د بالابان لیري واټن وهونکی بمب
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i139176-د_بالابان_لیري_واټن_وهونکی_بمب
نن سبا بې پیلوټې الوتکې د جنګونو په یوه برخلیک ټاکونکی او کارنده عنصر باندې بدل شوی دی، لامل یې هم د هغه ارزانه قیمت، وړوکی سایز او د دښمن د مورچلو د ویشتلو لپاره د مختلفو بمونو او توغندیو د کارولو وړتیا ده.
(last modified 2023-09-28T04:22:13+00:00 )
Sep 28, 2023 08:48 Asia/Kabul
  • د بالابان لیري واټن وهونکی بمب

نن سبا بې پیلوټې الوتکې د جنګونو په یوه برخلیک ټاکونکی او کارنده عنصر باندې بدل شوی دی، لامل یې هم د هغه ارزانه قیمت، وړوکی سایز او د دښمن د مورچلو د ویشتلو لپاره د مختلفو بمونو او توغندیو د کارولو وړتیا ده.

یعني هغه چارې چي له دې مخکې د تیارو او د چورلکو په غاړه وې اوس د بې پیلوټو الوتکو له لورې تر سره کیږي.

ایراني ماهرینو څو کاله کیږي چي سمارټ، کره نښه ویشتونکی او پیاوړی بمونه د بې پیلوټو الوتکو لپاره جوړوي، یو له دغو بمونو څخه له هوا نه غورځېدونکی او لیري واټن وهونکی د (بالابان) په نامه بم دی چي د ایراني ماهرینو له لورې جوړ شوی دی.

بالابان په مختلفو بې پیلوټو الوتکو کې نصبېدایشي.

مخکتنه

د ۱۲۹۸ لمریز کال د غبرګولی په ۱۵ نیټه او د دفاعي صنعت د ورځې په درشل کې د ایران د دفاع وزیر ډګر جنرال امیر حاتمی په حضور کې د ایراني ماهرینو له لورې جوړ شوي د یاسین، بالابان او د قائم نوی نسل اپټیکل کره نښه ویشتونکی سمارټ بمونو څخه مخکتنه وشوه.

امیر حاتمی د دې په بیانولو چي د هیواد دفاعي ټولګه له پوهنتونونو او په مختلفو ډګرونو کې له مسلکي موسساتو له ظرفیتونو څخه په کار اخیستلو سره، په ډېره غوره توګه د ځمکني جنګ، سمندري جنګ او هوایي جنګ لپاره د وسله والو ځواکونو ضروریتونه ور پوره کړي دي. وویل: د ایران د دفاعي صنعت او د ایران الکټرونیکل صنعت له یو بل سره په همکاری سره، د یاسین، بالابان، او قائم کره نښه ویشتونکي او هدایتېدونکې پر مختللې سمارټ بمونه جوړ کړي دي چي د ایران د دفاعي صنعت لپاره یوه بې سارې لاسته راوړنه بلل کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر د بالان د سمارټ بمونو د ځانګړنو په بیانولو سره، وویل: دغه بم پرې او وزرې لري څو په لیري واټن کې اهداف په نښه کړي او همدارنګه هدایتېدونکی سیسټم څخه برخمن دی.

 هغه د بالابان د سمارټ بم د فعاله کېدو د څرنګوالې په هکله وویل: بالان په بې پیلوټو الوتکو کې د نصبېدو د وړتیا لپاره کتېدونکې وزرونه لري، د هدف موقعیت او نښه د بم له غورځېدو نه مخکې ورته استول کیږي، بیا بم له الوتکې نه غورځول کیږي او له غورځېدو وروسته یې وزرونه خلاصیږي او د ټاکل شوی هدف په لوري حرکت کوي.

ځانګړنې

د بالان بم چي د ایران د دفاع وزارت د ماهرینو له لورې جوړ او ډیزاین شوی دی، د دې لپاره چي په پیلوټو الوتکو کې په اسانه نصب شي او ډیر ځای ونه نیسي، وزرونه راغونډېدونکي دي، او یوازې له غورځېدو وروسته یې وزرونه خلاصیږي او تر ۲۵ کیلومیټره په هوا کې الوت کوي او لیري اهداف په نښه کوي. د بم وزن ۱۵۰ کیلو ګرامه دی چي جنګي خولۍ یې ۴۱ کیلوګرمه دی، دغه بم له غورځېدو وروسته د هدایتېدونکی سیسټم د درلودلو د امله اهداف په اتومات ټوګه تعقیبوي.

د بالابان د بم جنګي خولۍ له پیاوړې چاودېدونکو توکو څخه جوړه شوې او د دې لپاره چي په کره نښې سره اهداف له مینځه یوسي، په هممهاله توګه د INS، GPS او GLONASS  په شمول له دریو موقعیت موندونکو سیسټمونو څخه کار اخلي.

 

اپراټور د هدف د موقعیت ځانګړنې د بالابان د بم په کامپیوټر کې داخلوي، بیا بې پیلوټه الوتکه موقعیت سره نژدې بم غورځوي، بم له خورځېدو وروسته، خپلې وزرې خلاصوي او تر ټاکل شوی هدف پورې واټن کچوي.

بالابان دوه وزرونه او په لکۍ کې څلور پرې لري، دغې پرې او وزرې د بم د انډول د ساتلو او په هوا کې د هغه د الوت او د لور موندنې په صورت کې د بم د الوتلو د مسیر د اصلاح کولو چارې مخ ته وړي، که څه هم د بالابان د نویو بمونو کره واټن اعلان شوی نه دی خو داسي ګومان کیږي چي د بالابان نوی ماډلونه له الوتکې نه تر غورځېدو وروسته له ۶۰ نیولې بیا تر ۸۰ کیلومټرو پورې لیري اهداف په نښه کولایشي. چي دا یو بم لپاره ډېر لیري واټن بلل کیږي.

د ایران بالابان بم د خپل امریکایي سیال اس ډي بي بم سره ورته والې لري او کولایشي په ځمکې او سمندر کې د دښمن موقعیتونه په نښه کولایشي، د ایران د سمندري ځواکونو د قومندانۍ په وېنا، بالابان نوي بمونه په کرار بې پیلوټې الوتکې باندې نصب شوي او ازمویل شوي دي، چي په بریالیتوب سره یې ټاکل شوي اهداف له مینځه وړي دي.

د سټلایت له لارې د هدایتولو امتیازات

بالابان سمارټ بم په GPS باندې د سمبالېدو د امله د سټلایت له لارې هدایتېدایشي چي دا ډېر زیات امتیازات لري، د دښمن د اهدافو د ویشتلو لپاره بې پیلوټه الوتکه کولایشي بم له هر ځای څخه وغورځوي او کوم محدودیت نه لري، همدارنګه په دې خاطر چي بم وزرونه لري، الوتکه کولایشي د دښمن له وسلو څخه په امن کې د پاته کېدو لپاره له ډېر ه زیاته ارتفاع څخه بم راوغورځوي او غوټې یعنې د ارتفاع کمولو ته ضرورت نه لري، په دې توګه بم له زیات ارتفاع نه د راپرېتولو پر مهال خپل وزرونه خلاصوي او د هدف په لوري حرکت کوي. د اپټیکل یعني د دوربین، او د لیزر د هدایت له سیسټمونو څخه د جي پي اس د هدایت سیسټم غوره ده، ځکه چي لیزري او اپټیکل یا دوربینداره سیسټمونه په ناوړه هوا او اورښت کې له ستونزو سره مخامخېدایشي خو د جي پي اس د هدایت سیسټم له یادو محدودیتونو څخه خلاص دی. همدارنګه په اپټیکل یا دوربیني او لیزري سیسټمونو کې د بم له غورځېدو وروسته اپرېټور باید بم تر هدف پورې هدایت کړي، خو په جي پي اس سیسټم کې اپراټور ته ضرورت نه شته، او بم د وارد شویو ګرېدونو یا مشخصاتو له مخې موقعیت موندنه کوي او په اتومات ډول هدف پورې ځان رسوي، په دې خاطر په جي پي اس کې د انساني تېروتنو احتمالات هم له مینځه ځي.

د کرار د بې پیلوټې الوتکې له لورې د بالابان د بمونو استعمال

لیکن یوه ټکی چي د بالابان په بمونو کې موجود دي، د کرار په بې پیلوټه الوتکو کې د دې بمب کارول دی، تر دې مخکې ټول هدایتېدونکې بمونه یوازې د جیټ جنګي الوتکو لپاره جوړ شوې وه او په بې پیلوټو الوتکو کې د استعمال لپاره مناسب نه وه، لیکن اوس د بالابان په جوړېدو سره، د ایران بې پیلوټې الوتکې هم په لیري واټن وهونکی هدایتېدونکی بمونو باندې سمبالېدایشي. د بالابان د بمونو په خاطر اوس د کرار بې پیلوټه الوتکه بې له دې چي د دښمن د هوایي دفاع حدودو ته ورداخل شي کولایشي د دښمن مورچلې، دفاعي سیسټمونه او رادارونه په نښه کړي، د جی پی اس د امله دغه بمونه د باراني موسم، وریځ او د شپې په شمول په هر ډول حالاتو کې له کوم محدودیت پرته په خورا دقت سره د دښمن د اهدافو د له مینځه وړلو لپاره کارول کېدایشي.