په کرونائي بحران کې دماشومانو دفلم ۳۳نړیوال فسټیول
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د کرونامنحوس ویروس په تورتم سیوري کې د ماشوم د فلم د درې دیرشم نړیوال فسټیوال په اړه له یوه ځانګړی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
خوږو دوستانو د دنیاد ډيرو هنري او کلتوري فعالیتونو په آنلاین او مجازي توګه ترسره کیدا کې چې د موسیقۍکنسرټونه او سینمائي جشنوارې هم پکې شاملې دی،یو داسې شاهده او ګواه ده چې د خلکو او هنرمندانو د ډول ډول تعاملاتو او هنري او کلتوري فعالیتونو د وړاندې کولوپه څرنګوالی کې ئې کروناویروس خوریدا رامینځةکړې ده .په اصفهان کې د ماشوم او زلمي د فلم درې دیرشمه نړیواله جشنواره هم په همدغه شان کړچار سره ترسره شوې ده .
د کرونا ویروس د خوریدا او په کور کې په اجباري توګه د پاتیکیدو له اتو میاشتو تیریدو وروسته،هغه مشکلات چې د ټولو لپاره رامینځة شوي دي، خبرې نه شو کولی،کرونا ویروس،پربیلابیلو اقتصادي،سیاسی اوټولنیزو ترینګلتیاؤ او مشکلاتو سربیره،پر ماشومانو هم ناخوښې اغیزې شیندلي دي.د اوږدې مودې لپاره د کورنۍ له غړو سره په یوې محدودې فضاکې ژوند،د هغو خپه کونکو خبرونو او له ناروغۍ سره د اړونده خبرونو سره په مخامخیدا کې ، چې هره ورځ ورسره لاس اوګریوان کیږو، د مونږ دماشومانو لپاره ئې ویره او سټریس رامینځةکړی دی . په کور کې پاتیکیدا،د پام وړ نفسیاتي ، عاطفي ، او دبدني او حرکتي مشکلاتو او ترینګلتیاؤ پیټی راډالۍ کړی دی او دغو مشکلاتو او مسئلو ته بې پامي اوڅاره منفي نتیجې رامینځةکولی شي .
اوس دا پوښتنه مطرح کیږي ، چې په دغو سختو شرائطو کې څرنګه حالات کنټرولولی او د ماشومانو نفسیاتي سلامتیا تامینولی شو. په مسلمه توګه په دغه شان شرائطو کې د کورنۍ ګرم مرکز او کور دآرامښت سرچینه ده ،له ماشومانو سره د مور پلار لازیات وخت تیرول ، او دوي د اندیښنو او مشکلاتو په اړه ورسره خبرې کول د کورنۍ او کور په چاپیریال کې یوه مثبته فضا رامینځةکولی انو د ماشومانو نفسیاتي سلامتیا تضمینولی شي .

په هغو شپو ورځو کې چې له هر پلوه بد خبرونه رارسیږي او د مونږ وضعیّت ښه نه دی ، نو هنر ته لازیات اړتیا لرو او ممکنه ده سینما او نور ډول ډول هنري چارې ، په همدې پړاؤ کې ، خپل درملیز هنرونه په لاښه ډول نندارې ته وړاندې کولی شي . البته طبیعي ده هر هغه کار چې په دې زمینو کې ترسره کیږي و باید عمومی سلامتیا په لومړیتوب کې وي .
دوستانو سږکال د جشنوارې دغه پړاؤ په ډير پرتم او نوي انداز سره ترسره شو . البته باید ووئيل شي،په داسې شرائطو کې چې د کرونا ویروس خوریدا نه یوازې د ایران سینما ،بلکې د درستې نړۍ سینما له بحران سره مخامخ کړی،د سینمائي جشنوارو دترسره کیدا فلسفه ئې تر پوښتنې لاندې راوستې ده .ځیني مخالفان په دې اند دي چې،دتولید بهیر ته د جشنوارو د لګښتونو مرستې یا ډالۍ کولو هنرمنداتو ته تاوان رسولی،د جشنوارو له ترسره کولو لازیاته ضروري او واجبه ده . ددغې ډلې په ځواب کې باید ووئيل شي ،دا چې بشري ټولنه به تر څو له کرونائي بحران سره مخامخ وي ،داسې کوم روښانه لرلید او اټکل نشته .د روغتیا دنړیوالې ادارې د اټکل په اساس تر راتلونو له یونیم تر دوو کلونو پورې به نړۍ له دغه ویروس سره لاس او ګریوان وي او سپارښتنه شوي چې هیوادونه او ملتونه دې د ژوند په سټائل کې په بدلونونو او یا مخنیوي سره له دغې خوریدونکي ناروغۍ سره مقابله وکړي او دغه ناروغي سپکه ونه ګڼي . په داسې شرائطو کې چې د تیټر په پَردې د فلمونو نندارې ته وړاندې کولو تر ټولو مهم فرصت له لاسه وتلی د سینماګانې د پخوا په څير رڼا او رونق نه لري ،د سینمائي آثارو د معرفۍ د پلیټ فارم په توګه باید جشنوارې په ماډرن انداز سره وساتل شي . په دغه ډګر کې هنرمندان د خپلو تر ټولو وروستیو او نوو آثارو د معرفي کولو لپاره یو فرصت ترلاسه کوي ،څو د سینمائي آثارو په معرفي کولو ،کرکتنې او ارزونې سره ، ددغو آثارو لپآره یو ډول بازار موندله برابره کړي .
په آ ن لاین بڼه د اصفهان د ماشوم او زلمي د فلم د جنشوارې ترسره کیدا ، ددې پیغام وړاندې کونکي وه چې سینما ژوندی دی او له درستو سختیانو او ترینګلتیاؤ سره سره،هنري ټولنه د سینمائي آثارو لپاره د فلمونو دوړاندې کولو په ځاي نوی ډګر او درسندوئي فضا جوړونې لارې پيداکولی شي .ددغه پلیټ فرام یوه مهمه بریا،د جشنوارې هراړخیزوالی او پراخوالی دی او درست ایراني بچیان فلمونه کتلی او ورباندې کرکتنې کولی شي .که څه هم آنلاین جشنواره د فزیکی او سنتی جشنوارو لپاره هرڅه نشي کیدلی،خو د موجوده شرائطو او اټکل په اساس،د سینمائي جشنوارو له نوو بڼو او رودو سره چې یوه نه پيژندل شوي نړۍ ده ،او هغه تجروبې چې مونږ ټول ئې ترلاسه کوو ،سوکه سوکه دغه جشنوارې هم بشپړیږي او په راتلونکي کې یوې آئيډیالې بڼې ته نزدیکیږو.


سږکال په یولړ تدبیرونو سره چې د جشنوارې په تخنیکي برخې او نړیوال بازار کې ورته فکر شوی دی ،د ویډیوئي کتابتون برخه ده ،په آنلاین بڼه د اړونده پلیټ فارمونو په ملګرتیا سره ترسره شوه او هغه فیزیکی بازار چې تیر کال په اصفهان کې اجرا شوی ، سږکال په آنلاین بڼه په بازار کې نندارې ته وړاندې شو. په دغه ویډیوئي کتابتون کې د ایران د ماشوم او زلمیانو دسینما کابو څلور سوه مهم فلمونه غونډ کړائ شوي دي او په پلیټ فارم کې ئې داخلی او بهرني خپرونکی،د جشنوارې د آنلاین کتابتون غړي شول .
د اصفهان د ماشوم اوزلمي د جشنوارې یوه بله ځانګړنه،له نوي نسل سره د مخکښو فلم جوړونکو مستقیمه مخامخیدنه وه .تیرکال د زلمیانو د فلم جوړونې په دریم المپیاد کې، مرضیه برومند،ایرج طهماسب، پوران درخشنده، ابوالفضل جلیلي ، کامبوزیا پرتوي ،وحید نیکخواه آزاد او ځینو نورو په څير مخکښو استاذانو،روزونکو،له هغوزلمیانو سره چې له درست هیواده المپیاد ته غوره شوي وو،خبرې اترې وکړې او خپلې تجروبې ئې هغو بچیانو ته منتقلې کړې .
سږکال کال یو فرصت برابر شوی څو له سینما سره ګروهمن زلمیان د ماشوم اوزلمي د سینما د لویانو له تجروبو استفاده وکړي او د لازیاتو ورکشاپونو ترسره کیدا ، دجشنوارې یو پیاوړی ټکی ؤ . ددغو ورکشاپونو په ځينو عنوانونو کې ، د ماشوم په سینما کې (د ایټالیا د فلم نامې لیکونکي استاده فډریکا یاکوبللي ) د فلمنامې د عناصرو معرفي اوپیژندګلوي ، د ماشوم او زلمي په فلمونو کې د اوسمهاله لوبغاړو یا ایکټرانو ټکنیکونه ، او دغه راز د (د فرانسې یان جوئت )د اینیمشن فلمونو په روایتونو کې غوره تجروبې ، د ماشوم په سینما کې د اتل دسفر بیلګه ، د کورنیو فلمونو جوړول او دغه راز د فلم دجوړولو لپاره د ورځې موضوعګانې شاملې وې .
دماشوم اوزلمي دفلمونو د درې دیرشمې نړیوالې جشنوارې پایزې دستورې ، دانټرنیټي فضا یا ویډیوئي کنفرانس له لارې ترسره شوې او دجشنوارې ددغه پړاؤ ښکلي میډالونه غوره کسانو ته ورکړل شول . دغه دستورې دجمعې په ماښام د جشنوارې په مجازي چینلونو باندې خپرې شوې.
د ایران د روغتیائي او درملیزو چارو دوزیر سعید نمکي ددغې جشنوارې په پایزو دستورو کې پخپل ویډیوئي پیغام کې وئيلي ، دکوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس دهیوادونو په درستو ټولنیزو چارو ، اقتصاد او کلتور یوه اغیزشیندونکي او مهمه مؤلفه ده . یوه هغه ډله چې ددغې سپيرې بلا له امله تر ټولو زیاته اغیزمنه شوې ، ماشومان اوزلمیان دي. د ټولنیز واټن رعایتول (سوشل ډیسټنسس) دمونږ د هیواد او ددرستې نړۍ د هیوادونو ماشومان او زلمیان کې له منزوي کیدا سره برابر وو. له ښونځیو څخه د بچیانو لیرې پاتیکیدا، د ماشومانو په روح او نفسیاتو ډيرې مهمې اغیزې شیندي ، خو جشنواره توانیدلې ده ، یو ځل بیا دغه تاندوالی په کورنیو ، ماشومانو اوزلمیانو کې خور کړي او د کرونائي بحران له امله منزوي کیدا تر یوه حده کمه کړي . تر یوه حده د مجازي فضا له ظرفیّتونو څخه استفاده او د پروټوکولونو رعایتولو،د سینما فضا د ټولنې په چورلیزبدلول، یو هغه ښه کار ؤ چې په سږکال جشنوارې کې ترسره شوی دی .
دوستانو د ایران د سینما د سیالۍ په برخې کې ، له طبیعت او حیواناتو سره د پيوند، د انسانانو په ودې او روزنې کې د ماشوموالي د پړاؤ اهمیّت ته د پام،د ماشومانو د صحت او روغتیائي تضمین د حق،د زلمیانو د شخصي حریم د اهمیّت،سوله ایز ژوند ته دپام،د ماشومانو دهویتی خپلواکۍاو همداراز د ماشومانو دخوشالۍ اوتاندوالي داهمیّت په ځانګړنو سره غوره انعامونه هم دآثارو وړاندې کونکو ته ډالۍ شول .
همداراز د مجید مجیدي جوړ شوی :خورشید :نومې فلم ، د اصفهان د ماشوم اوزلمي د فلم د درې دیرشمې نړیوالې جشنوارې غوره او ځلانده فلم وټاکل شو . د کارکونکي ماشوم په موضوع سره یو فلم چې د ډایریکټرۍ او فلم جوړونې پر کارندوالي سربیره ،له یوه ځلیدونکي ایکټره هم استفاده کیږي . ددغه فلم زلمی لوبغاړی چې په دغه فلم کې له لوبې کولو مخکې ، د کار دماشومانو په لیکه کې ؤ ، دفجر فلم په جشنوارې کې او د ونیز په نړیوالې جشنوارې کې په ځلیدا سره د اصفهان دفلم په دغې نړیوالې جشنوارې کې هم وځلید او غوره انعامونه ئې ترلاسه کړل .
د دغه فلم ډایریکټر مجید مجیدی په دغې جشنوارې کې پخپلو څرګندونو کې ددې خبرې په کولو سره چې په خورشید نومې فلم کې هڅه شوې څو د کار د ماشوم د مشکل په بیلابیلو اړخونو تحلیلي کار وکړئ شي ، وائي ، هروخت د ټولنې یوه برخه بې وځله کیږي ، نو بله برخه ئې حتما له شتمنه کیږی . زه باؤري یم چې دهغو کسانو په محاکمو کې چې غلا او ډاکه کوي ، او د یوې ټولنې شتمنۍ نغري ،، باید د ټولنې د یوې برخې بې وځله کیدا او هغه جنایت ته چې ددغو ماشومانو په حق کې کیږي ، هم اشاره وشي .
(سیماب)
***********************************************