Jan 02, 2024 11:41 Asia/Kabul

ګرانو مینه والو د شیر و شکر په ننني پروګرام کښې د فارسۍ ژبې یو بل مشهور شاعر عطار نیشابوري درپیژنو.

د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکو د شیر و شکر په نامه د فارسي ژبې د زدکړې د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. په دې ننني پروګرام کښې هم د تیر په څیر، د فارسي ژبې د یو شاعر له ژوند سره د بلدتیا نه علاوه د فارسۍ ځیني نوي کلمات او جملې زده کوو. هیله ده چې دا پروګرام مو هم د پام او خوښې وړ وګرځي. او د پروګرام په هکله ستاسو د نظرونو، وړاندیزو او نیوکو په تمه یوو چې تاسو یې په لاندې طریقو تر مونږ رارسولې شئ.

ایمیل: [email protected]

ویب سایټ: Parstoday.ir/ps

وټس اپ: 00989196645663

 ښه ده نو راځو له یوې لنډې دمې وروسته.

*/*/*/*/

ګرانو مینه والو د شیر و شکر په ننني پروګرام کښې د فارسۍ ژبې یو بل مشهور شاعر عطار نیشابوري درپیژنو.

فريدالدين ابو حامد محمد بن ابوبكر ابراهيم بن اسحاق عطار نيشابوري، د شپږمې قمري پيړۍ په وروستیو او د اومې پيړۍ په وړومبیو کښې د فارسۍ ژبې یو نامتو شاعر او عارف تیر شوی دی. هغه په «کدکن» یا «شادیاخ» کلي کښې چې هغه وخت د نیشابور ښار په خوا کښې و، زیږیدلی و. د هغه د ماشومتوب په هکله کوم خاص معلومات نشته بې له دې چې پلار یې په شادیاخ کښې د عطارۍ یا پنسارۍ کار کوه او عطار ورسره هم هلته په کار بوخت و او په دغه کار کښې ډیر ماهر هم و او د خپل پلار فرید الدین له وفات وروسته یې همدغه کار جاري وساته او د عطارۍ په کار بوخت شو. هغه په دغه زمانه کښې هم طبابت کوه او په دې اړه معلومات نشته چې طبابت یې له چا څخه زده کړی و.

خو هغه څه چې لامل شول چې عطار نیشابوري طبابت پریږدي او د خپل ژوند لاره بدله کړي، د یو درویش قصه ده چې ورسره مخامخ شو. په دې هکله مختلف داستانونه نقل شوي دي چې ترټولو مهم یې له تاسو سره شریکوو.

وايي چې یوه ورځ عطار په خپل دکان کښې په کار او معاملاتو لګیا و چې یو درویش(ملنګ) راغی او څو ځلې یې په دې جملې سره چې «د خدای لپاره څه ورکړئ»، له عطار نه مرسته وغوښتله خو هغه ملنګ ته هیڅ ورنه کړل. درویش ورته وویل: ای خواجه، ته څه ډول له دنیا تلل غواړې؟

عطار وویل: همهغه شان چې ته به له دنیا ځې.

درویش وویل: ته زما په شان مړ کیدې شې؟

عطار وویل: هو.

درویش په خپلې لرګینې کاسې سر کښیښوده او د «الله» کلمې په ویلو سره له دنیا لاړ.

عطار چې څنګه دا پيښه ولیده نو ډیر تر تاثیر لاندې راغی. له دکانه ووته او د خپل ژوند لاره یې د تل لپاره بدله کړه.

ویل کیږي چې عطار نیشابوري د درویش د حال له لیدو نه پس له کسب و کاره لاس واخیسته او د شيخ الشيوخ عارف ركن الدين اكاف خدمت ته لاړ چې د هغې زمانې مشهور عارف و. عطار د هغه په لاس توبه وکړه او په ریاضت او له نفس سره په مجاهدت بوخت شو او څو کاله یې د دغه عارف په خدمت کښې تیر کړل.

د فارسۍ ژبې د دغه ستر شاعر له آثارو څخه د هغه د شعرونو دیوان، الهي نامه، اسرار نامه،مصيبت نامه، وصلت نامه، بلبل نامه، جواهر الذات، حيدر نامه، مختار نامه، خسرو نامه، مظهر العجايب، تذكرة الاوليا او منطق الطیر ته اشاره کولې شو.

د عطار نیشابوري د مړینې د څرنګوالي په هکله ویل شوي دي چې هغه په نیشابور ښار باندې د مغولو د حملې په وخت د یو مغول عسکر په لاس شهید شو چې شیخ بهاء الدین په خپل مشهور کتاب «کشکول» کښې دغه پيښه، داسې بیان کړې ده: کله چې د تاتاریانو لښکر نیشابور ته ورسید نو د دغه ښار د خلکو قتلِ عام یې پيل کړ. په دې منځومان کښې یو مغول عسکر د شیخ عطار په اوږې باندې د تورې ګوزار وکړ او شیخ د هم دغه ګوزار په وجه له دنیا لاړ او نقل شوي دي چې له خپل زخم نه په بهیدونکو وینو یې په دیوال باندې دا رباعي ولیکله:

در كوي تو رسم سرفرازي اين است مستان تو را كمينه بازي اين است

با اين همه رتبه هيچ نتوانم گفت شايد كه تو را بنده نوازي اين است

مقبره شيخ عطار در نزديكي شهر نيشابور در ایران  قرار دارد.

*******************************************

ګرانو او قدرمنو دوستانو د عطار نیشابوري ژوند ته له یوې لنډې کتنې وروسته د فارسۍ ژبې د الفاظو د زده کړې برخې ته رسیږو. په دې برخه کښې د فارسي له ځینو نویو کلماتو سره اشنا کیږو. نو په غور یې واورئ:

امروز

نن

منتظر

منتظر/

په تمه

بهره مند

برخمن/

ګټه پورته کونکی

بهره گرفتن

ګټه پورته کول

روح

روح

روحِ آدمی

د انسان روح

معرفی

پيژندګلي

معرفی کردن

ورپیژندل

روایت

روایت

روایت کردن

بیانول

روایت می کند

بیانوي/روایت کوي

نهفته

نغښتی/پټ

متوجه

متوجه/ پوهیدل

دانستن

پوهیدل

بدانم

پوه شم

جستجو

لټون

پادشاه

پاچا

سفر

سفر

کمال

کمال

راهنمایی

لارښوونه

انگار

ته وا/ ګني

مختصر

لنډ

گاهی

کله کله

جذاب

په زړه پورې

انتها

پاې

رساندن

رسول

مرغ(پرنده)

مارغه

خیال

خیال/ فکر

مرغِ(پرنده) خیالی

خیالي مارغه

بهانه

بهانه/ پلمه

نهایت

اخر/ پاې

راه

لاره

میانه ی راه

د لارې مینځ

سیمرغ،

سیمرغ

همان

همهغه

بازماندن

پاتې کیدل

پیدا

معلوم/ څرګند

طبابت

طبابت/ حکیمي

آماده

تیار

پرنده

مارغه

افسانه

افسانه

پرنده افسانه ای

افسانوي مارغه

عرفانی

عرفانی

تمثیلی

تمثیلي/ مثالي

بیانگر

بیانونکی

حرکت

خوځښت

 

 

 

 

                           
 

ګرانو مینه والو په دوام کښې له خپل پلار سره د ریحانې په خبرواترو کښې له دې کلماتو او په جملو کښې یې د استعمال له څرنګوالي سره لاډیر بلدیږو نو دا خبرې اترې په ځیر واورئ.

پدر: ریحانه دخترم امروز می خواهم یک کتاب را به تو معرفی کنم .

پلاره: ریحانې لورې نن غواړم چې یو کتاب درته معرفي کړم.

ریحانه : من خیلی مشتاق هستم که نام این کتاب را بدانم .

ریحانه: زما ډیر شوق دی چې د دې کتاب په نوم خبر شم.

پدر: کتابی که امروز با آن آشنا می شویم "منطق الطیر " نام دارد.

پلار: دا کوم کتاب چې نن ورسره بلدیږو، نوم یې "منطق الطیر " دی.

ریحانه : بسیار علاقه مند هستم که نام نویسنده و همچنین موضوع کتاب را بدانم.

ریحانه: ډیره لیواله یم چې د دغه کتاب د لیکوال په نوم او موضوع یې خبر شم.

پدر: پس بیشتر از این تو را منتظر نمی گذارم . آماده هستی که درمورد این کتاب بیشتر بدانی ؟

پلار: نو بس له دې زیاته دې نه په تمه کوم. تیاره یې چې د دې کتاب په هکله ډیره پوه شې؟

ریحانه : بله پدر.

ریحانه: هو پلاره.

پدر: "منطق الطیر" یا "مقامات الطیور" یک اثر منظوم و در قالب مثنوی است که عطار نیشابوری آن را سروده است .

پلار: منطق الظیر یا مقامات الصیور د مثنوی په چوکاټ کښې یو منظوم کتاب دی چې دغه شعرونه عطار نیشابوري ویلي دي.

ریحانه : پس نویسنده این کتاب شیخ فرید‌الدین عطار نیشابوری است که پیشه او عطاری و طبابت بود ؟

ریحانه: نو بس د دې کتاب لیکوال شیخ فرید الدین عطار نیشابوري دی چې کار یې عطاري او طبابت و؟

پدر: بله دخترم . انگار با این شاعر بزرگ فارسی زبان  آشنایی داری .

پلار: هو لورې، داسې ښکاري چې د فارسۍ ژبې له دې ستر شاعر سره بلدتیا لرې.

ریحانه : اطلاعات مختصری درمورد او دارم . اما نمی دانستم که کتابی با عنوان "منطق الطیر" دارد .

ریحانه: د هغه په هکله ډیر لنډ معلومات لرم. خو نه وم خبر چښې د منطق الطیر په نوم کتاب لري.

پدر: داستان منطق الطیر عطار نیشابوری یکی از داستانهای زیبا در مورد مرغ خیالی ، سیمرغ است.

پلار: د عطار نیشابوري د منطق الطیر قصه د خیالي مارغه سیمرغ په هکله یوه ښکلي قصه ده.

ریحانه: سیمرغ ، همان پرنده افسانه ای که فردوسی در شاهنامه هم از آن گفته است.

ریحانه: سیمرغ، همهغه افسانوي مارغه چې فردوسي یې په شاهنامه کښې په هکله ویلي دي؟

پدر: بله دخترم .همانند فردوسی که از سیمرغ در شاهنامه بهره گرفته است، عطار نیشابوری نیز در منطق الطیر خود از این مضمون بهره‌مند شده است.

پلار: هو لورې. د فردوسي په شان چې له سیمرغ نه یې په شاهنامه کښې ګټه پورته کړې ده، عطار نیشابوري هم په خپل منطق الطیر کښې له دې مضمونه ګټه اخیستې ده.

ریحانه: عطار درمورد سیمرغ در این کتاب چه گفته است ؟

ریحانه: عطار په دې کتاب کښې د سیمرغ په هکله څه ویلي دي؟

پدر: عطار قصه ی مرغانی  را روایت می کند که در جستجوی پادشاه خود یعنی سیمرغ سفری را آغاز می کنند.

پلار: عطار د هغو مارغانو کیسه بیانوي چې د خپل پاچا یعنې سیمرغ په لټون کښې یو سفر پيلوي.

ریحانه : پس قصه ی جذابی دارد .

ریحانه: نو بس په زړه پورې قصه لري؟

پدر: بله.در سفری که این مرغان دارند گاهی در میانه راه برخی  به بهانه های مختلفی از سفر باز می مانند و در نهایت سی مرغ این سفر را به انتها می رسانند.

پلار: هو. هغه هغه سفر کښې چې دغه مارغان یې لري، کله کله په نیمه لاره کښې په مختلفو پلمو له سفره پاتې کیږي او بلآخره (سي مرغ) دیرش مارغان دغه سفر پاې ته رسوي.

ریحانه : پس پادشاه خود یعنی سیمرغ را پیدا می کنند.

ریحانه: نو بس خپل باچا یعنې سيمرغ پیدا کوي؟

پدر: آن ها در پایان متوجه می شوند که پادشاه در وجود خود آن ها نهفته است .

پلار: هغوي په پاې کښې پوهیږي چې پاچا خپله د هغوي په وجود کښې نغتی او پټ دی.

ریحانه : پس داستانی عرفانی و تمثیلی است .

ریحانه: نو دا یوه عرفاني او تمثیلي قصه ده.

پدر: بله دخترم . این داستان بیانگر حرکتِ روح آدمی به سوی کمال است .

پلار: هو لورې، دا قصه د کمال په لور د انسان د روح د تګ بیانونکې ده.

ریحانه : داستان بسیار زیبایی است حتما این کتاب را با راهنمایی شما به طور کامل     می خوانم.

ریحانه: ډیره ښکلې قصه ده. دا کتاب به ستاسو په لارښوونه خامخا په بشپړه توګه لولم.

**********************************************

ګرانو اوریدونکو د خپرونې تر دې شیبې مو له ملګرتیا مننه کوو. نن د خپرونې په پاې کښې د ایراني هنرمند علي تفوشي په غږ د عطار نیشابوري یو شعر دراوروو او مونږ هم درنه اجازه غواړو، د خدای په امان

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه