په تیرلمریز کال کې داسلامی ایران او افریقا تعاملات
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو دوستانو په تیر لمریز کال کې له ایران سره د افریقائی هیوادونو دځینوتعاملاتو دزیاتیدو په باب درسره غږیږو نو هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ
دوستانو په تیر لمریز کال کې دافریقائی حوزې له هیوادونو سره په بیلابیلو اقتصادی ،سیاسی ، کلتوری اوسپورټی زمینو کې دایران داړیکو د پراختیا شاهدان وو . ایران ته د ګانا هیواد دولسمشر په څیر دځینو لوړپوړو افریقائی چارواکو سفرونه ،په ختیځی افریقا کې دایرانیانو د تجارتی شورا جوړیدا،داړیکو دپراختیا لپاره ځینو افریقائی هیوادونو ته د ایران د دخارجه و زارت دچارواکو سفرونه په دغو مهمو اقداماتو کې شامل دی .
دنړۍ د دوهم ستر بر اعظم په توګه دافریقا لویه وچه ، دمځکنۍ پراختیا له نظره څه دپاسه پنځوس هیواد ونه او کابو یو میلیارډ نفوسو سره ، تل د ایران داسلامی جمهوریت په بهرنی سیاست کې له ځانګړی ځایه برخمنه ده .
دم ګړۍ هم،اسلامی ایران له ډیرو افریقائی هیوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لری اوپه سیاسی ،اقتصادی ، کلتوری زمینو او هم ددغو هیوادونو له پلازمینو سره دتهران ښې ملګرتیاوې او اړیکې هماغه راز په پراختیا دی.
د ایران د خارجه وز یر د عربی او افریقائی چارو مرستیال څه وخت مخکې ویلی دی ، له افریقائی لوئې وچې سره د اړیکو دسوئې لوړتیا داسلامی ایران دبهرنی سیاست یو خورا مهم لومړیتوب دی . په دې باب تیر کال د ایران اسلامی جمهوریت ته د ګانا هیواد د ولسمشر جانی ډرامانی ماها په سفر کې بیلابیل تړونونه لاسلیک شول .
دګانا ولسمشر په دغه سفر کې داسلامی ایران له ولسمشر حسن روحانی سره په کتنې کې ټینګار کړی ایران تل له توکمپالنې سره په مبارزې کې د افر یقا دمظلوم ملت ملاتړی دی .
په دغې کتنې کې داسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره ډیرې زمینې شته دی ، ویلی ، د ایران او ګانا د لوړپوړو پلاؤ خبرې اترې د اقتصادی ، کلتوری ،علمی او ټولنیزو خدماتو د موضوعګانو په باب وې .
له افراط پالنې ترهه ګرۍ او هغو مشکلاتو سره د مبارزې دسیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاؤ په زمینې کې چې افریقا او شمالی افریقا ورسره لاس او ګریوان ده چې نن سبا ئې په سر کې لیبیا هیواد دی ، له بده مرغه تالی څټی او پیّلی ترهه ګرې ډلګۍ پکې فعالیتونه اوبوږنونکی جنایتونه کوی . همداراز هغه مشکلات او ستونزې چې دیمن ،سورئې په څیر هیوادونه هم ورسره مخامخ دی ، د ایران او ګانا پشمول د افریقائی هیوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمینځ دخبرواترو مهم چورلیزونه وو .
د ایران او ګانا د تجارتی او اقتصادی ملګرتیاؤ په ګډې غونډې کې هم د صنعتی ، معدنی ،تجارتی اوکرهڼیزو چارو په زمینو کې بحث او خبرې اترې شوی دی .
دایران د صنعتی چارو وزیر په دغې غونډې کې ویلی ، د تیلو په صنعت کې سل کلنې مخینې ته په پام سره د تیلو،ګیسو او پیټروکیمیکلز صنائعو سره د اړونده تجهیزاتو د جوړونې ،پلانونې په برخو کې فعالیتونه،د افریقا په بازار کې دشتون او د ګانا لپاره ښه ملګرتیا کیدلی شی .له اسلامی انقلابه وروسته دا ایران ته دګانا دولسمشر لومړنی سفر ؤ . په تیر لمریز کال کې له جنوبی افریقا سره هم د ایران اړیکې ډیرې پراخې شوی دی .
ایران ته د دغه هیواد د ولسمشر له سفره مخکې ،د جنوبی افریقا مرستیال ولسمشر د یوسل شپیتو تاجرانو ، دصنعتونو او پانګو د خاوندانو جوړ لوړپوړی پلاوی سره یو ځای تهران ته په سفر سره ،له تهران سره داقتصادی ملګرتیاؤ دپراختیا لارې چارې وسپړلې
جنوبی افریقا د تیلو د یوه چاڼځای دجوړولو په حال کې ده چې ټاکل شوې ده ، نړیوالو شرکتونو سره داړوندوالی دکمیدا او د پیټرولو له وړاندې کولو سره دمرستې لپاره د ایران اومه تیل چاڼ کړی .
ایران له بندیزونو مخکې د جنوبی افریقا دتیلو خورا ستر تامینونکی هیواد ؤ چې د افریقا د لوئې وچې خورا ستر اقتصادی صنعت لرونکی او په ورځې کې دکابو درې لکه اتیا زره بیرله تیلو په وارداتو سره د اومو تیلو دوهم ستر مصرفونکی هیواد دی .دتیلو د وارداتو له سره بیا پیلول، په دغې کتنې کې دچارواکو دخبرواترو یو بل مهم چورلیز ؤ
دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په تهران کې د جنوبی افر یقا له مرستیال ولسمشر سره په کتنې کې په ایران او جنوبی افریقا کې موجودو پراخو ظرفّیتونو اوتوانمنیو ته په اشارې سره ،د دواړو هیوادونو ترمینځ د هراړخیزو ملګرتیاؤ او اړیکو دپراختیا په لاره کې له دغو توانمنیو د استفادې په ضرورت ټینګار وکړ .
ډاکټر حسن روحانی له افریقائی هیوادونو سره دملګرتیا پراختیا، د اسلامی ایران د بهرنی سیاست یو اصل وباله او دنړیوالې بلا په توګه له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په زمینې کې دتهران او پریټوریا دملګرتیا ضرورت ته په اشارې سره ئې روښانه کړه ، اسلامی ایران دنړۍ په سویه له تاؤتریخوالی اوافراط پالنې سره په مبارزې کې جدی دی او باوری دی ټول باید په دغې لارې کې مشارکت او هڅه وکړی .
د جنوبی افریقا د ولسمشر لومړی مرستیال هم په دغې کتنې کې وویل،د جنوبی افر یقا ملت به هیڅکله له توکمپالنې سره د مبارزې په پړاؤ کې ایران مرستې ، دریځونه اوملاتړونه هیر نه کړی .
په تیر لمریز کال کې د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف په یوه سیمه ایز سفر کې شمالی افریقا ته لاړ . تیونس ته د محمد جواد ظریف سفر،له بیلابیلو هیوادونو سره د ایران د اقتصادی او سیاسی تعاملاتو د پراختیا لپاره وشو .
د ایران خارجه وزیر په دغه سفر کې د تیونس د لومړی وزیر حبیب الصید پشمول د دغه هیواد له نورو لوړپوړوچارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړې . په دغې کتنې کې دایران خار جه وزیر روښانه کړې ،دترهه ګرۍ هغې خطرناکې ودې ته په پام سره چې دسیمې د ټولو هیوادونو لپاره یو ګواښ دی، دواړه هیوادونه له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په زمینې کې خپلې ملګرتیاوې پراخولی شی .
جواد ظریف دتیونس له لوړپوړو چارواکو سره له لیدووروسته دخپل سفر په دوام کې دالجزایر له چارواکو سره دلیدوکاتو لپاره په شمالی افریقا کې الجزایر ته لاړ.الجزایر له سوډانه وروسته د افریقا دوهم خورا سترهیواد دی.
هغه الجزایرته په دغه سفر کې ددغه هیواد له ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه،
لومړی وزیر عبدالمالک سلال او خارجه وزیر رمطان لعمامره سره کتنه او د سیمې دمشکلاتو او نور و ستونزو په باب خبرې اترې وکړی .
په تیر لمریز کال کې ایرانیو چارواکو همداراز د افریقائی اتحادئې د هیوادونو په سرمشریزې کې هم ګډون وکړ.دافریقائی اتحادئې دغړو هیوادونو شپږ ویشتمه سرمشریزه د غړو هیوادونو د ولسمشرانو او د هیوادونو د لوړپوړو چارواکو په شتون سره د ایتوپیا په پلازمینې آدیس آبابا کې د دغې موسسې په مرکز کې ترسره شوه .
د افریقائی اتحادئې مشر جاکوب زوما،د زیمبابوې ولسمشر رابرټ موګابه او د ملګروملتو سرمنشی بان کی مون ددغې غونډې دپرانیستونکو دستورو ویناوال وو .
د ایران اسلامی جمهوریت هم په دغې غونډې کې دیوه ناظر په توګه شتون درلود.
په تیر لمریز کال کې د کینیا ، اوګانډا ،نیجر ، زیمبابوه او ددغې حوزې د څو نورو هیوادونو پشمول له څو افریقائی هیوادونوسره هم دایران د پانګونې او د تجارتی اړیکو د پراختیا لپاره خبرې اترې وشوې . د تجارت د پراختیا د موسسې دمشر په وینا، ایران په افریقا کې د پنځه میلیارډ ډالرو تر ارزښت پورې پانګونې ته چمتووالی لری .
د تاجرانو د تلو راتلو لپاره په لنډ وخت کې دمستقیمو الوتونو اوکشتیو د چلونې دکرښو ،په افریقائی هیوادونو کې دکریډیټی لاینونو دپرانیستلو امکان،او دغه راز د تاجرانو ا و سوداګرانو دملاتړ دامکان برابرول له افریقا سره دتجارتی اړیکو د پراختیا عوامل دی .
د ایرا ن داسلامی جمهوریت د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری تیر لمریز کال په دوه ورځنی سفر کې ، دالجزایر له لوړپوړو چارواکو سره د لیدوکاتو او د ایران او الجزایر داقتصادی ملګرتیاؤ په دوهم ګډ کمیشن کې د ګډون لپاره د دغه هیواد پلازمینې الجزیره ته لاړ .
الجزایر له استعمار سره د مبارزې د یوې ځلانده مخینې په لرنې سره یو اسلامی هیواد دی .الجزایر د تیلو یوتولیدونکی او د اوپیک موسسې غړی هیواد دی . په دې باب اسحاق جهانګیری دالجزایر له لومړی وزیر عبدالمالک سلال سره په خبرو اترو کې دې ته په اشارې سره چې دتجارتی او اقتصادی ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره په دواړوهیوادونو کې ډیر ظرفیّتونه شته دی ، له ایران سره داړیکو اوملګرتیاؤ دپراختیا لپاره ئې دلودییځی او اورپائی هیوادونو د لیوالتیا خبره وکړه او وې ویل ،ایران د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا هرکلی کوی ،خو دلچسپی لری خپلې ملګرتیاوې د الجزایر په څیر له دوستو هیوادونو سره لازیاتې پراخې کړی .
د الجزایرلومړی وزیر عبدالمالک سلال هم په دغې کتنې کې وویل ، هڅه به وکړو څوله افریقائی هیوادونو سره سټراټژیکو اړیکو ته په پام سره له دغو ټولو هیوادونو سره دایران دملګرتیاؤ دزیاتولو لپاره زمینه برابره کړو .
د دغه هیواد ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه هم له اسحاق جهانګیری سره په کتنې کې دتیلو د بیّو د کمیدا په شمول د بیلابیلو موضوعګانو لپاره د دواړو هیوادونو د سلامشورو د زیاتولو په ضرورت ټینګار وکړ او وې ویل، باید د ایران په څیر له ورور او دوستو هیوادونو په مرستو سره د دغې ستونزې لپاره حل لاره پیدا کړو .
هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې دمسلمانانو ترمینځ دوحدت او یووالی لپاره دسلامشورو زیاتیدا د دښمنانو له دسیسو سره له مقابلې سره مرسته کولی شی ، داسلامی هیوادونو ترمینځ ئې دلازیات یوزړتوب او وحدت او د دښمنانو له دسیسو سره دمقابلې لپاره د هڅې پر ضرورت ټینګار وکړ .
تهران ته د نیجریه دخارجه وزیر جفری اونیاما سفر هم دایران او افریقائی هیوادونو داړیکو دپراختیا په چوکاټ کې یوه بله مهمه پیښه وه . په دغه سفر کې د دوو اړخیز و اړیکو اوسیمه ایزو ملګرتیاؤ او مناسباتو د پراختیا پر لارو چارو بجث او دنظر تبادلې وشوې .
محمد جواد ظریف له خپل نیجریه ائ همڅنګ سره په کتنې کې ماډرن ټیکنالوجیو ، علومو اواقتصادی چارو په زمینو کې د خپل مینځیو مناسباتو د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو باالفعل ظرفیّتونو ته په اشارې سره وویل ، ایران او نیجریه د دوو اړخیزو اوسیمه ایزو ملګرتیاؤ په چوکاټ کې خپل اقتصادی ،علمی او ټیکنالوجیکی ظرفیّتونه ورځ تربلې لوړولی شی .
تهران او ابوجا دخصوصی شرکتونو په جوړولو، دنوو ټیکنالوجیو د مبادلو په ارتیاط کې د اساسی پوهو او اقتصادی ملګرتیاؤ په زمینو کې ښه فرصتونه لری چې د ډی اته ډلې پشمول د سیمه ایزې اواسلامی نړۍ د ملګرتیاپه چوکاټ کې د دوامدارو سلامشورو له لارې د بریښنائی ، او نوو انرژیو زمینې ژورولی شی .
د نیجریه خارجه وزیر هم د دغه سفر په پای کې اسلامی ایران یو لوی او د ډول ډول ظرفیّتونو لرونکی هیواد وباله او په ټولو سویو ئې د د واړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیاؤ د ژورتیا غوښتنه وکړه .
د نیجریه ولسمشر بوهاری هم تیر کال دګیسو دصادرونکو هیوادونو د ټولنې ( جی ای سی ایف ) په دریمې سرمشریزې کې دګډون لپاره تهران ته راغی . هغه په دغه سفر کې داسلامی انقلاب له معظم لارښود سره کتنه او خبرې اترې وکړې . داسلامی انقلاب ستر لارښود په دغې کتنې کې داسلام او مسلمانانو د هویّت په دفاع کې د اسلامی هیوادونو دملګرتیا پراختیا یو اساسی ضرورت وباله .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د نیجریه له ولسمشر محمد بوهاری سره په دغې کتنې کې ټینګار وکړ له ترهه ګرو بهیرونو سره د مبارزې مدعی نړیوال ائیتلاف هیڅکله د اعتماد وړ نه دی ،ځکه همدغه ورانکار عوامل په تیره بیا امریکا د داعش په څیر دترهه ګرو ډلو څخه په ملاتړ کې ترپردې شا ولاړ دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود ،د داعش او بوکو حرام په شان له ترهه ګرو بهیرونو سره په مبارزې کې د امریکا ا ولودیځ ملګرتیا اومرستو ته هیله لرل ، ناسم وبلل او وې فرمائیل ؛ د دقیقو اطلاعاتو په اساس په عراق کې امریکایان او د سیمې ځینی مرتجع هیوادونه په مستقیم ډول له داعش سره مرستې کوی او یو ورانکار رول لوبوی .دوی داسلامی هیوادونو د ارتباطاتو زیاتیدا له نورو هیوادونو سره د ارتباطاتو دمحدودولو په معنا ونه بلله او زیاته ئې کړه ، اسلامی ایران له امریکا اوصهونیسټ رژیم پرته له ټولو هیوادونو سره پراخې اړیکې لری ،خو باؤری دی اسلامی هیوادونه باید لازیات له یوه بل سره نزدې شی .
په ټول کې ویل کیدلی شی په تیر لمریز کال کې دایران اوافریقائی هیوادونو اړیکې له لاپراختیا برخمنې وې .دغه تګ راتګ داړیکو دپراختیا لپاره یولړ نوی زمینې برابرې کړی دی . تمه کیږی دبندیزونو له لغوه کیدا په وروسته نوی پړاؤ کې د افریقائی هیوادونو له پرمختګ او آبادونې سره د مرستو لپاره دبیخ بینائی تاسیساتو دپراختیا په زمینو کې دایران له تجروبو او اقتصادی ظرفیّتونو څخه داستفادې لپاره لوړګامونه پورته شی . په بیلابیلو سیاسی او اقتصادی اړخونو کې د ایران اوافریقائی هیوادونو د اړیکو پراختیا د دغې سیمې له هیوادونو سره دلازیات تعامل لپاره ګامونه کیدلی شی .
( سیماب )
***************************************************************