د لمر په حضور کې(۲۹) د انفلاسیون کنټرول او د تولید وده
د انقلاب ستر رهبر د 1402 کال شعار د "انفلاسیون کنټرول او د تولید وده" نومولې ده. په څو خپرونو کې، د تولید د ودې ټاکونکي لامونه؛ اړتیاوې او حل لارو ته اشاره کوو.
په لومړي ګام کې د تولید وده، د حکومتي بنسټونو او د دوی په سر کې د درې واړه قواوو همغږۍ او انسجام ته اړتیا لري. ځکه، لومړی، اسانتیاوې او ظرفیتونه او له بلې خوا، پر تولید باندې د دوی د اغیزو احتمال د نورو عناصرو او عواملو په پرتله، چې د تولید پر حیات باندې اغېزه کوي او دویم، دولت د اجرایوي څانګې په معنی، په یوازې توګه د تولید د ودې لپاره اغېزمن اقدامات نشي کولای، بلکې اجرایوي څانګه په دې برخه کې د بریالیتوب لپاره، د نورو برخو همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري. خو د درې ګونو قواوو تر منځ اصلي لوبغاړی او ملاتړی اجرایوي څانګه ده. په هرصورت، ترټولو مهمې لارې چې د اجرائیه، مقننه او قضایه، درې واړه قوې پکې کولای شي د تولید په وده کې مرسته وکړي، عبارت دې له:
په اقتصادي چاپېریال کې د ثبات او سولې ساتل:
د هېواد اقتصادي فضا چې د بېلابېلو عواملو له امله ده او په دويم څپرکي کې ترې يادونه وشوه، تل له بې ثباتۍ، بې اټکلۍ او بې باورۍ سره مخ شوې ده. دغه عوامل د یو شمېر نورو عواملو ترڅنګ، په هېواد کې د پانګونې او تولیدي کارونو د ترسره کولو خطر زیات کړی او پانګونه یې غیر تولیدي برخو ته وړې ده. له همدې امله، د هېواد د اقتصاد په ډګر کې د تصمیم نیونې او تصمیم جوړونې برخې باید لومړی د هېواد په اقتصاد کې د سولې او ثبات د ټینګښت او ښه والي لپاره ډېره پاملرنه وکړي؛ تر ټولو مهم کارونه چې باید په دې برخه کې ترسره شي، د مختلفو چارواکو ترمنځ په ځانګړې توګه په اقتصادي مسلو کې اجماع او د اسعارو د بې ثباتۍ د داخلي عواملو د له منځه وړلو لپاره مبارزه ده.
پر دننه باور:
که څه هم له دې څخه انکار نه شي کېدای چې د ایراني مالونو د ملاتړ لپاره بهرني خنډونه شتون لري، خو له هغه ځایه چې د ایراني مالونو د ملاتړ لپاره ډېر خنډونه او ننګونې داخلي رېښې لري او هم په ایران کې دننه ډېر بالقوه ظرفیتونه شتون لري، لکه څنګه چې د رهبرۍ ستر مقام په ځلونو ټینګار کړی دی، داسې بریښي چې د ایراني مالونو د ملاتړ په ستراتیژۍ کې ترټولو مهم ټکی، باید په ایران کې دننه د ډېری او پراخه ظرفیتونو باور وي.
په حقیقت کې، د ایراني توکو د ملاتړ لپاره، باید لومړی د تولیداتو پر وړاندې خنډونه او ننګونې حل او کورنیو ظرفیتونو ته مراجعه وکړي او پر دوی باور ولري، او دویم دا چې، د کیفیت د ښه والی لپاره، د ایراني توکو وضعیت او سیالتوب ته هم باید دوی وګوري او د دوی تکیه باید د دې سیمې د ځوانانو پر وړتیاوو او ظرفیتونو وي.
د بېلګې په توګه، کله چې په څو موردونو کې د کورنیو ظرفیتونو له شتون سره سره، داسې پروژې بهرنیانو ته وسپارل شوې چې په پایله کې، هغوی د ایران ضد بندیزونو په وجه، هغه پروژې نیمګړي پرېښودلې او په ایران کې تولیدات زیانمن کړي دي، نو دوی نور د باور وړ نه دي. د داسې پېښو له تکرار څخه د مخنیوي لپاره، د حل لاره کورنیو ظرفیتونو ته مخه کول او په هېواد کې د تولیدي څرخ ګرځولو لپاره د دغو ظرفیتونو ملاتړ ده. په حقیقت کې که غواړو چې د تولید څرخ په دوامداره توګه حرکت او وده وکړي، د هغې محرک ځواک باید په داخلي ظرفیتونو تکیه وکړي، ترڅو که چېرې د هېواد پر وړاندې کوم خنډ، فشار یا بهرنۍ ننګونه وي، په هېواد کې د تولید کرښه په ټپه ونه درېږي.
په پریکړو کې د متخصصې څانګې پیاوړتیا:
د هېواد په اقتصادي مدیریت کې هغه زیان چې کله ناکله د تولید حیات ته زیان رسوي، د هغو کسانو لخوا اقتصادي پریکړې کول دي، چې یا ډېر اقتصادي تخصص نه لري او یا هم د اوسني اقتصادي او تولیدي واقعیتونو په اړه سمه پوهه نه لري. د دې نېمګړتیا د حل لاره دا ده، چې د چارواکو اقتصادي سواد او پوهاوی د داسې میتودونو له لارې پیاوړی شي، لکه د بازار موندونکو او اقتصادي فعالینو سره اړیکه او د دوی له ستونزو څخه خبرتیا، د اقتصادي مشاورینو پیاوړي کول او د دوی د متخصصینو نظرونو څخه ګټه اخیستل او داسې نور.
د اقتصادي مدیریت د همغږۍ پیاوړتیا:
د درې ګونو قواوو ټولګه باید د ایران په اقتصادي مدیریت کې په همغږۍ او انسجام سره عمل وکړي. د بېلګې په توګه، په ځینو برخو کې د تولید وده د قوانینو د تصویب له لارې د اسلامي شورا ملاتړ، یا په هېواد کې د تولید د بهیر له ګډوډوونکو سره د څارنې او مبارزې له لارې د قضائیه قوې ملاتړ، یا داسې چې کله ناکله د دولت لخوا اسانتیاوو او مالي ملاتړ ته اړتیا ولري. د انسجام معنی دا ده چې د پالیسۍ په کچه، دوی باید تکمیلي کړنې ولري؛ يعنې هغه اسانتياوې چې دولت توليدونکو ته ورکوي، بايد د پارلمان له خوا له تصويب شوي قوانينو سره سم وي او پر توليد د څارنې په برخه کې هم باید د پارلمان له خوا تصويب شوي قوانين په پام کې ونیول شي.
پر تیلو باندې د تړلتیا تدریجي کمښت:
تر هغه چې د دولت اصلي عایداتي سرچینې د تیلو په برخو پورې تړلې وي، لومړی به هېواد په دوامداره توګه د اسعارو له ټکانونو او بدلونونو سره مخ وي. ځکه چې د نفتو په اقتصاد کې د عاید اصلي سرچینه هغه برخه ده، چې له بهر څخه ورکول کېږي، دویم دا چې د تیلو په اقتصادي برخه کې خلک د دې پرځای چې د لوړې ودې خصوصي سوداګرۍ پیلولو ته مخه کړي، ډېری دولتي استخدام او د رانت له دورې سره نښلولو په اړه فکر کوي، نو په دې شرایطو کې، د تولید وده او د کورنیو توکو د کیفیت ښه والی به ترلاسه نه شي.
نو له دې امله،په دې کې شک نشته چې پر تیلو باندې د تړلتیا له منځه وړلو هڅې، د تولید د ودې یو له مهمو اړتیاوو او میتودونو څخه دی، خو دا د تړلتیا پرېکېدل باید په تدریجي او مرحله واره ډول وي. البته، دا په دې معنی نه ده چې د ایران د تېلو صادرات دې بند شي، بلکې باید صادرات په خپلې پیاوړتیا سره پاتې شي او پر ځای یې، پر تېلو د بودجې تړلتیا کمه شي. یعنې د تیلو عاید باید د اوسنیو چارو د اداره کولو لپاره نه، بلکې د ملي زیرمو او د هېواد د اقتصاد د ملاتړ په توګه وکارول شي. د دې ترڅنګ، بايد د نفتو په ګډو ساحو کې د لا زياتو صادراتو لپاره هڅې وشي.
ژباړه: زماني