Feb 14, 2024 17:48 Asia/Kabul
  • نوښتونه (۱۰۹)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د نوښتونو نومي لړۍ له (۱۰۹) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

د "نوښتونو" په خپرونه کې، چې هره اونۍ وړاندې کېږي، د ایران او نړۍ د وروستیو علمي، کلتوري، هنري او اقتصادي لاسته راوړنو په اړه خبرې کوو.

د پروګرام په پیل کې د یوه ایراني څېړونکي په اړه خبري کوو، چې په ۲۰۲۳ کال کې د کویټ بنسټ د کال جایزه ګټلې او په دوام کې به د یوه بل ایراني له لوري په مغلولستان کې پر یخ باندې د ختلو سپورټ نړیوال جام کې لومړی مقام ګټلی دی بحث وکړو. د ایراني څېړونکو له لوري له سرطان سره د مبارزې لپاره د دوه ډوله ترکیبي درملو پلان او تولید او د یوه ایراني مخترع له لوري په ۲۰۲۳ کال کې د نیکلا تسلا جایزې ګټل او بلاخره په ۲۰۲۳ کال کې د پرتغال فوتبال ټیم ترټولو د غوره ګول وهونکي مقام ګټل، زموږ د دې اونۍ د نوښتونو د پروګرام موضوعات دي.

نور تر پایه زموږ ملتیا وکړئ.

د ایران د طبي علومو پوهنتون د راپور له مخې، د کویټ بنسټ د ۲۰۲۳ کال جایزه د تهران د شهید بهشتي د طبي علومو پوهنتون د علمي پلاوي غړي ډاکتر داود خیلي ته ورکړل شوه. دا جایزه د ختیځې مدیترانې سیمې هېوادونو په کچه د زړه او عروقي ناروغیو په ګډون، د ساري نارغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې ترټولو د ګټور شخص په توګه د شهید بهشتي د طبي علومو پوهنتون استاد ته ورکړل شوه.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د سیمې په کچه په آفریقا، امریکا، ختیځه مدیترانه، اروپا، د آسیا په سویل ختیځ او د اقیانوسیه په لوېدیځ کې شپږ دفترونه لري، چې هر یو په خپلواک ډول د خپلې سیمې هېوادونه تر پوښښ لاندې راولي. د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمه ایز دفتر د خپل رسالت په برخه کې هر کال هغه پوهانو، څېړونکو یا متخصصانو ته چې د سرطان، د زړه، عروقي او شکرې نارروغۍ د مخنیوي، کنترول او یا څېړنو په برخه کې مهم رول لوبولی وي، یوه جایزه ورکوي.

له دې جایزې څخه د کویټ دولتي جایزې بنسټ ملاتړ کوي.

په ۲۰۲۳ میلادي کال کې  د زړه او عروقي ناروغیو د مخنیوي او څېړنې په برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان جایزه، د شهید بهشتي د طبي علومو د پوهنتون د غدې پوهنځي د متابولیک ناروغیو د مخنیوي په برخه کې، د څېړنو د مرکز استاد او اپیدمیولوژیست ډاکتر، ښاغلي ډاکتر داود خلیلي ته ورکړل شوه.

ډاکتر خلیلي د هاروارد پوهنتون د روغتیا پوهنځي د جمعیت او د نړیوالې روغتیا په برخه کې د زړه او رګونو روغتیا له څېړونکو څخه دی چې د زړه او عروقي ناروغیو د تشخیص او معلومولو موډلونو په برخه کې په ایران او نړۍ کې د خطر لرونکو کسانو په پېژندنه کې ارزښتمنې څېړنې ترسره کړي دي. همدانګه له روغتیا وزارت او د روغتیا له نړیوال سازمان سره د دې څېړنو په عملي کولو کې همکاري هم د هغه له مهمو فعالیتونو څخه ګڼل کېږي.

بل خبر دا چې

د جنورۍ له ۲ څخه تر ۱۴مو ورځو کې پر یخ باندې د ختلو نړیوال جام د سویلي کوریا په چونګ سونګ ښار کې په مختلفو برخو کې، د نړۍ له ۱۶ هېوادونو څخه د ۸۸ لوبغاړو په ګډون سره ترسره شو.

په دې سیالۍ کې ایراني یخ ختونکی لوبغاړی محمد رضا صفدریان د سرعت له اړخه، په ۱۵ ثانیو او ۳۴ سلمې ثانیې کې، له نورو سیالانوڅخه په غوره والي سره لومړی مقام خپل کړ.

په دې برخه کې، د مغولستان او سویلي کوریا لوبغاړو په ترتیب سره، دویم او درېیم مقام ترلاسه کړ.

په یخو باندې د ختلو نړیوال جام سیالۍ، پر یخ باندې د ختلو  نړیوال جام د روان فصل لومړی پړاو دی، چې د ایران، مغولستان، سویلي کوریا، کاناډا، هالنډ، سوئیس، پولنډ، انگلستان، آمریکا، فرانسې، هانگ‌کانگ او فنلانډ د ۳۴ لوبغاړو په ګډون سره ترسره شول.

په بل خبر کې راغلي چې په ایران کې د تهران پوهنتون څېړونکي پر دې باندې بریالي شوي، چې د سرطاني ناروغیو د درملنې او تشخیص په موخه، دوه ډوله ترکیبي درمل تولید او پلان کړي.

د چاپېریال ساتنې او بیوتکنولوژي صنعت په برخه کې د تهران پوهنتون یوه څېړونکې آغلې فاطمه عسکریه د سرطاني ناروغیو لکه د سږو، ینې او پوټکي سرطان  د درملنې لپاره، د دوه ډوله ترکیبي درملو د تولید او پلان خبر په ورکولو سره وویل: هغه درمل چې د سرطاني ناروغۍ درملنې پوري اړوند دي، د ایف ډي ای تأییدیه ترلاسه کړې، دا درمل یوه ورته بهرنۍ بڼه هم لري چې په هغه کې له اینترلوکین دوه څخه کار اخیستل شوی، موږ له اینترلوکین ۲۱ څخه ډېر کم جانبي عوارض لري او هماغه فعالیت او اغېزه کوي، استفاده کړې ده. اینترلوکین یو ډول کیمیاوي مواد دي چې د هغه چارو او بهیرونو د تنظیم او ګړندیتوب لپاره چې د انسان په بدن کې د ترسره کېدو په حال کې دي، استفاده کېږي.

د سرطاني درملو د جوړولو پروژې غړې زیاته کړه: د دې کیمیاوي موادو اغېزه په ډېرو ورځو کې، نږې د کیموټراپي درملو له اغېزو سره برابره ده او حتی که له کیموټراپي درملو سره یوځای شي، د سرطاني حجرو د له منځه وړلو لپاره په ډېر کم عوارضو سره، د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره به یو مناسب درملیز رژیم وي.

هغې په دوام کې د دې ډول ترکیبي درملو پلان او تولید ته په اشارې سره وویل: اینترلوکین ۲۲ بیا هغه فاکتور دی چې که د مدافع سیسټم ناخوالي زیاتي شي، دا درمل کولای شي  له دې فاکتور سره وصل شي او د هغه د کړنو مخه ونیسي او په نهایت کې به د مدافع سیسټم د ناخوالو د التهاب د کمښت لامل شي.

د اختراعاتو او نوښتونو نړۍ ته په کتو، ډېر خوشحاله یو چې د ۲۰۲۳ کال د نیکلا تسلا جایزه او د هوافضا په برخه کې د هالنډ هېواد د سرو زرو مډال د اروپايي علومو د اکاډمۍ له لوري، د ایران د اسلامي جمهوریت ځوان مخترع مهران بختیاري ته ورسېده.

ایراني ځوان مخترع مهران بختیاري د همدان د طبي علومو پوهنتون د پرازیټولوژي د برخې فارغ زده کړیال او د ایران له روغتیا وزارت څخه د ۵،۲۶۵ امتیاز په درلودو سره، د دې هېود تر ټولو غوره څېړونکی دی. البته بختیاري د ایران له ځلانده استعدادونو څخه ګڼل کېږي او دا ځل د لاس له دخالت پرته، فضا ته د تلونکو کسانو د سر په پرېمنځلو کې د کاربني خولۍ په اختراع سره، لا ډېر وپېژندل شو.

بختیاري ۲۵ اختراعات ثبت کړي او سل نورې برخې د ثبت په درشل کې لري، هغه د غوره کسانو د ملي بنسټ غړی او یو ملي او نړیوال مخترع دی، په سترو او وړو څېړنو کې له آمریکا، کاناډا، روسیې، چین، جاپان، ترکیې، رومانیا، هند او هالنډ څخه په نړیوالو جشنوارو او اختراعاتو کې د سرو زرو، سپینو زرو او برنزو ۱۳ نړیوال مډالونه ترلاسه کړي دي.

هغه همدارنګه د طبي علومو په برخه کې ۶ چاپ شوي کتابونه لري او د څو کورني او ISI  مقالو لیکوال هم دی. د اروپا د علومو اکاډمۍ هرکال د پوهنې د برخې هڅاندو کسانو ته ځینې جایزې ورکوي، دا ځل بختیاري مخترع غوره وګڼل شو او هغه وکولای شول چې د اروپا د علومو اکاډمۍ د ۲۰۲۳ کال د نیکلا تسلا جایزه وګټي.

د اروپا د علومو اکاډمي(European Academy of Sciences  ) په نړیواله کچه د نړۍ له معتبرو علمي سرچینو څخه ده او هرکال خپلې جایزې ځانګړو پوهانو ته، چې د دوی اکاډمۍ د غړو له خوا تأیید شوي وي، ورکوي.

خو وروستی خبر دا چې د پرتغال د فوتبال ټیم ایراني لوبغاړی مهدي طارمي په ۱۹ ګولونو سره وکولای شول، چې په ۲۰۲۳ کال کې د دې ټیم ترټولو د غوره ګل وهونکي لقب وګټي.

د ۲۰۲۳ میلادي کال په پایته رسېدو او د ۲۰۲۴ کال په پیل سره، اروپايي رسنیو په تېر کال کې د بېلابېلو لوبډلو کړنې څېړلي دي. په همدې تړاو د پرتغال zerozero سایټ په  یوه راپور کې د درېیو، اسپورتینگ لیسبون، بنفیکا او پورتو ټیمونو کړنې څېړلي دي. د دې سایټ په راپور کې لیکل شوي: د پورتو ټیم په ۲۰۲۳ کال کې وتوانېد چې په خپلو ترسره شویو لوبو کې ۷۶ سلنه لوبې وګټي. پورتو په دې کال کې ۱۰۰ ګلونه ترسره کړي او ۴۱ ګولونه یې خوړلي دي، پپه د دې ټیم پرتغالي تجربه لرونکی مدافع ، د ۵۳ لوبو په ترسره کولو او په ځمکه کې د ۴۰۹۹ دقیقو په حضور سره، له دې اړخه ترنورو لوبغاړو مخکې دی.

ژباړه: زماني

ټیګونه