ایران د اونۍ په هنداره کښې ۱۳۹۵-۰۶-۰۶
د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره ایران د اونۍ په هنداره کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
د جومات د نړیوالې ورځې په مناسبت د اسلامی انقلاب د معظم رهبر بیانات، د حکومت هفتې ته یوه کتنه او د اسلامی انقلاب له معظم رهبر سره د ولسمشر او د کابینې د غړیوکتنه، لاتینی امریکې ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر او د هنر او ورزش د ډګر یو لړ خبرونه هغه مطالب دی چې په دې مطلب کښې به تاسو ته وړاندې کیږی نو ښه ده له مونږ سره مل اوسئ.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د تېرې هفتې د ایتوار په ورځ د جومات د نړیوالې ورځې په مناسبت د تهران صوبې د جوماتونو د امامانو په کتنه کښې جومات د کلتوری مقاومت مرکز او د اجتماعی فعالیت اډه وبلله او وې فرمایل: په اسلامی تاریخ کښې جومات د مهمو اجتماعی، سیاسی او فوځی مسائلوپه باره کښې د سلامشورو،ملګرتیاو او فېصلې کولو مرکز ؤ او دے.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د جومات د نړیوالې ورځې د ټاکنې د فلسفې په باره کښې څرګنده کړه،دا ورځ د صهیونېسټانو په لاسو مسجدالاقصی ته د اور لګولو په علت او صهیونېسټ رژیم سره د اسلامی امت د مقابلې په هدف سره د ایران د اسلامی جمهوریت په ټینګار سره د اسلامی ملګرتیاو په تنظیم کښې تصویب شوه او پکار دی په همدې نظر سره ورته توجه وشی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر همدارنګ د حکومت د هفتې په مناسبت د ولسمشر او کابینې په کتنه کښې یولړ بیانات وړاندې کړل.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په دغه کتنه کښې د ایران د هغه وخت د ولسمشر شهید محمد علی رجائی او وزیراعظم شهید محمد جواد باهنر د یاد په نمانځنې سره وفرمایل، له بده مرغه ځینې کوشش کوی چې د منافقانو د پاکولو لپاره چې اخلاص او محنت د دغو دوو نمونو او د ایران د زرګونو خلقو او مسئولانو د شهادت عاملان وو د مظلومیت یوه فضاء رامنځته کړی خو دغه غرضی کارونه به څه نتیجې ته ونه رسی او د تېرو وختونو په شان به ناکامه پاتې شی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر ((مقاومتی اقتصاد))، ((بهرنے سیاست))، ((سائېنس او ټېکنالوجی))، ((امنیت)) او ((کلتور)) د ایران د اسلامی جمهوری حکومت له اصلی ترجیحاتو وبلل. دوی په دې باندې په تاکید سره چې پکار دی د برجام په قضیه کښې د امریکې له بدقولیو څخه تجربه حاصله کړوو، څرګنده کړه، دغه تجربه مونږ ته دا رازده کوی چې په امریکه کښې د هیڅ یو حکومت په وعدو باندې اعتماد نه شی کېدې.
دوی د خلقو انقلابی او دینی روحیه د هېواد د مضبوط امنیتی ډال یو اصلی عنصر وبلۀ او تاکید یې وکړ: دښمن د ایران د دفاعی او توغنده ای توان زیاتېدو ته اندېښمن دے، نو ځکه پکار دی د دفاعی توان له زیاتېدو سره مرسته او ترې ملاتړ وشی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر په خپلو بیاناتو کښې د یولسم حکومت له هلو ځلو څخه د قدرونې ترڅنګه په بهرنی سیاسی کښې د فعاله موضوع د غوره کولو په ضرورت باندې په تاکید سره وفرمایل: د سیمې د مسئلو په شان مسئلو کښې چې زیاتې پیچلې او په خپلو کښې سره ګنډلې شوې دی پکار دی په دقت، هوښیارۍ او اثرکونې سره مېدان ته ورودانګوو.
دوی همدارنګ د وروستیو کلونو سائېنۍ حرکت ته په اشارې سره د هوا فضاء، نانو، اېټمی او د ژواک ټېکنالوجۍ په څانګو کښې پرمختګونه په تېرو دولسو کلونو کښې د سائېنسی حرکت او د سافت وئیر غورځنګ د بحثونو په وجه وبلل او وې فرمایل: د مقاومتی اقتصادو په موضوع کښې هم پکار دی په ټولنه کښې دا ډول بحثونه جوړ شی.
د حکومت هفته په مختلفو اقتصادی، سائېنسی، علمی او کلتوری ډګرونو کښې د چارواکو د هلوځلو د قدرونې او د بهرنی سیاست د کارنامې د جاجونې لپاره یوه موقع ده.
یولسم حکومت د خپل فعالیت او کوشش د دریو کلونو په دوران کښې داسې ګامونه اوچت کړی دی چې له یو لړ لاسته راوړنو سره اهمیت لرونکی دی.
د ایران د اسلامی جمهوریت د رېډیو او ټیلی ویژن اداره په دغه هفته کښې د اېشیا او اوقیانوسیې د رېډیو او ټیلی ویژنونو د پراختیا د موسسې اے آئی بی ډی د کلنۍ غونډې کوربا وه. د دغې اتحادیې دوه څلوېښتمه کلنۍ غونډه د تېرې هفتې د زیارت په ورځ د ایران د اسلامی جمهوریت د رېډیو او ټیلی ویژن د ادارې په کورباتوب سره پرانېستې شوه.
د اېشیا او اوقیانوسیې د رېډیو او ټیلی ویژنونو د پراختیا موسسه په نولس سوه اوۀ اویایم کال کښې او د ملګرو ملتو د علمی اوکلتوری ادارې یونېسکو تر څارنې لاندې جوړه شوه.
د اے آئی بی ډی له دوه څلوېښتمې غونډې او عمومی اسمبلۍ له پینځلسمې غونډې سره په یو وخت د دغې اتحادیې د ټولنې د مشرۍ په انتخاباتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د رېډیو او ټیلی ویژن اداره په دوه زره اولسم او دوه زره اتلسم کلونو کښې د دغې موسسې د عمومی اسمبلۍ د مشرۍ لپاره غوره شوه.
د دغې غونډې له جوړېدو سره په یو وخت د اے آئی بی ډی ټیلی ویژنی انعام د ورک شوی کلتوری میراث د راژوندی کولو په وجه د کوریا هېواد د ((باګان: ستره امپراطوری)) نومې مستند ټیلی ویژنی پروګرام ته ورکړے شو. همدارنګ د لانجو د ختمولو او د سولې د ترویج په محوریت سره د ترټولو غوره ټیلی ویژنی پروګرام انعام د پرېس ټی وی د بیژن زمان پېرا ((بچه های شینګال)) نومې مستند ته ورکړے شو. له فقر څخه د تېښتې په اړه د ترټولو غوره پروګرام انعام د چین هېواد ((له چاپېره نړۍ سره د تون ګوان کلی ارتباط)) نومې پروګرام ته او د رینهارډ کیون په یاد کښې رېډیوی انعام د چین هېواد ((په تیانجین بندر کښې)) نومې رېډیوئی پروګرام ته ورکړے شو.
د اے آئی بی ډی دغه غونډه د روانې هفتې د خالی په ورځ ختمه شوه.
د تېرې جمعې په ورځ د ایران د کلتور او هنر ځلانده ستورے ډوب شو.
د ایران د لوبغاړۍ د هنر تل پاتې څېره داوود رشیدی د تېرې جمعې په ورځ د زړۀ د حرکت د اودرېدو له کبله په دوه اتیا کلنۍ کښې له دې فانی دنیا سترګې پټې کړې. هغه یو ستر هنرمند ؤ چې د خپل ژوند په دوران کښې یې یو لړ ځلانده کردارونه په یاد ګار پرېښودل.
داوود رشیدی یو داسې هنرمند ؤ چې له نیمې پېړۍ نه زیاته موده یې په ډګر کښې موثره شتون تجربه کړ، هغه له وروستیو څو کلونو پرته چې د بیمارۍ په وجه د هنر له ډګره لرې پاتې ؤ د خپل ژوند ټول کلونه د ایران د تېټر او سېنما کښې تېر کړل.
زیاتره خلق د رشیدی نوم د تېټر په کار سره یاد ساتی. وړومبنے کار چې هغۀ په ایران کښې په ډګر کښې ترسره کړ، «میخواهید با من بازی کنید» نومې ډرامه وه چې خپله یې ترجمه کړې وه.
داوود رشیدی په شپېتمه لسیزه کښې د اسلامی انقلاب له کامیابۍ په وروستنیو وړومبیو کلونو کښې د رسول صدر عاملی په ډائرېکټرۍ سره په ((ګلهای داوودی)) فېلم کښې په کردار ادا کولو سره د سنېما د مخاطبانو او تماشبینو محبوب وګرځېد، هغه یو فېلم چې د کال ترټولو زیات خرڅېدونکے فېلم شو.
رشیدی د ټیلی ویژن په ډګر کښې هم په کامیابۍ سره وځلېد او د ((ګل پامچال))، ((عطر ګل یاس)) او((آوای فاخته)) په شان زیات مخاطبان لرونکو سریالونو کښې یې رول ولوبوۀ. د داوود میر باقری جوړ کړې شوے ((امام علی)) او د مهدی فخیم زاده په ډائرېکټرۍ سره ((امام حسن))او ((ولایت عشق)) او د ارواښاد علی حاتمی په ډائرېکټرۍ سره د هزار داستان نومې سیریالونه په وروستیو دوو لسیزو کښې د رشیدی ځینې یادګار ټیلی ویژنی کارونه دی.
د داوود میر باقری جوړ کړې شوے ((مختارنامه)) نومې تاریخی او له ویاړ نه ډک او د لیدو وړ سیریال هم د دغه ارواښاد هنر مند د یو بل په زړۀ پورې رول لوبونې او ارزښتناک اثر دے.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د دغه هنرمند د وفات په مناسبت په یو پېغام کښې تسلیت ووایۀ. او وې ولیکل:
د سېنما، تېټر او ټیلی ویژن دغه خلاق لوبغاړی او ډائرېکټر د دغه ټاټوبی او سیمې د کلتور او هنر په لوړتیا کښې یوارزښتناک رول لرۀ او د هنری فعالیت د یو عمر په دوران کښې یې د یو لړ ځانګړیو او شاندارو اثارو په تخلیقولو سره د هېواد د هنر په تاریخ کښې تل پاتې شو.
د ایران د اسلامی کلتور او ارشاد وزیر علی جنتی او د بهرنیو چارو وزیر محمدجوادظریف هم د دغه هنرمند د وفات په مناسبت تسلیت ووایۀ.
د ملی رسنې مشر علی عسکری هم په یو پېغام کښې د تېټر،ټیلی ویژن او سېنما د ډګر د مخکښ هنر مند او لوبغاړی په وفات باندې د خواښینۍ په څرګندولو سره ولیکل، مرحوم رشیدی د دې سیمې او ټاټوبی د هنر د خدمت په لاره کښې یو عمرخرچ کړ او په تېره بیا د ټیلی ویژن په ډګر کښې د دغو کوششونونتیجه د ولایت عشق او هزار داستان په شان سیریالونو کښې د ارزښتمن او تل پاتې رول لوبول دی.
د اسلامی شورا د جرګې مشر علی لاریجانی او د جرګې د امید فراکسیون مشر محمد رضا عارف هم له هغو سیاسی شخصیتونو څخه وو چې د داوود رشیدی په وفات یې تسلییت ووایۀ.
داوود رشیدی د علی نصیریانو عزت ا... انتظامی، جمشېد مشائخی او محمد علی کشاورز په شان مخکښانو تر څنګه د ایران د سېنما او تېټر تشخص او تل پاتې شخصیت ؤ. د دغه هنر مند مړینه د ایران د هنری ټولنې لپاره یوه درنه ضائعه ده.
د ایران د لوبوکاروان د ریو له اولمپېک څخه تهران ته راستون شو.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر په یو پېغام کښې له مډال اخېستونکو اتلانو او ټولو زیار وېستونکو لوبغاړو او مربیانو او د دوه زره شپاړسم کال د اولمپېک په سیالیو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د لوبو له کاروان څخه قدرونه وکړه.
د ریو له اولمپېک څخه ستون شوی کاروان ته د اسلامی انقلاب د معظم رهبرحضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په پېغام کښې راغلی دی: ((هغو اتلانو ته چې په مېډالونو راوړو سره یې د ایران د ملت زړونه خوشحال کړل، هغو پهلوانانو ته چې د ناسمو فېصلو په وجه له خپل حق څخه بې برخې شول، هغو لوبغاړو ته چې نه کامیابی یې د کوشش او هڅو ارزښت نه کموی، هغوښځو لوبغاړو ته چې د ایرانی ښځې د حجاب او پردې ویاړناکه نښه یې د ټولو مخې ته وړاندې کړه هغې مېړنۍ ښځې ته چې په پوره حجاب سره د کاروان په تندی باندې وځلېده او د ایران مخکښانو او مربیانو ته په خېر راغلے وایم او له تاسو ټولو څخه مننه کوم. مونږ ستاسو په قدر پوهیږوو.))
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی هم په دې مناسبت په خپل یو پېغام کښې وویل، هغه مېړنیان چې په توانمنۍ او مېړانې سره یې مېډالونه راوړل او د ایران د اسلامی جمهوریت سپېڅلے بېرغ یې ورپوۀ، هغه پهلوانان چې په سرلوړۍ سره یې سیالی وکړه او د ناانصافیو باوجود د خلقو د زړونو اتلان شول، هغه مېرمنې چې په دینی او کلتوری اصالتونو سره مل د ایرانی ښځو شتون یې نندارې ته وړاندې کړ او هغه ځوانه مېرمن چې د اولمپېک د وړومبنی مېډال په ګټلو سره د دغه شتون سېمبول وګرځېده، هغه مېړنیان چې د ایران او ایرانیانو د سرلوړۍ لپاره یې غېرتمندانه مبارزه وکړه او همدارنګ توانمن داوران چې ایرانی عدل او انصاف یې نندارې ته وړاندې کړ د ملی ویاړ سبب او قدرونې او ستائېنې وړ دی.
د ایران د لوبو کاروان د اولمپېک د لوبو په یویشتمه دوره کښې چې تر دوو هفتو پورې د برازیل په ریو ښار کښې جوړه شوه د سرو زرو د دریو، د سپینو زرو د یو او د زیړو د څلورو مېډالونو په ګټلو سره د سیالیو پینځویشتم مقام ترلاسه کړ.
د ایران د ملی امنیت د عالی شورا سېکتر د سیمه ایزو ملګرتیاو په تېره بیا د امنیتی ملګرتیاو د زیاتولو او د ډېپلومېسۍ د پراختیا په چوکاټ کښې هندوستان ته سفر وکړ.
د ایران د ملی امنیت د شورا سېکتر علی شمخانی نوی ډیلی ته په خپل دوه ورځنی سفر کښې د هندوستان له وزیراعظم، د ملی امنیت له سلاکار او د دغه هېواد له نورو سیاسی چارواکو سره کتنه او د دوو اړخیزو موضوعاتو او د سیمې او نړۍ د سیاسی او امنیتی بدلونونو په باره کښې خبرې اترې وکړې.
علی شمخانی د تېرې جمعې په ورځ له نرېندرا مودی سره په کتنه کښې وویل،د سیمې د دوو قوتونو په توګه د ایران د اسلامی جمهوریت او هند خپلواکه مقام او رغانده تګلارو د سیمه ایزو لانجو او بحرانونو د ختمولو او د تکفیری ترهه ګرۍ له بهیر سره د مبارزې په خاطر د دواړو هېوادونو د ملګرتیاو لپاره د پام وړ زمینې برابرې کړې دی.
هغۀ ایران ته د هند د وزیراعظم په سفر کښې د چابهار د موافقه لیک په لاسلیکېدو باندې د خوښۍ په څرګندولو او په دغه ستره طرحه کښې د څو کلونود وروسته پاتې کېدو د تلافۍ لپاره د دواړو هېوادونو د تحرک د زیاتېدو په ضرورت سره د دواړو هېوادونو ترمېنځ د امنیتی، فضائی دفاعی او سائبری ملګرتیاو په فعالولو باندې تاکید وکړ او دغه زمینې یې د دواړو هېوادونو په سیاسی او اقتصادی تعلقاتو کښې د تکمیلوونکو ډګرونو په توګه د ایران او هند ترمېنځ د ټولو تعلقاتو د سطې د زیاتولو لاره برابرونکې وبللې.
شمخانی څرګنده کړه د ایران او هند تاریخی او رغانده تعلقات هیڅکله د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه ؤ او نه دے او د سیمه ایز امنیت او ثبات له زیاتولو او پراختیا نه بغېر یې بله لاره نه ده تعقیب کړې.
د ایران یوه بله خبری واقعه د لاتینی امریکې له شپږو هېوادونو څخه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر کتنه ده. د ایران د حالاتو څېړنه په دې باره کښې په یو لنډ رپوټ سره ختموو.
لاتینی امریکې ته د ظریف یو اونیز سفر د سیاسی او اقتصادی تعلقاتو د پراختیا په چوکاټ کښې ترسره شو.
په دغه سفر کښې د تاجرانو، سوداګرانو او د فنی او انجنیئرۍ د خدماتو په شمول په مختلفو زمینو کښې د خصوصی برخې د شرکتونو د مالکانو یو پلاوی هم ظریف سره ملګرتیا وکړه. له لاتینی امریکې څخه د ظریف کتنه له هاوانا شروع شوه. ظریف له کیوبا نه پس نکاراګوئې، اکواډور، چېلی، بولېویا او وېنزو وېلا ته سفر وکړ.
د دغو هېوادونو له چارواکو سره کتنه او خبرې اترې او د خصوصی برخو د اقتصادی سیمینارونو جوړېدل د دغه سفر ځینې پروګرامونه وو. په دغه یو کال کښې چې د برجام له لاسلیکېدو څخه تېریریږی، له مختلفو اروپائی، اېشیائی، سیمه ایزو او ګاونډی هېوادونو څخه ستر تجارتی او اقتصادی پلاوی ایران ته راغلی دی.
لاتینی امریکې ته د ظریف له سفره مخکې د وېنزوېلا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن دلسی روډریګز له تهران څخه کتنه کړې وه.
ظریف له دې مخکې ویلی وو چې د لاتینی امریکې له هېوادونو څخه د هغۀ کتنه د تېرو سفرونو په نسبت زیات کېفیت او کمیت لرلے دے او دا خپله د لاتینی امریکې له هېوادنو سره د هراړخیزو تعلقاتو لا زیاتې پراختیا ته د ایران د ژورې پام لرنې ښودنه کوی.
--------------