Oct 18, 2021 13:42 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو. ستاسو د ملګرتیا په هیله په دغه پروګرام کې به درته د غافر د مبارکې سورې له  نه ویشتم ته درې دیرشم ایتونو پورې تلاوت ژباړه تفسیر او درسونه وړاندې شي په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

 په سر کې مو پام رااړوو د غافر سورې د نه ویشتم ایت تلاوت ته  هلته چې لوی  خدای فرمایي:

«یَا قَوْمِ لَکُمُ الْمُلْکُ الْیَوْمَ ظَاهِرِینَ فِی الْأَرْضِ فَمَن یَنصُرُنَا مِن بَأْسِ اللَّـهِ إِن جَاءَنَا  قَالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِیکُمْ إِلَّا مَا أَرَى وَمَا أَهْدِیکُمْ إِلَّا سَبِیلَ الرَّشَادِ»

  اى زما قومه! نن ورځ ستاسو بادشاهي ده، په داسې حال كې چې په ځمكه كې غالب يئ، نو مونږ به د الله له عذاب نه څوك بچ كوي كه هغه پر مونږ راشي؟ فرعون وویل: زه تاسو ته نه ښیم مګر هغه خبره چې زه يې وینم او زه تاسو ته ښودنه نه كوم مګر د سمې درستې لارې.

 په تېره برخه کې مو وویل چې د  فرعون د درباریانو یو کس چې مومن ؤ هڅه وکړه په مستدلو خبرو سره د حضرت موسی د وژل کېدو مخه ونیسي. په تېره  برخه کې مو دهغه  ځینو خبرو ته اشاره وکړه هغه په دوام کې فرعون او درباریانو ته یې وایي: نن تاسو د مصر په لوی وطن حکومت کوئ او له هر نظره به حالاتو واکمن یئ او موسی ستاسو په خلاف هیڅ نه شي کولی. خو که هغه ووژنئ، ښایي وعده یې رښتیا وي او  د خدای قهر په تاسو نازل شي او حکومت له لاسه ورکړئ. نو د خپل کار د پایلو او انجام ښه فکر وکړئ.

ظاهرا دهغه خبرو د فرعون په درباریانو اثر وکړ او د هغوی زړونه یې نرم کړل. خو فرعون هماغه شان په خپله خبره ټینګ ولاړ ؤ چې موسی باید ووژل شي. بې له دې بله لاره نیشته او همدا لاره صحیح ده چې زه یې وایم. البته دا همېشه په تاریخ کې د ظالمانو او سرکښانو خوي پاتې شوی چې خپل ځان عقل کل ګڼي او  یوازې خپل نظر او رایه صحیح ګڼي.

درسونه:

۱:  د نن ورځې په  طاقت او مقام غره کېدل نه دي پکار ځکه چې که خدای اراده وکړي هر څه به له لاسه ورکړو.

۲: مجرم او ګناهکارو خلکو ته خبرداری او له بدو او ناخوښو کارونو یې منعې کول د ایماندارو کسانو دنده ده، حتی که مقابل لوری یې د فرعون په شان قدرتمن واکمنان هم وي.

۳: خبرداریو ته بې پامي او ځان ټول عقل ګڼل، فرعوني خوی او د یو کس د کبر او ځان منمۍ ښودونکې دي که څه هم  هغه د   موقعیت له نظره د فرعون په مقام کې نه وي.

  تلاوت آیات 30 و 31   سوره غافر  

«وَقَالَ الَّذِی آمَنَ یَا قَوْمِ إِنِّی أَخَافُ عَلَیْکُم مِّثْلَ یَوْمِ الْأَحْزَابِ»، «مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِینَ مِن بَعْدِهِمْ وَمَا اللَّـهُ یُرِیدُ ظُلْمًا لِّلْعِبَادِ»

او هغه كس وویل چې ایمان يې راوړى و: اى زما قومه! بېشكه زه په تاسو د (تېرو) ډلو د (هلاکت) د ورځې له مثل نه وېرېږم

د نوح د قوم او عادیانو او ثمودیانو او د هغو كسانو د حال له مثل نه چې له دوى نه وروسته وو او الله په بنده ګانو د هېڅ ظلم اراده نه كوي

 سره له دې چې فرعون د حضرت موسی د وژلو په هکله په خپل دریځ ټینګار کاوه  خو د ال فرعون مومن هم له هڅو لاس وانه خست هغه د تېرو قامونو برخلیک ته اشاره وکړه  په دې هیله چې شاید فرعونیان د غفلت له خوبه راپاڅي او په خپله فیصله کې بیا کتنه وکړي.

هغه وویل: تاسو د نوح ، عاد ثمود او  له هغوي د وروستو قامونو له برخلیکه خبر یئ. پوهیږئ چې هغه  قومونو له ځلانده مخینې او طاقت سره سره  له دې امله چې په خپل کفر او سرکښۍ یې ټینګار درلود، دهغوي عاقبت څه شو او څنګه هلاک شول، د نوح قوم په سخت توپان سره،  د عاد قام په سخت او وېروونکي باد او د ثمود قام په وژونکې تالندې سره.

 زه وېرېږم چې د مصر تمدن هم د هغه قامونو له برخلیک سره مخامخ او تباه شي. البته هغه څه چې له هغوي سره شوې د هغوي د خپلو کارونو  او د پیغمبرانو د تکذیب یا یې وژلو نتیجه وه، نه دا چې خدای تعالی په خپلو بندګانو ظلم کړی وي. ځکه چې هغه بندګان پېدا کړې  او ورته یې پرېمانه نعمتونه ورکړې  او همېشه یې له هغوی سره د مهربانۍ او رحمت چلند کړی دی خو دا د بندګانو مخالفت او سرغړونه ده چې د هغوی د سزا سبب کیږي.

درسونه :

۱: د تېرو قامونو په برخلیک او انجام غور، د راتلونکې لارې په پېژندلو کې له انسان سره مرسته کوي او دا هغه ټکی دی چې قران پرې تاکید لري.

۲: که غلط  کارونه  او عقېدې د انسان په عادت بدلې شي،  هغه د تباهۍ ګړنګ ته رسوي او د هغه انجام له خطر سره مخامخیږي. لکه څنګه چې پخوا ځینې قامونه په غلطو او باطلو عقیدو روږدې وو او همېشه یې د حق انکار کاوه.

۳: کله کله دنیاوي مصیبتونه او بلاګانې د خدای د قهر نتیجه او زمونږ د خپلو عملونو سزا وي.

 

  تلاوت آیات 32 و 33 از سوره غافر  

 

«وَیَا قَوْمِ إِنِّی أَخَافُ عَلَیْکُمْ یَوْمَ التَّنَادِ»، «یَوْمَ تُوَلُّونَ مُدْبِرِینَ مَا لَکُم مِّنَ اللَّـهِ مِنْ عَاصِمٍ وَمَن یُضْلِلِ اللَّـهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ»

او اى زما قومه! زه په تاسو یو بل ته د چيغو وهلو له ورځې نه وېرېږم

هغه ورځ چې تاسو به وګرځئ شا اړوونكي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه وي. او هغه څوك چې الله يې ( د خپلو عملونو په وجه)  ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك هدایتوونكى نشته

 د ال فرعون مومن، فرعون او درباریانو ته یې د خپلو خبرداریو په دوام کې وویل: که د تېرو قامونو په شان درباندې د خدای قهر نازل شي،  د تېښتې هیڅ لاره او پناه ځای به ونه لرئ  چې ګني ځان پکې بچ کړې شئ او د خدای له قهره په امان کې شئ.  هغه ورځ به یو بل ته غږونه کوئ او له یوه بله به مرسته غواړئ خو غږونه به مو څوک نه اوري، ځکه چې هر کس به د ځان بچولو په فکر کې وي او له نورو  سره به د مرستې توان نه لري.

 په حقیقت کې هغه څوک په دغه ورځ نجات مومي چې د الهی هدایت لاره یې په مخکې نېولې وي او د پېغمبرانو تعلیمات او لارښوونې یې د خپل ژوند بېلګه ګرځولې وي. څرګنده ده ، څوک چې له دې پرته بله لاره غوره کړي په ضلالت او ګمراهۍ اخته شوی او ځان یې له الهي هدایته محروم کړی دی.

 په دې ایتونو کې د بندګانو ضلالت او ګمراهي د خدای کار ګڼل شوی، خو په حقیقت کې  ضلالت د انسان د خپلوغلطو کارونو او غلط انتخاب نتیجه ده چې سبب کیږي خدای انسان په خپل حال پرېږدي، په بله ژبه، خدای تعالی هیڅوک له لارې نه بې لارې کوي بلکې کافران او ګناهکاران په خپلو ګناهانو کې د ډوبېدو په وجه  له هدایته د محرومېدو او په هلاکت کې د غورځېدو اسباب برابروي د هغه ماشوم په شان چې د پلار لاس پرېږدي نو طبیعي ده چې په ځمکه به راغورځیږي او ځانته به تاوان رسوي.

درسونه:

۱:د خطاکارانو د کار د انجام په هکله هغوی ته خبرداری ورکول د مومنو او زړه سواندو انسانانو دنده ده. لکه څنګه چې دلسوزه پلاران او میندې، اور ته د نزدې کېدو په هکله خپرو بچیانو ته خبرداری ورکوي او له دې کاره یې منعې کوي.

۲: هدایت او ضلالت د خدای په  لاس کې دی، که څه هم مقدمات او سریزې یې د انسان په لاس کې دي.

۳: د هدایت او ګمراهۍ تر مینځ دریمه لاره نیشته. څوک چې الهي انتخاب غوره نه کړي ، په ضلالت او ګمراهۍ اخته کیږي او د دغو دوو لارو ترمینځ دریمه لاره نیشته.

پای.