د اسلامی انقلاب د بریاو په ساتنه کې د ولایت فقیه رول
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i118414-د_اسلامی_انقلاب_د_بریاو_په_ساتنه_کې_د_ولایت_فقیه_رول
هغه مهم ټکی چی باید د امام راحل د شخصیت په اړه ذکر شی دا دی چی هغو د مسلمانانو لپاره د بیلګې رول لوبولو او مشرۍ لپاره ټولې ضروری ځانګړنې لري چی پکې د هغو علم ، ژورې پوهې ، د ارادی درلودل ، د یوه بیاوړی مشر پریکندوالې ، هوش ، ډیر زیات ذکاوت ، د زړه ورتیا درلودل ، د مشکلاتو او سترو مصیبتونو په وړاندی مقاومت ، صبر او استقامت ، له کمزورو پرګنو سره حقیقی یو زړه والې ، د خلکو له بیلا بیلو پرګنو سره د ارتباط ټینګول ، په زړونو او خلکو کی اغیز شیندل لاو له ټولو مهم د تقوا او زهد درلودل او دنیا ته بې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2022 10:09 Asia/Kabul
  • د اسلامی انقلاب د بریاو په ساتنه کې د ولایت فقیه رول

هغه مهم ټکی چی باید د امام راحل د شخصیت په اړه ذکر شی دا دی چی هغو د مسلمانانو لپاره د بیلګې رول لوبولو او مشرۍ لپاره ټولې ضروری ځانګړنې لري چی پکې د هغو علم ، ژورې پوهې ، د ارادی درلودل ، د یوه بیاوړی مشر پریکندوالې ، هوش ، ډیر زیات ذکاوت ، د زړه ورتیا درلودل ، د مشکلاتو او سترو مصیبتونو په وړاندی مقاومت ، صبر او استقامت ، له کمزورو پرګنو سره حقیقی یو زړه والې ، د خلکو له بیلا بیلو پرګنو سره د ارتباط ټینګول ، په زړونو او خلکو کی اغیز شیندل لاو له ټولو مهم د تقوا او زهد درلودل او دنیا ته بې

 

ولایت فقیه د اسلامی انقلاب د چورلیزی اصل او په تیرو څلورو لسیزوکی د هغه د پاتی کیدا د ساتونکی په توګه پای شوی دی . حضرت ایت ا... العظمی امام خمینی رح د لومړی ولایت فقیه په توګه د اسلامی انقلاب په بریالیتوب او انقلاب په لومړی لسیزه کې د اسلامی نظام په پرمختګ کې بی بدیل او اساسی رول درلودلی دی .

د اسلامی نړۍ او ایران د تاریخ د دغه ستر شخصیت له رحلته د ۳۳ کلونو له تیریدا وروسته تراوسه هم د امام خمینی رح لیدتوګې او افکار د اسلامی جمهوری نظام مخ ته د څراغ په شان دی او د هغو لارښونې هم هماغه راز د اسلامی نظام د ساتلو لپاره ګټه ورې دي . هغه مهم ټکی چی باید د امام راحل د  شخصیت په اړه ذکر شی دا دی چی هغو د مسلمانانو لپاره د بیلګې رول لوبولو او مشرۍ لپاره ټولې ضروری ځانګړنې لري چی پکې د هغو علم ،  ژورې پوهې ، د ارادی درلودل ، د یوه بیاوړی مشر پریکندوالې ، هوش ، ډیر زیات ذکاوت ، د زړه ورتیا درلودل ، د مشکلاتو  او سترو مصیبتونو په وړاندی مقاومت ، صبر او استقامت ، له کمزورو پرګنو سره حقیقی یو زړه والې ، د خلکو له بیلا بیلو پرګنو سره د ارتباط ټینګول ، په زړونو او خلکو کی اغیز شیندل  لاو له ټولو مهم  د تقوا او زهد درلودل او دنیا ته بې پامی ته اشاره کولې شو .

امام خمینی رح اد اسلامی انقلاب د معمار په توګه د اسلامی جمهوریت له بنسټ کیښودلو وروسته د انقلاب په راتلونکو پړاونو کې تل د خلکو او وسله وال ځواک ترمینځ د وخدت په ضرورت او له دسیسو او فتنو د اسلامی نظام په ساتلو کې د خلکو د ملاتړ اغیز باندې ځانګړی ټینګار درلوده . د دې په ترڅ کحې  چی هغو تل د امر بالمعروف او نهی عن امنکر دنده د هیواد د نه تباه کیدا لپاره ضروری بلله  او تل یې د دښمنانو  له دسیبسو پرده اوچتوله .

