داسلامی انقلاب د بریالیتوب له څلویښت کلنۍوروسته دایران بریاوې
د تهران دپښتو خپرونې او ا نټرنیټي پاڼې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له څلویښت کلنۍ وروسته د ایران د ولسواکه اورګانونون د غوړیدا او ودې اود سیاسی پراختیا بیخ بینائيو ته د کتنې له ځانګړي پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دې هیله چې ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .
داسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي د ۱۳۹۷ نوی لمریز کال په لومړنۍ ورځې په مشهد کې دحضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې د لسګونو زره زیارتوالو په پرتمینې غونډې کې په مهمې وینا کې د اسلامی جمهوری نظام د حیات په څلویښتم کال د ایران د ملت د سیاسی پوهې او اقتصادي اوسیاسی اقتدار د ځانګړنو او د سیمه ایزو بدلونونو په باب جامع تحلیل وړاندې کړ .
داسلامی انقلاب معظم لارښود په څلویښت کلنۍ کې د اسلامی انقلاب پياوړتیا او تاندوالي او دسیمې لپاره د امریکایانو دسپيرې نقشې شنډیدا ته په اشارې سره وفرمائيل ؛ ایران د تیلو اوګیسو د انرژۍ د لویو سرچینو، د پوهنتونونو د متخصص ځواک او په تولید کې دخلاقیّت له پلوه داسې پیاوړي زمینې لري،چې پر دغو توانمنیو په تکیې سره د پرمختګ لاره به هماغه شان په چټکۍ او ځلیدونکي بریالیتوب سره کچ کړي . داسلامی انقلاب د معظم لارښود په وینا کې د اشارې یوه مهمه ځانګړنه پر ولسواکۍ او سیاسی خپلواکۍ په تکیې سره د په هغو نظام جوړونکو مولفو باندې ټينګار دی،چې په روان پروګرام کې به هڅه وکړو داسلامی جمهوری نظام په داخلی پیاوړتیا او سیاسی پراختیا کې د دغې ځانګړنې پر اهمیّت او اړخونو رڼا اچوو .
د ایران اسلامی جمهوری نظام له هماغه پیله د ډيموکراټيک نظام جوړونې په پيرامیټرۍ باندې په تکیې یعني د یوه ریفرنډم یا ټول پوښتنې په ترسره کولو سره رامینځةشو،او له دې وروسته هم په تیرو څلویښتو کلونو کې د ډيرو انتخاباتو په ترسره کیدا سره او دغه راز په بیلابیلو ګروهنو او رودو سره د حکومتونو واک ته په رسیدو سره ئې وښودله چې په اسلامی جمهوری نظام کې د حاکمیّت ملاک ، د ولس رائ دی .
د پراختیا او سیاسی پراختیا بحث یو هغه بحث دی،چې په وروستیوڅو لسیزو کې ئې ځان ته ډير زیات څیړونکي جلب کړي دي او د سیاسی علومو او د ټولنیزو علومود متفکرانو د فکري ګروهنو په مرکز کې ورغلی دی . دغه بحث،په تیره بیا د دریمې نړۍ د هیوادونو د فکري شخصَّیتونو لپاره له ډير زیات لومړیتوب او اهمیّته برخمن دی . ځکه چې په دغو هیوادونو کې، د پراختیا او نه پراختیایا د شاتګ چارې د ټولنې اصلی مشکلات دي . او په موجوده ټولو اقتصادي ، ټولنیزو او سیاسی بدلونو او پيښو په غوښتي او یا ناغوښتي توګه اغیزې شیندي .
سیاسی پراختیا،د تعریف په اساس،دملی پراختیا د پیچلي بهیر یوه برخه ده چې د سیاسی سیالۍ د پراختیا او د سیاسی مشارکت د پراختیا په دوو اړخونو کې ځلیږي .
په پرمختللوهیوادونوکې په تیرو سلوکلونوکې داسې بدلونه رامینځةشوي، چې د سیاسی پراختیا ، په نامې سره د یوه بهیر ډول ډول ځلاګانې حسابیږي. سیاسی پراختیا په دغې مودې کې د بیلابیلو مضمونونو ، تعبیرونو او اخستونونو له پلوه په مختلفو ډولونو راڅرګنده شوې ده ،چې یو مثال ئې د تاسو په خدمت کې وړاندې کوو .
لوسن پاي د دغو درو چورلیزونو په بیانولو کې ، سیاسی پراختیا یاترقی د درې اړخیزې ښکارندې په توګه تعریف کړې ده او ليکلي ئې دي ، په سیاسی پراختیا او ترقۍ کې سیاسی مشارکت او برابري ، په ټولنې او اقتصاد کې د آرامښت او ثبات د رامینځةکولو لپاره دسیاسی سسټم ظرفیّت او د اداري جوړښتونو په بیلوَلو او متخصص کولو او د هغوي دکارندوالي وړاندې کول شامل دي .
تقریبا په ټولو تعریفونو او ډلبندیو کې:مشارکت : دسیاسی پراختیا د اساسی رکن په توګه بللی شو . د سیاسی پراختیا او ترقۍ یعنی دسیاسی سیالۍ او مشارکت د پراختیا په دغه چوکاټ کې،له ډيرو خنډونو او چیلنجونو سره سره ، بلاخره د یوې سترې سیاسی پروژې په توګه یوه داسې موده او بهیر دی ، چې منل شوی دی .
که ومنو سیاسی پراختیا په عمل کې ، د هر ې یوې ډلې او لوري دسیاستونو او دریځونو په اساس د هیواد د اداره کولو او د سیاسی قدرت د ترلاسه کولو په خاطر د منظمو ګټو او د یوشمیر ډلو د سیاسی سیالۍاو مشارکت د پراختیا په معنا دی ،نو په داسې بڼه کې ، ګوندونه انتخابات او پارلیمان، د ډیموکراټيک ژوند اصلي مرکز او مینځ پانګه جوړوي او سیاسی مشارکت او ګډون او سیالۍ زیاتره په دغو درو چورلیزونو ولاړ دي .
د ټولن پيژندنې دتحلیل یوه خورا معتبره بیلګه،د سیاسی ماډرنولو او مدني ټولنې یا د ټولنیز ځواک ترمینځ رابطه، د برینګټن مور تحلیل دی . هغه د سیاسی پراختیا په بهیر او ماډرنونې کې د ټولنو پر داخلی عواملو ټینګار کوي . برینګټن مور پخپلو مطالعو کې ښئ ، چې پراختیا او ترقي ، کوم آسان او هوار بهیر نه دی ، بلکې له انقلابونو ،چیلنجونو او ګډوډیو او ترینګلتیاؤ ډک دی .
په سیاسی ټولن پيژندنې کې یو شمیر متفکران اونظریه وړاندې کونکي ، ډيموکراسي ، د افکارو او دعمل د رودې د اسې چوکاټ ګڼي ، چې د عمومی خیر ښيګڼې لپاره وي ، التبه په داسې بڼه کې که ، عمومي اراده تفسیر اوهدایتوي . د دغه تعریف په اساس ، دیوه ډيموکراټيک حکومت بنیادونه ، د عُرفي اویا لیکل شوي اساسی قانون درلودونکی ، دقانون له حکومت پلوي ، له شخصي آزادیو څخه دملاتړ او بلاخره د راي د حق ، داکثریت د واکوالۍ او د نمایندګۍ دحکومت په څیر دحقوقي ډیموکراسۍ دجوړښت لرونکی بلل کیدلی شی .
د ډيموکراټیکو نظامونو دقاعدې په اساس ، انسانان ، د سیاسی او اجتماع په جوړښت کې دعملی او عقلي اجماع ته درسیدا په څرنګوالي او د ژوند د رودو په ټاکنې کې مختار او مسئول دي او که د پيژندنې آوزار په سمه توګه دهغو په ا ختیار کې ورکړل شي ، نو په ټاکنې کې خورا ښې رودې غوره کوي .
په ایران کې داسلامی جمهوری نظام په راتلو سره او په سیاسی او ټولنیز ډګر کې داسلامی لیدتوګې د واکمنیدا لپاره په هڅې سره ، په اسلام کې دسیاسی لیدتوګې موضوع له ځانګړي مقامه برخمنه ده .
دجمهوری نظام مشروعیّت او اقتدار ، د ملت په ملاتړ سره یو نظام دی . په ولسواکۍ کې دغه بهیر ، دسیاسی مشارکت او ګډون او د شورائي نظام د آزادو انتخاباتو له لارې رابرسیره کیږي .
په اسلامی جمهوری نظام کې د ولس نظرونه له یوه خاص اهمیّته برخمن وي او سیاسی نظام د ولس د غوښتنو دپوره کیدا په لاره کې حرکت کوي .هغه څه چې اسلامیّت اوجمهوریّت،له یوه بل سره نزدې کوي،درهبرۍ، ولسمشرۍ، دپارلیمان آزاد او دغه راز دنظام درهبرۍ غیر مستقیم انتخابات دي .
د عربانو یو شناندی او لیکوال ناصر قندیل وائي ، ایران پخپلو هر یوه انتخاباتو کې په آرامښت او دقت سره یو پیغام وړاندې کوي ، او هرڅه د دغه پیغام درسولو او پياوړي کولو لپاره مراتب او برابروي . ایران داسلامی جمهوری نظام له بریالیتوبه په وروسته پړاؤ کې یو ځانګړی نظام دی چې د خپل قدرت د سرچینو او ارزښتونو او د ثبات د ساتنې جوګه دی او په عین حال کې د عمومی افکالرو د رول لوبونې او د هغوي د لومړیتوبونو او په بیلابیلو ټولنو کې د قدرت د ویشلو په اساس د قدرت دمنتقلولو لپاره یوه نرمه روده او رول وړاندې کولی شي . :::
ایران د ډيرو لپاره د ماډرنزم د روح ښودونکی دی ، چې دهغه په سیوري کې دبیلابیلو مذهبونو لرونکي پرګنې پکې ژوند کوي او د بیلابیلو ماموریتونو دترسرکولو او له ګوندونو سره په اړوندوالي او په آزادو سیاسی فعالیتونوکې د میرمنې حقوقو ته د احترام په سترګه ګوري،داسې اقدامات، چې د سعودي عربستان په څير په نورو حکومتونو کې ئې هیڅ امکان نشته. دا موضوع دسیمې له ځینو نورو هیوادونو سره په ایران کې د ډیموکراسۍ د ځانګړنو د توپیر ښودنه کوي .
د لبنان د البناء ورځپاڼې د نړیوالو چارو یوه شناندی میرمن روزانا رمال په دې باب وائي،اسلامی انقلاب داسې یو مهم پيچومی ؤ چې ایران ئې یوه داسې سباؤن ته وارد کړ چې له هغه سره ئې هر څه هم بدل کړل . ځينو د غه د بدلانه پیچومی د ایران منزوي کیدا وبلله،اوځينو نورو هم ، دا د یوه داسې ایران زیږیدا وګڼله ، چې له امریکائي لویدیځي زندانه آزاد دی . ::::
دغه سایسی تحلیلګره روښانه کوي ، د دغه نظام اجرا د هغه عدالت اساس دی ، چې په اساس ئې دایران د پراخې جغرافیې په جوړښت کې دموجوده دینونو او قومیّتونو ترمینځ هیڅ توپير ته قایل نه دی . په دغه نظام کې د انسانانو حقوق نه ضائع کیږي او د هغو قانون ئې محفوظ ساتي . دا یوه داسې موضوع ده چې دهغې په اساس اسلامی او عربی هیوادونه دایران په څير عمل نشي کولی . ځکه چې ایران که د ما تعبیر سم وي ، نو په سیمې اونړۍ کې یوازینی متمدن او اسلامی مثال دی . ::::
دایران اسلامی جمهوری نظام ، عمومی ارادې ته مخ اړونکي هغه ټولنه ده چې د خپل وجود ظهور ، په شوراګانو،د څوکیو په ټاکنو او د اجتماع او سیاست او قانوني بهیرونو په مشخص کولو کې ګڼي . په دې اساس اسلامی جمهوری نظام ،په ولسواکۍ او ډيموکراټيکو نظامونو سره اړونده په ټولو اصلی قواعدو کې د ریفرنډم،ګوندونو او انتخاباتو په څير دعمومی افکارو د ځلیدونکو آ وزارونو پر سلامتیا تل ټينګار کوي . ایران پخپلو انتخاباتو کې په حقیقت کې د دیموکراسۍ یو مثال وړاندې کړی دی . په همدې علت ده چې داسلامی انقلاب معظم لارښود په کرتو ټينګار کړی دی ، دانتخاباتو بریالی ، اسلامی نظام او ملت دی ، نه هغه څوک چې مسئولیّت په اوږو لري .
(سیماب)
*************************************************************************************************************************************************************