Oct 15, 2023 11:39 Asia/Kabul
  • د ایران او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ.

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي يې څه دي.

کیهان ورځپانې په خپل لومړي مخ د نایجریا د اسلامي غورځنګ له مشر شیخ ابراهیم زکزاکي او د هغه له کورنۍ  سره د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي کتنې او خبرو ته انعکاس ورکړی دی او د مشر تابه د ستر مقام له قوله یې لیکلي دي هغه حرکت به چې په فلسطین کښې پیل شوی کامل بریالیتوب ته ورسیږي.

هغه حضرت وفرمائیل نن سبا د اسلام د قدرت یوه بیلګه همدغه مسائیل دي چې په فلسطین کښې د رامینځته کیدا په حال کښې دي.

د پیسو د نړیوال صندوق د راپور پراساس ایران په تیر میلادي کال کښې د داخلي ناخالص تولید د یوسل یوشپیتو میلیارډو ډالرو په زیاتولو سره د نړۍ د سترو اقتصادونو په درجه بندۍ کښې یو لمبر مخ شو او په یویشتم مقام کښې ورغی.

صهیونیسټ رژيم په میدان او  عمومي افکارو کښې جنګ بایللی دی.

د طوفان الاقصی عملیاتو د نیواکي سیمو د ازادولو لپاره د فلسطینیانو اراده دوه چنده کړي ده او له غزې تړانګې سره یوه خوله لویدیځه غاړه هم د نیواکګرانو پرضد لاس په کار شوي ده او له ټولو سختیانو او مشکلاتو سره سره د فلسطین د خلکو د تسلیمیدا هیڅ خبره نشته.

صهیونیسټ رژیم په زرګونو ټنو بمونو او توغندیو ویشتلو سره په ټولو حوزو کښې جنګ بایللی دی ځکه چې د فلسطین د خلکو په ارادې او هدف کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ولسي جرګې کانګرس کښې یوشمیر استازیو ته خبرداری ورکړ خارجه وزارت په دې خبرې څارنه کوي چې اذربایجان جمهوریت شاید ژر په ارمنستان باندې حمله وکړي.

داعش ټروریسټي ډلې د افغانستان په شمال ختیځ کښې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د تیرې جمعې ورځې د ترهګرې ځان وژونکي حملې مسوولیت پرغاړه اخسیتی دی.

د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د داعش ترهګرې ډلې په حملې کښې له دیرشو زیات کسان وژل شوي او پنځوس نور ژوبل شوي هم وو.

د فلسطین د غزې تړانګې د جنګ پیلیدا امریکا له اوکراین او صهیونیسټ رژیم سره د مرستو په دوه لاري کښې وروستلي ده.

د امریکا د یوې تخصصي مجلې کارپيژاند وویل د واشنګټن لپاره د صهیونیسټ رژیم اهمیت او په امریکا کښې د صهیونیسټانو قدرتمنې لابۍ ته په پام سره واشنګټن باید اوکراین د جنګ ختمولو او له روسیې سره پخلاینې ته مجبوره کړي ځکه چې د امریکا لپاره لومړیتوب صهیونیسټ رژیم دی نه د اوکراین ولسمشر زلنسکي.

د سعودي عربستان حکومت ته نږدې یوې  سرچینې وویل چې ریاض له صهیونیسټ رژيم د اړیکو د عادي کولو خبرې ځنډولي دي.

د فرانسې حکومت د اراس په شمالي ښار کښې له تیرې جمعې ورځې مرګوني حملې وروسته چې د یوه معلم د وژل کیدا سبب شوه په دغه هیواد کښې تر ټولو لوړ امنیتي خبرداری ورکړی.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو  لوستونکو اوس به د تهران چاپ د «اطلاعات» ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د نایجریا د اسلامي غورځنګ له مشر شیخ ابراهیم زکزاکي او د هغه له کورنۍ سره په کتنه کښې له پراخو دسیسو سره سره په نړۍ کښې د اسلام  زیاتیدونکی قدرت د کوششونو نتیجه وبلله او د نیواکي فلسطین او په تیره بیا د غزې تړانګې شرایطو ته په اشارې سره یې وویل نن سبا د اسلام د قدرت یوه بیلګه همدا مسائیل دي چې په فلسطین کښې د رامینځته کیدا په حال کښې دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د عمان له باچا سره په ټیلي فوني خبرو کښې دې ته په اشارې سره چې د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا نامحدودو ملاتړونو شرایط له مخکې څخه زیات پیچلي او خراب کړي دي د صهیونیسټ رژیم د وژلې د ماشین د بندولو لپاره د نړۍ د پتیالیو او د اسلامي هیوادونو د پریکنده او د سمدستي اقدام ترسره کول ضروري وبلل.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وویل په ایران کښې د افغانستان د ښاریزو په هکله مرموزانه حرکت پیل شوی چې غواړي د ایران د ټولنې او د کډوالو ترمینځ جنګ رامینځته کړي او زیاته یې کړه د دښمن جاسوسۍ ادارې په ایران کښې د بلواو په رامینځته کولو کښې له ناهیله کیدا وروسته په دغه موضوع باندې کار کوي البته والیان باید د ابلاغي ضوابطو په چوکاټ کښې د کډوالو او د مهاجرینو په هکله اقدام وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنه کښې وویل د فسطین د غزې تړانګې د خلکو ، ماشومانو ، ښځو او بوډګانو وژل او د غزې کلابندۍ ، د بریښنا او د اوبو غوڅول او د روغتونونو او د کورونو بمباروول جنګي جنایت وباله.

د صهیونیسټ رژيم او د سعودي عربستان سازباز د امریکا د ولسمشر جوبایډن لپاره څه ګټه لري؟

د امریکا ولسمشر جوبایډن حکومت په مینځني ختیځ کښې سترې معاملې ته د رسیدا لپاره چې پکښې د سعودي عربستان او د صهیونیسټ رژیم د اړیکو عادي کول پکښې شاملیږي خپلې هراړخیزه هڅې مخ ته بیایي او له ځان سره داسې محاسبه کوي که چیرې امریکا وکولای شي په یوشمیر خنډونو بریالۍ شي نو سترې ګټې به یې په نصیب شي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بوریل وویل دغه اتحادیه اراده نلي چې ټایوان د یوه خپلواکه هیواد په توګه په رسمیت وپيژندي خو له دغه جزیرې سره د اړیکو د لوړولو او د ازادو خبرو اترو له لارې په سیمه کښې د تاوتریخوالو د حل کولو پلوي ده.

د امریکا د مشرانو جرګې سینا یوې غړي سناتورې میرمن مارشا بلکبرن(Marsha Blackburn) په یوه لیک په ولسمشر جوبایډن غږ وکړ چې د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د هغه څه په دلیل چې د نړیوالو امنیتي ګواښونو د حالت په هکله یې د حکومت بې لارې کول وبلل له کاره لیرې کړي.

د اسرائیلو پوځ وویل خپل ټانکونه او پلي ځواکونه یې د هغه څه لپاره چې له ترهګرو څخه د سیمې د پاکولو لپاره عملیات یې وبلل د غزې تړانګې ته ورننباسلي دي.

د اسرائیلو رژيم دوو چارواکو پولیټیکو خبري سایټ ته ویلي دي چې د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو ځمکنۍ حمله ژر کیدونکي ده.

د افغانستان د طالبانو حکومت وویل د ترکمنستان د افغانستان د پاکستان او د هندوستان په نوم د ګازو د انتقال د پایپ لاین د پروژې یعني د تاپې له پروژې څخه د افغانستان د برخې د لګښتونو د ورکولو وس لري او هغه به ورکړي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې زړه ته رانږدې لوستونکو  اوس به د ځنیو نړیوالو ورځپاڼو سرټکي درته بیان کړو.

له امریکا څخه خپریدونکې امریکن مجلې یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی" داسې مهال چې نړیواله پاملرنه پر نورو ځایونو ورټوله ده، افغانستان کې بشري ناورین پراخیږي"

د لیکنې لیکوال وايي، په اوکراین کې جګړه او نړۍ کې نور کړکیچونه او ناورینونه ددې سبب شوي دي چې په افغانستان کې د ورځني ژوند لپاره له روانې مجادلې نړیواله پاملرنه واوړي.

وړاندې، افغانستان کې وروستۍ زلزلې ته اشاره شوې او ویل شوي چې دې زلزلې د افغانانو پر ستونزو نورې هم ورزیاتې کړې.

خو لېکوال وايي ورسره همهاله د اسرایل په جنوب کې د اسرایلو او حماس وسلوالو ترمنځ ناڅاپي تاوتریخوالي له افغانانو څخه بشر دوستانه او رسنیزه پاملرنه واړوله.

په هرات کې د تیرې اونۍ زلزلو دغلته زرګونه کورنۍ بې کوره کړي چې دا مهال خوړو، اوبو او سرپناه ته سخته اړتیا لري.

سرچینو ویلي چې په زلزله ځپلو سیمو کې خلک شپې تر شنه اسمان لاندې په پرانیستې هوا کې تیروي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي ددې خلکو سره د مرستې لپاره یې د نژدې څوارلس نیم میلونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

()

دبریتانیا  اینډیيپینډینټ ورځپاڼې بیا د 2023 میلادي کال کې د کرکټ په نړیوال جام لیکنه خپره کړې چې د افغانستان په شمول په کې د نړۍ لس مخکښ ټیمونه لوبیږي.

ورځپاڼې ددې لوبو په لړ کې د یکشنبې په ورځ د افغانستان او انګلستان ترمنځ راتلونکې لوبې ته اشاره کړې.

ورځپاڼې په 2019 میلادي کال کې د انګلستان له خوا د نړیوال جام ګټلو یادونه شوې چې نیوزیلاند ته یې له ماتې ورکولو وروسته خپل کړ.

د افغانستان لوبډله به د خپل پیاوړي سیال په وړاندې د کابل په وخت له غرمې وروسته د نوي ډیلي د کرکټ په لوبغالي کې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

انګلستان تر اوسه په روانو سیالیو کې د نیوزیلاند په وړاندې ماتې خوړلې او له بنګله دیش یې لوبه ګټلې ده.

افغانستان بیا تر اوسه په دې جام کې له هند او بنګله دیش سره لوبې کړي چې دواړه یې بایللي دي.

د کرکټ د یو شمېر مبصرینو په وینا په هند کې د کړکټ د نړیوالې اتلولۍ د لوبو ډګرونه د کرکټ د افغان ستوري راشد خان په څېر د ورو توپ اچوونکو لپاره مساعد دي.

خو د انګلستان لوبډله بیا ډیره تجربه لرونکې لوبډله ده.

اینډیپینډینټ د 1975 میلادي کال راهېسې د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د استرالیا د پام وړ بریاوو ته هم اشاره کړې ده. استرالیا په 1987، 1999، 2003، 2007 او 2015 میلادي کلونو کې د کرکټ د نړیوالو جامونو اتلولۍ خپلې کړي دي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو خوشحاله او سوکاله وسئ.

 

ټیګونه