امام خمینی رح  د هغه مسلط څارونکی په توګه چی په نړیوالو شرایطو او اسلامی جمهوری نظام بشپړه اشراف درلوده ، دښمنان وپیژندل او ډیر په چټکه یې د نظام د غلیمانو په دسیسو پوهه شو  او په وخت یې مناسب غبرګون او د دسیسو د شنډولو لپاره  منطقی دریځ غوره کړه .

د امام خمینی رح یو بل اقدام د اسلامی نظام انو د هغه د بریاو د ساتلو په لړ کی په ټولنه کې د امنیت په شتون ټینګار وو . په  حقیقت کې د حکومتونو د بڼه غوره  کیدو یو رکن او دلیل د عمومی امنیت ټینګیدا ده  . عمومی امنیت په  دو ستنو یعنی د بهرنیو غلیمانو په وړاندی د امنیتی تابیاو شتون او د ښاریزو د ځان ، مال بایندې د تیری او داخلی مجرمانه فعالیتونو د کنټرولولو په لړ کی د تابیاو غوره کولو ولاړ دی . امام خمینی رح د اسلام د سرکینیو وختونو په تاریخ په استناد سره ټینګار کاوه ، له امنیت برخمنتیا د ښاریزو په حقوقو کی شامل دی انو ټول باید هغه ولرلی شی  . امام راحل همداراز د اسلامی نظام د ساتلنو پعه لړ کی تل د خلکو او وسله وال ځواک ترمینځ  د اتحاد او یوړه والی بایندې ځانګړې تینګار درلودلی ید او  او له یوط خوا وسله وال ځواک او پولیسو غوښتل له دښمن سره په مقابله او د ټولنې له خلکو سره په مخامخیدا کې اسلامی اخلاق رعایت کړی او له بل پلوه د سپاه او پوځ له  مسولانوغواړی چی سپاه او پوځ ته د هغو کسانو د ورتګ مخه ونیسی چی د اختلاف سبب کیږی تر څو د وسله وال ځواک ترمینځ  اتحاد او یو زړه والی وساتل شی .

د اسلامی انقلاب د تاریخ په مختلفو وختونو او د  اسلامی  جمهوریت د نظام په ودې او بڼه غوره کولو پړاو کې د میلیونی خلکو په لام بندۍ کې د امام خمینی رح رول دومره څرګند دې چی ټولو شناندو پرې اعتراف کړی دی او بی شکه د دغه چارې یو مهم عامل د خلکو او هغو ترمینځ  په دوه اړخیزه عاطفی اړیکو لیدل کیدلی شی . امام خمینی رح تفل له شیطنتونو په مخنیوی کې د ملت په رول ټینګار کاوه . حضرت امام خمینی رح په دې باره کی فرمایی تاسو دملت په ملاتړ  سره کولی شی دا شیطنوتونه چی کله د ښارونو په سویه یې مخه نیولې شی او په حقیقت کی خلکو ترمینځ د امید روحیې رامینځته کول په ډګر کی دهغو د زیات شتون زمینه برابروی ځمکه چی امید د تاند والی ، د روحیې د پیاوړتیا او د مشکلاتو او سختیانو د زغملو د قدرت د زیاتیدا سبب کیږی .

هغو په دې چارې ډیر ښه خبر وو او هغه یې په بشپړه توګه اجرا کوله .

حضرت امام خمینی رح تل د اسلامی ټولنې په وحدت او اسلامی نظام او خلکو ترمینځ په اړیکو تینګار کاوه او په ځلونو یې د اختلافی ټکی او د هغه د منفی پاییلو په اړه خبرداری ورکاوه . د امام خمینی رح باور دا وو  چی د اختلاف ټکی د خدای تعالی د عنایت د اخیستل کیدا سبب کیږی . امام خمینی رح تل خلک  څو ډلو باندی له نویشل کیدا او درز منع کول او باوری وو چی په ډګر کی د ملت شتون هیاواد ته د تاوان د رسیدا خنډ کیږی . حضرت امام خمینی رح په دې باره کې فرمایی که خدای دی نکړی وحدت کلمه له لاسه ورکړئ  په هغه مقصد سره چی له اسلامی حکومت پرته بل مقصد وی ، میره دا ده چی  نور ونه کولې شی  ګام اوچت کړئ .  د ګام نه پورته کولو بسې دا دی چی هغوخپل ګام مخکې واخلی و تاسو سست شئ ، شاتګ وکړئ  چی هغو یو ګام مخکې راشی ، هغو دسیسې زیاتې کړي .

د اسلامی انقلاب په ساتلو او د هغه د بریاو په حفاظت کی د امام خمینی رح یو مهم اقدام د دښمن پیژندلو مسله او  په استکبار دښمنۍ د هغو ډیر تینګار وو چی د هغه سمبول  د سترې شیطانې په توګه  د امریکا له سیاستونو او اقداماتو سره مقابله ده چی په اوسنی وخت کې د امریکا دولت د استکبار سمبول دی .  له دې امله هغه به یې په ستر شیطان ټکی سره یادوه . په وروستیو څلورو لسیزو کی تل د اسلامی نظام پرضد  د امریما د شیطنتونو  او غلیمانه اقداماتو شاهد وو ، په دې ډول چی واسنګټن د لویدیځ بلاک په سر کې د دغه نظام پرضد له خپلو ټولو ظرفیتونو او وس استفاده کړی  ده  . حضرت امام خمینی رح د امریکا له استکباری ماهیت په بشپړتیا خبرتیا سره دهغې په اړه خبرداری ورکړی دی او له امریکا سره په اغیزمنې مقابلې تینګار کړی دی .

همداراز د ټولو قواو د قوماندان او مشر په توګه د امام خمینی رح د مشری رول چی د جنګ د ستراتییجۍ هدایت او ټاکل یې په غاړه درلودل ، د ایران پرضد د عراق د بعث رژیم په اته کلن تپلی جنګ کې د ایرانی ملت د حتاسی روحیې په پیاوړتیا کی او ساتلو کی اغیزمن او مهم عامل وو .

د امام خمینی رح عرفانی او حتسی شخصیت او لیدنه ، تعلیمات او د هغو سیرت د دښمن په وړاندی د ایرانی ملت په روحیې او د جنګیالیو او د هغو په مقاومت ژور اغیز درلوده  . سبیڅلی دفاع د امام راحل په درایت او د ملت په دریدا او مقاومت په برکت د ایرانی ملت د شهادت ، ایثار ، عزت ، زړورتیا او مقاومت په سمبول بدله شوه .

اوس هم د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای د اسلامی انقلاب په دوام او د هغه د بریاو په ساتلو کې  برخلیک ټاکونکی او هدایتونکی رول پرغاړه لری . د نړیوال استکبار د دښمنۍ دوام او مختلفو دسیسو ته په پام سره چی د حضرت ایت ا... خامنه ای د مشرۍ په وخت کی ورسره مخامخ دی ، د دښمنانانو له دسیسو سره په مقابله کی د هغو رول له یوې خوا او په مختلفو ډګرونو کی د نظام د کلی سیاستونو وړاندی کول ، جوتول او انځورول د ایران د اسلامی نظام او اسلامی انقلاب د بریاو په ساتلو کی په تیرو ۳۳ کلونو کی د رهبرۍ د ستر مقام مهم اقدامات دي . د رهبرۍ ستر مقام په خپلو ویناو کی له مختلفو اړخونو د اسلامی انقلاب بریاو ته اشاره کړی ده چی په لنډه توګه یې داسې بیانولی شو .

په فیصله کولو کی د ایران د ځای لوړتیا ، د مځکنی بشپړتیا ساتل او خپل لایق کرامت ځای او عزت ته د ایران رسول

په نړۍ کې د ایران د ځای لوړتیا د انقلاب د شعارونو صادرول او د نړۍ حق غواړو ته الهام بخښل

د مادی امکاناتو او عمومی برخورتیا پراختیا

په معنویاتو کی پرمختګ او د انقلاب په فضا کې تکاملی سیر امکان

د اجتماعی عدالت پراختیا

له فساد سره د مبارزې او د فساد له عواملو سره چلند

د نړیوالو سلطه پالو او زور ویونکیو په وړاندی د مقاومت توان د نیا له نورو انقلابونو سره د اسلامی انقلاب د پرمختک پرتلنه

د علمی او صنعتی وده ، د علومو په پولو کی حرکت ، په ایټمی ټیکنالوجۍ ، درمل جوړولو او طبی علومو کې ډیر پرمختګ .

 پای