Nov 15, 2022 13:41 Asia/Kabul

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د نوښتونو نومې لړۍ له ننني اوه پنځوسمې برخې سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغې لړۍ کې په ایران او نړۍ کې د ترټولو وروستیو علمی،کلتوري،هنري او اقتصادي بریاؤ او پيښو په باب درسره غږیږو،هیله ده داستفادې وړ مو ګرځي.

دوستانو  دغه مطلب هم  دټيکنالوجۍ په حوزې کې له یوه په زړه پورې مطلب سره پيلوو،د ایران خیام نومې سپوږمکئ  د ۲۰۲۲کال د ستمبر په اتمه نیټه په قزاقستان کې له بایکونور فضائي مرکزڅخه په بریالیتوب سره فضا ته وتوغول شوه.دغه سپوږمکئ په شپږ سوه کلوګرام وزن سره د سایوز پلیټ فارم په وسیله د مځکې پنځه سوه کلومیټرۍ مدار ته وتوغول  شوه. ددغې سپوږمکئ  عملیاتي عمر پنځه کاله اعلان شوی دی.د ایران د فضائي ادارې د اعلان په اساس،دتوغونې لومړنۍ مرحلې په بریالیتوب سره ترسره شوې او خیام سپوږمکئ هم  اوس د مدار په منتقلونکي بلاک سره  خپل نهائي مدار ته یعني  پنځه سوه کلومیټري مدار ته د منتقلولو  په حال کې ده .

خیام سپوږمکئ یوه له لیرې سنجونکي سپوږمکئ ده چې له سپومکئ څخه له کنټرولونې او استعمالونې سره اړونده درست فرمانونه،له هماغه لومړنۍ ورځې څخه او له توغولو سملاسي وروسته،د ایران د اسلامی جمهوریت په خاورې کې د اطلاعاتو او  ټيکنالوجۍ او ا رتباطاتو له وزارت سره په اړونده فضائي مرکزونو کې دیره دایرانیو کارپیژاندو په وسیله ترسره کیږي او صادریږي. د سپوږمکئ دعملیاتو د کنټرول مرکز،د خیام سپوږمکۍ د سپوږمکیزو فرمانونو او ډیټاتر ترلاسه کول او لیږدول،یوازې د ایران د اسلامی جمهوریت په خاورې کې او د ایران دفضائي ادارې دمدیریّت  او په هغو ځایونو کې د ایرانیو اانجنیئرانو او څيړاندو تر نظر لاندې دي.

د ایران د فضائي ادارې یوازې سوله ایزو او غیرپوځي موخو او فعالیتونو ته په پام سره،د خیام سپوږمکئ تصویرونه او ډيټا،په مختلفو کرهڼيزو،طبیعي سرچینو،ژواک چاپیریال، آبی سرچینو ،کانونو اودسرحدونو د معلومونکو او دغه را زد ناببره او طبیعي پیښو په حوزو کې ددغه هیواد د مدیریّت او پلانونې د توانمنیو د لوړتیا لپاره ورڅخه استفاده کیږيا و ددغه هیواد د فاعي ځواک،دخپلو اړتیاؤ د پوره کولو لپاره له تخنیکي او سټراټژيک  پلوه،خپلې مخصوصې او ځانګړې لارې تعقیبوي.

         د تهران د صنعتي شریف پوهنتون د فیزیک پوهنځي دڅيړاندو په یوې علمي بریا کې،(Supermassive  ) په نامې سره یوه  توره چاله(black hole)  کشف کړئ شوه  چې د لمرپه وړاندې یو میلیون جرَم  (Jeremy) لري.

د یوه نجومی په وینا،د فرمي سپوږمکیزې ډيټا څخه په استفادې سره د صنعتي شریف پوهنتون د فیزیک پوهنځي څيړاند توانیدلي دي،د ګاما نومې آتش فشان (  Gamma-ray burst)وپيژني چې د یوې تورې  چالې له نزدې یا هماغه بلیک هول  څخه نزدې د لمر د جَرم  په وړاندې په یو میلیون جرمي سره تیر شوي دی. دګاما آتش فشان د ګاما هغو وړانګو شیندلو ته وئيل کیږي چې  له کهکشان  ورآخو مونږ ته رسیږي.

د صنعتي شریف پوهنتون ددغه څیړاند په وینا،ددغې څيړنې نتیجې په ۲۰۲۱کال کې داسټرفیزیکل جنرل نومې باؤري خپرونې کې چاپ او ددغې تورې چالې یا بلیک هول د شتون دبیا تائيدیدا نتیجې،تیره اونۍ،په همدغې خپرونې کې خپرې شوي دي.د وئيلو ده دګاما آتش فشان له کهکشانو ورآخوا تر ټولو زیاتې انرژۍ لرونکي  پيښې دي.دغه پیښې د لومړي ځل لپاره  په شپیتمې میلادي لسیزې کې کشف شوي دي.په وروستیو لسیزو کې د سوئيفټ(Swift  )او فرمي (Fermi) په څير د ګاما فضائي ټيلیسکوپونو د کار په پيلیدا سره ددغو پيښو رابرسیره کیدا ډيره زیاته شوې ده.په دې توګه چې ددغو آتشفشانونو څخه یو شکل سره (isotropic) نقشه برابروي او د دوي دځانګړنې او سرچینې لپاره لا ښه ماډلونه ترلاسه شوي دي.

Image Caption

   یوه بله بریا،د لرغون پيژندونکي ډله  دعملی پلاوي دیوه غړي ډاکټر رحیم ولایتي په مشرۍ د تهران پوهنتون لرغون پيژاندي ډلې له لس کلنې څيړنې او میداني زیار وروسته،بریالئ شوه،د اوجان تاریخي ښار وپيژني او د هغه د حکومتي ماڼۍ ځیني برخې  دخاورو له لاندې رابهر کړي.

د ولایتي په وینا،په دغې ارزونې او هڅې  کې د اوجان تاریخي ښار  د انګڼ کابو پنځه نوي هیکټره  له  ۲۰۰۶ کاله رانیولې تر ۲۰۲۲کال پورې په مودې کې  د تهران دپوهنتون د څيړنیزې ډلې وګړو  ورباندې څيړنې او میداني کارونه کړي دي. د ارزونې په دغه پړاؤ کې،د تهران دپوهنتون د لرغون پيژندنې ډلې په وسیله د اوجان تاریخي ښار ددقیق ځاي،جغرافیائي او تاریخي متنونو کې  د اوجان ښار په باب د وړاندې شوو شمیرنو او مهمو مستنداتوڅخه په استفادې سره  کابو اوه سوه تاریخي انګڼونه او برخې پيژندل شوي دي.

ددغه څيړاند په وینا،داوجان په تاریخي ښار کې د فیروزو د کاڼو په ښکلا سره د ایلخاني جامونو ماتو لوخو په څير شیان کشف شوي دي.که څه هم  ددغو خټينولوخو او شیانو کشفیدا ارزښتمنه ده،خو هغه څه چې دغه زیار  ډير با اهمیّته کوي، ددغه ښار  او د ایلخانیانو  دحکومتي کلا دمعمارۍ او د معماري آثارو ارزښت دی.د سلجوقیانو او ایلخانیانو د پړاؤ او دغه راز د ښار په محدودې کې د اوسمهال د څلورو اسلامی هیدیرو  پر موندلو سربیره،د ښار د تاسیس له وخت راسهې باقي پاتې دترټولو لوئې ودانۍ په توګه چې  پّ ایلخانیانو پړاؤ کې مرمت او بیا رغول شوې ده،دښآر د حکومتي ارګ اوکلا پيژندنه ډير اهمیّت لري.

همداراز د سلجوقي او ایلخاني پړاؤ څخه د دوو قبرونو د دوو سترو برجونو او د ښار په لویدیځي جبهې کې د ستړي مَشي ځاي(handshake)   شواهد هم ترلاسه شوي دي  چې احتمالا  د ایلخاني پړاؤ د بودائي معبد د څومڅې  ک ارندوالی ئې درلودلی دی.په دغو کندنو او کارونو کې د دحکومتي ارګ  یا کلا د سترې ودانۍ برهني دیوالونه او ګردي برَج(round tower) باندې مشتمله یوه ټولګه  رابرسیره شوې ده .د اوجان تاریخي ښار په بشپړ ډول په خاورو کې ښخ شوی دی چې په ترسره شوو هلوځلو او څیړنو سره د حکومتي کلا پشمول د ښار ځيني بخرې کندل شوي او له خاورو بهر راویستل شوي دي او اوس  ئې ساتل ، دایران د اذربایجان شرقي ولایت  د کلتوري میراث دعمومي ادارې په غاړه  دي.

    دایران د ټاټوبي پراختیا او د آب و هوا اوجغراییائي ډولوالی  لامل شوی دی  څو دغه هیوادد خوشبوي لرونکو ډيرو ډول ډول بوټو د کښت او پرورش په زمینې کې په یوه پام وړ هیوادباندې شي چې البته  ډير زیات ډوله بوټي د ایران ځایي دی.په همداروستیو کې د تهران د صنعتي شریف پوهنتون  دعلم او ټیکنالوجۍپه پارک کې دیره یوه شرکت،د استحصال (exploitation)، بدلولو (processing) او په ارزښتمنو محصولاتو د  ایران دځايي بوټود  بدلولو آئيډیا،د خپلې مخصوصې بشپړ ماډرن ټیکنالوجۍپه اساس تعقیب  کړې ده.ددغې څو کلنې هڅې نتیجه،له هرډول کیمیائيموادو څخه پاک په بشپړډول اورګانیک غوَړي(essential oils) او  د ژرانیول، منټول،لینانول او لیمنن په څير د بوټو اغیزشیندونکي مواد  د ایران دځایي بوټو  د ویستلو په شان ډير محصولات دی چې په مختلفو صنعتونو کې کارندوالی لري او همدااوس  له دغه هیواده له بهره تامینیږي.

=     ددغه  پوهه بنسټه شرکت  د مشرې سمیه میرصادقي په ویناله ورته داخلی او حتی له بهرنیو شرکتونو سره ددغه شرکت د توپير یو مهه ځانګړنه د ویستنې لپاره له ډيرې پرمختللي ټیکنالوجۍڅخه استفاده ده چې دغه ټيکنالوجي د مونږ شرکت ته مخصوصه ده او داخلی او بهرني شرکتونه دغې ټيکنالوجۍ ته لاس رسی نه لري. همدغه ټيکنالوجي په دغه شرکت کې د بشپړ خالصو غوَړیو  او بوټو د ویستلو د تولید سبب شوې ده چې د دوي داخلی ورته نمونه نشته .

Image Caption

 

ددغه شرکت د مشرې په وینا، ددغه شرکت  نهائي موخه ،د داخلی تولید د خشوبودارو درملیزو بوټو دکښت  له لوړ توانه ګټه اخستل،پخپلې تخنیکي پوهې باندې په تکیې سره په ډير لوړ کیفیّت سره د مختلفو صنائعو لپاره  په غني شوو ترکیباتو ئې بدلول او په  نهایت کې  د اسعارو د وتلو  او  له بهرنیو تولیداتو سره  لاکم اړوندوالی دی.  البته  دداخلی بازار د اهمیّت ترڅنګ،د محصولاتو لوړ کیفیّت ته په پام سره ،دمونږ شرکت، له نړیوالو باؤري مرکزونو څخه  دطبي او اورګانیکي ترکیباتو سره اړونده د معتبرو ګواهیانو دترلاسه کولو اقدام هم کړی دیچې نتیجه به ئې په نزدې راتلونکي کې نړیوالو بازارونو ته ددغه شرکت د محصولاتو صادریدا وي . دا چاره سبب کیږي ،ایران  هم دځینو   بوټو د محصولاتو(products)  په تولیدونکو هیوادونو کې شامل  شي چې  تردې دمه  ئې برخه نه وو.

 

ټیګونه