د جوزا (غبرګولی) څلورمه / د مقاومت او پایداری ورځ
نن د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کې د مقاومت د ورځې په توګه ثبت شوې ده.
د عراق د تپلې جګړې پر مهال د بار بار توغندوي بریدونو په وړاندې د دزفول د خلګو مقاومت د امله دغه ورځ د ایران په رسمي کال هینداره کې د مقاومت د ورځې په توګه نومل شوې ده
په خوزستان کې د دزفول د ښار غیرتمن او زړه ور ولس د سپېڅلي دفاع د اتو کلونو په موده کې، د عراق د بعثي رژیم له ورځنیو توغندوي بریدونو سربیره، و نه تښتېده او ښار یې خالي نه کړ بلکې د بریدونو سره، هممهاله به یې تخریب شوي سیمې رغولې، په دې توګه د دزفول د ښار د سقوط لپاره د عراق د بعث د یرغلګر رژیم هیلې په اوبو لاهو شوې. په دغه وخت کې د عراق د بعث رژیم به د شپې او ورځې په رسنیو او لوسپېکرانو کې ګواښونه کاوه او د دزفول له خلګو یې د وتلو غوښتنې کولې، لیکن خلګو د هوایي او توغندوي بریدونو سره سره، ښار خالي نه کړ او هره اوونۍ به یې د ایت الله قاضي په امامت سره د جمعې لومنځ کاوه.
د تپلې جګړې پر مهال د عراق د بعث رژیم یرغلګرو ځواکونو په ځلونو په دزفول بریدونه کړي، او د اتو کلونو په موده کې یې د شپې او ورځې په توغندیو په نښه کولې، تر دې چي دزفول ته د توغندیو د ښار نوم ورکول شو، خو سره له دې خلګو ښار دښمن ته ور پرې نه ښوده،
د اتو کلونو په موده کې ۲۵۰۰ د توپونو ګوزار، ۳۳۱ ځلې بمبارۍ او ۱۷۶ توغندی په دزفول باندې کارول شوي دي، چي د امله ۱۹ زره کورونه او دوکانونه ویجار شوي خو سره له دې خلګو مقاومت ته دوام ورکړ او د مقاومت په سېمبول بدل شول.
دزفول د مقاومت په موده کې د ۲۵۰ ماشومانو په شمول ۲۶۰۰ شهیدان اسلام او انقلاب ته ورکړ.
هغه څه چي د نړیوالو او د دښمنانو د حیرانتیا لامل شوی وو، له دومره زیاتو هوایي او توغندوی بریدونو سره سره، په دزفول کې د خلګو د ورځنیو چارو او فعالیتونو دوام وو، د دزفول له وړوکی ښار سره، د عراق د بعث رژیم دومره زیاته دښمني تل د پوښتنې وړ وه، او بهرني او داخلي کارپوهانو به یې په اړه پوښتنې کولې.
دا ښار کوم داسي خاص استراتیژیک موقعیت هم نه درلوده، چي په خاطر یې د عراق د بعث یرغلګر رژیم بریدونه کړي وای، او نه هم د ایران په اقتصاد کې یې کوم داسي برخلیک ټاکونکی رول درلودل، د ایران د فوځي عملیاتونو مرکز هم نه وو، دغه وړوکي ښار کې حتی فوځې اډې هم شتون نه لرلې، چي وویل شي د عراق بعثي رژیم له دغو بریدونو څخه فوځي موخې تعقیبولې.
خو یوازې لامل چي دزفول سره، د عراق د بعث د رژیم د دښمنۍ لامل کېدایشواي، هغه د دې ښار د خلګو بې سارې مقاومت وو، د عراق بعثي رژیم د ایران د نیولو لپاره ۶ لښکرونه جوړ کړي وه، چي دوه لښکر یې د دزفول د نیولو ماموریت درلوده، خو د دزفول ولس په قهرمانانه مقاومت سره، د بعث د رژیم د یرغلګرو ځواکونو مخنیوی وکړ او د خوزستان د ولایت د سقوط مخه یې ونیوله.
د اسلام له مبارک دین، اهلبیت علیه السلام سره مینه، دیني – سیاسي تعصبات او حضرت امام خمینی ره ته ګروهنه د دزفول د خلګو د حیرانوونکی مقاومت له دلایلو څخه دي.
د عراقیانو په وېنا دغه اتل ښار چي د توغندیو او توپونو په ښار (بلد الصواریخ) مشهور شوی دی، د سپېڅلي دفاع د کلونو په موده کې او د ښاریزو جنګونو پر مهال په سلګونو ځلې د عراق د بعثي رژیم د نیواکګرو ځواکونو له بریدونو سره مخامخ شوی او د ۲۷۰۰ ورځو په موده کې ۲۶۰۰ شهیدان، ۴۰۰۰ زره ټپیان، ۴۵۲ اسیران او ۱۴۷ لادرکه د اسلامي انقلاب لپاره ورکړي دي.
د دزفول قهرمان ولس د نظام له رهبری او د اسلامي انقلاب له لاسته راوړنو څخه د ملاتړ لپاره زیات ځاني او مالي زیانونه زغملي دي، نه یوازې دښمن سره یې د انقلاب په ضد ملتیا نه وکړه بلکې د جنګ تر وروستي ورځ پورې له خپل څخه ملاتړ ته دوام ورکړ.
د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمینی ره هم په ځلونو د دغه ښار د خلګو د زړه وړتیا او ایمان ستاینه وکړه او وویل: تاسو دزفوليانو خپله ازموینه ورکړې ده او له ازموینې څخه بریالي راوتلي یاست، تاسو اسلام په وړاندې خپل فرض مو پوره کړی دی. همدارنګه د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای وفرمایل: عراقي ځواکونو دښت عباس ته راغلي وه، دښت په ډک شوی وو، غوښتل یې له دغه سیمې یعني د کرخې په پوله باندې په اوښتلو سره، دزفول ته ځانونه ورسوي، په دې کار سره، د خوزستان ټولې لارې د دښمن په لاس کې لوېدلې، د دزفول امام جمعه مرحوم قاصي ره ښار کې پاته شو، د هغه په پاته کېدو سره، خلګو هم ښار کې پاته شول، سره د بې شماره توغندوي بریدونو ښار خالی نه شو، که د دزفول ښار خالي شوې وای، نیول یې دښمن ته اسانه کېدی، مرحوم قاضي د سترګو د نظر د کمزورتیا سربېره پاته شو او د خلګو د پاته کېدو لامل شو.
دا کیسې د دزفولیانو لپاره د سرلوړی او ویاړ خبره ده، هغو خلګو چي د دښمن په راډیو باندې چي د الف دزفول په نامه مشهوره وه او ګواښونه یې کاوه، ملنډې وهلې.
یوه روحیه بخښونکی عنصر چي مبارزینو سره، مرسته کاوه، د جبهې په نامه د اسلامي انقلاب راډیو وه، راډیو جبهه د ایران ټولې جنوبي سیمې لپاره د ډزفول له ښار څخه نشرات کاوه، شاید تاسو ته عجبه وي، چي یاده راډیو د ګوتو په شمېر ځوانانو له لورې د یوه ټیپ ریکارډر او میکروفون په ذریعې سره، رامینځ ته شوې وه،
هغوی په همدغه محدودو امکاناتو سره، د راډیو په تاسیسولو باندې بریالي شول چي دا کار یې د خوزستان د مبارزینو اوخلګو له هرکلی سره مخامخ شو. ترانې او موسیقۍ د همدغه معمولي ټیپ ریکارډر له خوا خپرېدلې او څو تنه مبارزینو به د لیکنو د تعقیبونې چارې مخته بېولې. دزفولي لیکوال محمد رضا سنګري چي د جنګ په کلونو کې خوزستان کې پاته شوی وو، د دې ښار د خلګو د حماسې په هکله وایي: په ډزفول باندې بریدونه له چارچاپېر نه راپیل شو، یرغلګرو په لومړنیو بریدونو کې د ډزفولي ځوانانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول داسي ځوانان چي په محدودو امکاناتو او له روزنې پرته مقاومت وکړه او د بعث رژیم د فوځ د پوره لښکر مخه یې ډب کړه، دا د عراق د بعثي رژیم د لسم لښکر په وړاندې یوه بریا بلل کېده. ډزفول په دې خاطر استراتیژیک اهمیت درلود چي د مقاومت په یوه بېلګه بدله شوې وه.
ماشومان، میندې او بوډاګان په ډزفول کې په وینو کې ولغړېدلې، تی رودونکې ماشومانو د خپلې مور په غېږ او یا هم زانګو کې شهیدان شول، دزفولي انجوڼې په داسي حال کې په توغندوي بریدونو کې شهیدانې شوې چي خپلې ناوکۍ یې په غېږ کې نیولې وې او تر اوار لاندې شوې وي څو د دزفول قربانیانو د نړیوالو کاڼه او په ظاهر کې متمدن وجدان باندې چیغه وکړي چي مونږ د خپل وطن د ساتنې لپاره ولاړ یو.