د نوی نړیوال نظم هندسه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i130836-د_نوی_نړیوال_نظم_هندسه
د رهبرۍ ستر مقام همداراز وفرمایل په دنیا کې د ایران یو مهم مخالف امریکا ده چی واقعیتونه ښی د اوباما امریکا د بوش له امریکا ، د ټرمپ امریکا د اوباما له امریکا او د دغه ښاغلی امریکا د ټرمپ له امریکا کمزوری ده .
(last modified 2023-04-08T06:45:44+00:00 )
Apr 08, 2023 11:07 Asia/Kabul
  •  د نوی نړیوال نظم هندسه

د رهبرۍ ستر مقام همداراز وفرمایل په دنیا کې د ایران یو مهم مخالف امریکا ده چی واقعیتونه ښی د اوباما امریکا د بوش له امریکا ، د ټرمپ امریکا د اوباما له امریکا او د دغه ښاغلی امریکا د ټرمپ له امریکا کمزوری ده .

 

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علي خامنه اي د اپریل په ۴ د اسلامی ایران د نظام له کارګزارانو او مسولانو سره په کتنه کې یوشمیر مسایل مطرح او بیان کړل . د هغود ټینګار وړ یو ټکې د امریکا دوامداره ځوړتیا او د کمزورتیا بهیر وو . حضرت امام خامنه ای  د نړۍ سیاسي بدلونونه ډیر چټک او په عین حال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمانانو د جبهې د کمزورتیا په لړ کښې وبلل او ویې ویل له دغه فرصته د استفادې لپاره بهرنی سیاست باید خپل تحرک ، نوښت او فعالیتونه زیات کړي .

د رهبرۍ ستر مقام همداراز وفرمایل په دنیا کې د ایران یو مهم مخالف امریکا ده چی واقعیتونه ښی د اوباما امریکا د بوش له امریکا ، د ټرمپ امریکا د اوباما له امریکا او د دغه ښاغلی امریکا د ټرمپ له امریکا کمزوری ده .

حضرت امام  خامنه اي د راتلونکي نړۍ په نوي نظم کښې د ایران ضد د جبهې د کمزورتیا د نښو په بیانولو سره وفرمایل د امریکا په دوه کاله مخکې انتخاباتو کښې رامینځته شوي دوه قطبونه اوس هم په شدت سره موجود دي . د ۲۰۲۰ له ټاکنو وروسته د هغه وخت ولسمشراو د جمهوری غواړو کاندید ټرمپ د انتخاباتو نتیجه یعنی د بایډن بریالیتوب رد کړی  . د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶ نیټه د امریکا په کانګرس د ټرمپ پلویانو حمله وکړه . دغې پیښې د امریکا د دیموکراسۍ اساس ولړزوه .له بل پلوه ټرمپ په ځلونو په امریکا کی د دیموکراسۍ اساس دروغ بللې او د امریکا د انتخاباتی نظام په فاسد بللو او په دغو ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ترسره کیدا د بی مخینې سیاسی بحران سبب شو او په امریکا کې یې دیموکراسۍ تر پوښتنې لاندې راوسته . د دې په تر څ کې چی د جنورۍ د ۶ پیښه سبب شوه تر څو په سیاسی زمینه کی د امریکا نړیوال نفوذ او روا والی تر پوښتنې لاندې  لاړ شی . په اوسنی وخت کې هم د ټرمپ پرضد دجرم اعلان او د هغه محاکمه کیدا په امریکا کې د نوی دوه قطبی توب سبب شوی دی .

د امریکا د کمزورتیایوه بله بیلګه د خپلو ګټو او هدفونو په لړ کې د اوکراین د جنګ په پرمختګ کې د واشنګټن ناکامی ده . اوکراین ته د واشنګټن له عظیمو تسلیحاتی او پوځی مرستو سره سره روسیه توانیدلی ده د خپل برلاسی موقعیت د ساتلو په ترڅ کې خپلو هدفونو ته ورسی . دغه مسله سبب شوی ده چی د اورکاین په اړه د بایډن په دولت نیوکې حتی د امریکا داخل ته وغځیږي .

د امریکا د د کانګرس جمهوری غواړی استازی پل ګوسار دې ته په اشاری سره چی د اوکراین د جنګ په وړاندی د بایدن سیاست ماته خوړلی ده ، په یوه ټویت کې ولیکل بایدن او د هغه ملاتړي د یوکرین د لانجې په هکله په تبلیغاتی نښته کې ماته خوړلی ده . امریکایان د متحده ایالتونو له پولو د ساتنې لپاره له بل هر مقصد پرته او د نورو هیوادونو له مالی تامین ستړي شوي دي .

البته امریکا د یوکرین له جنګه په اروپا کې د خپل موقعیت د پیاوړی کولو لپاره د عامل په توګه استفاده کړی ده خواوس د اوکراین په جنګ کې له امریکا د اروپا پیروی کونکیو سیاستوالانو او خلکو د اعتراضونو د زیاتیدا سبب شوی دی .

هغه حضرت د امریکا د کمزوري کیدا د نښو په بیانولو سره جوته کړه امریکا د اوکراین جنګ پیل کړ خو دغه جنګ له اروپايي متحدانو سره د واشنګټن د واټن د رامینځته کیدا سبب شوی او د اوکراین د جنګ تاوان اروپايي هیوادونو ته رسیږي خو ګټه یې امریکا ترلاسه کوي .

هغه بله موضوع چی حضرت امام خامنه ای له لوری د امریکا د ځوړتیا او کمزورتیا په لړ کې بیان شوی ده د صیهونیسټ رژیم د بحران په اواری کی د واشنګټن ناکامیانې دی . دوی وفرمایل امریکا د صیهونیسټ رژیم کړکیچ حل نکړی شو ، امریکا اعلان کړی وو چی د ایران ضد د متحده عربی جبهې د رامینځته کولو نیت لری خو نن د هغه څه په اپوټه شوی دی چی امریکا غوښتل او له ایران سره  د عربی ټولګې ارتباطات په زیاتیدو دي ، د دې په ترڅ کې  چی امریکا په سیاسی دباو او بایکاټ سره غوښتل ایټمی مسله د خپل پروګرام په اساس پای ته ورسوی خو ونه توانیده .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علي خامنه اي د صهیونیسټ رژیم یعني  د ایران د اسلامي جمهوریت د بل دښمن په هکله دې ته په اشارې سره چې دغه رژیم په خپل پینځه اویا کلن ژوند کښې هیڅکله د نن ورځې په شان له سختو مشکلاتو سره نه و مخامخ د صهیونیسټ رژیم د دړې وړې کیدا حالت او ګډوډۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل صهیونیسټ رژیم سیاسي لړزانتیا لري او په څلورو  کلونو کښې په اسرائیلو کښې  څلور لومړي وزیران بدل شوي دي په اسرائیلو کښې د ګوندونو ائتلافونه جوړیږي او بیا دړې وړې کیږي په ټول جعلي رژیم کښې سخت دوه قطبونه شته او  د اسرائیلو په ځینو ښارونو کښې د سلګونو زرو خلکو مظاهرې د دې ښودنه کوي او دا چې  اسرائیل وغواړي په څو توغندیو ویشتلو سره دغه کمزورتیاوي جبران کړي مکمنه نه ده.

بله مسله دا چی اوس د واشنګټن د غوښتنې په اپوټه په سیمه ایزه او نړیواله سویه کې رامینځته شوی ده ، د امریکا سیالانو په تیره بیا چین د نوښت عمل په لاس کې اخیستی دی او له هغو هیوادونو سره چی د امریکا متحدان بلل  کیږی نوی موافقې کوی . په دې زمینه کی د امریکا د پخوانی ولسمشر جان ایف کینډی وراره رابرټ اف کینډی جونیور په ټویټر کې ولیکل په عربستان د امریکا دنفوذ  دړې وړی کیدا او له چین او ایران سره د باچاهۍ نوی ایتلافونه په پوځی قدرت سره د امریکا د نړیوالې سلطې د ساتلود سټراتیجۍ د شرمونکی ماتې دردناک سمبولونه دی .

د امریکا د کمزورتیا یو بل سمبول د نړۍ د اصلی ارز په توګه د ډالر زیاتیدونکی کمزورتیاده . اوس ځینې هیوادونه په نورو هیوادونو د دباو د اعمالولو په لړ کې  له ډالره د واشنګټن اوزاری استفادې او هم خپلو سیالو هیوادونو پرضد د امریکازیاتیدونکی بایکاټونو په دلیل د مالی او تجارتی تبادلاتو لپاره له ملی ارزونو استفادې ته مخه کړی ده . په دې لړ کی چین او روسیه مخکښ هیوادونه حسابیږي او اوس د هند ، برازیل ، ملایشیا ، ترکیه ، وینزویلا او ایران  په شان هیوادونوهم ورته لاره پرمخ نیولی ده . له بل پلوه امریکا په لاتینې امریکا د خپل نفوذ په زیاتیدونکی کمیدا سره چی هغه خپل حیات خلوت بولی ، مخامخ شوی ده .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغو مسایلو په  ټولګې په استناد سره وفرمایل پر دې اساس امریکا چی د اسلامی نظام د دښمنانو په سر کې ده ، په کمزورتیا ده .پای