د کاشان د ګلابو د عطرو جوړولو ځانګړي دستورې
. ګلاب په بی شمیره رنګونو کې په لطیفو پاڼو سره په ډیر سخاوت سره ښکلا ډالي کوی
د عشق یو ډیر ښکلی سمبول ګل دی . د ګلانو زړه راښلونکی بوی انسان ته تاندوالې او شادابی ډالۍ کوی . په دې مینځ و میان کې د ګلاب ګل (ګل محمدی ) د عطرو د ګران بیه برانډونو په سیالۍ کې یو پراخ بنسټه بریالې دی . ګلاب په بی شمیره رنګونو کې په لطیفو پاڼو سره په ډیر سخاوت سره ښکلا ډالي کوی . د نړۍ په تیره بیا اروپایی هیوادونو د عطر جوړونی پرمختللی صنایع دخپلو عطرونو په تولید کې د ګل محمدی له اسانس استفاده کوی او ورسره ډیره دلچسپۍ لری .د نړۍ په ډول ډول عطرونو کې د کاشان د قمصر د ګلابو او عطرونو کیفیت او اهمیت دومره دې چی هرکال د کعبې شریفې د معطرکولو لپاره د قمصر د سوچه ګلابو له عطرو استفاده کیږی . قمصرد ایران د عطرو اوګلانو پلازمینه بلل کیږی . دغه ښارد اصفهان ولایت یو ډیره ښه اب و هوا لرونکی ښار دی چی د ټوریزم ډیرې جاذبې لري .په غوی میاشت کې د قمصر په ښار کې د ګلابو د عطرو خوشبوي محسوسیدلې شی . له ګلابو د عطرو جوړولو دودیزې دستورې د ایران له داخل او بهره ډیر زیات سیلانیان ځانته جلبوي . ټوریسټان د ګلابو په نړیوال فیسټوال کې د ګډون تر څنګ د سرو ګلانو په زړه راښلونکیو ګلستانونو کې د ګلابو د عطرو د ویستلو په دستورو کې ګډون کوی .
د می او جون مياشتو په رارسيدلو سره په زرونو کسان د ايران د کاشان بڼونو ته ورځي چې د ګلانو له خوشبوي څخه خوند واخلي او د ګلاب ګل را ټولولو مراسم وګوري. د ګلاب راټولولو مراسم د می مياشتي په نیمایي کې پیل کیږي او معمولا د جون تر نیمایي پورې دوام کوي. البته د کاشان په شاوخوا کلیو کې د ګلانو راټولول او د ګلابو راټولول معمولا د جون تر پایه دوام کوي. تر اوسه د کاشان په دوو ګرمو، وچو، سړو او غرنیو سیمو کې د درملو او خوشبويه بوټو ۲۲۵ ډولونه پیژندل شوي دي. دا له لرغونې زمانې راهیسې په دې سیمه کې د ګلاب جوړولو د ورکشاپونو او دودیزو دستورو د جوړولو اصلي لامل دی چې کاشان یې نه یوازې په ایران بلکې په ټوله نړۍ کې مشهور کړی دی.
ګلاب له اصله شهزاده دی
رامبېل، چامبېل ئي نوکران نيولي دينه
ایران له پخوا راهیسې تراوسه په نړۍ کې د ډول ډول درملیزو بوټیو او نورو محصولاتو پلل ځای دی . ایران له تیرو وختونو راهیسې یو مهم طبی مرکز دی او ابو علی سینا او زکریا رازی په شان د سترو ایرانی پوهانو کتابونه چی حتی تر تر ننه په پوهنتونو کې د استفادې وړ معتبرې سرچینې بلل کیږي ، د دغې ادعا روښانه دلیل دی . د ډول ډول درملیزو بوټیوترڅنګ د ګل محمدی کر اوله هغه د ګلابو تولید د ایران له دودیزو او صنعتی محصولاتو دی . د ایران ګلاب د هغه خوشبوی په دلیل چی د پللو او کر د اقلیمي شرایطو له امله دی ، له نړیوال شهرته برخمن دی او د ایران په صادراتی شیانو لیسټ کې راځی .
د ایرانیانو د خوړود کلتور په مخینه کې ارزښتمن خواړه او د څښاک شربتونه وجود لري چی د وګړیو د سلامتیا او په ځینو بدنی ناروغیودرملنه کې برابر او تولیدیږي . ایرانی څښاک څیزونه زیاترهپه طبیعی عناصرو لکه میوو ، لبنیاتو او درملیزو بوټیو ولاړ دي او د وخت په اوږدوکې ازمویل شوي دي او د هغو ګټې ثابتې شوي دي . په داسې بڼه کې چی طبی علم ثابته کړی ده چی الکلی مشروباتو او ګازلرونکیو بوتلونو په شان له شربتونو استفاده چی په لویدیځ کې تبلیغ کیږي د انسان بدن ته نه جبرانیدونکي تاوانونه اړوي .
ایرانیان له هغو لومړنیوکسانو دي چی له ډیر پخوا راهیسې د سرو ګلانو په درملیزواو خوراکي ځانګړنو پوهیدل . په کاشان کې يه سلګونو کلونه کیږی سور ګل د خلګو او کروندګرو محبوب او خوښ ګل دی . حاضر دمه په کاشان کی په ۱۲۰۰ هیکټره مځکه ګل محمدی کرل کیږی چی ۵۵۰۰ ټنه ګلان ترې تولید کیږی . د ګلاب صنعتی او دودیز ورکشاپونه ، د کار روزګار د رامینځته کولو او داخلی او نړیوالو بازارونو ته د وړاندی کولو لپاره دګلونو جوړ محصولات ورلیږي . له بل پلوه په میلیونونوکسان د ګل شوکولو اود ګلاب د عرقو ویستلو دستورو د لیدلو لپاره د کاشان ښار ته ورځي . په حقیقت کی د ګلاب د عرقوویستونکیو هنر او ذوق د دودیزو او صنعتی ګلاب ویستلو د ورکشاپونو د رامینځته کولو او د ایران داخلی او نړیوال بازار ته د سرو ګلانو د جوړو محصولاتو د وړاندی کولو زمینه برابره کړی ده .
په ایران کې د ګل محمدی په محصولاتو کې ګلان ، ګل پاڼې ، د ګل غوټۍ ،او اسانس شامل دي . ایران د کیفیت او کمیت له نظره د مناسبې لومړنۍ مادې د درلودلو په دلیل په دنیا کی د ګلابو یو تر ټولو ستر تولیدونکی دی . په ایران کې په کال کې کابو ۲۲ زره ټنه ګلاب تولیدیږي چی ۴۰ فیصده یې د ایران په داخل او ۶۰ فیصده یې له ایرانه بهر صاودریږي . د ایران سور ګلاب اوعطر د اب و هوا د مناسبو شرایطو په دلیل نړیواله مشهورتیا لري . د ایران د ګلابو د صاد راتو له سترو بازارونو د فارس خلیج د حوزې په هیوادونو سربیره لبنان ، بلغارستان ، جرمنی ، ایټالیا او امریکا ته اشاره کیدلې شي .
په غوی میاشت کې د ګلاب د عرقو ویستلو په موسم کې که قمصر ته سفر ولرلې شئ نو د ګلانو شوکونکی ښځې او سړي به ووینئ چی له ګلانو په ډکو لاسونو مو هرکلی ته راځي او د ګلانو په شیندلو سره د مینې اظهارکوي . قمصر ډیر ښیرازه او ښکلی او له ګلانو ډک دی . په دغه سیمه کې هرکال څو زره ټنه ګلان تولیدیږي چی په لنډه موده کې د ګلانو د خوټونکیو لوښو کې د دودیزو ګلاب عرق جوړونکیو په وسیله په عطرو بدلیږي او بازار ته وړاندی کیږي . هرکال په سپرلی موسم کی له لسو تر ۱۵ ورځو کې د میرمنو او سړیو په لاس ګلان شوکول کیږی . ګل شوکونکی سهار وختی ګلستانونو ته ورځی چی د لمر له راختو وخکې ګلان وشکوي ځکه چی ګرمی او د لمر وړانګی د ګلانو عطراو بوی له مینځه وړي .
په غوی میاشت کې د قمصر په اکثرو کورونو کې په دودیزه توګه د ګلاب د عرقو ویستلو دستورې ترسره کیږی . په دغو ورځوکې د ټولو کورونو ړروازې په لیدونکیو خلاصې وی او ګلاب ویستونکی د کار په وخت کې هم د مسافرانو پوښتنو ته ځوابونه وایی د کار وسایل ډیر ساده انتخابیږي . په یوه لوخی کې ګلاب اچول کیږی او د ګلانو د وزن په اندازه په لوخی کې اوبه اچول کیږی او بیا په اور کیږدول کیږی . بیا د اوبو بخار د پیپونو له لارط یوه بل لوخی کې چی په ساړو اوبو کې کیښودل شوی وی ، هدایتیږي او د ګلابو عرق ترلاسه کیږی البته په ځینو ځایونو کې په صنعتی توګه هم دا کار ترسره کیږی ځکه چی په دغه روده کې د ګلاب د عرقو ویستلو عملیات ژر ترسره کیږی او زیات عطر هم ترلاسه کیږی . په هر حال د ګلابو ویستل شوی عطر په یوه شیشه ای یا پلاستیکی بوتل کې اچول کیږی او بیا یې پیکینګ کیږی او بازار ته وړاندی کول کیږي . په دغو کې ځینې بیا د فارس خلیج د حوزې هیوادونو په شمول مختلفو هیوادونو ته صادریږي .
نن سبا اروا پیژاندي د انسان په معنوی ژوند کې د ګلانو د شتون خبره کوی . ګلان د دوپامین او اکسی توسین بډایه سرچینې دي چی د اجتماعی په نفس د باور ، عشق ، زړه راښکلو په شان د مختلفو احساساتو د رامینځته کیدا سبب کیږی . همداراز د ګلانو په خوشبوی کې موجود سروتونین د سټریس په وړاندی یو پیاوړی ترکیب بلل کیږی او د روحیې په زیاتیدا کې په اوڅاره توګه اغیز شیندي .
راځئ چی مونږه هم د ګلانو د ښکلا او خوشبو د نعمت په خاطر شکر وکړو او یوه بل خوشحالی او تاندوالې ډالۍ کړو . تاسو ته هم بلنه درکوو چی د ګل محمدی په ګلستانونو کې ودریږئ او د سرو ګلانو بویولو ته لږ وخت وباسئ .
پای