ذالفقار چټکه کښتۍ / د چټکتیا او یرغلیز وړتیاو سېمبول
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i124238-ذالفقار_چټکه_کښتۍ_د_چټکتیا_او_یرغلیز_وړتیاو_سېمبول
نن سبا د ایران اسلامي جمهوریت د سپاه او فوځ د سمبال سمندري پیاوړي ځواکونو او لوی دفاعي صنعت په ملاتړ توانېدلی دی چي د فارس خلیج او د عمان د سمندرونو او د هرمز د تګی امنیت په لوړه کچه تامین کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2022 09:11 Asia/Kabul
  • ذالفقار چټکه کښتۍ / د چټکتیا او یرغلیز وړتیاو سېمبول

نن سبا د ایران اسلامي جمهوریت د سپاه او فوځ د سمبال سمندري پیاوړي ځواکونو او لوی دفاعي صنعت په ملاتړ توانېدلی دی چي د فارس خلیج او د عمان د سمندرونو او د هرمز د تګی امنیت په لوړه کچه تامین کړي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان سردار تنګسیري په دې اړه وایي: د فارس خلیج او د هرمز تنګی دوامداره امنیت زمونږ سره کرښه ده او د فارس خلیج او هرمز تنګی په جغرافیه کې د امنیت د ټینګولو په لړ کې له هیڅ چا سره، توکې نه کوو، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د فوځ له سمندري ځواکونو سره په ملګرتیا امنیت ټینګ کړی دی، البته د دې کار لپاره پیاوړي وسلې او سازو سامان ته ضرورت شته چي البته د سپاه سمندري ځواکونو د هیواد له دفاعي صنعت او پوه بنسټو شرکتونو سره په ملګرتیا د ضرورت وړ فوځي سازوسامان حاصل کړي دي، په تېرو کلونو کې د چټکو کښتیو، سمارټ اوبتلو، کروز توغندوي سیسټمونو او د ځمکې لاندې توغندوي ښارونو په څېر بېلابېل سازو سامان د سپاه سمندري ځواکونو له لورې برابر شوي دي.

چټکې جنګۍ کښتۍ او نامتقارن یا چریکې عملیاتونه

مهمه مساله دا ده چي د سپاه پاسداران په نامتقارنه یا نامنظمه جنګي استراتیژی کې د چټکو راکت توغونکو کښتیو استعمال، راکټونه او ټرپېډو توغونکې وسلې ځانګړې ځای لري. پاته کېدل، زغم، تر ۹۵ ناټ پورې د سرعت زیاتوالې او د توغندیو د توغولو سیسټمونه د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د نویو چټکو کښتیو له ځانګړنو څخه دي. تر دې دمه په سلګونه چټکې جنګي کښتۍ له ډول ډول وړتیاو سره، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونو له لورې په خدمت نیول شوي دي، د سپاه سمندري ځواکونو ته د ګڼ شمېر چټکو کښتیو ورکړه په دې معنا ده چي چټکې کښتۍ د دغو ځواکونو په دفاعي نظریه کې د پام وړ اهمیت لريږ

د چټکو کښتیو د کارولو تاریخ د تپل شوې جګړې پړاو ته ورګرځي او د اسلام سربازانو په همدغه طریقې سره، د فارس خلیج په سمندر کې د امریکایانو استراتیژي له ناکامۍ سره مخامخ کړل، د سپاه د سمندري ځواکونو لومړی ډول آذرخش نومېدل، د ایران دفاعي صنعت چي د ساده کښتیو په جوړولو خپل کار پیل کړی و اوسمهال د عصري او پرمختللي کښتیو د جوړلو وړتیا څخه برخمن شوی دی. 

چټکې کښتۍ

چټکې کښتۍ په فوځي اصطلاح هغو کښتیو ته وایي چي کوچني وي او د چټکو مانورو او په زیات سرعت سره د واټن د کچولو وړتیا ولري، دغه ډول کښتۍ په سمندري ګزمو، له سمندري حدودو څخه په ساتنه او له یرغلګرو سره د احتمالې مقابلې لپاره کارول کیږي، سمندري غلو او د دښمنو هیوادونو له بېړیو سره مقابله هم د دغو کښتیو د عملیاتې وړتیا په زمینه کې راځي.

ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه مخکې د فوځي بېړیو او کښتیو په رانیولو سره، په سیمه کې تر ټولو له پیاوړی سمندري ځواک څخه برخمن وو، لیکن د تپلې جګړې پر مهال د سپاه پاسداران فوځي چارواکو په دې فکر کې شول چي د سمندري عملیاتونو د تر سره کولو لپاره له داسي چټکو کښتیو څخه کار واخلي چي د سمندري مینونو، راکټ لانچرونو او ۱۲ اعشاریه ۷ میلي مېټر مشین ګنونو باندې سمبال وي.

په یادو ځانګړنو سره د فوځي کښتیو د جوړولو د بهیر له پیلېدو سره سم، د دغو کښتیو فوځې ارزښت او یرغلیزې وړتیاوې ښکاره شوې، په دې توګه د نویو او پرمختللیو کښتیو د جوړولو طرحې په نظر کې ونیول شوې، په دې لړ کې د دفاع وزارت سمندري صنعت د نویو چټکو او عصري کښتیو د جوړولو په لړ کې کوټلي ګامونه پورته کړي او په دې زمینه کې یې زیاتې پانګونې کړي دي څو د مختلفو عملیاتونو لپاره په مختلفو وړتیاو سمبال چټکې کښتۍ په فارس خلیج کې د سپاه د سمندري ځواکونو لپاره جوړې کړي.

د دغو ماډرنو کښتیو له جملې څخه د ذوالفقار چټکې کښتۍ ته اشاره کولایشو چي د پام وړ جګړه ایزې او عملیاتې وړتیاوې لري، دغه کښتۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاعی صنعت د ماهرینو له لورې ډیزاین او جوړه شوې ده.

د ذوالفقار چټکې کښتۍ د ایران له لورې د جوړ شویو کښتیو تر ټولو مشهوره کښټۍ ده چي د ځایي ټکنالوژی پر اساس ډیزاین شوې او د اذرخش د چټکې کښتۍ په پرتله یې عملیاتي واټن او سرعت ډېر زیات دی، دغه کښتۍ په خپل کلاس کې تر ټولو عصري کښتۍ ده چي د بېړۍ ضد توغندیو باندې سمبال دی او په مختلفو طوفاني او سختو حالاتو کې د عملیات د تر سره کولو توان لري، د ذوالفقار د کښټۍ ټولې برخې، لکه خوځوونکې سیسټم، شفټ او پرې او نورې برخې ټولې په ایران کې دننه جوړې شوې دي، د ذوالفقار کښتۍ د ضربتي او یرغلیزو بریدونو لپاره ډیزاین شوې، په داسي ډول چي د دښمن په کښتۍ له توغندوي برید څخه وروسته په چټکی سره له سیمې لیري کیږي. ذوالفقار کښتۍ همدارنګه د سمندري ګزمو لپاره هم مناسبه ده، دغه کښتۍ د دښمن په بېړیو باندې د برید لپاره هدایتېدونکي لنډ واټن وېشتونکي توغندی توغولایشي او په سمندري رادارونو باندې سمبال ده، د ۱۳۸۹ لمریز کال د زمرې د میاشتې په ۳۱ چي د دفاعي صنعت له ورځې سره سمون خوړل، د ذوالفقار له عصري کښتۍ څخه مخکتنه وشوه، د هغه وخت د دفاع وزیر احمد وحیدي د یادې کښتۍ د وړتیاو په هکله وویل: دغه کښتۍ د سمندرې ګزمو لپاره ځانګړې ده، په دښمن باندې د چټک برید لپاره ډیزاین شوی او په لنډ واټن ویشتونکي توغندیو او رادارونو باندې سمبال ده.

هغه زیاته کړه: مناسبه کارندوالې، چټکتیا، مانورې او زیات واټن کچ کول د ذوالفقار د کښتۍ د عصري ماډلونو له ځانګړنو څخه شمېرل کیږي، د کښتۍ بدنه د نړیوالو معیارونو پر بنیاد ډیزاین شوې او پر مختللې ځایې الکټرونیکل سازو سامان په کښې نصب شوي دي، د ذالفقار په نوی ماډل کې د نصر نومې توغندی نصب شوي چي د غلچکې او چتګو بریدونو لپاره مناسب دی، د دغه کښتۍ په جوړولو کې د نړۍ له عصري ټکنالوژی څخه کار اخیستل شوی دی.

د ذوالفقار د کښتۍ اوږدوالې ۱۶ میټره دی، د باډۍ پلنوالې یې ۴ میټره دی، د پایو جګوالی یو مټر دی، د ۱۴ ټنو د بار وړلو وړتیا لري، دوه ډیزلي موټورونه لري چي کښتۍ ته په ساعت کې ۹۷ کیلومټره سرعت وربخښي، په یوه ډکه ټانکۍ باندې تر ۵۷۶ کیلومټره پورې واټن کچ کولایشي.

په ذوالفقار باندې دوه ۱۲.۷ میلی میټره مشین ګنونه یو په شاتنۍ او یو په مخکنۍ برخه کې نصب شوي دي، همدارنګه په کښتۍ کې د کوثر نومې د کښتۍ ضد توغندی هم لګول شوی دی چي تر ۲۵ کیلومټره لیري اهداف په نښه کولایشي، د ذالفقار په نوې ماډلونو کې د کوثر د غندی پر ځای د نصر نومې توغندی نصب شوی دی، همدارنګه د ځواکونو ضرورت او عملیات ته په کتو سره د ۱۲.۷ مشین ګن پر ځای ۲۳ میلی مټری مشین ګن او یا هم ۱۲۲ ګرنیټ لانچرې هم نصب کېدایشي، په دغه کښتۍ کې پر مختللې الکټرونیک او مخابراتي سیسټمونه او دوربینونه نصب شوي د، د چټکو مانورو له وړتیا څخه برخمنه ده او د فارس خلیج د سمندر هوا او موسم ته په کتو سره ډیزاین شوې ده، دغه کښتۍ کې درې کسه عمله ځایېدایشي او پلټونکی رادار یې سطحې دی او ۳۰ کیلومټره پورې لیري ساحې لټولایشي.