولو انسانانو مشکلات څه دي؟ له دې وجې دي چې ګډ ژوند تیرول یې زده نه دي. په یو بل جبر کوي، د یو بل په هکله بد وايي، د یو بل ځاې تنګوي، یو بل ته تاوان رسوي. حج د صلحه ایز ګډ ژوند زده کړه ورکوي. په یو محدود پړاؤ کښې د ګډ ژوند یوه نمونه تاسو ته ښايي، وايي چې داسې باید ژوند وکړئ.

یوه بله نمونه یې، د ساده ژوند تیرولو تعلیم دی. احرام د ساده ژوند تیرولو نښه ده. یعنې په احرام کښې هیڅ ډول اضافي جامه نشته، بس دا چې ستاسو بدن پټ کړي، دا ساده ژوند تیرول دي. واجبه نه ده چې تاسو په خپل ټول ژوند کښې دا ډول جامه وغوندئ او په احرام کښې ژوند تیر کړئ، نه، خو دومره ویل غواړي چې دا کار زده کړئ، زده کړئ چې ساده ژوند تیریدې شي او باید ساده زندګي کول دود کړی شي.

حج د مناسکو په قالب کښې د آدابو یوه داسې ټولګه ده چې د هر ټکي زده کړه ورکوي؟ له هغو نه دا چې د احرام په وخت کښې ځناور حتی حشرات هم د انسان له تاوانه په امان کښې وي.

معظم رهبر د هغو څیزونو د نه کارولو په هکله وضاحت کښې چې د انسان لاس ورته رسیږي، وویل: دا د انسان د ژوند له بلّیاتو څخه دي چې کله یې یو ځیز ته لاسرسی پیدا شي، ورڅخه ډډه کول او په اړه یې د نفس له هوا سره مقابله ورته ګرانیږي. مثلاُ فرض کړئ چې له نامحرم سره اړیکه، جنسي مسائل او داسې نور کارونه. یو څیز ستاسو په واک کښې راځي، باید زده کړئ چې کله مو په اختیار کښې وي، په دې معنا نه دی چې دا روا او مباح دی، داقرآن مونږ ته رازده کوي په حج کښې. فرمايي: «یا اَیُّهَا الَّذینَ ءامَنوا لَیَبلُوَنَّکُمُ اللهُ بِشَیءٍ مِنَ الصَّیدِ تَنالُهُ اَیدیکُم وَ رِماحُکُم؛ اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړے دے خدای به تاسو په هغه لږ ډېر ښکار سره چې ستاسو لاسونه او نيزې ورته رسيږي، وآزمايي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دوام کښې د حج زیارتوالو او مسئولانو ته یولړ سپارښتنې وکړې او ورڅخه یې وغوښتل چې د دې ستر نعمت قدر وپیژني او قدرداني یې دا ده چې د خدای په لور د تقرب او نزدې کیدو او په محکمه، متقنه او له نوښت سره په مله توګه د چارو د ترسره کولو نیت وکړې شي.

دوي حاجیان د دغه ډیر مهم معنوي سفر لپاره د باطني چمتووالي رامینځته کولو ته راوبلل او ویې ویل: ځانونه دغه فضا ته تیار کړئ، د قرآن په تلاوت سره، د حج د آیتونو په ذکر سره، هغو مفاهیمو ته په پاملرنې سره چې په حج کښې موجود دي، د کعبې په شوق سره او د پیغمبر اکریم د پاکې روضې او د معصومینو اولیاؤ د پاکو قبرونو د زیارت په شوق سره چې د حج بشپړونکی دی. دا یو ټکی دی چې له مخې یې د حج مقدس ساحت ته د ننوتو لپاره ځان او خپل زړه چمتو کولې شو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر یادونه وکړه چې د نورو لپاره ډالۍ راوړل یو ښه او غوره کار دی خو نه دي پکار چې د وخت د ضایع کیدو او په بازار کښې د ګرځیدو سبب شي او زیارتوال د حج له ګټو څخه پاتې شي. دوي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې غوره ده دغه ډالۍ حاجي له خپل هیواد څخه واخلي او څرګنده یې کړه: د کوم کس لپاره چې غواړئ ډالۍ واخلئ، لاړ شئ په مسجدالحرام کښې دوه رکعته لمونځ وکړئ، لاړ شۍ او د هغه لپاره د کعبې یو طواف وکړئ، هلته ورپاره دعا وکړئ، د هغه لپاره د قرآن نیم مخ تلاوت وکړئ، حقیقي ډالۍ هم دغه دي.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې حج د اسلامي امت د یووالي نښه ده، وویل: باید پوره پوره هڅه وشي چې د مسلمانانو د اتحاد په کار کښې هیڅ خلل رامینځته نه شي ځکه چې د اختلاف په تیره بیا د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د اختلاف رامینځته کول د انګریزانو یو چل ول دی.

د مسلمانانو ترمینځ تفرقه اچول او د اسلامي مذهبونو د اختلافي ټکو غټول هغه ډیر مهم اقدام دی چې انګلستان او امریکا له کلونو مخکښې راهیسې د مسلمانانو او اسلامي ټولنو خلاف کارولی دی. د دې کار څرګنده نمونه د انګلیسي شیعه و بهیر دی چې اصلي ځانګړتیا یې په شیعه و کښې د تندلارو او خونړیو څیرو ښودل، د شیعه او سني ترمینځ د اختلافي مسائلو دودول او له سیاست څخه د دین جلا کول دي. هم دا اوس لسګونه سپوږمکیز چینلونه او ویبسایټونه د دغې تفرقه اچونې د تبلیغ او دودولو لپاره فعال دي چې د زیاترو مالي لګښت یې له انګلستان یا امریکې څخه برابریږي.

څرګنده ده چې د مسلمانانو ترمینځ د هر ډول اختلاف رامینځته کیدل سبب کیږي چې د اسلامي امت توان او انګیزې په داخلي اختلافاتو ولګي او خپل اصلي دښمن ته له پاملرنې غافله شي او دا هم هغه د دښمنانو غوښتنه ده. لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار کړی دی، انګلیسي شیعه او امریکايي سني یوشان دي، ټول د یوې قینچۍ دوه تیغونه دي، او کوشش یې دا دی چې مسلمانان په خپلو کښې وجنګوي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د صهیونیسټانو د دسیسو او پلانونو رسوا کول په حج کښې یو ضروري کار دی او کومو عرب او غیرعرب حکومتونو چې د امریکې په غوښتنه او د خپلو ولسونو د خوښې خلاف، له صهیونیسټي رژیم سره اړیکې ښې کړې دي پوه دې شي چې دغه ناستې ولاړې به د صهیونیسټي رژیم په لاس د هغوي له لوټل کیدو او استثمار پرته هیڅ نتیجه ونه لري.

*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه