Aug 03, 2022 17:40 Asia/Kabul
  • تاریخ پانه

نن د نهی ورځ یا ۳ شنبه د۱۴۰۱ هجري لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا دامامانو د میاشتې له ۱۱ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د آګست له نهمې نیټې سره سمون خوري

خوږومینه والو په میلادي کال هیندارې کې  داګست نهمه نیټه  دځايي او سیمه ایزو خلکونړیواله ورځ نومول شوې ده ، ځایي خلک  زیاتره د بشری ټولنې هغې برخې ته ویل کیږي  چې تراوسه پورې  د دودیز ژوند دسټایل اوپوهې په اساس   ژوند کوي . معمولا  دپراختیا پهیر  په ځاي ټولنو کې دنورو ټولنو په نسبت سست  دی .   ددغه سستوالي علت  دادی چې عموما ځاي ټولنې پرخپلو دودیزو پوهو او لاسته راوړنو  او همداراز دخپلې ټولنې داړتیاؤ او شته شیانو  ترمینځ  د انډول   د ټينګیدا په اساس  دپراختیا لاره په وړاندې  لري .  یو ډول ویل کیدلی شي  چې  ځاي ټولنې  دنورو ټولنو په نسبت دپراختیا تل پاتې کیدا ته  زیات پام کوي .

 دپراختیا داړم په   خورامهم عنوان سره  طبیعي  سرچینو ته  دځاي ټولنو پام  ،لامل شوې ، څو  دنننۍ نړۍ  علمي ټولنې  ځاي پوهې ته   لازیات پام  وښئ .  په همدې دلیل  داګست نهمه نیټه  دځاي خلکو دنړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده .

 

۱۳۸۳ کاله پخوا  د ۶۱قمری کال د محرم دمیاشتې په یولسمه نیټه

  د عاشورا له غمیزې وروسته دحضرت امام حسین  علیه السلام  داهل بیت او اسیرانو کاروان  حرکت  دشام په لور  پیل شو.. د ۶۱قمری کال د محرم دمیاشتې دلسم یا عاشورا د ورځې  په تیریدا   او دغه راز  دحضرت امام حسین علیه السلام ا ودهغه بزرګوار دملګرو په شهادت پسې یزیدیانو دحسیني کاروان چورتالان ته مخه کړه . دوي دامام بزرګوار  خیمې وسوزولې  او  له ډيرو واړو واړو  شیانو لوټلو ئې هم ډډه ونه کړه . بلاخره د حضرت  امام حسین علیه السلام   کاروان دې ځل  دحضرت  امام سجاد علیه السلام  او دحضرت زینب بی بی سلام ا... علیها په مشرۍ   د یولسم محرم په ماښام  دکوفې په لور روان کړائ شو  او حسیني غورځنګ،  په یوه بله بڼه دوام وکړ .  که څه هم ، داسلام  دښمنان    توانیدلي  وو دامام بزرګوار ځواک ته ظاهرا ماته ورکړي  خو دبنی امیه ؤ  د ظالم  حکومت  رسوایانې  او دحضرت امام سجاد  علیه السلام او دحضرت زینب سلام ا... علیها  ایشواکونو    په تاریخ کې د امویانو مخ تور کړ  او دامام حسین علیه السلام  پاڅون  او هغه پاکه لاره ئې تل پاتې کړه

 

۱۰۳ کاله وړاندې  د ۱۹۱۹کال داګست په نهمه نیټه د ایران د وخت د لومړی وزیر  وثوق الدوله او انګریز لومړی وزیر لارډ کرزن  په وسیله  دایران اوانګلستان استعمار  بې شرمه تړون لاسلیک شو. ددغه تړون په اساس  چې د ۱۹۱۹ کال  په تړون مشهور دی، د ایران  سیاسی، پوځي او اقتصادي چارې  دانګریز مامورانو تر څارنې لاندې ورولي . انګلستان  دغه تړون   په روسیې کې  له انقلاب رامینځةکیدا  او  داستعماری سیالیو له ډګره  ددغه هیواد ترڅنګةکیدا وروسته  پر ایران وتپل شول . خو   دایران هغه آزادي غواړي ولس  له دغه تړون  سره   مقابلې ته مخه کړه  چې هیواد ئې عملا دانګلستان ترملاتړ لاندې وروسته ّ. له بل پلوه دانګلستان ځینو لودیځوالو سیالانو هم له دغه تړون سره مخالفت وکړ  اوبلاخره  د ۱۹۱۹تړون لغوه شو .  په عین حال کې  یونیم کال وروسته انګلستان  دیوې کودتا په پلانولو او اجرا کولو سره  رضاخان قدرت ته ورساوه  او دهغه دحکومت له لارې ئې  پر ایران  دخپلې سلطې دپیاوړي کولو ته ملاوتړله .

 

۷۷  کاله مخکښې د ۱۹۴۵ زیږدیز کال د اګست د میاشتې په ۹مه نیټه، په هیروشیما کې د امریکا د لومړني بوږنونکي اټومي بم له چاودیدو درې ورځې وروسته، د امریکا د وخت د ولسمشر، هاري ترومن په امر سره، د جاپان پر ناکازاکي بندري ښار د امریکا دویم اټومي بم وغورځول شو او دغه ښار یې په یوه شیبه کې وران ویجاړ کړ.

د امریکا موخه د بشري ضد جنایت له تکراره، په دویمه نړیواله جګړه کې د جاپان غوڅه ماتې او له قید او شرط پرته تسلیمیدل او د امریکا د پوځي زور ښودل و.

د ناکازاکي د اټومي بمبار مرګ ژوبله، په هماغه لومړیو شیبو کې، ۸۰ زره تنه وو چې د وخت په تېریدو او د راډیو اکټیو موادو د خطرناکه اغیزو سره، د قربانیانو شمیر زیات شو.

که څه هم چې د هیروشیما او ناکازاکي د اټومي بمبار اغیزه، د متفقینو پر وړاندې دجاپان تسلیمیدو ته اړ کړ ، خو دغه خطر یې هم نړیوالو ته تر غوږ کړه چې که د اټومي وسلو لروونکي هېوادونه، په ځانګړې توګه د امریکا ددولت ګټې هروخت په خطر کې ولویږي، له هیڅ ډول جنایته ډډه نه کوي.

 

۶۰  کاله وړاندې د ۱۹۶۲ میلادي کال د اګست په ۹مه نېټه، جرمنی لیکوال او شاعر ((هرمان هسه)) مړشو.

هغه په ۱۸۷۷ میلادي کال کې په یوه مذهبي کورنۍ کې وزږید او په زلمیتوب کې یې د شعر ویل پیل کړل.

نوموړي په ۲۰ کلنۍ کې خپله لومړنۍ شعري ټولګه خپره کړه.

هسه په ۱۹۱۲ میلادي کاله د سویس تابعیت واخیست او په دې هېواد کې استوګن شو.

هغه همدارنګه د خپل عمر په وروستیو کې ځینو ختیځو هېوادونو ته سفر وکړ او د ختیځ د اخلاقي کلتور تر اغېزې لاندې راغی.

هسه په ۱۹۴۵ میلادي کال کې د ګوټه جایزه او یو کال وروسته یې د نوبل ادبي جایزه وګټله.

دهسه له اثارو (( د دښتې لیوه))،(( د انځورګرۍ خوشالي)) او ((سیاسي نظرونه)) ته اشاره کولای شوو.

 

ټیګونه