Jan 09, 2023 16:39 Asia/Kabul
  • حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه يي؛ د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب ستر لارښود
    حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه يي؛ د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب ستر لارښود

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لمر په حضور کې له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په دې برنامه کې موږ د بېلابېلو ټولنو له یوشمېر مېرمنو سره په لیدنه کې د حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه يي د خبرو لنډیز څېړو. له موږ سره واوسئ.

تېره اونۍ چهارشنبه د مرغومې ۱۴مه، د ایران اسلامي انقلاب لارښود، آیت الله العظمی سید علي خامنه يي، د بېلابېلو ټولنیزو، کلتوري او علمي برخو له فعالو مېرمنو سره ولیدل. دا لیدنه د انقلاب له ستر رهبر سره د ځانګړو ناستو لپاره د یوشمېر مېرمنو د تېرکال غوښتنې له امله ترسره شوه. هغه موضوعات چې په دې ناسته کې ورته اشاره وشوه د هېواد په بېلابېلو برخو کې له هوښیارو، کارنده او ځېرکو مېرمنو  ډېر کار اخیستل دي. د رهبري ستر مقام دا موضوعات خپل فکرې اندېښنې یادې کړې چې باید ورته یوه لاره پیدا شي. په دې لیدنه کې د انقلاب ستر رهبر په اسلام او په لوېدیځ تمدن کې د ښځې مقام توپیر په اړه وویل او د دې په بیان سره چې ښځې ته د اسلام لیدلوری ارزښتناک دی. د ښځې موضوع او د هغې حقونه یې د لوېدیځو ریاکاره مدعیانو پر وړاندې د یوې غوښتنې په توګه وړاندې کړه وویل: نوی لوېدیځ  چې له نږدې ۲۰۰ کاله وړاندې تراوسه د ژوند په ټولو برخو کې یوه خبره کړې ده؛ موږ  د دوی پر وړاندې غوښتونکي یو، دوی د ښځې موضوع په اړه سخت ګناهکاره دي، ګرم دي، زیان یې رسولی او جنایت یې کړی دی.

آیت الله العظمی سید علي خامنه يي په دوام سره په اسلام کې د ښځې مقام په اړه وویل چې د ارزښت ورکولو له اړخه، په اسلام کې د ښځې او نارینه ترمنځ کوم توپیر نشته. ښځې او نارینه ته د اسلام لید لوری، انسان ته کتل دي. د اسلام په ارزښتناک نظام کې، انسان د پام وړ دی. دوی د دې په بیان سره چې د انساني او اسلامي ارزښتونو په برخه کې د ښځې او نارینه مساوي والی، د اسلام د اصولو برخه ده، د احزاب سورت ۳۵م آیت یې قرائت کړلو. په دې آیت کې خدای تعالی لس اصلي ځانګړنې لکه: مسلماني، ایمان، عبادت، رښتیا ویل، فروتني، پاک لمني او نور یادوي چې ښځه او سړی د دوی په اجر او ثواب کې سره مساوي دي.

البته د ښځې او سړي د متقابلو دندو په اړه اختلاف شتون لري. د اسلامي انقلاب رهبر په دې اړه وویل: د ښځې او سړي متقابلې دندې د یوه بل په اړه مختلف دي خو تعادل شتون لري. د اسلام مقدس دین د قرآن د بقرې سورت د ۲۲۸م آیت په یوې برخې کې فرمايي: ‌وَ لَهُنَّ مِثلُ الَّذي عَلَیهِنَّ بِالمَعرُوف/  په هغه اندازه چې حق د دوی لپاره دی، هماغه اندازه حق، پر دوی باندې دی. یانې: هره دنده چې کوم چا ته ورکړل شوې ده، پر وړاندې یې یو حق شتون لري. هر امتیاز چې هر یوه ته ورکړل شوی دی، په مقابل کې یې یوه دنده شتون لري؛ بشپړ تعادل.

په اسلام کې، مسئولیتونه د ښځې او سړي د طبیعي ځانګړنو په تناسب دي. هغه توپیرونه چې په ښځې او نارینه کې له جسمي، روحي او معنوي  اړخه دي. د اسلامي انقلاب ستر رهبر دې توپیرونو ته نه کتل او د ښځې یا سړي مساوي کېدل بل جنس ته په کړنو او خبرو کې تېروته یاده کړه.

