په ایران کښې په وروستیو پیښو غور – دویمه برخه
(last modified Wed, 19 Oct 2022 09:16:26 GMT )
Oct 19, 2022 13:46 Asia/Kabul
  • په ایران کښې په وروستیو پیښو غور – دویمه برخه

د ایران ټوټې کول، د دښمنانو سټراټیجک هدف

ګرانو او قدرمنو لوستونکو د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د رامینځته شویو وروستیو پيښو او بلواؤ په هکله د غور په لړ کښې د پروګرامونو د لړۍ له دویم پروګرام سره مو په خدمت کښې یو. نن په دې لیکنې کښې په ایران کښې د کړکیچ له رامینځته کولو څخه د لویدیځو حکومتونو د اهدافو او هم داشان په ایران کښې د کورني جنګ د جوړولو او د هیواد د ټوټې کولو لپاره یې د هلوځلو جاج اخلو

*/*/*/*/*/*

د ۱۹۷۹ کال په فرورۍ کښې د انقلاب د بریالیتوب راهیسې د اسلامي انقلاب د دښمنانو یو سټراټیجک هدف د اسلامي نظام پرزول او د ایران ویشل  پاتې شوې دي. د اسلامي انقلاب دښمنانو ایران ته د تاوان رسولو لپاره له هر فرصت او موقعیته استفاده کړې ده. د یو ولسي حکومت د ړنګولو لپاره په دومره زیاته اندازه دښمني او دسیسې جوړونې په دنیا کښې بې مخینې دي. په دنیا کښې ډیر حکومتونه او انقلابونه د دغو دښمنیو په لسو کښې له یوې برخې سره په مخامخیدو سره پرزیدلي او یا له خپلې لارې او لوړو اهدافو بې لارې شوې دي خو د ایران اسلامي جمهوریت توانیدلی چې له دغو ټولو دښمنیو سره مقابله وکړي او خپلو لوړو اهدافو ته د رسیدو لپاره خپلې لارې ته دوام ورکړي. که څه هم د ایران اسلامي جمهوریت د ایران د پرزولو او ټوټې کولو لپاره د دښمنانو دسیسه شنډه کړې او لا مقاوِم شوی دی خو په دې لړ کښې د دښمنانو هلې ځلې هم څو چنده زیاتې شوې دي. په ایران کښې وروستۍ پيښې او نرم او رسندوي جنګ چې امریکا، ځینې اروپايي او  عرب هیوادونه او صهیونیسټي رژيم یې په ایران کښې ناقراریو ته د لمن وهلو لپاره ترسره کوي، د ایران د خرابولو لپاره یې د تیرو ۴۳ کلونو د کوششونو دوام دی.

د ناامنۍ او بیلتون غوښتنې وړومبني بڅرکي د ۱۹۷۹ کال په فرورۍ کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په هم هغو وړومبنیو ورځو کښې بل شول. د ایران سرحدي ولایتونه د بیلتون غواړو او انقلاب ضده ډلو د فعالیت په مرکز بدل شول. په حقیقت کښې د ولس اسلامي انقلاب  لا تنکی و او خلک د حکومت د ډول د ټاکنې لپاره په ټول پوښتنې کښې د ګډون په فکر کښې وو چې په سرحدي سیمو او قومونو کښې د شرارت او ناامنۍ اور بل کړی شو او له ترکمن صحرا واخلې تر کردستان او خوزستان او آذربایجانه پورې  سیمې د هغو کسانو د فتنه جوړونې په ډګر بدلې شوې چې د خلقو په نامه به یې په خلقو وسلې رایستلې. د دغو بیلتون غواړو فتنو او جنګونو شعلې لا په بشبړه توګه نه وې مړې شوې چې په عراق باندې واکمن بې عقله ډیکټاټور د لویدیځ او ختیځ د فاسدو قدرتونو په لمسون او هر اړخیز ملاتړ سره او هم داشان د نړیوالو او د بشري حقوقو د ټولنو د چپتیا په مینځ کښې د ایران په جنوبي او غربي سرحدونو حمله وکړه او فکر یې کوه چې په یوې اونۍ کښې به تهران ته راورسیږي او د دې انقلاب او د خاوندانو کار به یې تمام کړي.

*/*/*/*/*/*

خو د صدام له رژیم او د ایران خلاف له ملاتړو سره یې د ایران د خلکو د اتو کلونو له حماسي جنګ وروسته په سیمه کښې یو لا پياوړی او قدرتمند ایران راڅرګند شو. ایراني ځوانانو د جنګ په اته کلنې تجربې او د مقدسې دفاع د کلونو په لا پياوړې ارادې سره په مختلفو اقتصادي، علمي او پوځي ډګرونو کښې د ایارن د ودې او ترقۍ په لړ کښې ستر ګامونه پورته کړل. د ایران اسلامي جمهوریت د علم، صنعت، هوا فضا، ایټمي او پوځې برخو په شمول په ډیرو ډګرونو کښې د سیمې او نړۍ په اوله لیکه کښې دی. د ایران اسلامي جمهوریت داسې دفاعي قدرت ترلاسه کړی دی چې هیڅ هیواد پرې د تیري جرأت نه شي کولې.

په هم دې وجه دښمنانو د ایران د اسلامي جمهوریت سره د دښمنۍ ډګر بدل کړ. دا ځل یې له بشري حقوقو د دفاع او د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام د پوځي والي په هکله د چټي تورونو په شان مختلفو پلمو او عنوانونو سره په ایران باندې پراخ اقتصادي بندیزونه ولګول.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په خپلې وینا کښې په دې هکله د پام وړ ټکو ته اشاره وکړه او ویې فرمایل چې د حماسې او وینې په ټولو کلونو کښې چې د وطن د خلکو بچي له هیواد څخه په دفاع مشغول وو، د بشري حقوقو مدعیانو د ایران د ولس خلاف ډیر سخت انساني ضده بندیزونه لګولې وو چې د استقامت په دې لاره د هغوي حوصله ختمه کړي. د جنګ له ختمیدو او د تیري ګر دښمن له ماتې وروسته یې هم د دې هیواد د خلکو لپاره اقتصادي او د بندیزونو جنګ پیل کړ، ترڅو په دې اوزار سره ولس تسلیم کړي خو بیا هم ونه توانیدل تر دې چې په دې وروستیو کلونو کښې یې د خپلې «اقتصادي دړې وړې کولو» د پروژې په ماتې اعتراف وکړ.

د امریکې پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۸ کښې د امنیت شورا له پنځو دائمي غړو او جرمني سره د ایران له جامع ایټمي موافقې په وتلو سره په ایران باندې ډیر سخت بندیزونه ولګوي. د امریکې د حکومت دغه اقدامات د ایران د ولس خلاف اقتصادي ترهګري ده. په دغو بایکاټ،نو کښې حتی ایران ته د درملو په صادرولو هم بندیز ولګیده. په سختو ناروغیو اخته سلګونه ناروغان د دغو بندیزونو له امله مړه شول. د دښمن هدف د خلکو د اوردریدنې او مقاومت ماتول دي. آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په دې هکله فرمایلي دي: د مستکبرې مادي نړۍ یعنې د هغو استکباري حکومتونو چې د نړۍ د اقتصاد او وسلو د مسائلو او حتی په ډیرو نورو مواردو کښې یې د ډیرو هیوادونو د کلتور واږې په لاس کښې دي، ټوله هڅه دا ده چې په هر ځاې کښې چې مقاومت وي هغه د کمزورې کولو له لارې ختم کړي. د دښمن په وړاندې کمزوري ډیر غلط کار او ستره تیروتنه ده. دښمن باید دښمن وګڼو یعنې باید چې کمزوری او ناڅه یې ونه شمیرو او په وړاندې یې پوره تیار ووسو او دفاع وکړو. خو له دښمنه ویره نه ده پکار، نه دي پکار چې تر اغیزې لاندې یې راشو او کمزوري څرګنده کړو، دښمن غواړي چې ټولنې کمزورې کړي.

