Dec 12, 2021 15:22 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا  یا هماغه مینځنۍ آسیا د بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په پیل کې درته د ځينو پيښو یوه لنډه شان خلاصه او ورپسې هم دځینو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته مو رابولوو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

*/*/*/

                 د فارس خلیج دملګرتیاشوراغړوهیوادونو ته د محمدبن سلمان سفر

*/*/*/

                   د یمن  د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو په مارب ولایت کې پرمختګ

*/*/*/*

                       د فلسطینیانو په ضد د حشي صهیونیسټي رژيم دجنایتونو دوام

*/*/*/

 او د تیریګرصهیونیسټ رژیم په ضد د ملګروملتو پریکړه لیکونه ،په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځيني مهمې پيښې وې ، اوس  مو هم رابولوو د لویدیځي آسیا د ځينو پيښو په اړه  دتحلیلی برخې آوریدو ته .

      د سعودي عربستان ولی محمد بن سلمان تیره اونۍ د فارس خلیج دملګرتیا شورا پنځو عربو غړو هیوادونو ته سفر درلود. محمد بن سلمان  عمان ته له سفره وروسته ،متحده عربی اماراتو او بیا هم قطر ته لاړ ،  دسعودي عرب ولی عهد بیا بحرین او کویت ته هم سفرونه درلودل .

ټاکل شوې ده ، د فارس خلیج د ملګرتیا شور ادغړو هیوادونو دوه څلویښتمه سرمشریزه  هم د دسمبر په څوارلسمه نیټه ترسره شي .  پر  دې اساس  دفارس خلیج دملګرتیا شورا پنځو غړو هیوادونو ته د محمد بن سلمان سفر  ددغې شورا  د راتلونکي اونۍ له غونډې سره  بې ارتباطه نه دی .

Image Caption

 

جرمني خبري آژانس  لیکلي دي ، د محمد بن سلمان په دغه پړاویز سفر کې  د هغه تمرکز  په سیمې کې  دګډ ا هتمام په باب   د درستو مسئلو او زمینو په زمینو کې  د فارس خلیج د ملګرتیا شور د غړو هیوادونو  ترمینځ  دملګرتیا او غږملتیا پیاوړتیا  ده . په دغو هیوادونو کې له مشرانو سره دمحمد بن سلمان خبرې اترې د سیمه ایزو  او نړیوالو سیاسي مسئلو په نسبت د یوموټي دریځ  موضوع  وه .

      دبن سلمان په دغه پړاویز سفر کې  قطر او اماراتو ته سفر ډير  زیات اهمیّت درلود.  په ۲۰۱۷کال کې  له قطر سره د څلورو عربو هیوادونو د اړیکو د تاؤرتیخوالی له وخت راهسې ، دا  دوحې ته د سعوي عرب د ولی عهد  لومړنی سفر  ؤ .  له  کابو څلورو کلونو وروسته  د ۲۰۲۰کال په جنورۍ کې په العلا غونډې کې  څلورو عرب  هیوادونه له قطر سره  پخلاشول .؟ قطر  پخ ۲۰۱۷کال کې  دسیاسی او اقتصادي اړیکو له غوڅیدا مخکې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳کلونو کې  سعودی عربستان ته  څه دپاسه درې میلیاډ ډالرو په ارزښت صادرات  درلودل . د ۲۰۱۷کال  د بحران له رامینځةکیدا په مخکې کلونو کې  د دواړو هیوادونو داړیکو په اوج کې، قطر سعودی عربستان ته  د  کابو شپږ سوه درط دیرش میلیون ډالرو په ارزښت  په ترټولو لوړه سویه  صادراتو درلودلي دي . د سعودي عربستان لپاره د یومیلیارډ ډالري بازار په توګه   له قطرسره  د اقتصادي  اړیکو پیاوړتیا، چې دکرونائي بحران له امله  دځوړتیا  دجبرانولو لپآره  په هڅې کې  ده ،  ډير اهمیّت لري .

دسعودی عربستان ولی عهد په داسې شرائطو کې پنځو عربو هیوادونو ته خپل پړاویز سفر  کړی ، چې  دعربستان په داخل او بهرن کې د هغه  موقعیّت په لړزا دی .  د ۲۰۲۱کال له جنورۍ څخه چې جوزف بایډن په امریکا کې  واک ته رسیدلی ،  دمحمد بن سلمان  موقعیّت هم  په داخلی  سویه او هم په بهرنۍ سویه  لړزیدلی دی .

 که څه هم  محمد بن سلمان  د سعودي پاچائۍ  د ګدۍ دترلاسه کولو لپاره  لومړی چانس لري   او  د قدرت په جوړښت کې  لازیات نفوذ لري ،خو  د محمد بن نایف پشمول دهغه ځیني سیالانو څخه د جوزف بایډن حکومت  ملاتړ کوي.  په عین حال کې  بن سلمان  د عربستان دقدرت په جوړښت  کې د تیر وخت په نسبت ډير محتاط  اقدام کوي .

 په بهرنۍ سویه  هم محمد سلمان تیر ځائيګی ، په تیره بیا   دلویدیځي قدرونو سره  نه لري او  خپل موقعیّت لړزانه ویني . د سعودي عربستان سیمه ایز سیاست  هم ددغه هیواد لپاره څه بریا نه ده درلودلې  او عملا  هغه بې تجروبه والی او د سیاستونو ناکامي ، چې  محمد بن سلمان  ئې اصلي پلانونکی او اجرا کونکی ؤ ،  اثبات شوي ده . عربستان  احساس کوي ، چې له خپلو سیمه ایزو سیالانو څخه  حتی د فارس خلیج د ملګرتیا شورا  په داخل کې هم وروسته پاتې دی ، نو ځکه باید  زرترزره  په جبرانونکو اقداماتو لاس پورې کړي .  د افغانستان په دوسیې کې  له قطر وروسته پاتیکیدا، د یمن له جنګه  په وتلو کې  له اماراتو  وروسته پاتیکیدا، د فلسطین د بحران په سیمه ایزو او نړیوالو دوسیو کې دعربستان د موقعیّت او رول کمزورتیا  او  د ایران د  ایټمی موضوع   د حل لپاره  نوي امیدونو ته په پام سره  له ایران سره د خپلو  اړیکو په ښه کیدا و پياوړتیا کې  د سیمې له هیوادونو  وروسته پاتیکیدا،  په دې زمینې کې روښانه مصداقونه دي .

Image Caption

 

 الخلیج الجدید  خبری سایټ هم په یوه راپور کې لیکلی دي ، عربستان  د فارس خلیج دملګرتیا شورا کنټرول له لاسه ورکړی دی  او متحده عربی امارات  اوس د سیمې په سیاستونو کې  د دوي اصلي  سیال دی .د ابوظبئ  ولی عهد محمد بن زاید،  چې د متحده ایالاتو  د اعتماد وړ دی ، اوس  دسعودي عربستان په بهرني سیاست  نفوذ اعمالوي . اماراتو په ۲۰۱۷کال کې د محمد بن سلمان په قانع کولو سره،  قطر  له ترهه ګرۍ څخه  دملاتړ او د سیمې په چارو کې په ګوت وهونکو تورونو  سره ، کلابند کړ . سعودیانو دغه کلابندي  په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې  دجوزف بایډن  له بریالیتوب وروسته لغوه کړه ، خو  له دغې کلابندۍ ئې هیڅ ګټه ترلاسه  نه کړائ شوه  او دغه کلابندۍ  ددغه هیواد لپاره ډيرې نتیجې  ولرلې. عربستان په ۲۰۱۵کال کې  د یمن د مستعفي  او فراري  ولسمشر عبدربه منصور هادي قدرت ته بیرته ګرځولو په امید  او له انصار ا... غورځنګ سره دمقابلې په هیلې سره  د یمن په ضد جنګ ته وارد شو ، خو له اوو کلونو تیریدا وروسته ئې درنده ماته وخوړله  او تر دې دمه هیڅ په لاس نه دي ورغلي .

             د فلسطنیانو په ضد د صهیونیسټ رژيم  دجنایتونو په دوام سره ، نړیوالو اورګانونو تیره  اونۍ  ددغو جنایتونو باندې غبرګون وښود.  صهیونیسټي پوځیانو د تیرې شبنې په ورځې  په قدس ښار کې په باب العامود سیمې کې په دې پلمې  چې پنځه ویشتم کلن فلسطیني محمد سلیمه ، دصهیونیسټ میشته ښارګوټو په  اوسیدونکو   په ساړې وسلې سره  دحملې نیّت درلود،  دهغه په لور ډزې وکړې  او دغه فلسطینی ځوان ئې شهید کړ . د ملګروملتو دبشری حقوقو  ادارې ، ددغه جنایت په غبرګون کې  په یوې اعلامیې کې  د اسرائيلي پولیسو دغه اقدام ؛ له قانوني چوکاټه  بهر پانسي ؛ وبلله . د بشری حقوقو ددفتر په اعلامیې کې د اسرائيلي پوځيانو  دجنایت په باب راغلي دي ،له قانوني چوکاټه بهر  د قتل عملیات ، د فلسطینیانو په ضد  له مرګوني زور څخه د اسرائيلو د امنیتی او وسلوالو  ځواکونو  د منظمې شوي  استفادې نتیجه ده  چې   له ملاتړه  هم برخمن دي  او همداراز  دفلسطینیانو  د وژلې په وړاندې  ددغو ځواکونو  نه مواخذه کیدا  نتیجه ده .: 

پر دې سربیره ،د ملګرو  ملتو عمومی اسمبلۍ هم د تیرې جمعې په شپه، د صهیونیسټ رژيم په ضد  نور شپږ پریکړه لیکونه تصویب کړل .په دغو پریکړه لیکونو کې  د فلسطینیانو  او همداراز د سورئې په جولات او په ختیځي بیت المقدس کې د ښارګوټو د جوړونې په ضد د بشری حقوقو  خلاف ورزي محکومه شوې ده . په دغو پریکړه لیکونو کې همداراز دغزې له سمندر، هوا او مځکې له لارې  کلابندي ، په نیواکي ټاټوبو کې  د فلسطینیو ښاريزو  په ضد د صهیونیسټ میشته ښارګوټولمسونکي اقدامات  او هم د  فلسطنیانو خپل سري نیونې او زندانکي کول محکوم  او خپلو کورونو ته د  فلسطینیو کډوالو پر بیرته ستنیدا ټينګار شوی دی   . به دغو پریکړه لیکونو کې له صهیونیسټ رژیمه غوښتل شوي دي ، دسورئې د جولان په باب  د ملګروملتو تصویب شوو پریکړه لیکونو باندې دې  عمل وکړي او ددغې سیمې نیواک  دې ختم کړي .

 د ملګروملتو دبشری حقوقو شورا هم د ۲۰۲۱کال په مئ میاشت کې په فلسطینیو ټاټوبو کې د ؛بشریحقوقو د بوږنونکو  حالاتو په موضوع  سره په یوې ځانګړي غونډې کې  داسرائيلو په ضد پریکړه لیک تصویب کړی ؤ .د ځينو لویدیځي  هیوادنو له هڅې سره سره ، د اسرائيلو په ضد دغه پریکړه لیک ، د نهو منفي  او څوارلسو سپينو رایو په مقابل کې په نولسو مثبتو رایو سره  تصویب شوی ؤ .

 ملګروملتو او د هغو اورګانونو ، په تیره بیا په وروستیو کلونو کې د اسرائيلو په ضد ډیر پریکړه لیکونه تصویب کړل .البته دغه پریکړه لیکونو ، د فلسطین په معادلې کې هیڅ بدلون نه دی رراوستی .دغه زیاتره پریکړه لیکونو اجرا لازمي نه ده او هغو پراخو ملاتړونو ته په  پام سره چې دغه نیواکګر رژيم  ئې له  استعماری قدرتونو په تیره بیا د امریکا  له خوا ترلاسه کوي،د صهیونیسټانو په وسیله پرې سترګې پټیږي او  نیواکګر اقدامات  او توپیري او پر توکمپالنې مشتمل جنایتونه  او نیواکګر اقداماتو هماغه راز دوام  درلودلی او لاسخت شوي دي .

 په همدې اساس ، اسرائيلي پوځیانو  د جمعې په ورځې  د نابلبس په جنوب کې واقع په بیتا ښارګي کې یو فلسطینی ځوان جمیل ابوعباس شهید کړی دی .د بیتا ښارګي اوسیدونکو د جمعې په شپه د جمیل ابو عباس دجنازې دستورې ترسره کړې .په دغو دستورو کې ګډون کونکو د فلسطین له مقاومته د ملاتړ په اعلانولو سره، شعارونه ورکړل چې؛ مونږ د قوماندان محمد ضیف( د قسام کنډکونو عمومي قوماندان )کسان یوو:: 

*******************

 د تهران د پشتو خپرونې خوږو مینه والو په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې د ځینو مهمو پيښوپه باب د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ ،نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو،باید ووایو چې  زمونږ انټرنیټي درک    PARSTODAY.COM/PS   هم درسره نوټ کړی  او له خپلو ملګرو سره ئې هم شریک کړئ ، تاسو زمونږ په دغه انټرنیټي پاڼې  تازه  او وروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه ،تبصرې،راپورونه،مرکې او دغه راز سپورټي ، روغتیائي، ټولنیز او اقتصادي خبرونه او مطلبونه هم په ژوندئ بڼه آوریدلی شئ، همداراز د خپلو ښو ښو وړاندیزونو،لیکنو،شعرونو پيغامونو، لیکونو او  غږیزو پیغامونو باندې مشتمل هرکله راشه پروګرام هم لیدلی او آوریدلی شئ ، ستاسو  دښو ښو او  په زړه پورې وړاندیزونو اولیکنو په تمه تر بل مطلب پورې  درته نیکمرغه  او سوکاله ژوند غوښتونکي یوو . بریالي ووسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه