د ۱۴۰۲ کال شعار، د ګرانۍ کنټرول او د تولید وده-۵
(last modified Mon, 12 Jun 2023 09:13:19 GMT )
Jun 12, 2023 13:43 Asia/Kabul
  • د ۱۴۰۲ کال شعار، د ګرانۍ کنټرول او د تولید وده-۵

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د هیواد د اقتصادي مسایلو په هکله خپلو څرګندونو کښې اقتصادي زیاتونونو ته ځانګړې پاملرنه وکړه. د دې لړۍ په تیره برخه کښې مو د ایران د اقتصاد مخې ته پرتې بهرنۍ ننګونې په لنډه توګه وڅیړلې او په دې نننۍ لیکنه کښې به د انقلاب د ستر لارښود له نظره د ایران د اقتصاد د ځینو کورنیو زیانونو جاج اخلو.

د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له نظره د ایران د اقتصاد یو ډیر مهم تاوان، د حکومت افراطي تصدي ګري ده. له تپلي جنګ نه وروسته په وړومبنیو کلونو کښې د اقتصادي انصاف او عدالت د رامینځته کولو لپاره د اقتصادي د حکومتي کولو سټراټیجۍ ته مخه کړې وه خو له دې موضوع غفلت وشه چې د حکومتي کونې بل اړخ د ولسي او خصوصي اقتصادي ظرفیتونو د انجماد ربتنبړا ړپ؟ خباخ ګبړاخ \ژ ړ ۱۳۸۰ لسیزې په اوایلو کښې د ۴۴ اصل د اقتصادي سیاستونو په ابلاغ سره، دغه مسئله حل شي خو اجرايي ظرفیتونو ته لږه پاملرنه سبب شوه چې د حکومتي اقتصاد ستره برخه، په حکومتي ډوله اقتصاد بدله شي.

د احصائیو له مخې د ایران له اقتصاده د حکومت ونډه تر اتیا فیصدو وبلله شوه او په هیواد کښې موجود له نیمايي زیات شرکتونه حکومتي دي او پاتې نور هم په یو ډول  له حکومت سره په ارتباط کښې دي. په اقتصاد کښې د حکومت رول د خصوصي برخې بشپړونکی نه دی بلکې د پرایویټ سکټر بدیل او سیال ګڼل کیږي په داسې حال کښې چې ډیر پياوړی سیال ګڼل کیږي.

**/*

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د وري د میاشتې په اوله نیټه د امام رضا علیه السلام د حرم د زیارتوالو په ټول  کښې، د هیواد د اقتصاد ستره ستونزه او د کمزوری ټکی، د اقتصاد حکومتي والی او د شپیتمې لسیزې له اقتصادي سیاستونو رامینځته شوې افراطي تصدّي ګري وبلله او زیاته یې کړه: «د دې افراط نتیجه، له سترو او شتمني ګټونکو فعالتونو څخه د خلکو لرې پاتې کیدل او د هغو ستونزو رامینځته کیدل دي چې نن سبا یې په هیواد کښې وینو».

د اومو تیلو په صادراتو پورې پیئلتیا هم د ایران د اقتصاد یو بل تاوان دی. په ایران کښې د تیلو له اسان عایده د حکومت د برخورتیا په وجه، د یو داسې مضبوط مالیاتي نظام د بنسټ ایښودو لپاره جدي هڅه نه ده شوې چې وکړې شي د حکومت د دندو د ترسره کولو لپاهر پوره عاید تامین کړي. کلونه وشلو چې د حکومت بودجه د تیلو له خرڅونه پوره کیږي یعنې دا خدای ورکړې پانګه په عملي توګه په روانو چارو لګي.

د تیلو په عاید پورې يیئلتیا په ستر اقتصاد کښې د ډیرو ستونزو سرچینه ده. تیل په دې وروستیو لسیزو کښې تل د حکومت د بودجې په پوره کولو لګیدلي دي. د عمراني طرحو جبیره کول، د سبسډیو ورکړه او د کارکوونکو د تنخواګانو په شان د روانو لګښتونو پوره کول، هغه برخې دي چې تراوسه یې د بودجې د پوره کولو لپاره د تیلو پیسې استعمال شوې دي. په عین حال کښې له دې امله چې دا څیز د نسلونو ترمینځ یوه پانګه ده، جوته ده چې د روانو مصرفونو یا د غیرپانګه ایزو خرڅونو لپاره یې پلورل، خطا ده.

*/*/*/*/

له تیلو ترلاسه شوی عاید لاهم د هیواد د درآمد مهمه برخه جوړوي. دغه عاید اولاً (یومحصولي) او د هیواد له پانګه ایزې شتمنۍ څخه له خرڅونه ترلاسه کوي او دویمه دا چې د دښمنو هیوادونو له کړچاره اغیزمن دی چې د اروپايي اتحادیې له خوا د ایران د تیلو د اخیستو بایکاټ یې یوه بیلګه ده. په تیره بیا کله چې دا فیصله له مالي بندیزونو سره یوځاې کیږي نو په نورو هیوادونو باندې د تیلو د هغې اندازې له خرڅونه د عاید ترلاسه کول هم په عملي توګه ګرانیږي. په دې وجه د تیلو په دومره زیات عاید باندې د هیواد د بودجې برابرول د کمزورۍ یو مهم ټکی دی.

څیړنې ښودنه کوي چې د دیارلسمې پيړۍ په پاې کښې د تیلو د موندل کیدوله اولو کلونو نه تر ۱۳۵۲لمریز کاله پورې د تیلو د خرڅون اندازه ۲۶ میلیارډ او ۸ سوه میلیون ډالره وه چې دغه رقم له ۱۳۵۲ نه تر ۱۳۵۷ کلونو ترمینځ عجیبه وده وکړه. په دغو کلونو کښې د تیلي عایداتو اندازه څه باندې ۱۱۲ میلیارډ ډالرو ته ورسیده. د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته هم، که څه هم ایران د امریکې او اروپا د بندیزونو له امله د تیلو په خرڅون کښې له یولړ ستونزو سره مخامخ شو خو لاهم د تیلو عایدات د حکومتونو د عایداتو اصلي برخه جوړوي.

په ایران کښې حکومتونو تل په تیلو پورې د بیئلتیا پروګرام په ایجنډا کښې راوستی دی خو په عمل کښې دغه مسئله د ایران د اقتصاد لپاره لاهم موجوده ده. حضرت آیت الله العظمی خامنه اي هم د روان کال په وړومبۍ ورځ په خپله وینا کښې د هیواد د اقتصاد بل عیب، په اومو تیلو پورې پيئلتیا وبلله او ویې ویل: «د اقتصاد تغذیه باید د اومو تیلو له صادراتو بیله کړو او د لازیات عاید د ترلاسه کولو لپاره غیرتیلي فعالیتونو ته مخه کړو چې له نیکه مرغه د رپورټونو له مخې، په دې لړ کښې ښه کارونه پيل شوي دي».

*/*/*/*

په ډالر پورې پیئلتیا هم د ایران یوه بله اقتصادي ستونزه ده. د اساسي شیانو په وارداتو پورې د هیواد بیئلتیا او هم داشان په ډالر پورې د دغو وارداتو اړوندوالی سبب شوی چې دغه اسعار، د خلکو تر دسترخوانه پورې اغیزه وکړي. په ډالر پورې د هیواد د اقتصاد تړل لویدیځو هیوادونو ته دا فرصت ورکوي چې له مالي ظرفیته په هیواد باندې د دباؤ لپاره کار واخلي. امریکا له ډالر څخه د ایران په شمول د خپلواکو هیوادونو خلاف د یوې وسلې په توګه کار اخلي.

په حقیقت کښې د ډالر د ختمولو لپاره د ایران د په شمول د هیوادونو یوه مهمه وجه، د نړیوالو بندیزونو او له بندیزونو سره د مخامخ هیوادونو خلاف د یوې وسلې په توګه له ډالره د امریکې د استفادې موضوع ده. په هم دې وجه هم د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دې وروستیو کلونو کښې په ډالر پورې د اقتصاد په پيئلتیا باندې په نیوکې سره د ایران له اقتصاده د ډالر په ختمولو ټینګار وکړ.په ډالر پورې د هیواد د اقتصاد پیئلتیا هغه بل کمزوری ټکی و چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د روان ۱۴۰۲ کال د وري په اوله نیټه ورته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: ځینو هغو هیوادونو چې د لویدیځ له بندیزونو سره مخامخ دي، په ډالر پورې د خپلې پيئلتیا په ختمولو او په ځايي کرنسۍ د راکړې ورکړې په کولو سره خپل حالت ښه کړ او مونږ هم باید دغه کار وکړو».

*/*/*/*/

دا کورنۍ اقتصادي ستونزې سبب شوې چې د ایران د اسلامي جمهوریت دښمنانو هم خپل پام اقتصادي جنګ ته اړولی دی او دا هغه موضوع ده چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ورته په کراتو اشاره کړې ده. په دې هکله په مختلفو پړاؤونو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د څرګندونو ځینې برخې په دا ډول دي:

=            کله چې په محدودو وختونو کښې وړومبیتوبونو ته ګورو نو د هیواد د اقتصاد مسئله په سر کښې راځي... د دښمن یو چل دا دی چې پرله پسې د جنګ ګواښونه کوي او وايي چې پوځي انتخاب مو پر میز دی او داسې نورې دړکې... [خو] حقیقي جنګ یو بل څیز دی، واقعي جنګ، اقتصادي جنګ دی، واقعي جنګ د بندیز جنګ دی، حقیقي جنګ د هیواد دننه د کار او فعالیت او د ټیکنالوجۍ د ډګرونو اخیستل دي، دا واقعی جنګ دی. ۱۳۹۵/۱۱/۲۷

=            دښمن غواړي په اقتصادي دباؤ سره خلک ستړي او نهیلې کړي. په ټول هیواد کښې نن سبا د دښمن دسیسه، د ایران په ولس باندې اقتصادي دباؤ دی، لپاره د دې چې دوي ستومانه کړي، لباره د دې چې دوي ناامیده کړي. ۱۳۹۷/۰۳/۲۵

=            د دښمن هدف دا دی چې وتوانیږي په اقتصادی دباؤ سره د ایران ولس له اسلامي نظام او اسلامي جمهوریته موړ او خوابدی کړي او د ایران د ولس او اسلامي نظام ترمینځ واټن رامینځته کړي او خپلې موخې له دې لارې تعقیب کړي.۱۳۹۶/۰۱/۰۱

=            ما په تیرو څو کلونو کښې اقتصادي شعارونو ته زور ورکړی دی د دې لپاره چې احساس مې وکړ چې دښمن له دې برخې، دغې سترې ملي ټولګې ته د تاوان رسولو نیت لري. که مونږ اقتصادي ستونزه ولرو نو مختلفې برخې به خپل سم کارونه ترسره نه کړې شي، ځکه باید وګورو چې په دې ټولګه کښې هغه دندې چې د هیواد د مسئولانو، حکومت، درې ګونو قواؤ او د مختلفو سازمانونو په غاړه دي، هغه مهم او حساس ټکی نن سبا څه دی؟ ممکنه ده نن یو ټکی مهم وي او سبا یو بل ټکی ډیر اهمیت ولري. نن په هیواد کښې اقتصادي پياوړتیا یو مهم ټکی او وړومبیتوب لرونکی ټکی دی، دا وجه ده چې زه په دې تکیه کوم، د خلکو په معیشت باندې تکیه کوم. ۱۳۹۶/۰۱/۳۰

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی