نوښتونه
(last modified Thu, 05 Oct 2023 09:13:50 GMT )
Oct 05, 2023 13:43 Asia/Kabul
  • نوښتونه

د  تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د نوښتونو نومې لړۍ له ننني 90 م مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغې لړۍ کې په ایران او نړۍ کې د علمی، کلتوري،هنري او اقتصادي پيښو او بریاؤ په باب درسره غږیږو،نو هیله ده  چې  د استفادې وړ مو وګرځي.

   دوستانو د غه مطلب  په ټيکنالوجیکي حوزې کې  له یوه نوي مطلب سره پیلوو، په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د هګئ له سپي برخې د ایران په تبریز پوهنتون کې د الیکټرو هیډروډاینامیک رودې سره پوډر برابر او تولید شول.د تبریز د پوهنتون  دفیزیک پوهنځي دعلمی پلاوي یوه غړي،ډاکټر سیاهپوش په وینا،نن سبا د هګئ سپينو پوډرو دمصرف غوښته،په آسانه د وړلو،د روغتیائي موردونو،د هګئ له مائع سپينې برخې څخه د لازیاتوخوراکي موادو په فرمولایزیشن کې دهغو د میکروبیولوجیکي  خوندیتوب او   باقي پاتیکیدا په دلیل لازیاته ده .د هګیو د سپینو پوډرو د تولید په عامو طریقو کې،لکه  وچونکي سپری،د هګۍ د مایع وچولو لپاره کارول کیږي،چې د محصول د فعالیت کیفیت او تغذئې  په ارزښت کې کمښت لامل کیږي.د منجمد وچولو له رودې څخه استفاده هم په صنعت کې د لوړ لګښت له امله ارزانه نه ده  .

ددغه څيړاند په وینا،د هګئ سپين پوډر د پروټينو داسې بډایه سرچینه ده چې د خوراکی موادو په بډایؤنکي صنائعو کې په تیره بیا د میټایانو او د ډوډئ د پخولو په صنعت کې د هغوي دکړچاري ځانګړنو په علت زیات کارندوالی لري.په وروستیو کلونو کې په زیاتې تودوخې سره د حساسو خوراکي موادو د وچولو د ماډرن غیر حرارتي  رودې په  توګه د الیکټرو هیډرو ډائينامیک وچؤنکی رودې څخه استفادې ته ډير پام شوی دی. په دغې رودې کې د لازیاتې بریښناڅخه  په استفادې سره،په خوراکي موادو کې د موجوده نم  د ختمولو لپاره له یونایزه هوائي بهیره(پلازما)استفاده کیږي.

Image Caption

 

له دې وروسته چې څيړاند وتوانیدل په بریالیتوب سره په یوه حیواني ماډل کې عصبی تاوانونه ورغوي،د پارکینسن ناروغۍ لپاره  د نوي بنیادي سیلول درملنه  د انساني آزمیښت  مرحلې ته یو ګام نزدې شوې ده .

د کارډيّف پوهنتون او سکریپس ریسرچ موسیسې څیړاند په پارکینسن ناروغۍ د دوو ککړو کسانو له پوستکي د اخستل شوي iPSCs) )په نامې سره له بنیادي سلولونو څخه  په استفادې سره توانیدلی نوی عصبونه وروزي. دغه عصبونه  په ورپسې مرحلې کې په ډژنریټيو degenerative) ) ککړو موږکانو کې پيوند شوی دی

له نورو بدنونو څخه  اخستل شوي سیلولونه داسې بډایونې ته اړتیا لري چې  ممکنه ده  دناروغ لپاره مشکل شي. د سکریپس څیړنیز مرکز  د پروفیسر او د څیړنې د مدیر  ژان لورینګ  په وینا،کله چې  دناروغ په بدن کې د بل سړي له سلولونویاحجرو څخه  اخستل شوي اعصاب پيوندیږي،نو د دوي دبدن امیونیټي سسټم ئې ردوي.پر دې اساس باید د امیونیټي سسټم له ځپونکو درملو استفاده وشي چې دا هم لازیاتې مناسبې اغیزې نه لري.دغه څيړنه، د پارکینسن  ناروغۍ لپاره د اټولوګ سلول په ځاي د درملنې دپراختیا په باب د مهم پرمختګ ښودنه کوي.

Image Caption

 

د ناسا د ګوډرډ د فضايي مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر ګیوین شمیت ویلي،د روان کال جولای میاشت ښائي په تېرو څو سوو کلونو کې تر ټولو ګرمه میاشت وي.

شمیت دغه خبر په واشنګټن کې د ناسا په مرکزي دفتر کې د آب و هوا د کارپوهانو او نورو  اداري  مشرانو لکه د ناسا  د مشر بیل نیلسن او د دې ادارې د لوي سائنس پوه او څيړاند کیت کالوّین د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړ. غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې د اوړي په پیل کې د آب وهوا یو بشپړ بحران   وړاندې شو. په نیو انګلینډ کې مرګوني سیلابونه راغلل، او په کاناډا کې د ځنګلونو، اورونو د امریکا ښارونه له لوګي ډک کړل. له بلې خوا د دغه هېواد په سویل او لویديځ کې په ميليونونو خلک د ګرمۍ له څپې سره مخ شوي او د تودوخې ريکارډ ثبت شوى دى.

  د شمیت په وینا،مونږ په درستې نړۍ کې د بې مخینې بدلونونو شاهدان یوو . که څه هم  دغه بدلونونه ناڅاپي ښکاري ،خو څيړاند ورته حیران نه دي ، په تیرو څلورو لسیزو کې د هوا تودوخه  په هرې لسیزې کې زیاته شوې ده . د تودوخې دغه څپه دا احتمال زیاتوي چې ۲۰۲۳کال په نړۍ کې ترټولو ګرَم   کال ثبت شي.  همداراز د شمیت د محاسباتو په اساس پنځوس فیصدي احتمال شته چې  په روان میلادي کال کې د مځکې د تودوخې ریکارډ ثبت شي.د نورو ماډلونو په اساس،په روان کال کې د تودوخې د ریکارډ د ثبتیدا احتمال  اتیا فیصده دی .

داپه داسې حال کې دي چې څیړاند  اټکل کوي  ۲۰۲۴کال  حتی له ۲۰۲۳کال څخه هم لازیات ګرم شي.

د ۲۰۲۳کال د اګست په دولسمه،د احمد بهرامی په ډایریکټرئ سره او د رضا محقق په پروډیوسرئ کې د ؛شهر خاموش؛نومې سینمائي فیلم د فرانسې په یوه سینما باندې عمومی نندارې ته وړاندې شو.

دغه ډایریکټر له دې مخکې،د ؛شب های سیاه تالین؛نومې فیلم د جشنوارئ د تر ټولو ښې  ډایریکټرئ  جایزه ترلاسه کړې ده.ددغه اثر د پروډیوسر رضا محقق څخه دمګړئد فرانسې په سینماګانو کې د هادي محقق په ډایریکټرئ سره د  ؛دِرب؛ نومې فیلم  سینمائي فیلم نندارې ته وړاندې شوی او څه دپاسه شل زره نندارچیان ئې درلودلي دي .

          دوستانو د نوښتونو ددغې لړۍ  دنننی مطلب وخت هم همدومره ؤ، نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو،باید ووایو چې د تهران ریډیو د  انټرنیټي ویب پاڼې  ایډریس    PARSTODAY.COM/PS   نه بلکې باید ووایو چې صحیح ایډریس  دی PARSTODAY.IR/PS  درسره نوټ کړئ  او له خپلو نورو ملګرو او خپلوانو سره  هم شریک کړئ،تاسو په  دغه انټرنیټي پاڼې ترټولو وروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه،تبصرې ،راپورونه مرکې، او دغه راز  سپورټي ، اقتصادي ،ټولنیز،هنري،کلتوري  او دیني او مذهبی خبرونه او مطلبونه هم کتلی او آوریدلی شئ،دغه راز د تاسو په خپلو پیغامونو،خطونووشعرونو،ښو ښو لیکنو او غږیزو پیغامونو مشتمل ستاسو خپل پروګرام ؛هرکله راشه هم  آوریدلی شئ،نو تر بل  مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپاري سرلوړي او بریالي ووسئ.   

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************