آیت الله العظمی سید علي خامنه يي په دوام سره د پانګونې په نظام کې د ښځې مقام په اړه خبرې وکړې. دوی دې ته په اشارې سره چې د هغه څه پرخلاف چې د اسلام په اړه وايي د پانګونې په نظام کې، سړی پر ښځې غوره  دی وویل: د لوېدیځ د پانګونې نظام دی چې د سړي واکه نظام دی. د دې لیدلوري رېښه هم دا ده چې د پانګونې په نظام کې، پانګونه له انسانیت غوره ده؛ او انسانان د پانګونې په خدمت کې دي. ښه نو هر انسان چې هرڅومره ډېر وکولای شي پانګونه وکړي، ارزښت یې ډېر دی. ستر اقتصادي او سوداګریز مدیریتونه او لکه د دوی په څېر دا ټول نارینه وو ترسره کول؛ له دې امله د پانګونې په نظام کې سړی پر ښځې لومړیتوب لري؛ ځکه د پانګونې غوره والی د انسان لپاره دی، د نارینه په اړه ډېر صادقه دي. ښه نو، پانګونه د انسانانو مقام ټاکي، انسانان نور یوشان نه دي، یقینا مختلف دي.

د اسلامي انقلاب د لارښود له آنده دپانګونې نظام په دوه ډوله پر ښځې ظلم کړی دی. لومړی په خپل کار کې، په دې مانا چې د ورته کار په مقابل کې، د ښځې عاید له نارینه کم دی، ځکه کمزوري دي. له نولسمې پېړۍ وروسته د آزادۍ په نوم، ښځه یې له کورونو وایستله او په کم عاید سره په کارخونو کې وګمارلې. لکه په امریکا کې د سیاهان د آزادۍ قضیه او د امریکا کورنۍ جګړو په  څېر چې له یو میلیون ډېر کسان پکې ووژل شول. د امریکا شمال او سویل ترمنځ جګړه د تورپوستو غلامانو خوشي کول وو.  خو په حقیقت کې شمال، ټیټ بیه کارګرو ته اړتیا درلوده،  د سویل کروندګرو غلامان یې تیښتې ته هڅول، ترڅو په کارخونو کې په کم عاید سره په کار بوخت کړي. د آیت الله العظمی سید علي خامنه يي په خبره: د لوېدیځو متمدنه ښاغلو تقلب په دې ډول وو.

پر ښځې د پانګونې نظام دویم ظلم، د نارینه خوند اخیستو د وسیلې ګرځېدل وو. د اسلامي انقلاب ستر رهبر په دې اړه وویل: ټولو کار وکړ  د دې لپاره چې وکولای شي ښځې ته قناعت ورکړي چې د ده امتیاز هغه کړنو پوري اړه لري کوم چې د نارینه لپاره د دې جنسي جذابیتونه ډېر کړي؛ دا ډېره غمجنه کېسه ده؛ ما په دې اړه ډېر څه لوستي دي چې په رښتیا انسان یې نه شي کولای بیان کړي. په یوې امریکايي مجلې کې اووه، آته، لس کاله وړاندې له دې څخه یې ماته راوړـ  یوه امریکايي پانګوال چې لسګونه ځنځیروي او ډېر پرمختللي او ښایسته رسټورانټونه درلودل اعلان کړی وو، چې په دنده ګماري؛ کوم څوک؟ ځوانې نجونې؛ ځوانې ښځې په دې ځانګړنو سره چې بیان کړي يې وو؛  یوه دا ځانګړنه دا ده چې دوی باید جامې یې، لمن یې له ځنګون څخه دومره پورته وي؛  انځور یې هم اچولی وو چې باید دا ډول وي! یانې وګورئ، د سوداګرۍ، د صنعت او د هغه متعارف ژوند لپاره برنامه په وټونو او لارو کې داسې ده چې نفساني خواهش لرونکی انسان وکولای شي د خپل ځان په سترګو سره اشباع کړي! ښه، دوی په یقینا د ښځې کرامت مات کړ؛ دوی د ښځو حرمت مات کړ. ترټولو بده قضیه هم همدا ده چې اشاره مې وکړه: کار یې هغه ځای ته ورساوه چې خپله ښځه ـ  ځوانه نجلۍ یا ځوانه ښځه ـ خپل خیر په دې کې وویني چې داسې ښکاره شي چې له جنسیتي اړخه وکولای شي سړی خپل ځانته جلب کړي! اوس کوم سړی؟ هغه سړی چې په واټونو کې ګرځي. دې پایلې ته د ښځې رسول، هغه ستر زیان وو چې دوی ښځې ته ورکړو.

د لوېدیځ وقاحت دلته دی چې د ښځې کرامت ته په نه کتو سره، خپل ځان د ښځې حقونو سرلاری یادوي. په لوېدیځ کې د (me too) جنسي تعرض بهیر ښځې ته د لوېدیځ تمدن جنسیتي لیدلوری ښيي. د انقلاب د ستر رهبر په خبره: هغه څه چې د لوېدیځوالو په بې تقوايي ژبه کې د ښځې آزادۍ په اړه وايي، په دې مانا دی. دا خو آزادي نه ده، خپله اسارت او سپکاوی دی. تل همدا وایي. په کاري چاپېریال کې، په واټونو او بازار کې، په ټولو ځایونو کې، حتی په منظو ځایونو لکه په پوځ کې، ښځې هم هلته دي ـ تېری ترسره کېږي! نن تاسو وګورئ، په لوېدیځ چاپېریال کې، جنسي سوداګرې ده، غلامي ده، د ټولو انساني او اخلاقي حدودو او پولو ماتېدل دي، د هغه شیانو عرفي کول او قانوني کول دي، چې په ټولو دینونو کې حرام دي. لکه: همجنس بازي او دا ډول خبرې چې یوازې اسلام پوري اړه نه لري؛ دا په ټولو ادیانو کې د سترو محرماتو برخه ده؛ دا غواړي قانوني کړي.

له ښځې سره د نورو اړونده موضوعاتو څخه، د کورنۍ موضوع ده. حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه يي په کورنۍ کې د ښځې شتون د کورنۍ هوايي فضا په څېر یاد کړ چې له هغې پرته تنفس شونې نه ده. کورنۍ د ښځې له شتون پرته، او د ښځې د احساس او فعالیت پرته، شونې نه ده مدیریت شي.  د اسلامي انقلاب لارښود، د همسر په توګه ښځه یې په کور کې د مینې او آرامښت بېلګه یاده کړه، چې نارینه د هغې ترڅنګ د آرامښت احساس کوي. د اسلامي انقلاب د رهبر په خبره: د ښځې د موروالې نقش، د ژوند د حق رول دی. ځکه ښځه هغه موجودات زېږوي چې له هغې څخه پیدا کېږي. نو ځکه میندې د خپلو اولادونو په اړه د حیات حق لري. حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه يي د دې په بیان سره چې د بشر نسل په مور سره دوام مومي او میندې د ملي هویت د عناصرو لېږدوونکې دي، وویل: ملي هویت یو مهم څه دی یانې: د یوه ملت هویت، د یوه ملت شخصیت په لومړي پړاو کې د میندو په وسیله لېږدول کېږي؛ ژبه، عادتونه، آداب، سنتونه، غوره اخلاق، ښه عادتونه، دا ټول په لومړي پړاو کې د مور په وسیله لېږدول کېږي. پلار هم ګټور دی، خو له مور څخه ډېر کم. مور ډېره اغېزه لري. په زړونو کې د ایمان کرل، میندې دي چې اولاد مؤمن روزي. ایمان لوست نه دی چې انسان یې یوه ته درس ورکړي زده کړي؛ ایمان یوه تګلاره ده، یوه معنوي وده ده چې کرل کېږي؛ دا کرنه د مور په وسیله ترسره کېږي. اخلاق هم داسې دي. له دې امله، د هغې رول فوق العاده دی.

په پای کې حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه يي د ایران اسلامي جمهوریت په بېلابېلو پوهنتوني، طبي، ټکنالوژیکي، سپورټي او نورو برخو کې د ښځو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې .

ژباړه زماني

 

ټیګونه