Jan 16, 2022 14:29 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د لویدیځي اسیا ځيني مهمې پيښې

د تهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو،په دې شیبو کې د لویدیځي آسیا د ځینو مهمو پیښو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، نننۍ  برخه ټوله  دعراق وروستیو بدلونونو ته بیله ده .نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

  دعراق د  نوی پارلیمان لومړنۍ غونډه دتیرې یکشنبې په ورځې ترسره شوه. دغه پارلیماني ناسته  له څو ساعته ځنډه وروسته ترسره شوه .د تیرې یکشنبې ورځې په ناستې کې کرد استازو د کردانو په دودیزو جامو سره  او د صدر بهیر استازو هم  دکفن په اغوستو سره پکې ګډون  وکړ .کرد استازو  په کردي ژبه سوګند پورته کړ . 

په عین حال کې د عراق د پارلیماني غونډې لومخړنۍ ترټولو مهمه پيښه هغه اخ و ډب ؤ چې د ځينو استازو ترمینځ رامینځةشو. د غږملتیا  چوکاټ کمیټې  چې د شیعیانو د سیاسی ډلو ټپلو دغږملتیا کار په غاړه لري،د غونډې مشرۍ ته ئې په اته اتیا استازو سره د ترټولو سترفریکشن په توګه دمعرفي کولو لپاره خپله غوښتنه وړانډې کړه او د صدرفریکشن هم په جلا توګه خپله غوښتنه چې شپږ اویا استازي لري،وړاندې کړه.

 د غونډې پر فضا د واکمن تاؤتریخوالي له زیاتیدا وروسته ،غږملونکي چوکاټ ،د پارلیمان دریئسیه پلاوي د ټاکلو د موضوع ،د کاندیدانو په سر  د نهائي موافقې تر وخته دځنډيدا غوښتنه مطرح کړه ، خو د پارلیمان ترینګلي او تاؤتریخجنه  فضا د خولې دشخړې ان تر اخ و ډ ب پورې ورسیده او  یوه استازي د پارلیمان د زیات عمر لرونکي استازي په لور حمله وکړه او د پارلیمان په صحن موجوده په ترینګلي فضا پسې د المشهداني بدني وضعیّت بد شو او په دې پسې یوه ایمبولانس هغه  دبغداد په شنې سیمې کې  ابن سینا روغتون ته منتقل کړ .

        د پارلیمان استازو  له دوهم  زیات عمرلرونکي استازي  عامر الفایز څخه وغوښتل چې د غونډې مشري دې وکړي،خو هغه دغه غوښتنه رد کړه. وروسته  په هغه پسې دریم بوډا استازی خالد الدراجي چې  سُنی التقدم ائيتلاف استازی  دی ، له المشهداني او الفایز وروسته ئې  د پارلیمان د غونډې  اداره کول په غاړه واخستل، خو د غږمله چوکاټ فریکشن غړو  او د بهیرونو ځینو نورو کاندیدانو د پارلیمان غونډه بایکاټ کړه  او ووتل . دغونډې په پاي کې محمد الحلبوسي ، د محمود المشهداني دڅوارلسو رایو، د څوارلسو رد شوو رایو  په مقابل کې په دوو سو  رایو سره د عراق د پارلیمان د مشر په توګه وټاکل شو او د صدر فریکشن استازی حکیم الزاملي  د  مشر د لومړي مرستیال   او د کردستان د ډ يموکراټيک  ګوند استازی شاخوان عبدا.... ددوهم  مرستیال په توګه غوره شول .

Image Caption

 

دغونډې په ختمیدا سره ،د پارلیمان د مشر د ټاکنې په بهیر  اعتراضونه هم پیل شول .دغږملونکي چوکاټ  ائيتلاف دعراق دفیډرل محکمې مشر ته په یوه لیک کې د پارلیمان دمشر او ریئسیه پلاوي  دانتخاباتو  بهیر  د هیواد له اساسی قانون سره په توپير کې وبالۀ او  ددغو انتخاباتو دباطلولو غوښتنه ئې وکړه . دغه ائيتلاف پخپلې اعلامیې کې وئيلي دي ،چې  له المشهداني سره شخړه  د هغه  دزخمي کیدا او روغتون ته دهغه دمتقلیدا سبب  شوي ده ، البته  چې له بده مرغه ځیي لورو د قانون مادو ته له پامه پرته  د غونډې پر دوام ټينګار وکړ . په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،مونږ  هغه سیاسی لوري چې ددغې شخړې او اخ وډب تر شا ودریدل ،د هغې انحصار پالنې  او د اړۍ ګړئ  او تاؤتریخوالی څخه د  نتیجو بشپړ مسئول ګڼو،  چې د دوي دغوښتنو دتپلو په خاطر  شوي دي .  غږملونکي چوکاټ ائيتلاف  پخپلې اعلامیې کې زیاته کړې ده ، مونږ د پارلیمان د مشر او دهغه د دوو مرستیالانو د انتخاباتو دغونډې نتیجې په رسمیّت نه پيژنو،ځکه دغه غونډه د دپارلیمان دزیات عمر لرونکي مشر په نه شتون کې چې هماغه شان د خپلو دندو ترسره کولو ته ژمن دی ، ترسره شوي ده .

         د عراق دپارلیمان دغونډې په اړئ ګړئ پسې له دغو اعتراضونو وروسته، د عراق فیډرل محکمې،ددغه هیواد دنوي پارلیمان ریئسیه پلاوي ټاکل کیدا وځنډوله .د عراق دفیډرل لوړې محکمې د پنجشنبې په ورځې اعلان کړی  چې دغه فیصله د  پارلیمان د استازو ،باسم خزعل خشان او محمود داؤد  له خوا د ترسره کوي شکایت په ارزونې سره صادره شوې ده . د عراق د پارلیمان دغو دوو استازو  دهغو خلاف ورزیو په باب چې  د نوي پارلیمان په لومړنۍ غونډې کې  او د نوي ریئسه پلاوي د ټاکل کیدا په بهیر کې شوي دي ،فیډرل  محکمې ته شکایت کړی دی . فیډرل محکمې پخپلې فیصلې کې  د ټاکل شوي ریئسه پلاوي  فعالیت  ددغو دوو استازو په شکایت تر بشپړ ارزونې پورې په موقته توګه ځنډولی  دی .

Image Caption

 

دعراق د پارلیمان لومړنۍ غونډې درې مهم ټکي درلودل .

 لومړی ټکی ئې ، د مشر او دهغه  د دوو مرستیالانو معرفۍ وښودله چې  د صدر بهیر او د التقدم  ائيتلاف  او د کردستان ډیموکراټيک ګوند غږملتیا سره شته  او ممکنه ده صدر بهیر ددغو دوو ګوندونو او دځینوشیعه ډلوټپلو په مرستې سره  د عراق د نوي لومړي وزیر دمعرفي کولو او د کابینې دجوړولو په لټه کې  شي .

دوهم ټکی  د عراق د پارلیمان د دوهم ځل د مشر په توګه  دالحلبوسي په ټاکنې سره   ډیری څارونکي لیرې نه ګڼي  چې  برهم صالح هم  د دوهم ځل لپاره دعراق د  ولسمشر په توګه وټاکل شي ،ځکه نور د عراق ددرو واړو قواؤ د مشرانو دبیرته نه مشر کیدا په باب مطرح شوي سره کرښه  نشته او خلاف ورزي ئې شوې ده او له بل پلوه  د کردستان  د وطن پالې اتحادئې ګوند  هماغه راز ددغې څوکۍ د ترلاسه کولولپاره   دبرهم صالح پر کاندیدیدا ټینګار کوي .

دریم ټکی،په عراق کې  دنوو تاؤتریخوالو درامینځةکیدا  احتمال هم شته . په همدې خاطر  هم  د جمعې ورځې په الاعظمیه  سیمې  کې د پارلیمان دمشر محمد الحلبوسي په مشرۍ د التقدم ګوند او  په الیرموک سیمې کې د خمیش خنجر په مشرۍ دالعزم  ګوند په  دوو مرکزونو  ناپيژاندو کسانو په لاسي بمونو سره حملې کړي دي .

 دغه حملو د سیاسی ګوندونو د رهبرانو او شخصیّتونو  له خوا ډير غبرګونونه  درلودلي دي .د عراق د ملی  حکمت بهیر  مشر عمار حکیم ، دهغه څه په باب  چې د عراق دبې ثباته کولو لپاره ئې شکمن پلانونه بللي ، خبرداری ورکړ .

  همداراز  د  الفتح ائيتلاف  مشر هادي العامري  او دقانون د حکومت  ائيتلاف  مشر نوری المالکي  هم  ددغو حملو په محکومولو سره  دا بې توجیه بللي او محکومې ئې کړي دي .

 له دغو حملو مخکې هم  دعراق په شنې سیمې کې  دامریکا په سفارت توغندوي حمله شوې وه .په دې باب هم ،  له الحشد الشعبي  سره د نزدې ډلو پشمول  عراقي ډلو ټپلو   هم دا حمله محکومه کړه .  د عصائب اهل الحق  غورځنګ عومي منشي   قیس  الخزعلی ،  په دغې حملې په غبرګون ښودلو سره  په دې کې د مقاومت د ډلو ټپلو هرډول لاس درلودپه کلکه رد کړي او ټيڼګار ئې کړی ، چې دغه حمله  دعراق د اوسني وضعیّت دګډوډولو په موخې سره  شوې ده .

          په اوسني حساس پړاؤ کې  ، چې عراق  د لومړي وزیر د ټاکنې او د حکومت دجوړولو په درشل کې دی ، داسې ښکاري ، چې ځینی لاسونه ، دعراق د امنیت او ثبات  په ګډوډولو پسې دي ، څو  دلومړي وزیر  ټاکل او دحکومت جوړیدا   وځنډول شي، په دغه هیواد کې د نیواکګرو شتون توجیه کړي او  د ترهه ګرو ډلو ټپلو دبیرته ستنیدا زمینه  هم برابره شي .

په عراق کې ددغه شان بدلونونو اصلی علت ، په دغه هیواد کې دامریکائي ترهه ګرو نیواکګرو شتون دی . عراقیان  د خپل هیواد داساسی قانون په اساس ، چې  دعراق پر حاکمیّت او خپلواکۍ ټینګار کوي ، هم له خپل هیواده د پردَیو عسکرو د وتلو دضرورت په باب ددغه هیواد دپارلیمان مصوبه، پخپل هیواد کې د امریکائي عسکرو شتون  نه زغمي  او په همدې علت ، له دې وروسته چې  امریکا وئيلی دي،په عراق کې به خپل شتون ته دوام ورکړي، ډيری خلکو او مقاومټي ډلو  دامریکائي حکومت له دغې فیصلې سره  خپل چورلټ مخالفت اعلان کړی دی .

پر دې اساس داسې ښکاري ، چې په عراق کې د سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو پر دفترونو، په تیره بیا دددغه هیواد له اهل تسنن سره په اړونده دوو ګوندونو التقدم او العزم  پر دفترونو باندې  حملې د اهل تشیّع د ډلو ټپلو په ضد د اهل تسنن د ګوندونو اوقبایلو د  راپارولو په موخې سره شوي دي ، ځکه  د اهل تشیّع ګوندونو او ډلو ټپلو تر ټولو زیات  په عراق کې د امریکایانو له شتون سره خپل مخالفت نندارې ته وړاندې کړی دی او په همدې علت  دا  پياوړی احتمال  مطرح کیږي ، چې  امریکا او له هغو سره اړونده دعربستان او صهیونیسټي رژيم په څير  سیمه ایز تالی څټي ئې  په عراق کې د فتنې د رامینځةکولو لپاره  له هیڅ ډول لمسونو ډډه نه کوي .

******************

  خوږو دوستانو   په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځینو مهمو بدلونونو ته دکتنې په باب د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې  د تهران ریډیو د انټرنیټي سایټ درک  PARSTODAY.COM/PS   درسره نوټ کړئ   او له وروستیو سیمه ایز او نړیوالو خبرونو ، مقالو ، تبصرو ، راپورونو   او مرکو  ځانونه خبر کړئ او د خپلو لیکنو ، شعرونو ، پیغامونو او ښو ښولیکنو باندې مشتمل هرکله راشه پروګرام هم  په ژوندئ بڼه  په آرشیو کې   آوریدلی شئ، نو تربله وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو ،ا... مو مل او ملګری . او سوکاله ژوند ولرئ.

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************************************  

 

ټیګونه