Jul 11, 2022 13:26 Asia/Kabul
  • د لویدیځي آ سیا پيښې په تیرې اونۍ کې

د تهران دپشتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لویدیځي آسیا د ځينو مهمو پيښو په اړه له  اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغه ننني مطلب کې درته د لویدیځي آسیا یا هماغه مینځني ختیځ سیمې د تیرې اونۍ ځينو مهمو پيښو خلاصه درآورو، او ورپسې مو هم یوې تحلیلی برخې آوریدو ته رابولوو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي .

*/*/*/

                 په الجزایر کې د اسماعیل هنیه او  محمود عباس سره لیده کاته

*/*/*/*

               په رام ا... کې  د اسرائيلو له جنګ وزیر سره د محمود عباس کتنه

*/*/*/*

                               او په عراق کې د سیاسی سلامشورو  دوام ، په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې ځينې مهمې  پيښې وې چې  د ځينو مهمو په اړه مو اوس هم رابولوو ، د تحلیلي برخې آوریدو ته ...

 د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه او د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو  مشر محمود عباس تیرې سه شنبې ورځې د وواړخیزو اړیکو له څوکلنې غوڅيدا وروسته سره لیده کاته وکړل . د اسماعیل هنیه او محمود عباس دغه لیده کاته په الجزایر کې شوي  او د الجزایر  ولسمشر عبدالمجید تبون ، د سه شنبې په شپه  له فرانسې د الجزایر دخپلواکۍ د شپتمې کلیزې په جشنونو کې د فلسطینیو پلاؤ  دګډون په څنډې کې،د اسماعیل هنیه او محمود عباس په شتو سره  یوه ناسته وکړه .

 د الجزایر ټيلیویژني چینل ددغې کتنې د عکسونو په خپرولو سره،د اړیکو په څوکلنې سړیدا پسې د دواړو لورو لیده کاته تاریخي وبلل .حماس غورځنګ هم  پخبل انټرنیټي سایټ کې دیوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره  دغه لیده کاته برادرانه وبلل .اسماعیل هنیّه په الجزایر کې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره لیده کاته،د فلسطین د مبارزې د لرلید لپاره  یوه نوي مرحله وبلله او وې وئيل ،  د فلسطین ولس چې  دغه  بهیر ته ډير امیدونه لري ،ددغې کتنې هرکلی کړی دی . هنیّه ټينګار وکړ، د فلسطین آزادي  له مقاومت او وحدت اویووالي پرته  تحقق نه مومي، یوداسې موضوع چې په ملی ضرورت بدله شوې ده .  په همدې دلیل  مو د الجزایر د ولسمشر عبدالمجید تبون بلنې ته  په مثبت ځواب ورکولو کې چې د فلسطین په ملی وحدت ټينګتیا کوي ، شک ونه کړ. 

=د الجزایر  د ملی پارلیمان  مشر صالح قوجیل  هم په دغې کتنې کې د فلسطین موضوع  د الجزایر د حکومت او ملت لپاره یوه مرکزي موضوع وبلله او وې وئيل  الجزایروال ، د قدس به مرکزیّت سره د یوه خپلواکه هیواد د جوړیدا په باب  دفلسطین دملت پر حق ټينګار لري .قوجیل د فلسطین له آئيډیا څخه د ملاتړ، ددغه ټاټوبي له ملت سره دبې قید اوشرطه مرستو او له استعماري پلانونو او د ښارګوټو له صهیونیسټي کولو سره په مقابلې کې  د یوې فعالې وسلې په خاطر د فلسطین دملی انسجام د ساتنې لپاره د ا لجزایر پر ژمنتیا ټينګار وکړ .

د اسماعیل هنیّه او محمود عباس تاریخي کتنه، لویدیځي آسیا سیمې ته د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن د سفر په درشل کې او  همداراز په نیواکي ټاټوبو کې د نفتالی بنټ د کابینې له دړې وړې کیدا څو ورځې وروسته ،شوې ده .

د ۲۰۰۶کال په پارلیماني  انتخاباتو کې د حماس غورځنګ په بریالیتوب پسې چې وتوانید،د ۷۴څوکیو په ګټلو سره دپارلیمان واکمن ګوند شي،د محمودعباس په مشرۍ فتح غورځنګ په پیل کې د انتخاباتو نتیجې ومنلې، خو دانتخاباتو له نتیجو سره  د  امریکا او اروپا له مخالفت وروسته ئې په دې پلمه چې  حماس یوه ترهه ګره ډله ده ، ، د نتیجو له منلو ډډه وکړه .. حماس غورځنګ دغه پيښې  د نه منلو وړ وبللې او  اعلان ئې وکړ ،  حکومت به ئې په غزې تړانګې کې  خپل فعالیّت ته دوام ورکړي ، ځکه دغه حکومت ، د رایو صندوقونو ته تلو له لارې   او دملت په کلک هوډ سره واک ته رسیدلی دی .  له هماغه کاله تر دې دمه دف لسطین د کورواکه تشکیلاتو او حماس په اړیکو کې تاؤتریخوالی او اختلاف   واکمن شوی دی .   

