Aug 11, 2022 15:16 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې یوویشتمه نیټه چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو د میاشتې له ۱۴ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د آګست له دولسمې سره برابره ده

۱۸۱ کاله پخوا  د ۱۲۶۳قمری کال د محرم دمیاشتې په څوارلسمه نیټه

یونامتو مسلمان پوه،محدث سید صدرالدین موسوی عاملي  دایران په یوه ښار اصفهان کې وفات شو.هغه دلبنان  په جبل عامل سیمې کې زیږیدلی ؤ .موسوي عاملی  په ماشوموالي کې عراق هیواد ته لاړ  او د نجف په علمیه حوزې کې  د زده کړو له بشپړ ولو وروسته  ئې څيړنې او مطالعې ته مخه کړه  او څه موده وروسته  دفقې ، دفقې داصولو  او حدیث په څير په علومو کې  ئې ډير مهارت ترلاسه کړ . ددغه مسلمان پوه  له تالیفاتو  څخه   د فقې او دفقې د اصولو په باب کې  یو مفصل کتاب پاتې دی ،همداراز  په نحو کې  هم هغه کتاب چې  شواهد او مثالونه ئې  دقرآن له آیتونو دي  ددغه لوي عالم بل اثر دی .

 

۱۵۰  کاله وړاندې د  اتلس سوه دوه اویایم میلادي کال د اګست په دولسمه نیټه، یو جرمن ختیځ پیژاندی فریټز کرینکو و زیږید. هغه دولس کلن ؤ چې انګلستان ته ولاړ او د ختیځی خاورې د کلتور مطالعې په تیره بیا اسلامي معارفو ته مخه کړه څو په دغه زمینه کښې لوړې درجې تر لاسه کړي. کرینکو په لاس لیکل شوي ډیر کتابونه چې د نابودی په حال کښې وو، سم او چاپ کړل. د قرآن مجید او نورو اسلامي کتابونو مطالعه د دی سبب شوه څو د اسلام د دین په حقانیت پوهه شي او بالاخره له محمد سالم کرینکو نوم سره مسلمان شو. دغه مسلمان ختیځ پیژاندي دیرش کتابونه خپره کړل چې اکثره پکښې د پخواني اسلامي متنونو ترجمه، منظمول او سمول وو.  هغه په نولس سوه درې پنځوسم میلادي کال کښې وفات شو.

 

۱۲۶ کاله د دولس سوه پنځه اویایم هجري لمریز کال د زمري په یویشتمه نیټه، د قاجاریه د دور یوه مبارزه او انقلابي څیره میرزا رضا کرماني د ظالم او مستبدباچا د ناصر الدین شاه قاجار د وژلې په وجه، په اعدامولو سره شهید کړی شو. میرضا رضا د تمباکو د بایکاټ غورځنګ په دور کښې چې د انګلستان د استعمار پر ضد یو خوځښت ؤ، د کډوډۍ رامینځته کولو او د خلکو د لمسولو په تور تر څلور کاله زنداني شو. هغه له آزادۍ وروسته استانبول ته ولاړ او هلته کښې له سید جمال الدین اسد آبادي سره آشنا شو او د هغه له ملګرو سره یوځای شو. میرزا رضا په دولس سوه پنځه اویایم لمریز کال کښې له استانبوله تهران ته راغی او پریکړه یې وکړه چې ناصر الدین شاه قاجار به چې په هیواد کښې د فساد جرړه وه، له مینځه یوسي. میرزا رضا د همهغه کال د غوایی میاشت په دیارلسمه نیټه، د قاجار جنایت کاره باچا د تهران په جنوب کښې په شهر ری کښې د حضرت عبدالعظیم په حرم کښې په انقلابي طریقه اعدام کړ. میرزا رضا د حکومتي مامورینو په ګرویژنو کښې د خپل دغه اقدام علت د هیواد پریشانه او نامناسبه حالات په ټولنې کښې د فساد خپریدل او د واکمنانو ظلم و ستم و باله .

 

۱۲۰ کاله مخکې  د ۱۳۲۴قمری کال د محرم دمیاشتې په څوارلسمه

  یو فقیه او مفسرسید ابولقاسم  لاهوری   وفات شو . ابولقاسم  بن حسین بن نقي رضوي تقوي  لاهوري   هغه  فقیه اومفسر ؤ چې په کشمیر کې زیږیدلی ؤ . هغه    دهند  یو مشهور عالم  او   فقیه ، فاضل ، مفسر ،پوه او د ډيرو تالیفاتو لرونکی  عالم ؤ  . هغه په لاهور کې خاورو ته سپارل شوی دی .  دابوالقاسم لاهوري  په آثارو کې ، برهانِ شقُ القمر او ردالنیّرالاکبر ،  او الصراط  المستقیم    ته اشاره کولی شو .

 

 

۶۷ کاله مخکښې د نولس سوه پینځه پنځوسم میلادي کال د اګست په دولسمه نیټه، یو امریکایي کیمیا پوه جیمز بیچلر سمنر مړ شو. هغه په اتلس سوه اوه اتیایم میلادي کال کښې و زیږید او په یوې پیښه کښې یې خپل ګس لاس له لاسه ورکړ.  خو دغې پیښې د سمنر د زده کړو او هڅو مخنیوي ونکړه او هغه وکړی شول د کیمیا په څانګه کښې د ډاکټرۍ درجه ترلاسه کړي. د هغه مهم کشف دا ؤ چې ويې ښودله، هغه اینزایمونه چې د ژویو په  بدن کښې دکیمیاوي عملونو چټکتیا زیاتوي، د پروټینو له جنسه دي . هغه همداراز په دغه زمینه کښې په نورو کشفیاتو هم لاس پورې کړ او په همدی وجه په نولس سوه شپږ څلویښتم میلادي کال کښې له دوو نورو پوهانو سره د نوبل جایزې په ترلاسه کولو کښې بریالی شو.

 

۴۶  کاله مخکښې د نولس سوه شپږ اویایم میلادي کال د اګست په دولسمه نیټه، د لبنان له پلازمینی بیروت سره نږدې یو فلسطیني کیمپ تل زعتر له یوې اوږدې کلابندی وروسته د دغه هیواد دماروني ملیشې پر لاس نسکور شو او د هغه اوسیدونکي و وژل شول. دغه کیمپ پهزرګونو فلسطیني مهاجرانو ته ځای ورکړی ؤ او د هغو کلابندي د نولس سوه شپږ اویایم میلادي کال له لومړیو څخه ، د صیهونیسټ رژیم له لاس وهنې او ملاتړ سره پیل شوه. له دغه اقدام سره د

صیهونیسټ رژیم هدف په لبنان کښې د داخلي جنګ سختول وو. د تل زعتر کیمپ له نسکوریدا سره د ماروني ملیشې چې د صیهونیسټ رژیم په وسیله په وسلې پوره سمبال وو، درې زره عام فلسطینیان و وژل او دغه کیمپ یې له خاورو سره برابر کړ. د دغه وحشیانه جنایت رامینځته کیداد صیهونیسټ رژیم او په لبنان کښې د هغو د ملګرو پر ضد د ډیرو هیوادونو اعتراض او  د عمومي افکارو غوسه را وپاروله.

 

۲۳ کاله مخکښې په نولس سوه نهه نوېم میلادي کال کښې، د ملګرو ملتونو موسسې د اګست دولسمه نیټه د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله څو یاد کړی شي چې ځوانان په ننني نړۍ کښې ورځ په ورځ زیاتیدونکی اهمیت لري. دغه خوځنده پرګنه او د ټولنې فعال ځواک د هر هیواد د پرمختګ او ترقۍ لامل ګڼل کیږي او حکومتونه باید ځوانانو ته ډیره پام لرنه ولري. هغوی د خپل مهم او برخلیک جوړونکي رول د لوبولو لپاره د حکومتونو ملاتړ په تیره بیا د کار کسب، کورونو او وادونو په زمینه کښې ملاتړته اړتیا لري. له بلې خوا د ځوان نسل په وړاندی خطرونه زیات شوي  او د هغو روحي او جسماني سلامتيا ګواښي. نن صبا ځوانانو ته په نشه ایزو موادو، انټرنیټ، ډیجیټلي لوبو د روږدیدا او اخلاقي فساد ګړنګ ته یې د ورکاږلو لپاره د پراخو تبلیغاتو په څیر خطرو سره مخامخ دي. دغه مخ پر زیاتیدا

ګواښونو د ځوانانو د تعلیم، کار او وادونه او په نتیجه کښې یې د هغوی لا راتلونکي جوړونکي او فعال ځواکه د ټولنې برخمنتیا په خطر کښې اچولی دی. 

 

 

ټیګونه