په ایران کې د وروستیو بدلونونو جاج
ټول الهی دینونه د مور لپاره ځای ارزښت ته قایل دي او د هغو احترام کوی خو اسلام له نورو ټولو مکتبونو زیات دغې مسلې ته پام کړی دی او د مور ځای ته یې عظمت بخښلې دې .
نظام کی د میرمنو د ځای په اړه خبرې کوو ،زمونږ سره ملګري اوسئ .
اسلام د کامل اسمانی دین په توګه له نورو دینونو زیات د میرمنو د حقوقو مدافع دی ، د هغو ازادی په رسمیت پیژنی او هغو ته خقیقی ژوند ورکوی .بی شکه انبیاو او والیانو تل د ژوند او ازادی خبره کړی ده . ژوند او حیات د انبیاو شعار دې ، دا نبیان دي چی مونږه له سړی او میرمنې ته له کتلو پرته ژوند ته بولي . له همدې امله خدای تعالی د انفال سورې په ۲۴ ایت کې فرمایی ای ایماندارو خدای او رسول تاسو هغه څه ته چی د تاسو د ابدی ژوند پانګه یعنی ایمان ته بولي نواجابت یې کړئ .
د اسلام ګران پیغمبر په هغه ټولنه کی په پیغمبرۍ مبعوث شو چی پکې انساني او اخلاقی ارزښتونه مړه شوی وو ، له همدې امله د هغه وخت عربانو ته جاهلی عربان ویل کیږی ، هغو میرمنې لپاره هیڅ ارزښت ته نه وو قایل او میرمنو ته یې دومره په ټیټه سترګه کتل او بی ارزښته یې بللې چی حتی له هغو یې د ژوند کولو حق اخیستل او د انجلۍ ماشومې په زیږیدا سره به یې هغو ژوندۍ ښخولې .
اسلام ظهور وکړ او له دغو خرافاتو سره یې په مختلفو اړخونو کې مقابله وکړه ، پیغمبر اکرم ص د میرمنو د ازادۍ د لومړنی مدعی په توګه میرمنو ته لومړنې او مهم حق ورکړ او هغه حق د ژوند کول وو . هغوی د خپلې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا ص لپاره ډیر لوړ ځای ته قایل وو ، تر دې حده چی د هغې په راتلو سره به له ځایه پرتو . هغه حضرت په دغه کار سره ټولو ته د میرمنې احترام وښوده او په مختلفو شرایطو کې یې د میرمنې په ستاینه او بیلا بیلوځایونو کې چی پکې رول لوبولې شی ، بیان کړی دي . د هغه حضرت یوه مهمه وینا د هغه لطافت او ظرافت په اړه ده چی په میرمنو کی کیښودل شوی ده ، هغو فرمایی په تحقیق سره چی میرمن ریحانه دی نه اتله .
حضرت محمد مصطفی ص خپلې لور حضرت فاطمه الزهرا ته دومره درناوې کاوه چی خلک به حیرانه کیدل . هغه حضرت له ټول ځای سره سره چی در لوده یې ، د خپلې لور لاس ښکلوه او له سفره ستنیدا وروسته به یې هغه کس چی لومړی به یې ورسره لیدل ، لور فاطمه الزهرا یې وه . د دې په اپوټه کله به یې چی غوښتلې سفر ته ولاړ شی نو هغه وروستې کور چی ورسره به یې خدای په امانی کوله ، بیا د بی بی فاطمه الزهرا کور وو .
پیغمبر اکرم ص په ډیرو حدیثونو کې له میرمنو سره د ښه چلند کولو سپارښتنه کړی ده او فرمایل به یې ، هر څوک چی زمونږ اهل بیتو سره ډیره مینه ولرلې شی له میرمنو سره هم ډیره مینه لری . هغو همداراز فرمایی د خاوند میرمنې ته دا ویل چی زه درسره مینه کوم ، هیڅکله د میرمنې له زړه نه ووځی .
په مقابل کی رسول اکرم ص له میرمنې سره هر ډول بدچلند رټلې دې او فرمایی زما د امت بهترین سړي هغه کسان دي چی د خپلې کورنۍ په نسبت ځیر او کبرجن نه وی او په هغورحم او وسره مینه کوی او هغو ته ازار نه رسوي .
ټول الهی دینونه د مور لپاره ځای ارزښت ته قایل دي او د هغو احترام کوی خو اسلام له نورو ټولو مکتبونو زیات دغې مسلې ته پام کړی دی او د مور ځای ته یې عظمت بخښلې دې . هغه حقوق چی اسلام د میندو لپاره مشخص کړي دي ، له هغو حقوقو ډیر بره او زیات دي چی د نورو حتی پلار لپاره ورته قایل شوی دی ځکه چی مور د انسانی مربی او په حقیقت کې د ټولنې پالونکی ده او هغه ده چی وګړې او ټولنه سعادت یا شقاوت ته ورکس ویلې شی . پیغمبر اکرم ص د مور د ځای په بیانولو کی فرمایی پر تا د مور حق دا دې چی پوهه شئ هغې ته یوړلې ، په دې ډول چی نور هیڅوک یې یونه وړ او د خپل زړه له میوې یې درته درکړل چی هیڅوک بل ته نه ورکوی ته یې په خپل ټول وجود سره په غیږ کې واخیستې او د دې پروا یې نه وه چی وږی وی ، په تا یې سیوره کوله او خپله به په لمر کی وه .
نن سبا لویدیځ اولویدیځې ټولنې چی د اسلام او د هغه د ارزښتونو په وړاندی دریږی ، په اسلام کی د میرمنې د ځای او میرمنې لپاره د اسلام اهمیت پټوی . هغو اسلام او اسلامی جمهوریت نظام د انسان د ازادۍ په تیره بیا د میرمنې د ازادۍ خلاف ورزی کونکی بولی . هغو د عربی ټولنو په شان چی میرمن یې د شیانو په شان له یوه بل سره معامله کوله ، له میرمنو د خپلو شیانو خرڅولو ته د جذابیت بخښلو لپاره استفاده کوی او په دې ډول نه یوازې میرمنو ته ازادی نه ورکوی بلکې په حقیقت کی د هغو استثمار کوی .
د نوی تمدن اساس له مادیاتو په ګټه اخیستنې ولاړ دې ، وګړی هیڅ حد نلری او هر څه چی زړه یې وغواړي ترسره کوی ، که څه هم اخلاقی اصولو او دینی حکمونو په خلاف وي . طبیعی ده دغه ډول ازادی او ځای انسانی منزلت او ځای ټیټوی او تباه کوی ، په دې ډول چی له ځناورو هم بدتره کوی . په مسلمه توګه په دغه ډول عقیدې سره هیڅکله د تکامل هغه لاره چی د انسان د پنځون انګیزه ده ، نشی وهل کیدلې بلکې د دې په اپوټه د تنزل او پستۍ لاره وهل کیدلې شی .
دا په داسې حال کی دی چی اسلام د خپلو تعلمیاتو اصول په توحید او اخلاق کیښودلی دي او د ازادۍ لپاره یې حدود ټاکلی دی ځکه چی د انسان د عزت او لوړتیا غوښتونکی او د انسان د منزلت او ځای ساتونکی دی . په اساسی توګه په اسلام کی د انسان لپاره یو ډول ازادی مطرح ده چی د انسان په لوړ ځای سره له خدای سره سمون خوری او هغه د شیطان او نفس له بندګۍ خلاصون دی .
د میرمنو له حقوقو د ملاتړ دروغجن شعارونه له ایراني میرمنو د دښمن د بغض او غوسې ښودنه کوی چی د لویدیځ په تمدن یې یو سخت ګوزار کړی دی . د امریکا او صیهونیسټ رژیم ترهه ګر دولتونه له اسلامی ایران سره له اقتصادی او پوځی مقابلې په ناهیلی کیدا سره اوس خپل سیاسی او تبلیغی هڅې زیاتې کړي دي . خو ایرانې ملت په مختلفو ازمښتونواو د میرمنو له حقوقو د دفاع په غولونکی پوښښ کی د دښمن وروستی ترکیبی جنګ کې بیا هم سرلوړې کیږی او دښمن له مخکې زیات ناهیلې کوی .
نن سبا هغه کسان چی له اسلامی ایران سره مخالف دي دمیرمنط او د هغو د حقوقو موضوع د خپلو اعتراضونو چورلیز ګرځولی ده او په دې پسې دي چی داسې توجییه کړی چی اسلام د مینې په اړه بی پامه دی . له همدې امله د میرمنې او سړیو ترمینځ د نابرابرۍ خبره کوی . په داسې حال کی چی د قران کریم له نظره او د نسا سورې د لومړی ایت په اساس ، ښځه اوسړې له یوه اصل او عنصر پنځول شوی دي . ای خلکو له خپل پالونکی چی تاسو یې له واحد نفس راوپنځولې او جوړه یې هم له هغه وپنځوله ، پروا وکړئ .
د اسلام د دین په اساس او په هغه د حاکمو اصولو له مخې له یوه عنصر د ښځې او سړي په پنځولو سربیره میرنې او سړي د هغو دندو او مسولیتونو په ترسره کولو کی چی ورته سپارل شوی دي یو شانته دي . دبیلګې په توګه د لمانځه ، روژې او حج په شان په عبادی اعمالو ادو د امر به معروف او نهی از منکر په شان په اجتماعی مسولیتونو کې مشترکدي . خدای تعالی په قران کریم کی په انسانانو دندې له جنسیتی بیلتون پرته القا کړی دی . انعام او سزا هم د کوم خاص جنسیت په نظر کې نیولو پرته په نظر کی نیولی دی ، په دې معنا چی انسان هماغه ډول چی یوشانته ژمن شوی دی یو شانته سزا او جزا هم ورکول کیږی .
میرمنه په ټولنه او کورنۍ کې ډیر مهم ځای او رول لوبوی ، بچیان د میندو په سم تربیت سره پلل کیږی او لوړ سړي او میرمنې جوړیږي چی په ټولنه به زیاتې اغیزې وشیندي . نن سبا د دې شاهدان یو چی میرمنې په ټولنه کې فعال شتون لري او لایقې مشرې اومدیرې دي چی د هغې ازادۍ او امنیت په سیوره کی چی د ایران اسلامي جمهوریت نظام ورپاره ډالۍ کړی دی ، ډیره ښه خپلې دندې ترسره کوی او ورځ تر بلې لوړو ځایونو ته رسیږي .
««««««««««««««««««««««««««««