په نړیوالو لوبو کې ایرانۍ داورانې یا ریفریانې
(last modified Thu, 05 Nov 2020 09:00:12 GMT )
Nov 05, 2020 13:30 Asia/Kabul
  •  په نړیوالو لوبو کې ایرانۍ  داورانې یا ریفریانې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د ایرانیو میرمنو نومې لړۍ له ننني درې دیرشم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په ننني مطلب کې د ایران د والی بال د نړیوالو لوبو د لومړنۍ داؤرې(ایمپایرې)په باب درسره غږیږو،نو هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ .

خوږو دوستانو،نن سبا د ایران په ټولنې کې ایرانۍ میرمنې په کار، ټولنیزو چارو او همداراز په سپورټي چاروکې لوړ مقام ته د رسیدالپاره خپلې لارې چارې ترګوتوکړي دي .په وروستیو کلونو کې ایرانیو میرمنو په مختلفو سپورټي څانګو کې په بیلابیلو داخلی او نړیوالو سیالیوکې اوڅاره بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي .په داخلي او بهرنیو سپورټي زمینو کې  دایرانیو میرمنو بریالیتوب دا موضوع رابرسیره کوي،چې دوي بریالۍ شوي دي،په کور او ټولنې کې خپل مسئولیَتونو ته تحقق وروبخښي.

Image Caption
Image Caption

 

 ایرانیو میرمنوثابته کړې ده،چې په ورزش یا سپورټ کې  دنورو هیوادونو په نسبت لاښه صلاحیّتونه لري او حتی په نړیوالو سیالیو کې ئې هم لاښې نتیجې او توانمنۍ نندارې ته وړانډې کړي دي .د نومبر په لومړۍ نیټه ، یعني د  داؤر  یا ایمپایر(ریفري) د نړیوالې ورځې په مناسبت چې څو ورځې مخکې تیره شوې ده،په ننني مطلب کې  د ایران د والی بال  لوبو د نړیوالې داؤرې   یا ایمپایرې میرمن ملیحه نوري سره بلدیږو، نو هیله ده راسره ملتیا وکړئ .

   د ایران د والی بال  لوبو د نړیوالې داؤرې   یا ایمپایرې میرمن ملیحه نوري  د قضاؤت یا داؤرۍ دینا د مسافرت دنیا ګڼي او ریفري  ایپمایر یا داؤر  د محکمې د یوه قاضي په توګه معرفي کیږي چې که تیروتي  فیصله وکړي،نو ممکنه ده  نه جبرانیدونکي شي،ځکه  د ټیمونو برخلیک د ریفري په لاس کې وي او دا  د موضوع  اهمیّت په ښه توګه نندارې  ته وړاندې کوي .  د ایران والی بالیسټه  ریفري یا داؤره  باؤري ده  چې  میرمنې د ریفریتوب او معلمۍ یا  د روزنې په حوزو کې  ښې ځلیدلي دي  او دوي له ایرانه  په بهر کې  په اسلامي حجاب یا ستر یا سکارف سره  خپل حرفه وي فعالیتونه  تعقیبوي .

Image Caption
Image Caption

 

 والی بال  یو  ټیمي ورزش دی .  په نړۍ په زیاترو هیوادونو کې په شپږم لمبر کې  د تر ټولو پراخ سپورټ او تر ټولو محبوب ورزش یا سپورټ  دی چې  پکې د نیّټ دواړو خواؤ ته پکې په شپږکسیز دوو ټیمونو کې لوبغاړي لوبه کوياو هڅه کوي څو د لوبو دقوانینو په اساس ،غونډَسکه (توپ)  د جال یا نیټ بل پلو ته د مقابل ټیم پرمځکه وغورځوي .په پنځو ګیمونو یا سیټونو کې باید ګټونکی لوری درې سیټونه وګټي څو د سیالۍ بریالی اعلان شي .

 والی بال لوبه په پیل کې،په هال کې کیدونکي لوبهوه(in door game)،خو سوکه سوکه پخپله خلکودغه لوبه پرانیستو لوبغالو ته وکاږله او په پارکونو او سواحلو کې د اوړي یوه ترټولو ساعت تیرونکي لوبه  شوه.

   د  والیبال لوبو د تر ټولولومړنۍ ایرانۍ داؤرې یا ریفري په توګه میرمن ملیحه نوري  چې  په نړیوالو سیالیو کې ئې شتون درلودلی دی ،  دخپل شتون د تجروبې په باب  وائي ،د اسلامی هیوادونو د  لویانو  په اولمپیک  لوبو کې  چې په ۲۰۱۷کال کې ترسره شوي ،د لومړۍ داؤرې په توګه  په نهائي(فائينل) سیالۍ کې  ئې شتون درلود او د میرمنو اوهم د سړیو  په دواړو برخو کېمو داؤري یا ریفریتوب وکړ.ریفريتوب، د میرمنو له سیالیو سره د سړیو په سیالیو کې  ډير توپیرونه لري ، چې په هغو کې د لوبې چټکتیا او تیزوالیهم شامل دی چې د سړیو په سیالیو کې په ډيره لوړه سویه وي او دا موضوع  د ریفریانو یا  داؤرانو لپاره  هم د دوي د پرمختګ لپاره یو  عامل او جدي چیلنج شمیرل کیږي .

 میرمن نوري په دوام کې وائي ،اوس په والیبال  لوبو کې نهه ایرانۍ داؤرې  یا ریفریانې شتون لري .د والیبال د نړیوال فیډریشن یا آئي ایف وي بي (IFVB)  د نظر په اساس  په سیالیو کې  د شتون په خاطر  د داؤرانو یا ریفریانو لپاره  جنسیّتي محدودیّتونه  نشته .زمونږ په هیواد کې  هم د  لومړۍ ایرانۍ  ریفري  په توګه  د ما له شتون  او حاضریدو وروسته  او  هغه کړچار ته په پام سره چې  له خپلې خوا مو نندارې ته وړاندې کړی،محدودیَتونه لاکم شوي چې دا موضوع نن سبا په نړیوالو سیالیو کې د ایرانیو میرمن ریفریانو څخه په استفادې کې مشاهده کوو .البته ما له دې  تر مخکې پورې په ایران کې د سړیو دملی ټيم د تدارکاتي  سیالیو د ریفریتوب تجروبه درلودله .

Image Caption
Image Caption

 

میرن ملیحه نوري په زلمیتوب او پيغلتوب کې په اصفهان کې د والیبالیسټې  په توګه فعالیتو درلودلی دی .  له درویشت کلنۍ وروسته چې  له لوبو سره  ئې خداي په آماني کړي ،  د ریفریتوب ډګر ته وارده شوې ده .هغه  پنځه ویشت کلنه وه چې په دغې څانګې  یا لوبې کې ئې  قضاؤت یا ریفریتوب کار ته  مخه کړه . هغې په دې باب چې څرنګه ئې دغه لاره کچ کړې ده ، وائي ؛ د ژوند ټيټې هسکې کله کله  انسان د هغه څه په لور بوځي، چې ئې غواړي .خو ددې لازمه دا ده چې په حقیقت کې ئې  د خپل باطن دننه څخه وغواړې او دهغه کار یا انګیزې د ترلاهس کولو لپاره هڅې وکړې  نو هاله  ئې ترلاسه کولی شې .ما په پیل کې  په ورزشي یا سپورټي څانګې کې زده کړې کولې خو د هغو مشکلاتو په  دلیل چې رامینځة شوي،مجبوره  شو م،ورڅخه ډډه وکړم  او د تجارت د نړیوال بیزنیس په څانګې کې په زده کړو بوخته شوم،البته له دې مخکې،مو د ښونځي له وخته د والیبال لوبه کوله  او د ولایت  او هیواد او د لیګ په  سویه مو ډير میډالونه ترلاسه کړي  دي . په عین حال کې  د هیواد د والیبال فیډریشن اعلان وکړ باید په ښونکي  او یا داؤرۍ یا ریفریتوب کې یو خوښ کړم ،ما هم لوبه کول او روزنه پریښوده او په ملي سویه د زده کړې د لوړتیا کلاس ته په واریدیدو سره  مو ریفریتوب خوښ کړ،ځکه له ریفریتوب یا داؤرۍ سره مو ډیره دلچسپي درلوده او  حس کوله مو ، چې په دې زمینې کې  لازیاتې توانمنۍ لرم . په ۲۰۰۸کال کې د داؤرانو یا ریفریانو په لیسټ کې مو نامه شامله شوه  او دوام مو ورکړ  ترنن پورې چې نتیجه مو هم ترلاسه کړې ده.

             میرمن ملیحه نوري  په  هغو بریالیوسلګونو ایرانیو میرمنو کې یوه میرمن ده چې پخپل زیار او جدیّت سره توانیدلې ده،په ټولنې کې شتون ومومي .هغه دترلاسه کړائ شوو بریالیتوبونو په اړه دخپل احساس په باب وآئي ،کله په سړیو او ښځو کې له هغو ټولو ریفریانو څخه چې په اروپائي او آسیائي کلاسونو کې ئې ګډون درلودلی ،زه  په بینکاک کې د سیمې فائينل  لوبو د ریفري یا داؤرې په توګه وټاکل شوم،نو وئيلی شم چې ناشونی احساس مو درلود او یو ډول په لنډې مودې کې خپل مقصد ته رسیدلې وم ،خوپه هر حال،د هرچا چې هیلې څومره زیاتیږي ،نو ځائيګی ئې ه ملالوړیدلی شی.یوه شیبه چې متوجه شوم ،د سیمې فائينل  لوبو لومړنۍ داؤره منصوبه شوي یم او دوهم  داؤر یو ایتالیائي توکمه سړی ؤ،له دې لازیاته خوشاله شوم چېدایران بیرغ لا پورته کولی او رَپَوَلی شم .البته د تایلینډ په بینکاک کې د قضاؤت یا داؤرئ په نړیوال کلاس کې  په VERY GOOD نتیجې سره او د ریفریتوب په تر ټولو ښه ټکنیک په توګه د ما منل کیدا د ما لپاره او د یوې ایرانۍ میرمنې په توګه ډيره ښه او په یاد پاتیکیدونکي خاطره وه .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

                 دوستانو که څه هم د اسلامی انقلاب دبریالیتوب په هماغه لومړنیو  کلونو کې ،  ایرنیو کورنیو په بیلابیلو سپورټي کلاسونو کې  له شتون سره څه خاص ګروهنه  نه درلوده ، خو اوس  دبدن او ژوند په سلامیتا کې د ورزش د اهمیّت په درک سره د والیبال په کلاس  یا د باشګاه  او کلب  په ټسټ او امتحان کې د خپلو بچیانو دنامو دثبتولو  په صفونو کې دریږي . په حقیقت کې  له  اسلامی انقلابه په وروسته کلونوکې  ډيری خلک  له تیرو ساعت تیریو یا سیّلونو  تیر شوي او ورزش ته ئې مخه کړې ده  چې دغې موضوع  په ایران کې د  ټولو  یا ګَډ  ورزش  راژوندی کړ  او د ټولویا ګډ  ورزش  پیاوړتیا ، په اوږدمهال کې ، د اتل والۍ په ورزش کې بریالیتوب  ډالۍ کړ. میرمن نوري وائي ؛مونږ په داسې ځائيګي کې یوو چې په ډاګه وئيلی شو،له نړیوالو سټنډرډونو سره  هغه که  ټکنیکي پلوه وي او که  دعلمي اطلاعاتو له پلوه ، ډير نزدې یوو او څه خاص واټن ورسره نه لرو .حتی په ځينو موقعو کې  ایراني ریفریان  لا ډير ښه عمل  کوي ، دا  له  مبالغې پرته وایوو . البته ښاغلي د مونږ په نسبت  لازیاتې او غوره تجروبې لري  او  هم له لازیاتو امکاناتو برخمن دي  او  په لازیاتو لوبو کې شپيلئ یا سیټي وهي  او ریفریتوب کوي ، خو  په عین حال کې،فکر کوم،هغه درستې ایرانۍ میرمنې چې  نړیوال قضاؤت او داؤرۍ ته ئې لاره موندلې،ډير زیات پوټینشلونه لري  او  د ځان او دخپل هیواد لپاره ویاړمنې کیدلی شی .

              خوږو دوستانو  د ایرانیو میرمنو د لړۍ دننني درې دیرشم مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې  درته نیکمرغه ژوند غواړو او سپارښتنه کوو چې د  مونږ اینټرنیټي سایټ ایډریس PARSTODAT.COM/PS هم مه هیروئ  او له وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو خبرونو او حالاتو ځانونه خبر ساتئ . بریالی او سوکاله وخت ولر ئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه