په ایران د تپلی جګړې کالیزه (۵)
د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته، او د تپلی جګړې په پیلیدو سره، په ایرانی ټولنه کی د یوموټی توب روحیه یوځلې بیا په لوړه کچه وځلیده.
پدې دوره کی له ټولو سختیو سره سره؛ له انقلابی آرمانونو څخه د دفاع په لاره کی ملی او جنګیالۍ روحیه؛ د ایران ؤلس د وحدت او یو موټی توب په چوکاټ کی نندارې ته کیښودله شوه. د مقدسی دفاع کلونه، د ترخو او خوږو خاطرو په یاد راوړنکی دی. په هغو کلونو کی ټول ډګر ته راغلل، او له قومی؛ مذهبی او کلتوری توپیرونو څخه لیری، له تیریګر دښمن سره په مقابله کی یی خپل یو والئ او یو موټی توب ننداری ته کیښود. د مقدسی دفاع د اتو کلونو په اوږدو کی د خرمشهر د آزادولو او سترو فتوحاتو په شان سترو حماسو، له دښمن سره د جګړې په جبهو کی بڼه ونیوله. پدې دوره کی؛ د تیریګرو په ایستلو او په هغوی د ګزار په کولو کی، حماسی ارزښتونو وده وکړه، او ټولنیزی زمینی یی هم پراخی شوې.
د ایران خلګو په ځلونو ښودلې ده، چی د جګړې په سختو ورځو کی، په ټولنیزو چارو کی یی یو موټی توب لرلئ دئ. د تپلې جګړې په دوره کی دغو ارزښتمنو ځانګړنو، ځوانانو ته انګیزه ورکړه، تر څو په زړه ورتیا او قدرت سره د دښمن په وړاندی ودریږی، او له هیڅ قدرت څخه ونه ویریږی. دغه وحدت په حقیقت کی، د یو ؤلس هماغه نرم قدرت دئ، چی هغه له مهمو اړخونو څخه څیړلای شو.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د مقدسی دفاع د دورې د یوې ډلې قوماندانانو، هنرمنانو او کلتوری مسؤلینو په کتنه کی، پدې خبری په ټینګار سره؛ چی د مقدسی دفاع دوره، د مادی او انسانی زیانونو ترڅنګ، د نن او راتلونکی لپاره مهم آثار او لاسته راوړنی لری، زیاته کړه: په ټولنه کی د انقلابی روحیی ساتل او پیاوړی کیدل، او د انقلاب پایښت د مقدسی دفاع د دورې یو اثر دئ، او که هغه جهادی او سرښندونکئ حرکت نه وای، حتماً انقلابی روحیه له ګواښ او خطر سره مخامخیده.
بیله شکه؛ دغه ارزښتمن عناصر په یو خاص وخت او پیښی پوری
نه محدودیږی، بلکه یو دوامدار خوځند جریان، او مخ په وړاندی او د ایران د ؤلس له آرمانونو څخه برخور حرکت دئ، چی عدالت غواړئ او د سلطې نظام مخالف دئ. ایران؛ اوس هم په هماغه روحیې و قدرت سره، د سوریی او عراق د خاورې په دننه کی له ټروریزم او داعش سره د مبارزې په لمړۍ کرښه کی راغلئ دئ، او دغی سختی لاری ته یی، د مقدسی دفاع د دورې په هماغه انګیزو؛ او په انقلابی روحیی او جهادی کار سره دوام ورکړئ دئ. که نن سبا؛ ایرانی جنګیالی د حرم د مدافعانو په نامه، په سوریه کی له داعش سره د مبارزې په مخکنۍ لیکه کی دریدلی دی، او شهیدان کیږی؛ په واقعیت کی د مقدسی دفاع د دورې د هماغه ارزښتونو د دوام ښودونکی دی، چی د« محسن حججی » په شان شهیدان له دا شان زمینی او محیط څخه را پاڅیدلی دی.
له دې رویه ده؛ چی باید ووایو تپلې جګړی، له ټولو سختیو او ترخو خاطرو او ورانیو سره سره، د مقدسی دفاع له دورې څخه د ایران د ؤلس لپاره، د تل پاتی ویاړونو په توګه بی بدیلی حماسی په یادګار پریښودلی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د
مقدسی دفاع د قوماندانانو او جنګیالیو په کتنه کی، پدی باره کی زیاته کړه:« په ټولنه کی د انقلابی روحیی ساتل او پیاوړی کول، او د انقلاب پایښت د مقدسی دفاع د دوری له آثارو څخه دئ، او که دغه جهادی او سرښندونکئ حرکت نه وای، حتماً انقلابی روحیه له خطر او ګواښ سره مخامخیده. نن سبا د دغو باورونو منتقلول، نه یواځی د ایران د ؤلس لپاره، بلکه د ټولو تر ستم لاندی ؤلسونو، او هغو کسانو لپاره چی، د تیریګرو په وړاندی دریدلی دی، او له ځانه د دفاع لپاره جنګیږی، د امید او د زړه د ډاډینی سبب دئ.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای؛ همداراز د ایران د سل ګونو علمی غوره ځوانو او د لوړو استعدادونو د لرونکو کسانو په کتنه کی، دیته په اشارې سره چی د ایران علمی پرمختګونو، په تیره بیا د توغندی جوړونی صنعت، د ایران د بشپړ بایکاټ په دوره کی بڼه ونیوله، څرګنده کړه: « د ایران ؤلس؛ د هیوادونو او ؤلسونو لپاره سمبول شو، چی وښیی کیدای شی د سترو قدرتونو په وړاندی مقاومت وکړو، او له هغوی څخه ونه ویریږو، او په عین حال کی پرمختګ وکړو».
دوی د خپلو ویناؤو په دوام کی زیاته کړه:« د ایران په خلاف د عراق د تپلی جګړې په دوره کی، د صدام په مشرۍ د عراق بعثی رژیم، د امریکی او اروپا له هر اړخیزو ملاتړونو څخه برخور ؤ، او ډول ډول؛ ډل وژونکی وسلی، او حتی کیمیاوی وسلی یی په واک کی درلودی. پداسی حال کی چی ایران؛ د ظالمانه بندیزونو له کبله، له خپلو خلګو څخه د دفاع لپاره، لازم پوځی تجهیزات او وسلی نشوای پیرودلای. له همدی کبله زیاتره ښارونه؛ د صدام تر توغندویی حملو لاندی ونیول شول، او په زرګونه بی دفاع خلګ ووژل شول. سره له دې حاله؛ تپلی جګړه د اسلامی ایران د غیرتمنو ځوانانو په همت او هوډ، او د عراق په ماتې سره پایته ورسیده، او تیریګر؛ پداسی حال کی چی ویی نشوکړای خپل هیڅ یو هدف ته ورسییږی، د ایران له خاورې څخه وشړل شول ».
د دغې اته کلنی جګړې تجربی د دی سبب شوې، چی ایرانی متخصصین او ماهران، پخپلو توانمنیو په تکیی سره، له هیواد څخه د دفاع لپاره د لازمو جنګی سامان آلاتو او تجهیزاتو په تولیدولو لاس پوری کړی. دغو هلوځلو اوس نتیجه ورکړې ده، او ایران د دی توان لری؛ چی ډول ډول پوځی امکانات او وسلی، او لیری ویښتونکی توغندی د هیواد په دننه کی جوړ کړی.