Feb 01, 2024 05:36 Asia/Kabul
  • اسلامي انقلاب د ایران په خلکو کښې د روحي او معنوي بدلون یو عامل

د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۵ کلیززې یعنې د سباوون د لسیزې په مناسبت د ځانګړو پروګرامو د لړۍ اوله برخه

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو السلام علیکم!

د فجر یا سباوون د لسیزې په مناسبت  د ځانګړو پروګرامونو د لړۍ له اولې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. لکه څنګه چې پوهیږئ د سباوون لسیزه له اوږدي جلاوطنۍ وروسته خپل وطن ته د حضرت امام خمیني(رح) د راستنیدو او د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په مناسبت د سلواغې له دولسمې نه د دغې میاشتې تر دوویشتمې نیټې پورې لمانځله کیږي.. نو په هم دې مناسبت تاسو ګرانو دوستانو ته د مبارکۍ په ویلو سره، د دې لیکنې د لوستلو بلنه درکوو.

*/*/*/*/*/

کوم انقلاب چې د ۱۹۷۹میلادي کال په فرورۍ کښې یعنې د ۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې په میاشت کښې راغی، داسې بدلون یې رامینځته کړ چې پر ایران سربیره یې ځیني نور هیوادونه هم تر تاثیر لاندې راوستل. د دنیا له نورو انقلابونو سره د دغه یې ساري غورځنګ توپیر د هغه اسلامي او دیني والی دی. شک نشته چې د ایران د اسلامي انقلاب لوې او ولسي مشر امام خمیني(رح) د یو لوړرتبه دیني عالم او د دیني تعلیماتو د جارچي په توګه د انقلاب په مذهبي او معنوي لورنیونه کښې یو اغیزناک رول درلود.

دوي د ایران په خلکو کښې دومره نفوذ او محبوبیت درلود چې د هغه لارښوونې به یې له زړه نه منلې او ورباندې به یې عمل کوه. د ایران له انقلابي رهبر سره دغه وفاداري او مینه، د ۱۳۵۷ کال د سلواغې د میاشتې په دولسمه یا د ۱۹۷۹میلادي کال د فرورۍ په اوله نیټه ایران ته د امام خمیني د راتګ په وخت له دوي څخه د خلکو په نه هیریدونکي او پراخ هرکلي سره نندارې ته وړاندې شوه او د دغه ستر شخصیت تر مړینې یې دوام درلود.

کله چې دغه حکیم او ولسي مشر اسلامي ارزښتونه د اسلامي انقلاب اساس او بنیاد وبلل نو د ایران خلک چې له دغو نوراني او له معنویته له ډکو تعلیماتو سره اشنا وو او په خپل تاریخ کښې یې د ځلانده اسلامي تمدن مخینه درلودله، ډیر زر یې ومنل. داشان د انقلاب له بریا وروسته د ایران په ټولنې باندې د اسلام د انسان جوړونکو تعملیاتو روح واکمن شو ترڅو د خلک د معنوي او اخلاقي تکامل او ودې زمینه برابره شي.

*/*/*/*/*

د ایران مسلمانو خلکو په داسې حالاتو کښې د دیني او معنوي ارزښتونو په بنیاد د سیاسي نظام او ټولنې غوښتنه وکړه چې په لویدیځ کښې د رسنیو په پراخو تبلیغاتو سره، له دین څخه تیښته، جنسي فحاشي او اخلاقي زوال زور اخیستی و. خو د ایران اسلامي انقلاب د دغه باطل او د انساني فطرت د مخالف بهیر په وړاندې یو الهي او دیني خوځښت و او په هم دې وجه یې د لویدیځو حکومتونو قهر راوپاروه.

له انقلاب نه پس عبادتي عملونو او اخلاقي ښکلاؤ ته د ایران د خلکو په تیره بیا ځوانانو ګروهنه ډیره شوه. په حقیقت کښې د ایران ولس د پهلوي رژیم د کلونو کلونو له دیني ضده تبلیغاتو وروسته یوځل بیا خپل دیني هویت ومونده. له بلې خوا د امام خمیني او د دین د نورو مشرانو په لارښوونو، د مذهبي کتابونو په خپریدو او په هنري دیني فعالیتونو سره په اصیلو اسلامي ارزښتونو د خلکو عقیده لاپخه او ژوره شوه او هغوي په لازیاتې او لاکره پوهې سره د اسلامي تعلیماتو اجرا کولو ته مخه کړه.

په دې منځومان کښې جوماتونو، د ایران په انقلاب کښې د اسلامي ارزښتونو په څرګندیدو کښې مهم رول درلود. د انقلاب په دوران کښې دغه مقدس ځایونه د انقلابیانو د راغونډیدو او له پهلوي رژیم سره د مبارزې لپاره د معلوماتو د تبادلې او پلاننګ مرکزونه وو. له انقلاب وروسته هم د خلکو په پراخ شتون سره جوماتونو یو تازه رونق ومونده د جَمعې د لمونځ، د قرآن او دعا د لوستلو او د مذهبي دستورو د ترسره کولو په شان د مختلفو عبادتي مراسمو د دودولو لامل شول. پر دې سربیره، ولوله ناکو انقلابي ځوانانو جوماتونه د کلتوري کارونو او له اړمنو سره د مرستې لپاره په خپلو مرکزونو بدل کړل.

*/*/*/*/*

په ۱۹۸۰ کال کښې د ایران په خاورې باندې د صدام د پوځ په حملې سره، جوماتونو د جنګیالیو د چمتو کولو او د جنګ جبهې ته یې د لیږلو او همداشان یې د هغوي لپاره د ولسي مرستو د راغونډولو دنده په غاړه درلودله. له بل پلوه، ورو ورو د جومات ځیني فعالیتونه زیات شول او په کښې د خلکو شتون هم ډیر او لازوږناک شو چې یو ډیر مهم فعالیت په کښې، اعتکاف دی. په دغو روح بخښونکو معنوي دستورو کښې، خلک، درې ورځې په جومات کښې په پاتې کیدو سره روژې نیسي او د لمونځ په کولو، د قرآن په لوستلو او له خپل پروردګار سره په راز و نیاز او دعا سره، له هغه پاک ذات سره نزدې روحي اړیکه ټینګوي.

خو د معنوي ګروهنو اوج په تیره بیا په ځوانانو کښې، د صدام د پوځ د حملې په وړاندې د مقدسې دفاع د اتو کلونو په دوران کښې یې له ۱۹۸۰ نه تر ۱۹۸۸ کاله پورې څرګند شو. د جنګ په جبهو کښې به د اسلام جنګیالي، په خدای تعالی باندې په توسل او په پیغمبراکرم(ص) او د هغه په پاکو اهلیبیتو علیهم السلام باندې په توسل سره جنګیدل او د شهادت آرزو یې درلوده. دغه لوړه روحیه، د جبهې شا ته د هغوي د عبادتونو، اخلاص او د ځان د اصلاح نتیجه وه چې هغوي یې په پرهیزګارو، باتورو او حق غواړو مجاهدانو بدل کړي وو.

*/*/*/*/

په ایران کښې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د معنویت د پراختیا یوه بله نښه، د راز و نیاز او د معنوي د ترلاسه کولو او د خپلو حاجتونو د غوښتلو لپاره د پاکو امامانو علیهم السلام او د هغوی د اولادونو په حرمونو کښې د خلکو شتون دی.

هغوي همداشان د اهل بیتو د میلاد په جشن او همداشان یې د شهادت لپاره د عزادارۍ په دستورو کښې چې هر کال لاپراخیږي، ولوله ناک شتون لري او په دې وسیله د خدای د رضا د ترلاسه کولو او هغه ته د نزدې کیدو تکل کوي.

د دین له دغو بزرګانو سره د مینې او ارادت د څرګندولو یوه ډیره ستره نښه، په عراق کښې د امام حسین علیه السلام د شهادت د څلویښتۍ یعنې اربعین په ستر او پرتمین لاریون کښې د میلیونونو ایرانیانو ګډون دی.

په دې وصف سره ویلی شو چې د ایران مسلمان خلک د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره، د خپل دین په هکله یوې نوې او ژورې پوهې ته رسیدلي دي او د معنویت او اخلاقي فضائلو د ترلاسه کولو لپاره زمینه په بشپړه توګه چمتو شوې ده.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه