Jan 18, 2024 15:54 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کې، د ټول ایران د جمعې  لمانځه له امامانو سره د حضرت آیت الله خامنه يي لیدنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ټول ایران د جمعې  لمانځه له امامانو سره د آیت الله خامنه يي لیدنې په تړاو له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

تېره سه شنبه د مرغومي په ۲۶ مه (د جنورۍ ۱۶ مه) د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر آیت الله خامنه يي د ټول ایران د جمعې لمانځه له امامانو سره وکتل. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په وینا، دغه لیدنه د مسلمانانو په نزد د کال په تر ټولو غوره میاشتې یعنې د رجب په میاشت کې وشوه. په همدې دلیل، هغوی د خپلې وینا په پیل کې د رجب د میاشتې فضیلتونو ته په اشارې سره وفرمایل: په دې میاشت کې تر ټولو غوره عمل چې انسان یې ترسره کوي، شونې ده استغفار وي، د الله تعالی مغفرت، تر ټولو ستر نعمت دی، چې خدای تعالی په دنیا او آخرت کې یوه انسان ته ورکوي.

حتی الهي اولیاء، حتی د خدای پیغمبر هم د خدای له بخښنې بې نیازه نه دی: لِیَغفِرَ لَکَ اللَهُ ما تَقَدَّمَ مِن ذَنبِکَ وَ ما تَأَخَّر. ( ترڅو خدای تعالی ستا پخوانۍ او راتلونکي ګناه وبخښي/ فتح، ۲ آیت) دا بخښنه له دې امله ده چې... هېڅوک نشته چې وکولای شي د خدای د عبادت حق، د بندګۍ حق، څه ډول چې د هغه وړ وي، پر ځای کړي؛ که څه هم مجاهدت هم وکړي. نشي کولای؛ دا بخښنه د دې لپاره ده...[د رجب میاشت] د دعا میاشت ده، د توسل میاشت ده. »

حضرت آیت الله خامنه يي په دوام سره،  د جمعې لمانځه د امامانو د دندې په اړه وضاحت ورکړ. هغوی د جمعې امامت یو له سختو کارونو څخه یاد کړ، ځکه چې د جمعې امام باید په لمانځه او خطبو کې، هم حضرت حق ته اخلاص او توجه ولري او هم خدای ته د نږدې کېدو او اخلاص په نیت خبرې وکړي، تر څو خبره اغېزه وکړي او هم باید خلکو ته پام وکړي او د خلکو ګټې او رضایت په پام کې ونیسي. هغوی وویل:

"زه غواړم دلته یو اسلامي اصل ذکر کړم، هغه دا چې په اسلامي نظام او د خلکو په اسلامي ژوند کې، د اسلام له نظره، د قرآن له نظره، د اسلامي احکامو په پام کې نیولو سره، د ولسي رول لوبول، د اسلامي ټولنې په حرکت، د اسلامي ټولنې او د اسلامي ټولنې په ژوند کې خورا مهم رول لري"

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د امیرالمؤمنین حضرت علي (ع) وینا ته په اشارې سره، د خلکو د رول په اړه وویل: هېڅوک داسې نشته چې د خلکو مرستې ته اړتیا ونه لري. که وغواړي چې خپله وظيفه او مسئوليت سرته ورسوي، نو د خلکو مرستې ته اړتيا لري. حضرت آیت الله خامنه يي د انفال د سورت ۶۲ آیت ته په اشارې سره، چې خدای تعالی پکې خپل پیغمبر ته په خطاب کې فرمایي: هماغه ذات وو چې په خپلې او د مؤمنانو په مرستې سره، ته یې پیاوړی کړې، وویل:

"ډېر مهم دی! خدای تعالی مؤمنان د خپلې بریا په صف کې ځایوي؛ يعنې که مؤمنانو له پېغمبر سره مرسته نه وای کړې، نو پېغمبر هم نه بريالى کېدو. نو لومړنی کار چې پېغمبر (ص) ترسره کړ، هغه د مؤمنانو جوړول وو؛ … ښکاره خبره ده چې اسلامي اهدافو ته رسېدل، اوس که ورته د اسلامي نظام نوم ورکړو، بالاخره اسلامي تمدن، د خلکو له شتون پرته، د خلکو له پاملرنې او نوښت پرته، ناشونی دی. باید ولس وغواړي، ولس راشي، ولس اقدام وکړي... پام ولرو چې د "خلکو" مسله، یو اسلامي اصل دی، له دې پرته هېڅ کار نه شي کېدای، موخو ته... ژوند ته نه شو رسېدلای.

د آیت الله خامنه يي له نظره، خدای تعالی د جمعې د لمانځه جوړښت، په صحنې کې د خلکو د ګډون د تامین په موخه کړی دی. د جمعې د لمانځه حکمت، د خلکو د حضور اصل او بیا د خلکو د حضور پراخولو اصل دی. حضرت آیت الله خامنه يي د جمعې د لمانځه ځانګړې برخې یعنی خطبو ته په اشارې سره وویل: د روایتونو له مخې، د خطبو اصلي محور، موعظه ده. په موعظې کې، اخلاقي مسایل اساس دي، مګر د دې لپاره ځانګړي نه دي. هغوی د امام رضا (ع) د يو حديث په نقل سره، چې په هغه کې راغلي دي: د جمعې د لمانځه امام په خطبه کې، خلکو ته د آفاق د پېښو په اړه خبر ورکړي، فرمايي:

"داسې نه ده چې موږ هلته ولاړ شو او یوازې ووایو:"«ایّها المؤمنون! اتّقوا الله»؛ نه، باید د آفاق عالم د خبرونو په اړه، هر هغه څه چې ستاسو اورېدونکو پورې اړه لري، چې په هغه کې د هغه ضرر یا د هغه ګټه ده، هغوی ته ووايئ: که چېرې کوم دښمن وي، چې ممکن ستاسو دې اورېدونکي ته زیان رسوي، هغه د هغه دښمن له وجود څخه خبر کړئ؛ که کومه طریقه او لاره شتون لري، چې وکولای شي هغه له هغه دښمن څخه وژغوري، باید هغه ته ووایاست؛ د نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه باید هغه ته ووایاست. »

د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په بیان سره، د جمعې د لمانځه امام خپلو اورېدونکو ته، باید لومړی د خپل هېواد د کورنیو چارو په اړه وضاحت ورکړي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د خپلې وینا په یوه بله برخه کې، په تحریر الوسیله کتاب کې د امام راحل (ره) وینا ته په اشارې سره وویل: امام (ره) د جمعې لمانځه د خطبو په اړه وايي: د اسلامي هېوادونو خبرونه، هغه څه چې د هېواد له خپلواکۍ سره تړاو لري، هغه څه چې د نورو ملتونو پورې اړوند دي، هغه څه چې په هېواد کې د بهرنیو دولتونو له مداخلې سره تړاو لري، باید د جمعې د لمانځه په خطبو کې ووایاست؛ ستاسو مخاطب هرڅوک چې وي ... باید په دې پوه شي.

"ښه، د دې معنی څه ده؟" د دې معنی د مخاطب د فکر بډای کول دي. تاسو د مخاطب فکر بډایه کوئ؛ يعنې هغه ته فکري بډايه ورکوئ، چې وکولای شي د خپل ژوند او د ټولنې د مسايلو په اړه په سمه توګه فکر او کار وکړي. اخلاقي موعظه هم په خپل ځای، په لوړ ځای کې شتون لري، چې انسان اړتیا لري، روحي لطافت ته، نفساني پاکوالي ته. زموږ زړونه ککړ دي؛ د ناسمو محبتونو له امله ککړ شوي، د غلطو دښمنیو له امله ککړ شوي، د غلطو غوښتنو له امله ککړ شوي، د ناسمو تړلتیاوو له امله ککړ شوي؛ ښه، دا زموږ پر عملونو اغېزه کوي، دا موږ شاته راګرځوي، موږ نیسي او موږ نیول شوي یو؛ [له دې امله] موږ د روح نرمۍ ته اړتیا لرو ... زړه باید د خدای د مینې ظرف وي، دا باید نرم وي. دا هم اخلاقي موعظې ته اړتیا لري.

حضرت آیت الله خامنه يي د تقوا موضوع ته په اشارې سره وویل: د جمعې د لمانځه امام باید خلک تقوا ته راوبلي. تقوا یوه اجتماعي مسله ده، یعنې دا هم یوه فردي مسله ده او هم په ټولنې پورې اړه لري، ځکه چې خدای پاک د سورت مائده په 2 آیت کې فرمایلي دي: په نیکو کارونو کې له یو بل سره همکاري وکړئ. نو پرهیزګاري یوه مشارکتي او مرستندویه موضوع ده. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په خبره: د تقوا په اړه، سياسي تقوا، له سياسي ګناهونو د مخنيوي په معنا ده:

"په اسلامي نړۍ کې، هېڅ غیر سیاسي سیمه نشته او اسلام یو سیاسي دین دی، ټول باید په سیاست کې برخه واخلي. خو سیاست یو ښویېدونکی میدان دی؛ که تقوا نه وي، انسان خطا او تېروتنه کوي. په تقوا او پرهیزګارۍ او د سیاسي ژوند په لاره کې، په خلاصو سترګو سره کولای شي، انسان له دې ګونګوسې څخه ځان وژغوري.

