ایران په ۲۰۱۹ میلادی کال کی
د کارپیژاندو له نظره د ایران او یوروایشیا د اقتصادی اتحادیې ترمینځ موجود تجارتی پوټینشل ته په پام سره دغه اتحادیه د ایران د صادراتی شیانو لپاره په ډاډمن او ستر بازار د بدلیدو وړتیا لری .
د ۲۰۱۹ میلادی کال هم د تیرو کلونو په شان د ایران پرضد د امریکا او د هغې د متحدانو له غلیمانه اقداماتو سره یو ځای وو . د ایران دښمنانو په هغه کال کی چی تیر شو په امنیتی ، سیاسی او اقتصادی کړچارونو سره ډیر پروګرامونه پلان کړی وو . په دې لړ کې له بلوه ګرو د ملاتړ او د ایران د ښارونو د ناامنه کولو د سناریوګانو په پلان د خلکو له ځینو اقتصادی او معیشتی مشکلاتو په ناوړه استفادې سره د امریکا او د ځینو شرغواړو رژیمونو په ایجنډه کې راغلی وو . خو دغه خوځښتونه له ماتې سره مخامخ شول او د ایرانی ملت لپاره د امریکا واقعی ماهیت ښکاره شو .
««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران اسلامی جمهوریت په هغه کال کی چی تیر شو ، له ځینو اقتصادی مشکلاتو او د امریکا د بایکاټی اقداماتو سره سره عمرانی او اقتصادی طرحې سر ته ورسولې او د سیمې او ګاوندیو هیوادونو سره یې د اقتصادی تعاملاتو په ډګر کې ستر ګامونه پورته کړل .
په دې لړ کې د ایران او یوروایشیا اتحادیې ترمینځ د ازاد تجارت د موافقې په چوکاټ کې د سیمه ایزو ملګرتیاو نوې سپرکې پیل شو او ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته دلومړی ځل لپاره په یوې سیمه ایزې اقتصادی موافقې کې په فعال شکل ورداخل شو .
د کارپیژاندو له نظره د ایران او یوروایشیا د اقتصادی اتحادیې ترمینځ موجود تجارتی پوټینشل ته په پام سره دغه اتحادیه د ایران د صادراتی شیانو لپاره په ډاډمن او ستر بازار د بدلیدو وړتیا لری .
د تجارت اسانتیا ، د ګډ بازار رامینځته کول ، د اتحادیې دننه وروورو د کسټم د قوانینو ختمول ، د ګډ بهرنی ټیرف ټینګول ، د کسټم د تشریفاتو غږمله کول ، د یورو ایشیا په پولو کې د پانګې ، خدماتو ، د کاری ځواک او د شیانو ځای پر ځای کول . کرهڼې ، صنعت ، انرژۍ ، ټرانسپورټ د دغې اتحادیې هدفونه جوړوی . د یوروایشیا اقتصادی اتحادیې ته ورداخلیدااو له دغې اتحادیې سره ملګرتیا د څو اړخیزه اقتصاد د هدفونو د پرمختګ لپاره نوی دروازه کیدلې شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د بهرنی سیاست په ډګر کې هم ۲۰۱۹ میلادی کال کی د ایران لپاره په سیمه ایز ډګر او همدراز په نړیوالو غونډو او ادارو کې په اغیزمن رول لوبولو سره یو ځای وو . په هغه کال کی چی تیر شو د نړیوال امنیت او سولې سره اړونده موضوګانو کې د امریکا یو اړخیزه پاله سیاستونه اوکارړنګونو ، سیمه د کړکیچ او بی ثباتۍ په یوه مرکز بدله کړه . په عراق او سوریه کې د داعش کړکیچ پایلې ، په افغانستان کې د ناامنۍ دوام ، په یمن کې ناعادلانه جنګ ، د فلسطین د مظلوم ملت پرضد د اسراییلو جنایتونه او په سیمه کې د عربستان د کړکیچونو جوړول په تیر کال کی د سیمې له مهمو چیلنجونو وو .
د ایران اسلامی جمهوریت له دغو چیلنجونو سره په مقبله کې په سیمه ایزو او نړیوالو غونډو کې په خپل شتون فعال رول ولوبوه .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای په همدې هکله د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان او ورسره ملګری پلاوی سره په کتنه کې د لویدیځې اسیا سیمې امنیت او سولې ځای پر ځای کیدا ډیره حساسه او درنده وبلله او د پیښې له رامینځته کیدا د ټولو په مراقبت او خیال ساتلو په ټینګار سره په عراق او سوریه کې له ترهه ګرو ډلو په ملاتړ او په یمن کې له جنګ او وینې بهونې کې د سیمې د ځینو هیوادونو له ویجاړونکی رول خواشینۍ څرګنده کړه .
د هبرۍ ستر مقام پر دې په ټینګار سره چی د ایران اسلامی جمهوریت له مودو مخکې په یمن کې د جنګ د بندولو لپاره څلور مادیزه طرحه وړاندی کړی ده ، زیاته کړه د دغه جنګ پاې په سیمه کې مثبتې اغیزې درلودلې شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلامی ایران ولسمشر روحانی په تاجیکستان کې د سیکا په پینځم کنفرانس کې وویل د نړۍ په ننیو شرایطو کې د سولې ، ثبات او پراختیا د منلو وړ سویې ته رسیدا د تفاهم اوپیاوړتیا په هدف د سیمه ایزو خبرو اترو او ملګرتیا پراختیا ته اړتیا لری . د ایران د اسلامی جمهوریت سیاست پر ملګرتیا ، ګډو ګټو ته د رسیدا د لارو موندل ، متقابلې ګټې او په یوه ټکی کی د ګټې ، ګټې سیاست دې .
د اسلامی ایران ولسمشر په هخمدې لړ کې په ۲۰۱۹ میلادی کال کی د ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې د سیمې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره د هرمزسولې طرحه وړاندی کړه . د دغې طرحې هدف د سولې ، ثبات ، پرمختګ ، د مقابل تفاهم رامینځته کول او د هرمز اوبلارې او فارس خلیج د حوزې هیوادونو ترمینځ دوستانه او سوله ایزې اړیکی دی .
اسلامی ایران باورې دې د ګاونډیانو امنیت او ثبات ، د نړۍ امنیت او ثبات دې او سیمه ایز امنیت او پراختیا ته رسیدا به یوازې د درستو ګاونډیانو د مشارکت او ملګرتیا له لارې امکان ولرلې شی .
په دې چوکاټ کې اسلامی ایران خبرې اترې او مزاکره د سیمه ایزو اونړیوالو لانجو د اواری بهترینه لاره بولی او له هغو غلیمانه اقداماتو او پراخو سیاسی او اقتصادی دباونو سره سره چی امریکا له ایټمی موافقې په وتلو سره اچولی دی ، په سیمه کې د ثبات او امنیت د ساتلو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
بی شکه له روا دفاع ، په سولې او ارامښت کې ژوند، له علمی پرمختګ او پراختیا له حقه برخمنتیا ، له کارړنګونې پرته د اقتصادی او تجارتی فعالیتونو ګټه پورته کول او د فلسطین د مظلوم ملت لپاره خپل مورنی ټاټوبی ته د ورستنیدا او مځکې درلودلو حق نړیوالې ملګرتیا او هڅې ته اړمن دی . په ۲۰۱۹ کال کی د اسلامی ایران ډیپلوماسی له دې نظره د سولې او نړیوال امنیت په اړه د ایران د لیدتوګو د بیانولو لپاره ډیر له خوځښته ډک کال وو .
په دې زمینه کی یوه عینی بیلګه د فلسطین د مظلوم ملت د حقوقو چیخنی کیدا ده چی پکې د مورنی ټاټوبی ته د ورستنیدا او خپلې مځکې درلودلو حق سترګې پټې شوی دی . د ایران اسلامی جمهوریت په دې زمینه کی دندې لری او د صیهونیسټ رژیم لخوا د هغه پلان شوی تاوتریخوالی په وړاندی چی د امریکا په ملاتړونو سره نور هم پراخ شوی ، چپ نشی پاتې کیدې او یوازې تماشچی نشی کیدلې .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران اسلامی جمهوریت په تیر کال کی نیواله ټولنه او د سیمې هیوادونه له ترهه ګرۍ ، انحصار پالنې ، زوروینې او بی عدالتۍد خالی سیمې د رامینځته کولو هلو ځلو ته راوبلل او پر دغه دریځ یې ټینګار وکړ چی له ملګرتیا او همپالنې پرته بله لاره نشته . دا لاره چاره نه یوازې د اسیا بلکې د درستې نړۍ لپاره ضروری ده .
د ایران د بهرنی سیاست اداره د اقتصادی پراختیا له خنډونو سره په ارتباط کې هم د ظالمانه بایکاټونو په وړاندی د هیوادونو د دریدا او له یو اړخیز پالنې ، له ډالر او اقتصادی سلطې په توګه د بانکی او پولی تبادلې له سیسټمونو د امریکا له ناوړې استفادې سره د مقابلې غوښتنه وکړه او د دغو بهیرونو دوام نه یوازې د ایران بلکې درستو هیوادونو او ازاد تجارت لپاره ګواښ وباله او د درستو هیوادونو د پایدارې پراختیا او دوامدارې اقتصادی ودې په خاطر د مناسبې زمینې د رامینځته کولو لپاره د نړیوال پیوستون او څو اړخیز پالنې غوښتنه وکړه .
پای