ایران په تیره اونۍ کښې
ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. نن هم د ایران د تیرې یوې اونۍ د مهمو پیښو جاج اخلو، په دې هیله چې د خوښې او استفادې وړ مو وګرځي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تیره جمعه وویل: د ایران د ولس خلاف د شرارت جوړونې لپاره د ترهګرو رسنیو او شبکو د لاس او خولې خلاص پریښودل او نړیوالو ته د ایران د راې او نظر د رسیدو د مخنیوي په موخه د ایران د راډیو او ټیلیویژن او د «پریس ټي وي» چینل بایکاټول د امریکې د حکومت له خوا د ایران د ولس د حقوقو د څرګندې خلاف ورزۍ دوام دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي زیاته کړه: د خپلواکو ولسونو او حکومتونو خلاف د امریکې جنایتونه د ختمیدو نه دي.
په هم دې لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلیویژن د ادارې مشر پيمان جبلي وویل: پریس ټي وي چینل په نړیوالو ډګرونو کښې د پياوړو سیالانو د شتون سره سره فعالیت کوي او د بندیزونو باوجود به د ایران د اسلامي جمهوریت غږ د نړیوالو غوږونو ته ورسوي.
*/*/*/*/*/*
په ویانا کښې د ملګرو ملتو په سازمان کښې د ایران دائمي استازي او سفیر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کښې د ایران خلاف پریکړه لیک مردود وباله او ویې ویل: د دغه ایراني ضده پریکړه لیک د جوړونکو سیاسي اهداف به پوره نه شي.
د ایران خلاف د امریکې او اروپايي ټرایکا وړاندیزي پریکړه لیک تیره پنجشنبه له راې اخیستنې وروسته په ۲۶ موافقو رایو او د روسیې او چین له خوا په ۲ مخالفو رایو او هم داشن په ۳ سپینو رایو سره تصویب شو.
محسن نذیري اصل زیاته کړه: د ایراني ضده پریکړه لیک د مسودې ملاتړو واکمنې شورا ته د خپلې غیر رغنده کړنلارې د توجیه لپاهر بې بنیاده ادعاوې او د دروغو معلومات وړاندې کړل او هڅه یې وکړه چې دغه غونډه د خپلو تنګ نظره او د آزانس د دندو او اختیاراتو له چوکاټه د وتلو اهدافو د تعقیبولو لپاره په یو اوزار باندې بدله کړي.
به ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د د ایران دائمي استازي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په واکمنې شورا کښې د امریکې او د دریو اروپايي هیوادونو له خوا د وړاندې شوي غیراجماعي پریکړه لیک تصویبیدل یو سیاسي، غیر رغنده او ناسم او د نه منلو وړ اقدام ګڼي، زیاته کړه: له آژانس سره د ایران د پراخو ملګرتیاؤ دوام ته په پام سره له آژانس سره ملګرتیا ته د ایران بلل هغه هم له واکمنې شورا په اوزاري استفادې او د یو پریکړه لیک د تصویبولو له لارې د دباؤ په اچولو سره، غیر موجه او بې معنې دي.
*/*/*/*
د ایران او روسیې تجارتي غونډه په مختلفو صنعتي، سوداګري او کرهڼیزو برخو کښې د روسیې د تجارتي او اقتصادي شرکتونو څخه د سلو کسانو او هم داشان له روسیې سره د تجارت په څانګه کښې د فعالو ایراني شرکتونو د جګ پوړو مدیرانو او استازو په شتون سره تیره چهارشنبه ترسره شوه.
د ایران د خارجه وزیر د اقتصادي ډیپلماسۍ مرستیال مهدي سفري د دغې اقتصادي غونډې په مهمې بللو سره، د ایران او روسیې د تجارتي او اقتصادي اړیکو د سویې د لوړاوي لپاره د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو جدي هوډ او په تیر یو نیم کال کښې د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ ترسره شویو صلاح مشورو او اقداماتو ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ایران او روسیې ترمینځ د ملګرتیاؤ د پراختیا په موخه د ریلي، سمندري او د سړکونو له لارې او د ترکیبي ټرانسپورټ، د ګمرکي چارو او ټرانزټ د اسانولو لپاره د ضروري چارو لاره هواره شوې ده.
*/*/*/*
هم داشان د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران اسلامي جمهوریت د ترهګرۍ یو قرباني هیواد وباله او څرګنده یې کړه: د ایران ولس به هیڅکله پرې نږدي چې ګټې او امنیت یې د بهرنیو مداخله غواړو د هغوي تر ملاتړ لاندې ترهګرو د لاس لوبتکه جوړه شي.
حسین امیر عبداللهیان د تیرې اونۍ په سه شنبې، د صربیا د وزیراعظم وړومبي مرستیال او خارجه وزیر ایویتسا داتشیچ ته په یو پیغام کښې د شیراز د شاهچراغ علیه السلام په مقدس حرم کښې د ترهګرې پیښې په هکله د هغه د تسلیت د پيغام او د خواخوږۍ څرګندولو په مننې سره ولیکل:د ایران اسلامي جمهوریت د ترهګرۍ او افراط پالنې د یو قرباني هیواد په توګه له دغې سپیرې ښکارندې سره د مبارزې په لاره کښې تل په ټولو سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کښې مخکښ پاتې شوی او په دې لاره کښې یې د سردار قاسم سلیماني په شان ډیر شهیدان ورکړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: په خواشینۍ سره له ترهګرۍ سره د مبارزې ځینې مدعي او سلطه پال هیوادونه چې د ایران د ولس خلاف د زیات نه زیاتو دباؤنو او د بندیزونو له لګولو نهیلې شوې دي، هڅه کوي چې د تشدد او ټرور د دودولو او هڅولو په شمول په غولونکو سیاستونو سره د اقتدار او پرمختګ لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په ارادې او لاره کښې ګډوډی رامینځته کړي
*/*/*/*/
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د وینزویلا د جګ پوړي پلاوي په کتنه کښې وویل: ډول ډول او پراخ اقتصادي، علمي او د انرجۍ ظرفیتونه، د ولسونو لپاره له ایران سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې ملګرتیاوې د ولسونو لپاره ګټه ورې کوي.
سید ابراهیم رئیسي تیره سه شنبه په دغې کتنې کښې، په ټولو برخو په تیره بیا د ایران او ونزویلا د ګډ اقتصادي کمیشن په بریمنې ترسره کونې کښې د تهران او کاراکاس د اړیکو له مخ په ودې بهیر څخه خوښي څرګنده کړه.
ولسمشر رئیسي د سلطې د نظام د زیاته غوښتنو په وړاندې د وینزویلا د ولس د مقاومت په قدرونې سره څرګنده کړه: امریکایانو فکر کوه چې په ګواښ او بندیز سره د ولسونو مخه نیولې شي خو د خپلواکو ولسونو اودریدلو شاتګ ته مجبور کړل او یوځل بیا یې ثابته کړه چې مقاومت او ملګرتیا، د لویدیځ له زیاته غوښتنې سره د مقابلې یوازنۍ لاره ده.
*/*/*/*/
له بلې خوا په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي سفیر او استازي صهیونیسټي رژيم له ډل وژونکو وسلو څخه د لویدیځې آسیا د پاکیدو ترټولو ستر خنډ وباله.
صهیونیسټي رژيم چې ایټمي وسلې لري او د ګڼو رپورټونو له مخې له ۲۰۰ نه تر ۴۰۰ پورې ایټمي خولۍ یې په واک کښې دي، د ایټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي په تړون (این، پي، ټي) کښې له شاملیدو ډډه کوي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي سفیر او نماینده امیر سعید ایرواني له ډل وژونکو وسلو د پاکې لویدیځې آسیا تر عنوان لاندې دریمې غونډې کښې وویل: د ایران د ایټمي مسائلو په هکله د ناسمو او غیرمسلکي مواردو مطرح کول به نه یوازې د دغو ادعاؤ له مطرح کونکو سره هیڅ مرسته ونه کړي بلکې له ډل وژونکو وسلو د پاکې لویدیځې آسیا له اصلي ګواښ څخه چې هم هغه صهیونیسټي رژيم دی، د نورو پام به بلې خوا ته واړوي.
ایرواني د ایران د اسلامي جمهوریت د نظریاتو او لیدتوګو په تشریح کولو او د ډل وژونکو وسلو په نړیوالو رژیمونو کښې د تهران غړیتوب ته په اشارې سره، په ۱۹۷۴ کال کښې له ایټمي وسلو څخه د لویدیځې آسیا د پاکولو د وړاندې د رسمې طرحې په شمول د ډل وژونکو وسلو د بشپړې او فاینل ختمونې په هکله د ایران په دوامداره سیاست باندې ټینګار وکړ.
په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر هیله څرګنده کړه چې د کانفرنس نور غړي هیوادوه هم دغه شان یو ثابت قدمه سیاست غوره کړي او د هر هغه سیاست له پیروۍ ډډه وکړي چې له یادو وسلو د سیمې پاکول په یو ډول تر منفي اغیزې لاندې راولي.
*/*/*/*/*/
د آسیا د غوره پوهنتونونو لپاره د «۲۰۱۳ کیو ایس» کال د رتبه بندۍ د نتایجو له مخې د ایران صنعتي شریف پوهنتون او هم داشان تهران پوهنتون په اولو ۱۰۰ پوهنتونونو کښې شامل دي.
د کیو، ایس د نړیوالې رتبه بندۍ روده پیژندنه د پراخو پوهنتوني فعالیتونو په بنیاد ډیزاین شوې ده.
د ۲۰۲۳ کال لپاره د غوره پوهنتونونو په کیو ایس رتبه بندۍ کښې د ایران ۱۲ پوهنتونونه شامل دي چې صنعتي شریف پوهنتون په ۸۴ مې رتبې سره د ایراني پوهنتونونو په سر کښې دی او هم داشان تهران پوهنتون په ۹۲ رتبې سره د دغه لړلیک له مخې د ایران دویم ښه پوهنتون دی.
*/*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی