May 02, 2024 05:37 Asia/Kabul
  • له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کیدل کړکیچ نه حل کوي   (نور خبرونه دلته لوستلی شئ)

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمائیل

د اسرائیلو او د عربو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د عادي کولو هڅه به په لویدیځې اسیا سیمه کښې کړکیچ حل نکړي او زیاته یې کړه ځینې کسان داسې فکر کوي چې له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو ته د عربو هیوادونو مجبورول به مشکل هوار کړي دوې په غلطه دي.

فلسطین باید فلسطینیانو ته بیرته ورکړل شي چې هغوې  خپل حکومت جوړ کړي.

دغه راز په ملګروملتونو کښې د فلسطین سفیر ریاض منصور په یوې وینا کښې په هغو هیوادونو چې تراوسه یې فلسطین په رسمیت نه دی پیژندلی غږ وکړ چې فلسطین په رسمیت وپيژندي.

بل خبر دا چې د کولمبیا هیواد ولسمشر ګوسټاو پیټرو وویل دغه هیواد په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د اقداماتو په خاطر له صهیونیسټ رژیم سره خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې ختموي.

هغه د اسرائیلو په لومړي وزیر نتانیاهو سختې نیوکې هم کړي دي.

د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن هم وویل چې مونږ د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح ښار  باندې د سترې حملې په هکله د امریکا له مخالفت د اسرائیلو مشران خبر  کړي دي او زیاته یې کړه تر ټولو ښه لاره دا ده چې له حماس سره مقابله وشي.

دغه راز د فرانسې او د مصر چارواکو په قاهرې کښې په خبرو کښې په غزې کښې د اوربند په ټینګیدا ټینګار وکړ.

دغه راز ملګروملتونو وویل د فلسطین په غزې تړانګه کښې له اوکراین څخه زیاتې خاورې ښځلې پراتې دي ځکه چې هلته د اسرائیلو په بمباریو او حملو کښې اکثره ودانۍ له خاورو سره خاورې شوي دي او زیات خلک بې کوره شوي دي.

ملګروملتونو زیاته کړه چې په غزې کښې د خاورو ښځلو لیرې کول ډیرو پیسو ته ضرورت لري او یو خطرناک کار هم دی ځکه چې هلته د اسرائیلو د بمباریو له کبله ځینې نا چاودیدلي وسلې هم شته.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ایران کښې مذهبي اقلیتونه له پوره ازادۍ برخور دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د کولتور او اسلامي ارشاد وزیر  محمد مهدي اسماعیلي وویل: ایران تل د بیلابیلو کولتورونو ، قومیتونو او د مذهبونو تفاوت ته د پام زانګو ده او په ایران کښې مذهبي او دیني اقلیتونه د هیواد له ټولو خلکو سره برابر له ازادۍ او حقوقو څخه برخور دي.

هغه په باکو کښې د کولتورونو ترمینځ د خبرو اترو په شپږمې نړیوالې غونډې کښې وویل په اوسنۍ پیوند خوړلي نړۍ کښې د کولتورونو ترمینځ د اړیکو پیاوړي کول او د کولتوري میراث او د ارزښتونو د ساتلو لپاره هڅه به د هیوادونو د متقابلو اړیکو او د نړۍ د خلکو د تعامل د زیاتیدا په سیوري کښې محققه شي.

محمد مهدي اسماعیلي د فلسطین په هکله د لویدیځو هیوادونو په تیره  بیا د امریکا له منافقت څخه ډک کړچار ته په پام سره وویل : نن سبا د لویدیځو هیوادونو او د امریکا پوهنتونونه د جعلي بیان ازادۍ او د بشري  حقوقو په شان له ارزښمنو مفاهیمو څخه د هغوې د اوزارې استفادې کتونکي دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اسرائیلو ته د ایران ځواب  نوي معادله رامینځته کړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر اسامه حمدان پرون د ایران د وعده صادق عملیاتو د اهمیت په هکله وویل صهیونیسټ رژيم ته د ایران ځواب نوي معادله رامینځته کړه.

هغه له المنار ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په غزې تړانګه کښې اوسني حالت ته په اشارې سره وویل د مقاومت د چورلیز ترمینځ دائمي سلامشورې او غږمله میداني اقدامات شته او د دغه جنګ یوه تر ټولو مهمه نتیجه د مقاومت د چورلیز د ظرفیت او د قدرت زیاتیدل دي.

د حماس غورځنګ دغه مهم مشر اسامه حمدان په دې خبرې سره چې نیواکګر رژيم په غزې تړانګه کښې د مقاومت غورځنګ په توان حیرانه شوی دی وویل مقاومت ډلې له اسرائیلي دښمن سره د دائمي جنګونو مرحلې ته ورننوتلي دي.

هغه دغه راز دې ته په اشارې سره چې حاضر دمه د مقاومت ډلو قدرت او توان په لوړه سویه ده وویل مقاومت ډلې په کامل ډول سلامتیا لري او دښمن همدا اوس له دغه سټراټيژیکې پوښتنې سره مخامخ دی چې دغه جنګ به تر کوم وخت پورې دوام ولري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د هرات ولایت په جومات کښې حمله داعش کړي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی داعش ترهګرې ډلې د افغانستان په هرات ولایت کښې د شیعه مسلمانانو په جومات باندې د حملې مسئولیت پرغاړه واخیست.

داعش وهابي صهیونیسټي  ټروریسټي ډلې چې امریکا، سعودي عربستان، اسرائیلو ، بریتانیا ، فرانسې او نورو اروپايي او عربو هیوادونو  خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره په ګډه جوړه کړي ده په یوه پیغام کښې وویل د دوې غړیو د افغانستان د هرات ولایت په« ګذاره» ولسوالۍ کښې په شیعه لمونځ ګزارو باندې حمله کړي ده.

په هرات کښې دغه ترهګرې حملې ته پراخ داخلي او نړیوال غبرګونونه ښودل شوي دي.

په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت ، د ملګروملتونو استازندویه دفتر، د ترکیې سفارت ، اروپايي اتحادیې ، د ملګروملتونو د بشري حقوقو ځانګړي راپورټر، پخواني ولسمشر حامد کرزي ، د ملي روغې جوړې د لوړې شورا د هغه وخت مشر عبدالله عبدالله ، د حزب وحدت اسلامي مشر محمد محقق او د افغانستان د شیعه علماو عمومي شورا دغه حمله په کلکه غندلي ده.

په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د ترهګرو ډلو په تیره بیا د داعش وهابي صهیونیسټي ډلې حملې چې اکثره یې د شیعه مسلمانانو پرضد کوي زیاتې شوي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د امریکا پولیسو د فلسطین ملاتړي محصلین وځپل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی تراوسه د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم په نسل کشۍ باندې دیارلس سوه(۱۳۰۰) اعتراض کونکي محصیلین د امریکا د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د نیویارک پولیسو پرون په وحشي توب سره د امریکا په کولمبیا پوهنتون کښې په «هند »نومي هال کښې پرلتۍ وهونکي محصیلین وځپل او په لسګونو کسان یې ونیول.

د پولیسو لخوا له دغه ځپونکي اقدام وروسته یو محصیل بې هوشه شو او هغه له درملنې محرومه کړی شو.

د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا د چارواکو او مشرانو لخوا د بیان د ازادۍ د ملاتړ له شعار سره په توپیر کښې د فلسطین د ملاتړو محصیلینو پراخ ځپل په داسې حال کښې دوام لري چې  صهیونیسټ ماشوم وژونکی رژیم د امریکا په ملاتړونو او د نړیوالو او د بشري حقوقو موسسو د سترګو په وړاندې کابو اوه میاشت کیږي چې په غزې تړانګې باندې حملو سره د دغه سیمې بې دفاع خلک وژني.

د فلسطین د مظلوم ولس د ملاتړ لپاره د امریکا د یوشمیر پوهنتونونو محصیلینو سترې مظاهرې کړي دي او پولیسو هغوې په سخته ځپلي دي او ډیرې کسان یې نیولي دي او اوس دغه مظاهرې د اروپايي هیوادونو پوهنتونونو ته هم غځیدلي دي.

په امریکا او اروپايي هیوادونو کښې د فلسطین د خلکو ملاتړ کونکي کسان نیول کیږي او سخت ځپل کیږي او شکنجه کیږي هم.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم بریدونه دوام لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو یوځل بیا په غزې ښار بریدونه وکړل.

د فلسطین د اطلاعاتو مرکز پرون د غزې ښار په جنوب کښې د «الزیتون» محلې په ختیځ باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو د بریدونو عکسونه خپاره کړل.

د فلسطین روغتیا وزارت پرون وویل د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیتې څخه په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم په بریدونو کښې د شهیدانو شمیر اوس څلور دیرش زره او پینځه سوه اتو شپیتو کسانو ته ورزیات شوی دی.

په عین حال کښې د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله پرون د صهیونیسټ رژيم جنایتونو ته په ځواب او د فلسطین د ملت د ملاتړ لپاره په نیواکي فلسطین کښې د صهیونیسټ رژیم په مرکزونو باندې د توغندوي حملو د دوام خبر ورکړ.

حزب الله د نیواکي فلسطین په شمال کښې په «جلیل علیا» سیمه کښې په البغدادي اډې باندې د توپونو ډزې وکړې.

په عین حال کښې د صهیونیسټ رژيم رسنیو وویل چې د زغر ګاډو ضد یو توغندی له لبنان سره د نیواکي فلسطین د شمالي سرحد په لویدیځه برخه کښې په «شتولا »صهیونیست میشته ښارګي کښې په یوه کور باندې لګیدلی دی.

د صهیونیسټ رژيم رسنیو په ځلونو اعتراف کړی دی چې د لبنان حزب الله د فلسطین د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې هماغه راز برلاسی دی او د اسرائیلو پوځ په دغه سیمه کښې په لومه ښکیل شوی دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

امریکا او هالینډ جاپان کښې پټه پوي مانوره کړي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د جاپان یوې ځايي ورځپاڼې په اوکیناوا ولایت کښې د دیره امریکايي او د هالینډي پوځيانو د ګډې پوځي مانورې له  ترسره کیدا پرده پورته کړه.

د اوکیناوا ټایمز ورځپاڼې یوه محقق ایشوا کړه چې د امریکا او د هالینډ پوځيانو د جاپان د اوکیناوا ولایت د دفاع ادارې له خبرولو پرته د روان میلادي کال په مارچ میاشت کښې په اوکیناوا ولایت کښې د امریکا د روزنې د اډې په شمالي محدوده کښې ګډه پوځي مانوره کړي وه.

د امریکا د سمندري ځواک دریمې فرقې دغه موضوع له ویډیو سره یوځاې په اینټرنیټ پاڼو خپره کړي ده خو د جاپان د اوکیناوا ولایت دفاعي ادارې د اوکیناوا ټایمز ورځپاڼې پوښتنې ته په ځواب  کښې وویل چې مونږ له دغو مانورې نه یوو خبر او د هالینډ د عسکرو د شتون په هکله هم کوم معلومات نلرو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د بي بي سي ټیلي ويژن یوه بل کارکونکي اخلاقي فساد کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی په بریتانیا کښې له جرمونو سره د مبارزې ادارې د بي بي سي ټيلي ويژن د یوه مخیني لرونکي  پخواني کارکونکي په شخصي کامپیوټر کښې له ماشومانو د ناوړه جنسي استفادې په هکله د زرګونو بربنډو عکسونو د کشفیدا خبر ورکړ.

دغه ادارې وویل د بي بي سي ټیلي ويژن پخوانی کارکونکی ډیویډ مونډې په اینټرنیټ کښې د ماشومانو د جنسي ځورونې د ډیرو عکسونو د پیدا کولو په وخت په لومه کښې ښکیل شو او په دوام کښې د هغه له شخصي کامپیوټر څخه د ماشومانو په هکله کابو اته پنځوس زره لغړ او بربنډ عسکونه کشف شول چې له ماشومانو څخه د بي بي سي ټیلي ويژن د دغه پخواني کارکونکي د ناوړه جنسي استفادې کولو ښودنه کوي.

دا څوم ځل دی چې له تیرو کلونو راهسې د بریتانیا د  بي بي سي ټيلي ويژن د کارکونکو اخلاقي فسادونه کشف کیږي.

له دې مخکې د بي بي سي ټیلي ويژ د مشهور مجري «هیو ایډورډز» اخلاقي فساد خبر جوړونکی شوی و  او له کار څخه د هغه د لیرې کیدا سبب شوی و.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

د نیمروز په فضا کې د بې‌پیلوټه الوتکې ګزمې دوام لري

زمونږ خبریال راپور راکړی په نیمروز کې سیمه‌ییزې سرچینې د دغه ولایت په فضا کې د بې‌پیلوټه الوتکې د ګزمې له دوامه خبر ورکړی دی.

سرچینو پرون  ویلي چې دا ډرون الوتکه له څو شېبو راهیسې ګرځي راګرځي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دا بې‌پيلوټه د کوم هېواد ده او څنګه د افغانستان هوايي حریم ته راغلې ده.

تراوسه په نیمروز کې طالبانو په دې اړه څه ویلي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې بیګاه شپه هم په هرات او نیمروز کې دوو بې‌پيلوټه الوتکو دورې وهلې دي.

 

له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ډرون الوتکو د ګزمو په تړاو راپورونه خپاره شوي و.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تېره میاشت په پاکستان کې طبیعي پېښو ۱۴۳ کسان مړه کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی  تېره اپریل میاشت په پاکستان کې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان د ورښتونو، سېلابونو او توپانونو له کبله مړه شوي چې ډېر تلفات بیا په خیبرپښتونخوا کې اوښتي دي.

د پاکستان رسنیو پرون وویل طبیعي پېښو په خیبرپښتونخوا کې د ۳۸ ماشومانو په ګډون ۸۳ کسان مړه کړي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې تېره میاشت په دغه هېواد کې د ورښتونو کچه بې‌سارې او په میاشتني حساب دوه برابره وه.

 

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې ویاند ظهیراحمد بابر ویلي چې په دغه هېواد کې د تېرې میاشتې د ورښتونو کچه له معمول څخه ۱۶۴ سلنه ډېره وه.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د هوا دا نامنظم ډولونه د اقلیم بدلون د مخامخې پاېلې په توګه لیدلي.»

ورته مهال، په خیبرپښتونخوا کې طبیعي پېښو ته د چمتوالي ادارې ویاند انور شهزاد رسنیو ته ویلي: «د مرګ‌ژوبلې اصلي لاملونه سېلابونه، د کورونو نړېدل او ځمکښوېدنې وې.»

د راپورونو په حواله، ورښتونو او سېلابونو د ازاد کشمیر په ځینو برخو کې ۱۴ کسان او لږ تر لږه څلور نور یې د سند صوبې  په جنوب  کې مړه کړي دي.

 

په ۲۰۲۲ کال کې د پاکستان له نیمايي ډېره برخه سیمو کې سیلابونه راوتلي و چې د چارواکو په وینا د هېواد اقتصاد ته یې څه باندې ۳۰ ملیارده ډالر زیان واړوه.

 

 

 

ټیګونه