شیرو شکر (څلورمه برخه)
د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! د شیر و شکر په نامه د فارسۍ ژبې د ژده کړې له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو. هیله ده چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ.
دوستانو د تیرې اونۍ په پروګرام کښې د فارسۍ د ځینو نویو ټکو او کلماتو پر زده کولو سربیره، د فارسۍ له مشهور شاعر او لیکوال یعنې مصلح بن عبدا... سعدی سره اشنا شوو. په دې ننني پروګرام کښې له سعدي شیرازي سره د لاډیرې او ښې آشنايۍ په ترڅ کښې، د فارسۍ ځینې نور کلمات زده کوو.
لکه څنګه چې مو په تیره پروګرام کښې وویل، بوستان او ګلستان د شیخ اجل، سعدي دوه مهم او مطرح کتابونه دي. ګلستان په نثر او بوستان په نظم کښې لیکل شوی دی. دا دواړه کتابونه له حکمتونو او خوږو کیسو ډک دي چې ډیرې عبرتناکې او پند اخیستونکې دي.
بوستان یا سعدي نامه د شیخ سعدي وړومبنې اثر و چې ویل او لیکل یې په ۶۵۵قمري کال کښې پاې ته رسیدلي او په حماسي او حکیمانه شعرونو مشتمل دی. د دې کتاب سټایل د شعري چوکاټ له نظره، په حماسي بڼه دی او د سخن باچا، سعدي شیرازي د دغه کتاب محتوا د اخلاقو، تربیت او روزنې، ټولنیزو مسائلو او سیاسي مسائلو په شمول مهمو موضوعاتو سره په لسو برخو کښې برابر کړې ده.
د سعدي بوستان د خدای تعالی په نیایش او ورسره په راز و نیاز کښې یوه سریزه لري او په دې بیتونو پیلیږي.
به نام خدایی که جان آفرید سخن گفتن اندر زبان آفرید
خداوند بخشنده دستگیر کریم خطابخش پوزشپذیر…
****************************************
ګرانو مینه والو د پروګرام په دوام کښې د فارسي څو نوې کلمات زده کوو او د فارسۍ ژبې د زده کړې په ترڅ کښې، د سعدي له بوستان کتاب سره لاډیر بلدیږو.
فارسي |
پښتو |
فارسي |
پښتو |
فارسي |
پښتو |
|||||
تفاوت |
توپیر یا فرق |
شامل |
شامل |
قصه |
کیسه |
|||||
داستان |
کیسه |
قصه های |
کیسې/قصې |
متوجه |
پام اوړیدل |
|||||
منظوم |
منظوم/نظم/شعر |
منثور |
نثر |
پندآموز |
عبرتناک |
|||||
این |
دا / دغه |
یکدیگر |
یو بل |
با |
سره |
|||||
با یکدیگر |
له یو بل سره |
آیا |
آیا |
داشتن |
لرل/ درلودل |
|||||
دارند |
لري |
داشت |
درلود |
شدن |
کیدل |
|||||
شدم |
شوم |
چه |
څه/کوم |
چه تفاوتهای |
څه/کوم توپيرونه |
|||||
به چه معنا |
په څه/کومه معنا |
چند |
څو |
چندبخش |
څو برخې |
|
||||
اثر |
اثر/کتاب |
معنا |
معنا |
یعنی |
یعنې/مطلب |
|
||||
شعر |
شعر |
نوشته |
لیکلی |
متن |
عبارت |
|
||||
ساده |
ساده/اسان |
کوتاه |
لنډ |
بدونِ |
بغیر/پرته |
|
||||
بدونِ شعر |
له شعر پرته/ بې له شعره |
اشعارِ کوتاه |
لنډ شعرونه |
نیز |
هم |
|
||||
مختلف |
بیلابیل |
بخش |
برخه |
بخش های مختلف |
مختلفې برخې |
|
||||
نوشتن |
لیکل |
نوشته شده اند |
لیکل شوي دي |
متوجه شدم |
پوه شوم/ پام مې شو |
|
||||
ګرانو دوستانو تیره اونۍ مو له خپل پلار سره د ریحانې هغه خبرې اترې واوریدلې چې د سعدي په هکله یې کولې. اوس ریحانه د سعدي د بوستان په هکله ځینې پوښتنې لري او په دې لړ کښې له خپل پلار سره خبرې کوي. نو په غور یې واورئ چې فارسي ښه زده کړئ.
ریحانه : پدر ، بوستان و گلستان سعدی چه تفاوت هایی با یکدیگر دارند ؟
ریحانه: پلاره! د سعدي بوستان او ګلستان په خپلو کښې کوم توپیرونه لري؟
پدر: دخترم ،کتاب بوستان اثر منظوم سعدی است اما گلستان منثور است .
پلار: لورې، بوستان کتاب د سعدي د شعرونو کتاب دی خو ګلستان نثر دی.
ریحانه : پدر ، منظوم و منثور به چه معناست ؟
ریحانه: پلاره، د منظوم او منثور معنا څه ده؟
پدر: منظوم یعنی شعر و منثور به معنای نوشته است .
پلاز: منظوم یعنې شعر او منثور د لیکلي په معنا دی.
ریحانه : یعنی کتابِ بوستان شاملِ شعرهای سعدی است اما گلستان نوشته های بدون شعر است ؟
ریحانه: یعنې په بوستان کتاب کښې د سعدي شعرونه شامل دي خو ګلستان یې له شعر پرته لیکنې دي؟
پدر: سعدی در بوستان به زبانِ شعر قصه های پندآموزی را نوشته است اما در گلستان داستان های شیرین سعدی به صورت نوشته و متن های ساده هستند البته اشعار کوتاهی نیز دارند .
پلار: سعدي په بوستان کښې د شعر په ژبه ځینې عربتناکې کیسې لیکلې دي خو په ګلستان کښې د سعدي خوږې کیسې، په لیکلې او د ساده عبارتونو په بڼه دي. البته ځینې لنډ شعرونه هم لري.
ریحانه : متوجه شدم پدر . آیا این کتاب مانند گلستان بخش های مختلفی دارد ؟
ریحانه: پوه شوم پلاره. آیا دا کتاب د ګلستان په شان بیلابیلې برخې لري؟
پدر: بله ، بوستان 10 بخش دارد . ریحانه ، گلستان چند بخش داشت ؟
پلار: هو، بوستان ۱۰ برخې لري. ریحانې، ګلستان څو برخې درلودې؟
ریحانه : 8 بخش .
ریحانه: اته برخې
پدر: آفرین دخترم . گلستان در 8 بخش و بوستان در 10 بخش نوشته شده اند .
ریحانه: شاباش لورې. ګلستان په اتو برخو او بوستان په لسو برخو کښې لیکل شوی دی.
********************************************
ګرانو اوریدونکو هیله ده چې د فارسۍ الفاظ او کلمات مو ښه زده کړي وي، اوس د سعدي له بوستان څخه یو خوږ حکایت لولو:
مگو جاهی از سلطنت بیش نیست
که ایمنتر از ملک درویش نیست
سبکبار مردم سبکتر روند
حق این است و صاحبدلان بشنوند
تهیدست تشویش نانی خورد
جهانبان به قدر جهانی خورد
گدا را چو حاصل شود نان شام
چنان خوش بخسبد که سلطان شام
غم و شادمانی به سر میرود
به مرگ این دو از سر به در میرود
چه آن را که بر سر نهادند تاج
چه آن را که بر گردن آمد خراج
اگر سرفرازی به کیوان بر است
وگر تنگدستی به زندان در است
چو خیل اجل بر سر هر دو تاخت
نمی شاید از یکدگرشان شناخت
***************************************
دوستانو لکه څنګه چې خبر یئ، د شیر و شکر پروګرام یوه همیشنۍ برخه، د ایراني موسیقۍ خپرول دي. په دې پروګرام کښې هم د محمد اصفهاني په غږ د سعدي یو ښایسته غزل اوروو.
بسیار سالها به سر خاک ما رود
کاین آب چشمه آید و باد صبا رود
این پنج روزه مهلت ایام، آدمی
بر خاک دیگران به تکبر چرا رود؟
ای دوست بر جنازه دشمن چو بگذری
شادی مکن که با تو همین ماجرا رود....
*******************************
ګرانو او قدرمنو مینه والو، د شیر و شکر پروګرام دا برخه هم دلته پاې ته رسیږي. هیله ده چې ستاسو د پام او خوښې وړ ګرځیدلې وي. نو تر بل دې پروګرام پورې درنه اجازه غوړاړو....
او تاسو په متعال خدای سپارو.
لیک: ساناز احساني
ترجمه: عبدالماجد درانی