*/*/*/*/*/

د ایران ولس د سختو اقتصادي او معیشتي دباؤنو سره سره د دغو بندیزونو د سترې برخې په شنډولو کښې کامیاب شوی دی. خو دا له ایران سره د امریکې او د هغې د اروپايي انډیولانو د جګړې پاې نه ده. د هغوي هدف د ایران په ټولنه کښې د اختلاف او د ایراني ولس ترمینځ په تیره بیا له حکومت سره د ځوان نسل د درز رامینځته کول دي.

د هغوي موخه نه یوازې د جمهوري اسلامي پرزول دي بلکې د کورني جنګ جوړول او د ایران ټوټې کول دي. معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي فرمایلي دي: هغوي یوازې د اسلامي جمهوریت مخالف نه دي بلکې د ایران مخالف دي، امریکا د پیاوړي ایران مخالفه ده، د خپلواکه ایران مخالفه ده. د هغوي ټول بحث او ټوله جګړه یې د اسلامي جمهوریت په سر نه ده، البته له اسلامي جمهوریت سره سخته او ژوري دښمني لري، په دې کښې شک نشته خو بې له اسلامي جمهوریته هم د پياوړي ایران مخالف دي، د هغه ایران مخالف دي چې خپلواکه وي، هغوي د پهلوي پړاؤ ایران خوښوي. داسې لنګه غوا او د هغوي د حکمونو مطیع چې د مملکت بادشاه د یوې فیصلې لپاره ناچار شي چې د انګلستان یا د امریکې له سفیر څخه اجازه واخلي، نو د ایران ولس دا شرم څنګه زغملی شي؟ هغوي هم دغه غوغړي، له ایران سره مخالف دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت دښمنانو د ایران خلاف  له ټولو فرصتونو او موقعیتونو او رسندوي او تبلیغاتي جنګ له ټولنیزو شبکو څخه استفاده وکړه. هره پيښه حتی د یوې جینۍ مړینه د ګډوډي او ناقرارۍ لپاهر یوه پلمه کیدې شي. په دې کښې شک نشته چې د ایران په ټولنه کښې له اقتصادي حالت او د حکومت له کړچاره نارضایتي موجوده ده. په نورو ډیرو ټولنو کښې هم د هغوي له حکومتونو څخه نارضایتي شته. هم دا اروپايي هیوادونه د ګرانۍ او د بدو اقتصادي حالاتو په وجه له پراخو اعتراضونو او کاربندیزونو سره مخامخ دي. خو په هیڅ کوم هیوادو کښې داسې نه کیږي چې د بهرنیو حکومتونو له خوا دریځنیونې وشي او نیوکې پرې وشي. امریکا او کاناډا او ځینو اروپايي هیوادونو په ایران کښې د قرارۍ د رامینځته کولو لپاره د امنیتي ځواکونو هلوځلو ته غبرګون وښوده او مداخله غواړي او کړکیچ جوړونکې دریځنیونې وکوي. دا په داسې حال کښې دي چې دغه هیوادونه له ټولو زیات د بشري ضده او وحشتناکو اقداماتو په وجه د نیوکې مستحق دي.

په دې وروستیو میاشتو کښې په کاناډا کښې د ځايي ماشومانو ډله ایز قبرونه پيدا شول چې د هر آزاد فکره انسان زړه دردوي. په داشان حالاتو کښې د کاناډا وزیراعظم د یوې جینۍ د مړینې په وجه ایران ګواښي او بندیز پرې لګوي. هم دا اوس ټولنیزې شبکې په ایران کښې د کړکیچ جوړونې لپاره په یوې ذریعې بدلې شوې دي. دا شبکې د نظرونو د تبادلې او د کسب و کار او د ژوند د اسانولو ذریعه کیدې شي خو لویدیځ حکومتونه ورڅخه په اوزاري استفادې سره هڅه کوي چې په پروپاګنډو او دروغو سره د ایران په ټولنه کښې بندون رامینځته کړي. شک نشته چې د ایران ولس په تیره بیا ځوان نسل به د لویدیځو حکومتونو له دې کړکیچ جوړونې او سختو حالاتو څخه په بریالیتوب سره واوړي.

*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

 

 

ټیګونه