د وږې د میاشتې اتمه، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ورځ
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i92509-د_وږې_د_میاشتې_اتمه_له_ترهه_ګرۍ_سره_د_مبارزې_ورځ
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو  په دې شیبو کې د وږي  د میاشتې د اتمې نیټې په مناسبت،یعني له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  د ورځې په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده د استفادې  وړ مو وګرځي .  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2020 10:56 Asia/Kabul
  • د وږې د میاشتې  اتمه، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ورځ

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو  په دې شیبو کې د وږي  د میاشتې د اتمې نیټې په مناسبت،یعني له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  د ورځې په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده د استفادې  وړ مو وګرځي .  

خوږو دوستانو ، د وږي د میاشتې اتمه نیټه  دایران په اسلامی جمهوریت کې  له ترهه  ګرۍ سره د ملی ورځې په توګه لمانځل کیږي ، یعني د هغې ورځې درنښت او خاطره زمونږ په ذهنونو کې ژوندۍ کیږي ، چې  د  داسلامی انقلاب  له بریالیتوب وروسته  په لومړنیو کلونو کې  د منافقینو د ترهه ګرۍ ډلګۍ  د جنایتکارو په لاس د  ایران د وخت  د ولسمشر او د لومړي وزیر شهید محمد علی رجائي او د شهید محمد جواد باهنر د مظلومانه شهادت یادونه کوي .  .

  دغه پيښه  د ۱۳۶۰لمریز کال د وږي د میاشتې په اتمه نیټه  له دې وروسته رامینځة شوي  چې   د وخت د قضایه قوې  مشر آيت ا...محمد حسین بهشتی  او  د اسلامی جمهوری ګوند ۷۲ اجرائي  او سیاسی شخصیتونه او مسئولان  د  چنګاښ د میاشتې  په اومه نیټه  ددغه ګوند په دفتر کې په چاودنې  کې شهیدان شوي وو .

امریکایانوتر دوو لسیزو پورې د منافقینو ترهه ګره ډلګۍ د خپل مالی اوسیاسی چترۍ لاندې ساتلېاو تردې دمه د ایران د اسلامی جمهوریت د ولس په ضد  د دوي له ترهه ګرو اقداماتو  ملاتړ کوي .  دغه ترهه ګره ډلګۍ  په ترهه ګرو رودو  سره د اسلامی نظام د فکري پلانونکو او کارنده عناصرو د فیزیکي حذفولو په لټه کې ده څو دهیواد په حساسو ارکانو کې د جدي اختلافاتو په رامینځةکولو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د نسکوریدا شرائط برابر کړي .

د امریکا د ملی امنیت د شورا یوه پخواني غړي او د منافقینو یوه ملاتړي  ډیمونډ ټَنټَر چې،د ترور د ملاتړو له لیسټه  ئې د نامې د ویستلو لپاره ددغې ډلې دخوځښتونو په باب یو کتاب لیکلی ، و ائي ؛ دوي د ایران په ضد د امریکا د پروګرامونو او پلانونو له پرمخ بیولو سره د مرستې لپاره  له بندیز او جنګه  لاښه ټاکنه ده . 

 دغه لیدتوګه ښئ ، هغه څه چې  دامریکا لپاره اهمیّت لري،په هرې وسیلې وي ،موخې ته رسیدل دي ،حتی که  دیو ترهه تشکیلاتو د جوړولو له لارې وي .

Image Caption

 

              امریکا د ایران او سیمې ناکراره کول او هرډول لاسوهنه او خپله نیواکګري چې یو مثال ئې د افغانستان اوعراق وضعیّت دی ، په سیمې کې د امنیت رامینځةکول ګڼي .

امریکائی چارواکي  له ترهه ګرۍ سره د تش په نامه مبارزې  چوکاټ کې تل  د واقعیّتونو  په تحریفولو بوخت دي او په نورو باندې په تپونکوڅرګندونو سره د سیمې په ناکراره کولو او په هغه څه د ایران  په تورنولوسره چې  امریکا  ئې له ترهه ګرۍ ملاتړ ګڼي،هڅه کوي،څو په سیمې او نړۍ کې د امریکا د رول یو مثبت انځور وړاندې کړي،په داسې حال کې  چې د امریکا د رول حقیقي ماهیّت د جنګ،ناکراریو،ترهه ګرۍ،القاعدې او داعش تولیدول دي . د موجودو سندونو او مدرکونو په اساس،د امریکا حکومت  له ترهه ګرو څخه د خپل ملاتړ په کارنامې کې د منافقینو د ترهه ګرۍ ډلګۍ له فعالیتونو څخه  بې شرمه ملاتړ  ته دوام ورکول  لري . .

 له دغې ترهه ګرۍ ډلګې د امریکا ملاتړیوازې د ترهه ګرۍ په موضوع کې  دددغه هیواد پشمول د لویدیځ دوه ګوڼوالی دی .

د امریکا ترهه  ګرپوځ  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه ، د نړۍ په څه ډپاسه اتیاؤ هیوادونو کې پوځي شتون لري . په ۲۰۱۸ کال کې د براؤن پوهنتون   دمطالعاتو نتیجې ښئ،امریکا له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې د ادعا په اساس، د نړۍ  په څه دپاسه څلویښت فی صده هیوادون کې  خپل پوځي شتون  پراخ کړی دی .

  پوښتنه داده چې آیا دامریکا دشتون نتیجه،د ترهه ګرو فعالیتونو کمیدا ده ؟

Image Caption

 

 د دغې پوښتنې ځواب منفي دی . د ستمبر د یولسمې نیټې له  ترهه ګرو حملو او له هغه څه وروسته  د امریکا پوځي لاسوهنې  چې  امریکا ئې له ترهه ګرۍ سره  جنګ نوموي ،، په تیرو دوو لسیزو کې په نړۍ کې د ترهه   ګرۍ د پراختیا  لامل شوي  دي .

امریکا  په ۲۰۰۱کال کې  له القاعدې سره د مبارزې په پلمه په افغانستان په یرغل سره دغه هیواد ونیوۀ. امریکا  درې کاله وروسته  په عراق هم حمله وکړه. دغه جنګ چې  کابو اوه کاله ئې دوام وکړ،دعراق  ولس اود هیواد تاسیساتو ته ئې ډیر زیات تاوانونه او مرګ ژوبلې واړولې  او  د امریکاترهه ګرو پوځیانو په دغې مودې کې  له هیڅ جنګي جنایته ډډه ونه کړه .

 افغانستان او عراق چې ټاکل شوې وه،له ترهه ګرو پاک شي،خو د داعش تکفیري ترهه ګرې ډلې  دظهور لپاره په یوه ځاي بدل شوي دي .

                  دامریکا یوه تکړه شناندی او نظریه وړاندې کونکی، نوام چامسکي ، ددې پوښتنې په  مطرح کولو سره چې  آیا د امریکا موخه د ترهه ګرۍ هڅول  دي او که پاي ته رسول دي ؟  وائي ،که  غواړئ  ترهه ګري ختمه  کړئ ، نو باید لومړۍ پوښتنه وشي،چې  ولې ترهه ګري رامینځة شوي ؟ ددې اصلی دلیلونه څه وو او لاژورې ریښې ئې څه وې ؟ او وروسته باید هڅه وشي،دغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شي . 

واک ته د ډونالډټرمپ په رسیدا سره،د امریکا  جنایتکار اقدامات او د ترهه ګرو ډلو فعالیتونه ، په لا بل ډول  نندارې ته وړانډې شول . په دې  حقیقت کې شک نشته چې له ترهه ګرۍ د امریکا ملاتړ په سیمې کې د لاسوهنې او  اسلامی ایران ته د ګوزار  د ورکولو لپاره  دواشنګټن   دستراټژۍ یوه برخه ده، ددغو جنایتونو یوه برخه  اوس داقتصادي بندیز په زمینې کې ده او ایران  د امریکا داقتصادي ترهه ګرۍ په یوه ټارګټ بدل شوی دی.همداراز دغه تیریګر او جنایتکار رژيم د ایران په ضد هرډول کرغیړنو کړنو او دسیسو جوړولو ته مخه کړې ده،خو تردې دمه په یوې دسیسې او شخړې کې هم بریالۍ شوې نه ده،او دغه راز ئې غاښ ماتونکي ځوابونه هم ترلاسه کړي دي.

 له دې سره په  یووخت لویدیځي هیوادونه  په نړۍ کې د ترهه ګرۍپه پراختیا د اندیښمنیدا ادعا کوي،په داسې حال کې چې هره ورځ له  لویدیځ د اړونده جنایتکارو په لاس دترهه ګرۍ د قربانیانو شمیر ورځ تر بلې زیاتیږي .ددغه  دوه ګوڼي چلند علت او موخې څه کیدلی شي،چې لویدیځ  ئې له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې تر پرَدې شا  تعقیبوي . 

  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره  نړیوال هوډ ډيرې ټيټې هسکې درلودلي دي،ددغې هڅې د ارزونې او سپړنې لپاره باید تیر وخت ته یوه کتنه وشي .

Image Caption

 

  د ۱۹۳۴کال د دسمبر په لسمه نیټه د ملتونو دټولنې شورا په یوه خوله یو پریکړه لیک تصویب کړچې په هغه کې ټيڼګار شوی ؤ،درست هیوادونه باید  خپل درست توان دترهه ګرو اقداماتو د مخنیوي لپاره وکاروي او په دې باب  له نورو هیوادونو سرملګرتیا وکړي .ددغې کمیټې د کارنتیجه د ۱۹۳۷کال  دنومبر په شپاړسمه نیټه د :ترهه ګرۍ  سزا او د تړون د بندیز : په عنوان سره په یو کنونشن برابر شو.دغې مصوبې تر هه ګري په یوه کلي چوکاټ کېخلاصه کوله.د جینوا د ۱۹۳۷کال  دموافقې په اساس،د ترهه ګرۍ معنا،یوازې د یوه هیواد یا حکومت په ضد د شخصي اقداماتو په چوکاټ کې  تعریف شو .ددغې موافقې یوازینۍ ځانګړنه دا وه چې جرمونه ئې په مشخص ډول  او د مصداق په اساس ټاکل څو دترهه ګرۍ په عنوان وپيژندل شي .

                 دغه هلې ځلې  د دوهم نړیوال جنګ په پیلیدا سره  دجنګي شرائطو تر اغیزو لاندې ورغلې او کومې مشخصې نتیجې ته ونه رسیدې .د ملګروملتو له تاسیس وروسته ، د ترهه ګرۍ موضوع یو ځل بیا  د نړیوالو حقوقو په کمیشن کې  مطرح شوه .دغه کمیشن د حکومتونو د دندو او حقوقو په باب  یوه اعلامیه  برابره کړه . دې توګه   له ۱۹۴۷کاله تر ۱۹۵۵پورې په کلونو کې  دغه هلې ځلې  د  ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې  د ۱۱۸۶پریکړه لیک په تصویبیدا سره چې له تیریو او ترهه ګرۍ سره اړونده کید،نتیجه ورکړه .په عین حال کې  ترهه ګري بیا هم پراخه شوه او لانوي  اړخونه ئې غوره کړل .

له ساړه جنګه وروسته د نړیوالې ټولنې بدلونونو مختلف  هیوادونه د سترو قدرتونو او د جنګ د فتح کونکو هیوادونو دلاسوهنو تر اغیزولاندې  وروستل  او نړیواله ټولنه له نوو چیلنجونو سره مخامخ شوه،په داسې حال کې چې د ترهه ګرواقداماتو د پيژندګلوۍ لپاره د ملګروملتو هڅه کم رنګه شوه .دغه پيښې په هغو بهیرونو سره چې  د صهیونیسټانو په لاس د فلسطین د  ټاټوبي  د ویشلو پشمول  او لویدیخي آسیا  د ځينو برخو د جلا کیدا په وخت  رامینځةشوي،لازیاتې شوي .په دغه پړاؤ کې د لسګونو زره فلسطینیانو دکوچولو  لپاره  ویرې او وحشت ، د نیواکګرۍ او  استعمارۍ  سپیرو موخو  ته د رسیدو لپاره  د ترهه ګرۍ نوی شکل د نړیوالو نندارې ته وړاندې کړ. 

 صهیونیسټي ډلو په فلسطین کې د وبرې او وحشت د خورولوهڅه کوله او د:اشټرن او هاګانا: په څير جنایتکارو او وحشي ډوله ډلګیو بوږنونکو وژلو ته مخه  کړه.په دغو وژلو کې ددیریاسین،مشهورې عامې وژلې  غمیزې ته اشاره کولی شو .

Image Caption

 

                 د ترهه ګرۍ په باب همداراز وخت په وخت په ملګروملتو کې ځيني پریکړه لیکونه تصویب او ځيني اقدامات هم پورته شول ان تردې چې په۲۰۰۱کال کې د ستمبر د یولسمې نیټې پیښو د امریکایانو د لاسوهنې او خپل سریو ته زمینه برابره کړه،البته د ستمبر د یولسمې نیټې پیښو یو لړ شکونه او  ځيني روښانه دسیسېهم نندارې ته وړانډې کړې،چې له هیچا پټې نه دي،خود امریکا حکومت اوترهه ګر پوځ له دغو پيښو په ناسمو استفادو سره یو اړخیز او سرزورو اقداماتو ته مخه کړه چې دغې چارې د نړیوالې ټولنې درستېهڅې تر اغیزو لاندې راوستې او د ملګروملتو له  اجازت پرته ئې پخپل سر ځینی اقدامات وکړل  چې درسته نړۍ ئې اوسهم له غمیزو او تاوانونو کړیږي.په هغو اقداماتو کې لومړۍ په افغانستان  حمله او ددغه هیواد نیواک ؤ او بیا ئېعراق هم له هرډول ترینګلتیاؤ او لانجوسره لاس اوګریوان کړ.البته  له امریکا سره  په دغو جنایتونو کې ترډيره حده لویدیځي هیوادونه هم شریک شول او دسیمه ایزو اونړیوالو ترینګلتیاؤ په زیاتولو کې ئې ونډه ځان ته بیله کړه . او دغه راز  ئې د القاعدې اوورپسې هم د داعش ډلې په راپنځولو او په ماډرنو وسلو په سنبالولو او د دوي په روزلو کې له امریکاسره بشپړلاس یو کړ.دغه پیښې لامل شوې چېترهه ګري په یوې بشپړ نړیوالې ستونزې بدلې شي او درست ملی اونړیوال امنیت او نظم په ویجاړونکي ډول وګواښي .

امریکا او لویدیځ  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په ځاي خلکو او ملتونو ته په دوکه ورکولو سره له ترهه ګرۍ او ترهه ګرو څخه پرخپل ملاتړ برغولی کیږدي او نور هیوادونه له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورنوي . په داسې حال کې چې امریکا او دهغې سیمه ایز متحدان په سیمې او نړۍ کې د ناکراریو او بې ثباتیو دسرچینو بشپړ  ملاتړ کوي او په هرډول وسلو او تجهیزاتو ئې سنبالوي .

په همدې دلیل له ترهه ګرۍ سره مبارزه یوې نړیوالې کتنې ته اړتیا لري .نړیواله ټولنه باید په دې  اړه یوه داسې پلان برابر کړي،چې له ترهه ګرۍ سره د حقیقي مبارزې او له جنایتکارو او وحشي ډوله ډلوسره د هرډول ملګرتیا او مالی مرستو مخه ونیسي،چې په دې ډګر کې په درستې نړۍ کې د مقاومتي چورلیز مثال د ټولو په وړاندې دی او دا یوداسې پلیټ فارم دی چې په درستې نړۍ کې د ترهه ګرواود هغو دسهولتکارو لپاره ډګر په تورتمې  ورځې بدلولی شي او دا یوازینۍ لاره چې له  ترهه ګرۍ او ترهه ګرو دنړۍ مخ پاک کړي او نړۍ ته یوځل بیا سوله اوثبات او ورورولي ډالۍ کړي .

په هر هال،د وږې دمیاشتې  اتمه نیټه  چې د ایران د اسلامی جمهوریت  په کال هیندارې کې له ترهه ګرۍسره دمبارزې ملي ورځ نومول شوې ده،په دې زمینې کې یو فرصت دی چې باید  له همدې  اړه ورته کتنه وشي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************