كه سياسي تقوا وي، نو بیا د دښمن رواني جګړه اغېزه نه کوي، كه تقوا وي، «لا یَخافونَ لَومَةَ لائِم»؛(د سورة مائده د ٥٤ آيت یوه برخه/ له هېڅ ملامتوونکي له غندنې نه وېرېږي. دا «لا یَخافونَ لَومَةَ لائِم» چې په قرآن کې، په مبارک آيت کې راغلي، پیغمبر اکرم حضرت سلمان ته اشاره وکړه او وفرمايل: له، فَسَوفَ یَأتِی اللهُ بِقَومٍ یُحِبُّهُم وَ یُحِبّونَ. څخه هدف، د دې قوم دی ( د مائدې سورت د ۵۴م آیت یوه برخه/ خدای تعالی یوه ډله کسان راولي چې له دوی سره مینه لري او هغوی (هم) له هغه سره مینه لري)... دا د نرم جنګ یو له مثالونو څخه دی، چې باید له هغه څخه ونه ډارېږو. باید له «لَومَةَ لائِم» څخه ویره ونه کړو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د جمعې لمانځه له امامانو څخه وغوښتل، چې د لمانځه په خطبو کې، خلک او خپل مخاطبین، د ټولنيزو خدمتونو په مختلفو ډګرونو لکه: د ښوونځيو او روغتونونو جوړولو او دغه راز د انتخاباتو په شان سياسي مسائلو کې ګډون کولو ته وهڅوي.

هغوی وویل: "په ټاکنو کې ګډون یوازې دنده نه ده؛ حق دی؛ ستاسو حق دی، د خلکو حق دی، چې هغه څوک غوره کړي، چې دوی غواړي د دوی لپاره قانون ولیکي، یا قانون پلی کړي، یا د رهبر په اړه نظر ورکړي، یا د خبرګانو د مجلس له لارې، رهبر وټاکي. [دا] د خلکو حق دی؛ دوی باید داخل شي او له خپل حق څخه کار واخلي."

حضرت آیت الله خامنه يي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې، د غزې مسئلې ته هم اشاره وکړه او هغه یې د نن ورځې نړیواله اسلامي مسئله وبلله او وویل: د غزې په مسئله کې انسان د خدای لاس ویني. دغو مظلومو او زړه ورو کسانو وکولای شول، نړۍ تر خپلې اغېزې لاندې راولي؛ نړۍ هم د دوی خلکو، د دوی مبارزینو او د دوی مقاومتي ډلې ته د اتل په سترګه ګوري. هغوی وویل:

"دا په زړه پورې ده، چې د نړۍ خلک د غزې او فلسطین د خلکو په اړه، دوه خبرې د یوبل ترڅنګ مني: یو دا چې دوی مظلوم دي او بل دا چې دوی بریالي دي... نن ورځ په نړۍ کې هېڅوک نشته چې تصور وکړي، د صهیونیسټي غاصب او خبیث رژیم، د غزې په جګړه کې بریالی شوی؛ هر څوک وايي چې ناکام شوی دی... غاصب رژیم، د نړۍ د خلکو او د نړۍ د سیاستوالو او د نړۍ د خلکو په نظر کې، هم ظالم دی، بې رحمه دی، هم مغلوب او ماتې شوی او ناهیلي او له منځه تللی دی. دا د صبر او توکل خاصیت دی. د غزې خلکو په خپلې درېدنې سره، د اسلام ترویج وکړ. په ټوله نړۍ کې، پلټونکي  کسان غواړي چې وګوري، دا عامل چې فلسطیني مبارزین داسې په صحنې کې ساتي، دا څه دی؟ دا څه ډول اسلام دی.  دوی اسلام معرفي کړ؛ په ډېرو سترګو کې قرآن محبوب کړ.»

آیت الله خامنه يي د غزې د خلکو په ملاتړ کې د یمن د خلکو او د انصار الله د حکومت د هلوځلو په ستاینې سره، د هغوی کار یې د في سبیل الله جهاد یوه بېلګه وبلله او وویل:

د یمن ملت او د انصارالله حکومت انصافا ستر کار وکړ. د غزې د خلکو د ملاتړ په برخه کې د دوی کار، حقّاً او انصافاً د ستاینې وړ دی؛ دوی د صهیونیسټي رژیم حیاتي لارو ته ګوزار ورکړی دی. امریکا ګواښ کړی، له امریکا مه وېرېږئ... کله چې انسان له خدایه وېرېږي، له خدای پرته له بل هېڅ شي نه وېرېږي. د دوی دا کار حقّاً او انصافاً د الله تعالی په لاره کې د جهاد یوه بېلګه ده او له خدایه هیله لرو، چې دا مبارزې، دا مقاومتونه او دا کړنې دوام ومومي، ان شاءالله بریا به مو په برخه شي، خدای تعالی ان شاءالله  ټول هغه کسان، چې د خدای په لاره کې حرکت کوي، کامیاب او بریالي لري.

ژباړه: زماني

ټیګونه