وحدت رامنځته کونکئ اسلام؛ د اسلامی نړۍ ننی ضرورت (۴)
د حضرت محمد ص د مبارک میلاد په مناسبت، د وحدت اونۍ په ورځو کی یو. اهل سنت د یو لړ اسنادو په اساس، د ربیع الاول ۱۲ نیټه؛ او اهل تشیع هم، د یو لړ روایاتو او اسنادو په اساس، د ربیع الاول ۱۷ نیټه د حضرت محمد ص د مبارک میلاد ورځ بولی.
د حضرت محمد ص د میلاد د نیټی په هکله، دا څو ورځنئ واټن او اختلاف، د امام خمینی ره له خوا د وحدت اونۍ په نامه یاد شو. دغه نوم ایښودل؛ له هر مذهب څخه د مسلمانانو ترمنځ د وحدت د اهمیت په خاطر دی. شاید وویلای شو؛ هغه وضعیت ته په پام سره، چی مسلمانان یی په دنیا کی
لری، او هغه حملی چی په مختلفو بڼو کی د نړۍ په ګوټ ګوټ کی په اسلام کیږی؛ د اسلام او مسلمانانو په ضد، له ټولو فتنو سره د مبارزې لپاره، د مسلمانانو ترمنځ له وحدت او یووالی څخه لا مهمه موضوع نشته. هر ضرر او زیان؛ چی په څو تیرو لسیزو کی مسلمانانو ته رسیدلئ، د هغوی ترمنځ د تفرقې او اختلاف له کبله دئ. د انګلیستان دا شعار؛ چی تفرقه واچوه او حکومت وکړه، د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو یوه اصلی ستراتژې وه او ده. د اسلام دښمنانو د لید توګی ډول، او سختو اقداماتو او پلانونو ته یوه کتنه راښیی؛ چی هیڅ موضوع په دنیا او رسنیو او تبلیغاتو کی، او حتی په سیاست او قدرت کی، د اسلامی نړۍ ترمنځ د اتحاد او یو موټی توب په اندازه له یرغل سره مخامخه پاتی شوې نه ده. د اسلامی نړۍ د لګیا ساتلو عملیات او توطئه، د نیابتی؛ فرقه ای؛ قومی او مذهبی جنګونو سختیدل، چی له اسلام، شیعه او په نهایت کی له ایران څخه د ویرونی له مرموز حرکت په ملګرتیا بڼه نیسی، داسی پیچلئ او خطرناک اقدام دئ، چی مرموز هدفونه تعقیبوی. حاضر دمه مسلمانان د نړۍ په زیاترو برخو کی، له نه زغمیدونکو مشکلاتو؛ دردونو او کړاؤونو سره لاس او ګریوان دی، چی یمن، بحرن، نیجریا، میانمار، کشمیر، افغانستان، عراق، سوریه او فلسطین، د مسلمانانو د خواشینونکی وضعیت یواځی یوه برخه جوړوی. که د مسلمانانو ترمنځ وحدت او یو زړه توب وای، په یو شمیر اسلامی هیوادونو کی د دغه غمجنونکی وضعیت کتونکی نه ؤو. مسلمانان؛ حاضر دمه وحدت لرلو ته په سپارښتنه کی د آسمانی کتاب( قرآنکریم )، او د پیغمبر ص په ټینګارونو او لارښوونو عمل کولو ته اړمن دی.
په وروستیو کلونو کی؛ په اسلامی هیوادونو کی د داعش په شان د تکفیری او ترهه ګرو ډلو او تفکراتو رامنځته کیدل، د مسلمانانو په منځ کی د تفرقې اچولو، او د اسلام د انسان جوړونکی او عدالت غواړې څیرې د تخریبولو په منظور، د اسلام دښمنانو توطئه ده. که د مسلمانانو ترمنځ وحدت او یو زړه توب وای، یقیناً د تروریسټی او تکفیری مفکورو د تقویه کولو او پراخولو لپاره، د اسلام دښمنانو لپاره فرصت نه پاتیده. په قرآنکریم ګڼ آیتونه موندلای شو، چی په هغو کی د وحدت مسئلې ته اشاره شوې ده. په قرآنی لیدتوګه کی، د وحدت چورلیز«وحدت»، او په بله مرتبه کی د اسلام دین دئ. قرآنکریم؛ حضرت پیغمبر د اهل کتاب په لور استوی، او هغوی ته بلنه ورکوی؛ چی د توحید له شعار سره یوځای شی، او له دې څخه پرته چارو څخه جلا شی. هلته چی
فرمایی:« ای پیغمبره! اهل کتاب ته ووایه راشئ د هغې کلمی او خبری په اساس، چی زموږ او ستاسی ترمنځ ګډه ده، له خدای پرته د بل څیز عبادت ونه کړو، او د خدای په وړاندی یو او بل د رب او پروردګار په توګه غوره نه کړو. متعال خدای ج د آلعمران د مبارکی سورې په ۱۰۳ آیت کی فرمایی:« وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ »، او پدې توګه اسلامی ملت، د وحدت د یواځنی عامل، یعنی په حبل الله د منګولی ښخولو خواته را بولی، او له هر ډول تفرقې څخه منع کوی. حضرت علی ع؛ د نهج البلاغی په ۱۴۶ مه خطبه کی فرمایی:« په حکومت کی د مشرتابه موقعیت، د پړی او رسۍ په شان دئ، چی مهرې او دانی راټولوی او له یوی او بلی سره یی نښلوی، او که رسۍ وشلیږی؛ دانی پاشلی کیږی، او هره یوه یو ځای ته غورځیږی».
د مسلمانانو وحدت، د دښمنانو په وړاندی د هغوی توان سل چنده او زرچنده زیاتوی. ټیک، د سترو بندونو په شان چی د نړۍ په مختلفو برخو کی جوړ شوی، او د صنعتی قواؤو ډیری ستری سرچینی دی، او سترې ځمکی او سیمی یی ترپوښښ لاندی راوستی، او هغو ځایونو ته اوبه او روښنایی رسوی.
په حاضره زمانه او عصر کی د وحدت ډیر ستر منادی، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت امام خمینی ؤ، امام خمینی ره؛ وحدت د قدرت د زیاتیدو عامل، او تفرقه د دیانت د ستنی د سستیدو سبب بللئ، او د اسلامی نړۍ وحدت یی، ستر آرمان باله. امام خمینی ره، د اسلامی امت د غږملتیا او یو زړه توب لپاره، اغیزمنه حل لاره وړاندی کوی، او پخپله هم ډګر ته ګام ایږدی او زیاترو دغو حل لارو ته د عمل جامه ور اغوندی.
دوی؛ د اسلامی وحدت یوه اساسی حل لاره، د اسلامی حکومت رامنځته کول ګنی. د اسلامی انقلاب ستر لارښود، د اسلامی انقلاب له بریالیتوب څخه یوه ورځ وروسته، او د هغو ورځو د پیچلو او ګڼو مسایلو په لوړ حد کی، دغه اساسی موضوع ته داسی اشاره کوی:« موږ د اهل سنت له مسلمانانو سره یو لاس یو؛ واحد یو، چی مسلمان او ورور یو. که یو څوک داسی یو کلام ووایی، چی زموږ مسلمانانو ترمنځ د تفرقې سبب شی، وپوهیږئ چی هغه یا جاهل دئ، یا له هغو کسانو څخه دئ، چی غواړی د مسلمانانو ترمنځ تفرقه واچوی، د شیعه او سنی قضیه او موضوع اصلاً مطرح نه ده، موږ ټول له یو بل سره وروڼه یو». دوی، په یو بل ځای پخپلو ویناؤو کی وایی:« د اجانبو عوامل؛ چی د ځان او د
خپلو اربابانو ګټی په خطر کی وینی، د اهل سنت وروڼو د لمسولو، او ورور وږنی ته د لمن وهلو لپاره، د شیعه او سنی موضوع مطرح کوی، او غواړی په شیطنت سره، د وروڼو ترمنځ اختلاف رامنخته کړی. په اسلامی جمهوریت کی ټول شیعه او سنی وروڼه؛ د یو او بل ترڅنګ، او له یو بل سره وروڼه او په حقوقو کی برابر دی، هرڅوک چی د دی په خلاف خبره تبلیغ کړی، د اسلام او ایران دښمن دئ، او کردی وروڼه باید، دغه غیر اسلامی تبلیغات په نطفه کی شنډ کړی».
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای هم، چی له امام خمینی وروسته یی د اسلامی انقلاب رهبرې په غاړه واخیستله؛ تل د اسلامی امت په وحدت او اتحاد ټینګار لری، او د ایران د اسلامی نظام کلی سیاستونه یی په همدی اساس ټاکلی دی. دوی؛ پخپله یوه وینا کی، د اسلام په امت کی له تفرقې څخه د اسلام د دښمنانو ناوړې استفادې ته په اشارې سره وایی:« په نړۍ کی یو میلیارد انسانان شتون لری؛ چی د خدای؛ پیغمبر؛ لمونځ؛ حج؛ کعبی؛ قرآنکریم او د زیاترو دینی احکامو په باره کی، له یو او بل سره یو باور او عقیده لری؛ او په څو موردونو کی هم اختلاف سره لری. که دوی راشی او هماغه یو شمیر اختلافونه ونیسی، له
یو بل سره وجنګیږی، ترڅو هغه کس چی؛ د خدای تعالی اوپیغمبر ص له اصل، او دین او ټولو څیزونو سره مخالف دئ؛ خپل کار او پلان سرته ورسوی». د ایران د رهبرۍ د معظم مقام له نظره وحدت، د تفرقې؛ نښتی او شخړی په معنا دئ. آیت الله العظمی خامنه ای څرګندوی:« همدا چی د دغو دؤو مذهبونو پیروان له یو بل سره وروڼه وی، او د ورورۍ احساس وکړی، نه دا چی شیعه؛ سنی او سنی؛ شیعه شی. نه، له وحدت څخه مقصد او هدف، دا نه دئ؛ بلکه وحدت د ورورۍ د احساس په معنا دی».