Aug 21, 2021 16:47 Asia/Kabul
  • ایران داونۍ په هینداره کې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  ایران د اونۍ په  هینداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، په پيل کې درته په تیرې اونۍ کې  د ایران ځینو پیښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو د ځینو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

********************

د روسیې او چین له ولسمشرانو سره  د ایران د ولسمشر ټیلیفونی تماس

*/*/*//**/*/*/*

په افغانستان کې د امریکابې شرمه ماته او سرټيټي وتل

*/*/*/*/

 او د لسمشر له خوا د ایران اسلامی شورا ته دوزیرانو ورمعرفي کول ، په تیرې اونۍ کې د ایران ځیني مهمې پيښې وې چې د ځينو موردونو په باب مواوس هم رابولوو، د تحلیلي برخې آوریدو ته  .

***********************

    د وستانو تیره اونۍ د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو د شهادت له شپږ ورځو سره برابره  وه .د  حضرت امام حسین علیه السلام  د شهادت د شپو ورځ  د عزادارۍ دستورې د محرم له اومې شپې د محرم د میاشتې تر دولسمې شپې پورې  ،یعني تر شپږو شپو پورې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  پهش تون سره د  تهران په امام خمیني   امامباړې کې ترسره شوې . همداراز په درست ایران کې  هم دغه دستورې په ډير پرتم او ولولې سره ترسره شوي  او  داهل بیت علیهم السلام مینه والو  په ویر او ماتم سره له خپل بزرګوار امام سره خپله مینه اوعشق نندارې ته وړاندې کړی دی .

همداراز د محرم د میاشتې دولسمه نیټه  هم د حضرت امام حسین علیه السلام د زوي  په سجاد مشهورحضرت امام زین العابدین علیه السلام د شهادت کلیزه هم ده .  امام سجاد علیه السلام  چې  د کربلا په  واقعې کې  د  ناروغۍ په بسترې پروت ؤ ، د  حضرت امام حسین علیه السلام له لوي  غورځنګه وروسته  ئې ددغه غورځنګ د پیغام دخپرولو او دخپل  پلار بزرګوار د لارې د دوام دروند مسئولیّت  په غاړه درلود او  ددغه پاڅون  د اهمیّت او هویّت د ښودلو لپاره  ئې ډيرې هڅې وکړې  او  پخپلو خاصو روڼ اندیو سره ئې  مسلمان  متفکران وروزل څو له دې لارې قرآن کریم  او د اسلام دګران پیغمبر  سنت خوندي پاتې شي .

د محرم د شپو ورځو   او دغه راز د  حضرت امام سجاد علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت دتهران ریډیو درست کارکونکي درته تسلیت وائي

                د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر  سید ابراهیم ریئسي ، دتیرې چارشنبې په  ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټيلیفوني تماس کې  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران هماغه شان چې د این پي ټي تړون پشمول  درستو نړیوالو تړونونو ته پابند دی ، ټينګار کړی ، دایران اسلامی جمهوریت د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو  او په درستو سوله ایزو  ډګرونو کې  ددغې ټیکنالوجۍ  له ګټو  دبرخمنیدا په زمینې کې د  خپلو حقوقو په ساتنې کې  جدي دی .

Image Caption

 

ابراهیم ریئسي  همداراز په شانګهائي  ملګرتیا موسیسې کې د ایران دغړیتوب  لپاره د ماسکو د نوښت  هم قدرونه وکړه او دا ئې  د تهران او ماسکو  د نزدو اړیکو د پیاوړتیا لپاره  یو اقدام وبالۀ.

 داسلامی ایران ولسمشردکرونائي بحران  د مخنیوي  او له ایران سره دکرونا واکسن  دګډ تولید په باب  د هڅې  لپاره  د روسیې دملګرتیاؤ په یادونې سره  زیاته کړې ده ، ایران  د اوسنیو خاصو شرائطو په دلیل د کرونائي واکسنو  د لازیاتو جوپو دترلاسه کولو غوښتنه کوي .

 د روسیې ولسمشر  هم   په دې خبرې په ټينګار سره چې له ایران سره داړیکو پراختیا د روسیې لپاره له ډير اهمیّته برخمنه ده ، وئيلي دي ، د دوواړخیزو ملګرتیاؤ د جامع تړون د ترسره کولو د وړاندیز  هرکلی او ملاتړ کو. پوتین  ایران ته دکرونا واکسن  دسپارلو د بهیر چټک کیدا ته په اشارې سره  ټينګار کړی ،  ایران  ته د کرونا واکسن  دسپارلو لړۍ به له راتلونکي ستمبره لازیاته چټکه کړي .

         د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  همدرااز د چین له ولسمشر شی جین پینګ سره  په ټيلیفوني تماس کې  ددې خبرې په کولو سره چې د ایران فیصله   له چین سره د سټراټژيکو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیاده ،له ایټمي حقوقو څخه د ملاتړ ،په شانګهائي  موسیسې  کې  دایران د غړیتوب  او د ایران د اسلامی جمهوریت  په ضد د امریکا دظالمانه بندیزونو سره  دمخالفت پشمول  له ایران سره  په مختلفو نړیوالو ډګرونو کې دملګرتیا او دامریکا د یواړخیز پالنې په وړاندې د چین دسټراټژيکو دریځونو قدرونه وکړه .

 د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې  تهران  په افغانستان کې د امنیت  او ثبات او آرامښت  د ټينګیدا  او ددغه هیواد  ولس لپاره د پراختیا پرمختګ او هوساینې لپاره  دهڅو په زمینې کې  له بیجینګ سره  ملګرتیا ته تیار دی ، زیاته کړې ده ،  د پرَدیو وتل او په دغه هیواد  کې د تیر وخت تجروبو،  د افغانستان دامنیت او پراختیا  د تضمین لپاره  د  افغانستان د درستو ګوندونو اوډلو ټپلو  مشارکت او ملګرتیا ضرورت  له بل هر وخته زیات  لا روښانه کړې ده .

  پیاوړی ، خپلواکه ، متحد ، امن او آباد او پرمختللی عراق  نه یوازې د ایران  امید دی ، بلکې د دوو اړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاؤ د پراختیا  لپاره د دواړو هیوادونو ترمینځ  اصلي ایجنډا   ده .::

 د ایران د اسلامی  جمهوریت  ولسمشر د تیرې   اونۍ په سه شنبې ورځې د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي  سره  هم په ټيلیفوني تماس کې  ددې موضوع په بیانولو سره  روښانه کړې ده ،  تل  له  هر هغه نوښت او اقدامه به چې په عراق کې د حالاتو د تثبیتیدا او  په سیمې کې ددغه هیواد د رول لوبونې  د لوړتیا سبب کیږی ،  ملاتړ وکړي.

Image Caption

 

 د عراق حکومت هڅه کوي،د اګست میاشت تر وروستیو پورې،د ا یران  او څو له سیمې د  ورآخوا هیوادونو پشمول  دسیمې دهیوادونو د چارواکو په شتون سره  یوه غونډه جوړه کړي .

 بغداد  له ایران سره داړیکو دپراختیا لپاره  ډير اهمیّت ورکوي  او له ابراهیم ریسي سره په خبرواترو کې د الکاظمي څرګندونې پر دغه واقعیّت تائيد دی.

 د عراق د سیاسی چارو یو شناندی  عدنان  السراج  په دې اند دی چې په عراق باندې دامریکا ډير دباؤنه دي ،  او دا موضوع  له ایران سره د  عراق پر اړیکو  سیوری غوړوي . عراق   د انرژۍ او بریښنا وارداتو  او همداراز  له ایران سره  د امنیتی  او سیاسی ملګرتیاؤ او   مالی مبادلاتو  ته  اړتیا لري .

 ایران او عراق  دوه ګاونډي او  او له   دیني ، کلتوري  مشترکاتو څخه پرخمن   هیوادونه دي ، چې  امنیت د دواړو هیوادونو لپاره یو ډیره مهمه موضوع ده .

 امیرکا  هماغه ډول چې  په افغانستان کې ئې  ناکراري ، جنګ او تفرقه پریښودلې ،  په عراق کې به ئې دشتون دوام هم  لا ښه نتیجه ونه لري .

                د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  تیره اونۍ  د افغانستان  دبدلونونو او پيښو په باب  ټينګار کدی ،ایران  به دهغه ثبات د ټينګیدا لپاره چې د افغانستان اوسنی لومړنی  ضرورت دی ،  هڅه وکړي  او د یوه ورور ، ګاونډي هیواد په توګه  ، درستو ډلو ټپلو ته  د ملی موافقې د  ترلاسه کولو بلنه ورکوي . درستې افغان ډلې ټپلې باید  په دغه هیواد کې  د ثبات د لازر  ټينګیدا لپاره  له یوه بل سره ملګرتیا وکړي  او  د امریکا وتل دې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره  په یوه مهم فرصت بدل  کړي .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  زیاته کړې ،  ایران  په دغه هیواد کې  بدلونونه په  ځيرې څارنې سره د افغانستان  د ګاونډيتوب مناسباتو ته پابند دی .

تاریخي واقعیّتونه ښئ  د افغانستان  ولس تل د  هر ډول تیریو او زیات غوښتنو په مقابل کې مقاومت کړی دی  او د ختیځ او لویدیځ  تیرګیرو ،  د افغانستان د مجاهدینو  د مقاومت او   ارادې په مقابل کې ماته خوړلې ده  او  له دغه ټاټوبی شړل شوي دي . اوس  د دغه هیواد  له شل کلن نیواک  او دمیلیارډونو ډالرو  بودجې په مصرف کولو او دغه راز د لکونو عسکرو لیږدولو تیرشوي ، خو هغه څه  چې  په افغانستان کې  د ددغې نیواکګرۍ  له شتونه  پاتې دي ، جنګ ، بې ثباتي ، ناکراري  او تفرقه ده .

د ایران دملی امنیت د لوړې شورا منشي علی شمخاني  په یوه ټویټ کې د افغانستان وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره  لیکلی دي ، د هر نیواک انجام ذلیله او بې شرمه  وتل  دي .  داسې برخلیک چې  په ویتنام، افغانستان  او عراق  کې د امریکا لپاره  رامینځةشو ، د صهیونیسټ نیواکګر رژیم  تورتم برخلیک هم  همداسې دی .

                   تیره اونۍ د ایران د  اسلامی شورا  په تخصصي کمیشنونو ې  د  دیارلسمې کابینې د  جوړولولپاره د ولسمشر  له خوا دپارلیمان ته دمعرفي شوو وړاندیزي  وزیرانو مخینې او کاري پروګرامونه  ارزول شول .

 سید ایراهیم ریئسي  د لوړې له دستورو  کابو یوه اونۍ وروسته ،  د خپلو وړاندیزي وزیرانو  د نامو لیسټ  په یوه رسمي لیک کې  پارلیمان ته وړاندې کړ . 

 د ایران د دیارلسم  حکومت د وړاندیزي وزیرانو  د صلاحیّت او پروګرامونو ارزول  د شنبې په ورځ  د ایران د  اسلامی شورا  په څرګندې غونډې کې  پيل شوي دي .

 هغه لومړنی  اقدام چې  ددیارلسم حکومت  ئې باید ترسره کړي ،د کرونا اندیښمنونکي پراختیا له امله له ځانګړو شرائطو  سره اړونده مسائل، د روغتیا او درملنې مسئلې   او له اقتصاد سره اړوونده مسئلې دي چې باید په چټکۍ سره  د دیارلسم  حکومت په ایجنډا کې شامل شي .

د ایران د اسلامی شورا د نویّم اصل  دکمیشن ویندوي  ویندوي علی خضریان  په دې خبرې په ټينګار سره چې  پارلیمان  به  د تولیدي کرښود  رغاولو او داقصتادي چارو د  لاښه کولو لپاره له دیارلسم حکومت سره ملګری وي ، ووئیل ، دغه ملګرتیا به هم د حکومت د  اساسی مسودو د تصویبیدا په موضوع کې  او هم د پارلیمان دڅارنې  داړخونو په زیاتولو کې رامینځةشي څود هیواد د نورو برخو په ملګرتیا سره د تولید دمنظمولو سبب شي .

*********************

 خوږو دوستانو  ایران داونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارؤ،،،، ا.... مو مل او ملګری .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه