په پاکستان کښې هم د «غدیر د اختر» جشنونه ترسره شول
Jun 05, 2026 07:21 Asia/Kabul
په پاکستان کښې هم د «غدیر د اختر» جشنونه ترسره شول
په پاکستان کښې د عصمت او طهارت د اهل بیتو منونکو او په دغه هیواد کښې هستوګنو ایرانیانو د غدیر خم اختر، د یوم الله الاکبر په توګه ولمانځه او د رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) له خوا د پیغمبر د وصي او د لومړي امام په توګه د حضرت امیرالمومنین علي علیه السلام د ولات او جانشینۍ د اعلانیدو جشن ولمانځه.
په دې لړ کښې په لاهور، کراچۍ، کویټې او پيښور کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سیاسي او کلتوري نمایندګۍ د ولایت د اختر په شپه د خپلو وطنوالو او د پاکستان د شیعیانو کوربنې وې.
له دې نه علاوه په جوماتونو او امامبارګاهو کښې د غدیر د اختر جشنونه او خوشالۍ په پوره پرتم سره ترسره شوې.
ټیګونه