په ماسکو کښې د ايران او روسيې د خارجه وزيرانو کتنه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i65937-په_ماسکو_کښې_د_ايران_او_روسيې_د_خارجه_وزيرانو_کتنه
د ايران خارجه وزير د ماسکو په والداي کلب کښې د مينځني ختيځ د بدلونونو د کانفرنس ترڅنګه د روسيې له خارجه وزير سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2018 16:40 Asia/Kabul
  • په ماسکو کښې د ايران او روسيې د خارجه وزيرانو  کتنه

د ايران خارجه وزير د ماسکو په والداي کلب کښې د مينځني ختيځ د بدلونونو د کانفرنس ترڅنګه د روسيې له خارجه وزير سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

محمد جواد ظريف نن د ماسکو په والدائي کلب کښې د مينځني ختيځ په کانفرنس کښې له ګډون او وېنا کولو وروسته د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګئ لاوروف سره کتنه او د دوو اړخيزو د تعلقاتو، د سوريې د مسائلو او د دغه هېواد د بحران د هواري لپاره د وروستيو اقداماتو د څېړنې په اړه صلاح مشورې وکړې.

د ايران د بهرنيو چارو وزير په دغه کانفرنس کښې په مينځني ختيځ سيمه کشې د لانجو او جنګ جګړو په هواري کښې د ايران او روسيې په کردار تاکيد وکړ او وې ويل: په سيمه کښې د روسيې نفوذ کولې شي د خبرو اترو په بنياد د فارس خليج د بېلګې له بدلون سره په مرسته کښې بنيادي رول ولوبوي.

د ماسکو په والدائي کلب کښې د مينځني ختيځ د بدلونونو کانفرنس نن  « په مينځني ختيځ کښې په ټولو ډګرونو کښې د روسيې رول لوبونه» په موضوع سره جوړ شو.