Image Caption

 

    له اسماعیل هنیّه سره د محمود عباس له لیدوکاتو یوازې دوه ورځې وروسته د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر د صهیونیسټ رژيم له جنګ وزیر سره لیده کاته  او د دغه رژيم له لومړي وزیر سره هم ټيلیفوني خبرې وکړې. د صهیونیسټ رژيم  له جنګ وزیر بنی ګانټس سره د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو   له مشر محمود عباس سره  په رام ا... کې لیده کاته وکړل . محمود عباس په دغې کتنې کې چې سیمې ته د جوزف بایډن  له سفره څو ورخې مخکې ترسره شوه ، لاسلیک شوو  موافقو ته داحترام  او د سیاسی افق د رامینځةکولو او هم د هغو اقداماتو ددریدا   پر اهمیّت ټینګار وکړ ، چې د حالاتو د ترینګلتیا لامل کیږي .

 بر دې سربیره،محمود عباس دجمعې په ورځې  په تیرو پنځو کلونو کې  د لومړي ځل لپاره د  امنیتی ملګرتیاؤ  د دوام په باب ، له صهیونیسټي لومړی  وزیر سره  ټيلیفوني خبرې  وکړ . ددغه رژيم له لومړي وزیر سره د محمود عباس تر ټولو وروستی تماس ، ۲۰۱۷کال ته ورګرځي ، چې د محمود عباس  او بنیامین نتن یاهو ترمینځ شوي وې .

د محمود عباس دغه اقدامات د فلسطینیو ډلو له اعتراض سره مخامخ شول .  د حماس او اسلامی جهاد پشمول فلسطینیو ډلو ټپلو  تل  د صهیونیسټ رژيم او  د رام ا... د کورواکه تشکیلاتو  ترمینځ په امنیتی غږملتیاؤ  اعتراض  کړی او  ددغو ایړکو د ختمولو غوښته ئې کړې ده .  د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي طارق سلمی  د تیرې جمهې په ورځې ،په لویدیځي غاړې کې د مقاومت د ځواکونو په ضد له صهیونیسټي نیواکګرو سره د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو  او د دوي د امنیتی او پوځي اوګرانونو د ملګرتیاؤ په محکومولو سره ټينګار کړی ،  پر امنیتی  لیدوکاتو او تماس باندې ټینګار  د  دښمن له ګټو او د هغوي له نقشو سره مرسته  او د دوی خدمت کول دي  او د فلسطین دملت په ضد د هرې ورځې دتیریو لپاره ددښمن لاس پرانیزي .   

د فلسطین د اسلامی  جهاد غورځنګ ویندوي ،له دښمن سره د رابطې دوام  چې  د فلسطین په ملي سویه یوه ممنوعه  او مجرمانه چاره ګڼل کیږي ، د هغه وحدت په بیرته ترلاسه کولو او  کې یو اساسي خنډ دی  چې  د فلسطین ملت ئې چغه پورته کوي او د اسلامی امت پتمن ورته هیله لري .سلمی له صهیونیسټي نیواکګرو سره د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو له امنیتی ملګرتیاؤ  سره سره د اردن سین په لویدیځي غاړې کې دمقاومت اومبارزې دوام ته په اشارې سره ټينګار وکړ ،مونږ  د نیواکګروله تیریو  او د ښارګوټو جوړونکي پروژې سره د مقابلې او مبارزې لپاره  په لویديځي غاړې کې  د فلسطین داسلامی جهاد  دمیړنیو کنډکونو په توان کلک  ایمان لرو .   

Image Caption

 

                د عراق  له پارلیماني انتخاباتو ورسوته له سیاسی بندونه د وتلو لپاره د دغه هیواد دسیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو او  عربو شخصیّتونو ترمینځ  سیاسی مشورې تیره اونۍ  هم روانې وې .  په همدې لړ کې ، د عراق د پارلیمان  مشر محمد الحبوسي په پنجشنبې ورخې  د عراق د عصائب  اهل الحق غورځنګ  له منشي قیس الخزعلی سره  په کتنې کې له سیاسی بحرانه د وتلو دلارو چارو او دعراق د سیاسی بدلونونو په باب ارزونه وکړه . په دغې کتنې کې لورو،  دملی مسنجم او  مضبوت  ملی حکومت د جوړولو په لاره کې د خنډونو دلیرې کولو لپاره د هلوځلو  له  اوږدولو  د ډډه کولو او په سیاسی بهیر کې د پرمختګ په خاطر،درستو ډلوټپلو  ته د ګډې ملګرتیا  د ضرورت په ډاډمن پيغام ټينګار وکړ . 

 د عراق د کردستان وطن پالې ټولنې  مشر بافل طالباني ، په بغداد کې د عراق د پخواني ولسمشر جلال طالباني په کور کې  د دغه هیواد دلومړي وزیر مصطفی الکاظمي  او د ولسمشر برهم صالح  کروبه ؤ . په دغې کتنې کې د عراق سیاسی ، امنیتی او اقتصادي بدلونونه  وارزول  شول او  خبرواترو او تفاهم ته د لومړیتو بد ورکولو او دس یاسی ځواک دغونډولو لپاره  پر هلو ځلو  بحث او دنظر تبادله وشوه .

د عراق د ملی حکمت  ګوند رهبر سید عمار حکیم  هم  د کردستان دوطن پالې اتحادئې   له مشر بافل طالباني سره  په کتنې کې ووئيل ،  دغوره ملی  حکومت جوړښت باید  په درستو ډګرونو کې د عراق ملت ته د ډاډ ورکولو په لړ کې وي. د عراق دملی حکمت بهیر یا غورځنګ رهبر  کرد سیاسی ډلو ټپلو څخه وغوښتل ،د ولسمشر ۍ دکاندید په باب سره موافقې ته ورسیږي ، ځکه دا موضوع د حکومت دجوړیدا او دسیاسی بحران دسترې برخې په حل کولو کې   ډير رول لري .عمار حکیم همداراز په دې خبرې په ټينګار سره چې  درست لوري ، په دغه هیواد کې د سیاسی بندون  دختمولو مسئول دي ،یو ځل بیا ئې  په عراق کې   د ونډې له غوښتې  او د څوکیو له ویش لیرې،د صادق او ښه ملی  حکومت جوړیدا  غوښتنه وکړه .

    په عین حال کې د شیعیانو دغږملونکي چوکاټ ځینو غړو مسئولانو،د مصطفی الکاظمي له صدراعظمۍ سره خپل مخالفت اعلان کړ.په الاطارالتنسیقي مشهور  د عراق د شیعیانو  دغږمله کمیټې (غږملونکي چوکاټ) سره اړونده  دالقانون حکومت   ائيتلاف یوه مسئول  کاظم الحیدري  دتیرې پنجشنبې په شپه ټينګار کړی،د سیاسی ائيتلافونو په داخل کې ځیني نامې مطرح کیږي ،همدارازیوشیمیر شناندي په ګمانونو سره ، ځيني کسان د صدراعظمۍ کاندیدان  ګڼي،خو دا چاره سمه نه ده  او د راتلونکي لومړي وزارت لپاره هیڅ نامه نه ده اعلان شوې . الحیدري زیاته کړې ،ځینو کسانو د الکاظمي نامه، دصدر دبهیر  د منلو وړ یوې څيرې په توګه  معرفي کوي،خو دا سمه نه ده او غږملونکی چوکاټ  ددې څوکۍ لپاره هیڅ یو شخصیّت نه دی معرفي کړی .

 څه موده مخکې  دعراق په پارلیمان کې د ؛الصادقون؛ فریکشن استازي محاسن الدلیمي  هم روښانه کړې ، زیاتره سیاسی فریکشنونه د مصطفی الکاظمي  د بیا لومړي وزارت  مخاف دي ،ځکه  دهغه د صدراعظمۍ پړاؤ له ډيرو ترینګلتیاؤ او مشکلاتو ډک ؤ .  الدلیمي دغه راز ووئيل ، د  الکاظمي د بیرته صدراعظمۍ سره دغه پارلیماني اوسیاسی مخالفت،د هغه دتیروتي کړچار په دلیل دی ، یو داسې کړچار ، چې  دترکیې او امریکا د لاسوهنو په وړاندې د عراق دملی حاکمیّت د ساتلو لپاره دهیڅ اقدام  دنه غوره کولو او د سیاسی او اقتصادی ترینګلتیاؤ او بحرانونو درامینځةکیدا لامل شوی  دی.

 دعراق پارلیماني انتخابات،تیرکال ترسره شول،خو تردې دمه سیاسی بهیرونه،د عراق د  نوي ولسمشر او لومړي وزیر د معرفي کولو په باب موافقې ته نه دي رسیدلي .  د سیاسی ډلو ټپلو  ترمینځ اختلافات  او د سیاسی بندون دوام سبب شوی ، د صدر بهیر استازو چې د پارلیمان  درې اویا څوکۍئې درلودې ، د مقتدی صدرپه غوښتنې ئې په پارلیمان کې له شتونه ډډه کړې ده .

خوږو دوستانو د لویدیځي آسیا  سیمې د تیرې اونۍ  د پروګرام  نننۍ برخه همدلته  پاي ته رسیږي ،  نو تر بلې اونۍ پورې مو له بل نوي مطلب سره په نیاؤمن خداي سپارو ،تل پاتې او سالم ژوند ولرئ .

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************  

 

ټیګونه