د تاریخ پاڼه (۱۷۳)
نن د اتبار یا یکشنبې ورځ د ۱۳۹۷ لمرز کال د وږی د میاشتې ۱۸ نیټه ده چی د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د ذی الهجې له ۲۸ او د ۲۰۱۸ میلادی کال د ستمبر له ۹ نیټې سره سمون خوری
۱۳۷۶ کاله پخوا د ۶۳ هجری قمری کال د ذی الهجې په ۲۸ نیټه په ۶۱ هجری قمری کال کی د حضرت امام حسین علیه سلام له پاڅونه دوه کاله وروسته ، د حره پیښه رامینځته شوه .
په دغه کال کی د مدینې خلکو چی د معاویه د زوی یذید له ظلم و ستم او فساد تنګ شوی وو ، د هغه ګوډاګې واکمن مر وان له مدینې ښاره وشاړه . له دغې پیښط وروسته د معاویه زوی یذید خپل ظالم او وینه بهونکې مامور مسلم بن عقبه یوه ستر لښکر سره د مدینې ښاره په لور واستوه او هغه د دغه ښار د خلکو پراخې وژلې او د هغو د شتمنیو چورتالان ته مخه کړه . دغه وژله د اسلام د سرکیښینیو په تاریخ کی بې مخینې وو او د ځینو مورخانو په وینا د حره په پیښه کی څه د پاسه لس زره کسان ووژل شول . د یادولو ده چی د معویه زوی یذید حکومت موده درې نیم کاله وه او هغه په دغه موده کی په خلکو له هیڅ ډول ظلم او ستم ډډه ونکړه . یذید دد خپل حکومت په لومړی کال کی د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص پاک لمسې حضرت امام حسین علیه سلام له خپلو ۷۲ یارانو سره یو ځای شید کړ . په دوهم کال کی یې د مدینې د خلکو وژلې ته مخه کړه او په دریم کال کی یې په مکه مکرمه حمله وکړه .
««««««««««««««««««««
۱۵۰ کاله پخوا د ۱۲۸۹ قمری کال د ذی الهجې په ۲۸ د ۱۳ هجری قمری پیړۍ یو ستر فیلسوف او عالم حکیم ملا هادی سبزواری وفات شو . هغه په ۱۲۱۲ قمری کال کی زیږیدلې وو او خپل برکتناک ژوند یې په عزت نفس ، تقوا او زهد کې تیر کړ . هغه اثار چی له حکیم سبزواری پاتې دی ، ښی چی دغه ستر مسلمان عالم په دې سربیره چی یو اوچت فیلسوف بلل کیده ، د فقه ، تفسیر ، اصول فقه ، منطق ، ریاضیاتو ، ادبیاتو او طب کې هم ډیر ژور نظر درلود . حکیم سبزواری په ستر علمی مقام سربیره یو شاعرانه مزاج هم درلود او ډیر ښکلی شعرونه یې ویلی دی . پاکستانی شاعر او فیلسوف ډاکټر علامه محمد اقبال د حکیم سبزواری د شخصیت په اړه وایی ملا هادی سبزواری یو ستر ایرانې متفکر بلل کیږی او د هغه فلسفه له دین سره ډیره اخښلی ده .
هغه مهم اثر چی د حکیم سبزواری د نړیوال شهرت سبب شوی ، د منطق او حکمت په زمینه کی د هغه منظومه کتاب دې . همداراز اسرارالحکم او الجبر و الاختیار کتابونه د دغه ستر فیلسوف نور مشهور ارزښتمن اثار دی .
««««««««««««
۷۳ کاله پخوا د ۱۹۴۵ میلادی کال د ستمبر په ۹ نیټه د هغو جاپانی عسکرو د تسلیمدا تړون چی چین یې نیولې وو ، لاسلیک شو . د دغه تړون په اساس یو میلیون جاپانی عسکر د جاپان د هغه وخت د امپراتور هیرو هیتو په حکم خپله وسله په ةخکه کیښودله او په دې ډول د جاپان او چین تاریخی جنګ ختم شو . دغه بریالیتوب د چین د دولتی پوځ او وسله والو کمیونیسټی عسکرو د اتحاد نتیجه وه . خو د جاپان له ماتې وروسته د دولتی عسکرو او کمیونیسټانو ترمینځ داخلی جنګ پیل شو او له یوې مودې نښتې وروسته د چین په درستې خاورې مسلط شول او په دغه هیواد یې کمیونیسټی نظام واکمن کړ .
او له ننه ۴۹ کاله پخوا د ۱۳۴۸ لمریز کال د وږی په ۱۸ نیټه د ایران اوسنې لیکوال او کره کتونکې جلال ال احمد وفات شو . هغه په ۱۳۰۲ هجری لمریز کال په تهران کی وزیږیده . ال احمد په ۱۳۲۵ لمریز کال کی د ادبیاتو په څانګه کی د تهران له پوهنتونه فارغ التحصیل شو . هغه د دوهم نړیوال جنګ په ډیرو کړکیچنو کلونو کی د سیاست ډګر ته ورداخل شو او په مطبوعاتو کی یې لیکنه پیل کړه او له ۱۳۳۲ لمریز کاله یې په جدی توګه تحقیق ، تالیف او تعلیم ته مخه کړه او انتقادی مقالې او لنډې کیسې یې ولیکلې . ال احمد په کیسه لیکنه کی خپل خاص سبک او روده درلوده . ال احمد په ۱۳۴۱ لمریز کال کی د غرب زدګی په نوم کتاب خپور کړ او د غرب زدګۍ د خطر په اړه یې خبردارې ورکړ او لاره چاره یې اسلام ته مخه کول وبلل . خسی در میقات د ال احمد بل مهم اثر بلل کیږی چی د حج له سفره د هغه بریا ده . د هغه په نورو اثارو کی مدیر مدرسه ، نفرین زمین ، او در خدمت و خیانت روشنفکران ته اشاره کولې شو .