Mar 11, 2024 09:45 Asia/Kabul

ګرانو او قدرمنو اوریدونکو السلام علیکم، د شیر و شکر له یوې بلې خپرونې سره مو په خدمت کښې حاضر شوي یو. په دې پروګرام کښې د فارسي ادبیاتو له یو بل مشهور شخصیت سره د بلدتیا په ترڅ کښې، د فارسۍ ژبې د زده کولو کوشش هم کوو

ګرانو دوستانو په ننني پروګرام کښې د دولسمې پیړۍ له یو ستر شاعر"هاتف اصفهانی" سره بلدیږو.

د هغه نوم سید احمد حسیني و چې د دولسمې پيړۍ په وړومبنیو کلونو کښې د ایران په اصفهان ښار کښې زیږیدلی و. هغه په اصفهان کښې د زیږیدلي هاتف یا هم هغه هاتف اصفهاني په تخلص پيژندل کیده، هاتف د ریاضۍ، حکمت او طب په شان مختلفو برخو کښې زده کړې وکړې. د هاتف تحصیلات لامل شول چې هغه د حکیمِ اصفهاني یا طبیبِ اصفهاني په نومونو هم وپیژندل شي.

د هاتف کورنۍ د آذربایجان په اُردوبا کلي کښې اوسیدله او د هاتف جرړه او اصالت هم له هم دغه کلي بللی شو. البته د هاتفِ اصفهاني کورنۍ د صفویانو د حکومت تر وختو پورې په دغه کلي کښې اوسیدله، له هغه وروسته دځینو وجوهاتو له امله اصفهان ته لاړه او هلته دیره شوه او هاتف هم په اصفهان کښې وزیږیده او په دې وجه، اصفهاني نومول کیده.

په زړه پورې دا چې هاتف اول طبیب و خو په دې وجه چې دغه کار ورته د زړه ارامښت نه ورکوه نو د طبابت کار یې پریښوده او د شعر ویلو او عرفان ته یې مخه کړه او په دغه ډګر کښې ښه وځلیده.

د هاتف د ژوند دوران له یوشمیر هغو پیښو سره هممهاله و چې په ایران په تیره بیا په اصفهان کښې رامینخته شوې او دغه پيښې سبب شوې چې په شعر کښې د ستنیدو سبک او طریقه راپیدا شي.

د فارسۍ شعر د دغه سبک په پایداره کیدو سره چې په خپلې طبیعي لاره روان و، د ټولنې له اجتماعي او تاریخي شرایطو د راپورته شویو بدلونو تر اغیزې لاندې راغی.

له دغه سبک او سټایل وروسته به د دغه پړاؤ زیاتره شاعرانو، شعر د فارسي ادب له مخکښانو په تقلید سره او بې له کوم خاص نوښته، وایه.

البته دغه طریقه ورو ورو بدله شوه او شعر یو داسې ځاې ته ورسید چې شاعر وتوانیده د خپل ذاتي ذوق، سلیقې او ذایقې په بنیاد شعر ووايي.

هاتف وکړې شول د ستنیدو په سټایل کښې په زړه پورې شعرونه ووايي او د هغه آثار، د دغې طریقې ډیر پياوړي آثار ګڼلی شو.

دغه شاعر ډیرې قصیدې لري چې د ویلو لپاره یې د سنايي قصاید خپل نیغ په نیغه الګو او مثال ګرځولي دي.

د هاتف غزلیات هم د حافظ او سعدي په پیروۍ سره ویل شوي دي البته د هاتف یو ډیر پیاوړی اثر، د هغه ترجیع بند دی.

په حقیقت کښې د هاتف ترجیع بند، د فارسۍ یو ډیر مشهور ترجیع بند دی چې  په کښې یې له یو بل سره د مختلفو دینونو یووالي او وحدت کوشش کړی دی.

هغه په دغه ترجیع بند کښې توانیدلی چې په ډیرې ښکلا سره د ذات او توحید په هکله خبرې وکړي او دا موضع په پوره ظرافت سره مطرح کړي.

هاتف د خپل شعرونو پر ارزښتناک میراث سربیره، دوه شاعر اولادونه هم په یادګار پریښودل. د هاتف د لور نوم «سیّده بیګم» و او «رشحه» تخلص به یې کاروه او د خپلې زمانې په ویناوالو میرمنو کښې مخکښه وه. د هاتف بل اولاد د «سحاب» په تخلص سره «سید محمد» و. سحاب هم د خپل پلار په شان د شاعرۍ پر فنونو سربیره، د طبابت په فن کښې هم مهارت درلود.

«رشحه» او «سحاب» دواړه د شعر ویلو په طریقه کښې د خپل پلار په لاره روان وو او د شعرونو ټولګې ترې پاتې دي.

هافت په ۱۱۹۸قمري کال کښې د ایران په قُم ښار کښې وفات شو او هم هلته خاورو ته وسپارل شو. د زباني سرچینو په حواله د هغه قبر په ډیر احتمال د حضرت معصومې بي بي د حرم په عتیق انګڼ کښې و خو نن سبا یې هیڅ نښه پته نشته.

ګرانو ملګرو په دوام کښې د فارسۍ د خوږې ژبې د زړه کړې برخې ته راځو نو اول دا ټکي په غور واورئ.

یکدیگر

یو بل

از یکدیگر

له یو بل څخه

الگو

بیلګه/مثال

الگوبرداری

بیلګه اخیستنه

اکثر

اکثر/زیاتره

توجه  

پام

توجه داشتن او

د هغه پاملرنه

چگونه

څرنګه

گفته می شود

ویل کیږي

برای    من

زما لپاره

خواندن

لوستل

بخوانید

ولولئ

قبلا

مخکښې

برای تو،برایت

ستا لپاره

همان

هم هغه

این گونه

داشان

شروع                

شروع/پیل

شروع می شود

شروع کیږي/پیلیږي

 

        اوس په ښه توګه د دې الفاظو د یادولو او زده کولو او په جملو کښې یې د کارولو لپاره د ریحانې او د هغې د پلار خبرواترو ته غوږ شئ.

 

ریحانه : پدر آیا شاعران در سرودن اشعار خود از یکدیگر الگوبرداری می کردند؟

ریحانه: پلاره، آیا شاعرانو به د شعرونو په ویلو کښې له یو بل څخه بیلګه اخیسته کوله؟

پدر: بله دخترم اکثر شاعران در سروده های خود به آثار دیگر شاعران توجه داشته و از آن ها الگوبردارری می کردند.

پلار: هو لورې، زیاتره شاعرانو به په خپلو شعرونو کښې د نورو شاعرانو آثارو ته پام کوه او ورڅخه به یې نمونه اخیستله.

ریحانه : کدام شاعر از سعدی الگو برداری کرده است ؟

ریحانه: کوم شاعر له سعدي بیلګه اخیستنه یا تقلید کړی دی؟

پدر: شاعران بسیاری از سعدی و یا حافظ الگو برداری می کردند مانند هاتف اصفهانی .

پلار: ډیرو شاعرانو به له سعدي او یا حافظ نه بیلګه اخیسته کوله لکه هاتف اصفهاني

ریحانه : هاتف اصفهانی شاعر چه دوره ای است ؟

ریحانه: هاتف اصفهاني د کوم پړاؤ شاعر دی؟

پدر: او از شاعر قرن دوازدهم وسیزدهم است.

پلار: هغه د دولسمې او دیارسمې پیړۍ یو شاعر دی.

ریحانه : او چگونه از سعدی و حافظ الگوبرداری می کرده است ؟

ریحانه: هغه به له سعدي او حافظ نه څنګه بیلګه اخیستنه کوله؟

پدر: گفته می شود هاتف اصفهانی در سرودن غزل این دو شاعر را الگوی خود قرار داده است.

پلار: ویل کیږي چې هاتف اصفهاني به د غزل په ویلو کښې دغه دواړه شاعران د ځان لپاره مثال او نمونه ګرځول.

ریحانه : پدر لطفا یکی از غزل های این شاعر را برای من بخوانید.

ریحانه: پلاره، مهربانه وکړئ د دغه شاعر یو غزل راته ووایئ.

پدر: قبلا برایت خوانده ام . همان غزلی که این گونه شروع می شود:

گفتم نگرم روی تو گفتا به قیامت

گفتم روم از کوی تو گفتا به سلامت

پلار: مخکښې مې درته لوستی و، هم هغه غزل چې داسې شروع کیږي:

گفتم نگرم روی تو گفتا به قیامت

گفتم روم از کوی تو گفتا به سلامت

ریحانه :

گفتم چه خوش از کار جهان گفت غم عشق گفتم چه بود حاصل آن گفت ندامت

هر جا که یکی قامت موزون نگرد دل چون سایه به پایش فکند رحل اقامت

**************************************

ګرانو اوریدونکو هیله لرو چې دا نننی پروګرام مو د پام او خوښې وړ ګرځیدلی وي، په پاې کښې د افغانستان د مشهور شاعر او سندرغاړي محمد صادق فطرت په غږ چې په «ناشناس» مشهور دی، د هاتف اصفهاني مشهور ترجیع بند درته واوروو او مونږ هم درنه په هم دې ځاې اجازه کړه، د خدای په امان.

*/*/*/*/

لیک: میرمن ساناز احساني

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه