Sep 04, 2022 14:02 Asia/Kabul
  • د لویدیځي آسیاسیمې بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې  د لویدیځي آسیا یا هماغه مینځني ختیځ سیمې د تیرې اونۍ د بدلونونو په اړه له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو، په پیل کې درته دلویدیځي سیمې دځينو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه او ورپسې مو هم دتحلیلی برخې  آوریدو ته رابولوو،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .

**********************

*//*/ په عراق کې تاؤتریخولي  او مرګ ژوبلې

*/*/*/ 

  د مقتدی صدر له سیاسته ګوښه کیدا او خبرداری

*/*/*/

او دعراق د  وروستیو تاؤتریخوالو د پایلو په باب ځيني  مهم ټکي ،دا ؤ دتیرې اونۍ  دمینځني ختیځ سیمې ځيني مهم بدلونونه ،البته اوس مو هم رابولو دځينو پيښو په باب دتحلیلی برخې آوریدو ته ....

**********************

     عراق تیره اونۍ دډيرو زیاتو ناکراریو او اړئ ګړئ شاهد ؤ چې پکې لږترلږه دیرش کسان وژل شوي او کابو اوه سوه نور ټپیان شوي دي . په عراق کې ددغو اخ وډب په زیاتیدا پسې  ګرځبندیز ولګید. دغه ناکراري د یوه ستردینی مرجع آیت ا...حسینی حائري له مرجیعّیته د څنګةکیدا  په اعلامیې د مقتدی صدر په غبرګون پسې پیل شول او د مقتدی سر په شاتګ  سره پاي ته ورسیدل.

عراق دتیر کال په اکتوبرکې دپارلیماني انتخاباتو شاهد ؤ،خو له دا هل تشیَع له نورو ډلو ټپلو سره له ائيتلاف پرته پرته د یوه حکومت امکان ډيرکم ؤ.د شیعیانو له غږمله چوکاټ ائيتلاف سره  له یوځاي کیدا پرته دغه شان قدرت ته د مقتدی صدر ګروهنې سیاسی بندون ته  د عراق د رسیدا سبب شوې چې نهایتا  له پارلیمانه  دصدر بهیر داستازو  په اجباري او دستوري استعفی ګانو سبب شوې.

 مقتدی صدر  هم په یوه تکراری  او البته له عمل پرته په یوه اقدام کې اعلان وکړ چې د عراق له سیاسی ډګره څنګةکیږي . دصدر غوښتو او ټویټونو ډير زر وښودله چې  هغه نه یوازې له سیاسته څنګةشوی نه دی،بلکې  هڅه کوي، په واټیزو بلواؤسره پر نورو سیاسی ډلو ټپلو او حکومتي اورګانونو باندې دباؤنه واچوي څو دهغه غوښتنو سره موافقه وشي،چې په سر کې ئې  د پارلیمان ړنګول دي،چې البته  دغه موخه  ئې پوره نه شوه.

        په داسې حال کې چې مقتدی صدر په عراق کې دبلواؤ د لازیاتیدا په باب خبرداری صادرول، د آیت ا.... حسینی حائري  د څنګةکیدا اعلامیې په مقتدی صدر یو دروند ګوزار وکړ.دعراق  یوه ستر دیني مرجع آیت ا... کاظم حسینی حائری، تیره اونۍ  په یوې اعلامیې کې اعلان وکړچې د ناروغۍ او بوډاتوب په دلیل  دعراق له مرجیعّته څنګةکیږي  او له خپلو ټولو مقلدانو ئې وغوښتل چې د اسلامی امت د رهبرۍ او اوسنیو حالاتو دښه مدیریّت لپاره دې د ولی فقیه آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي تقلید وکړي.آیت ا... حسینی حائري چې د مقتدی صدر پشمول  دصدر بهیر زیاترو پلویانو  دتقلید مرجع دی په دغې اعلامیې ئې سره ئې د صدر سیاسی او بلواه غواړی ماهیّت هم ښکاره کړ او هغه مجبور شو څو  له سیاسته دګوښه کیدا خبره وکړي. آیت ا... حايری پخپلې اعلامیې کې وئيلی وو،هرڅوک چې وغواړي،د دوو  مشرانو شهید صدر  له نامې په استفادې سره دعراق په خلکو کې اختلاف اودرز رامینځةکړي  او په داسې حال کې چې داجتهاد درجې ته هم نه وي رسیدلي او نور لازم شرائط هم نه لري،غواړي شرعي رهبری په غاړه واخلي ،له صدرانو نه دی . دغه اعلامیه د مقتدی صدر له سملاسی غبرګون سره مخ شوه او دصدر بهیر رهبر  په یوې اعلامیې کې پر آیت ا... حسینی حائري په سختو نیوکو سره دعراق له سیاسی ډګره خپله څنګةکیدا اعلان کړه . دغې اعلامیې  په عرقا کې دبلواؤ او نښتو څپه راپورته کړه او دغه هیواد ئې دداخلی نښتو اوجنګ تر درشله ورسوۀ او نهایتا هم صدر په جدي وینا سره،له خلکو بخښنه وغوښته او دنښتو دختمیولو غوښته ئې کړه .

           د عراق بدلونونه له ډيرو پراخو داخلی او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شول. د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  دعراق د بغداد په  شنې سیمې کې د نښتو په غبرګون کې  ووئيل،هغه په ډیرې اندیښنې سره خبرونه تعقیبوي . ګوتریش په عراق کې دآرامښت اوزغم غوښته وکړه.د امریکا د ملی امنیت د شورا د ارتباطاتو غږملونکي جان کربی هم له اعتراض کونکو وغوښتل څو آرامه شي او له تاؤتریخوالي دې ډډه وکړي. هغه ووئيل،وخت د خبرواترو دی،نه دډغرې.د سوله ایز اعتراض حق په هرې ډیموکراسۍ کې یوه اساسی مولفه ده .د فرانسې خارجه وزارت هم دعراق په بغداد  او څو نورو ولایتونو کې په روانو پيښو خپله ژوره اندیښنه وښودله.د ترکیې خارجه وزارت هم په عراق کې د تاؤتریخوالو په زیاتیداباندې د اندیښنې په څرګندولو سره،درست لوري زغم ته وبلل او دخبرواترو له لارې ئې د اختلافاتو پرحل ټينګاروکړ.دروسیې خارجه وزارت هم  اعلان وکړ،ماسکوله نزدې  دعراق بدلونونه تعقیبوي  او ښکیل لوري زغم او دخبوراترو ترسره کولو ته بولي. عربی اتحادئې هم   تاؤتریخوالي اړئ ګړئ او لازیاتې وینې بهیدا ګرداؤ ته د عراق د کاږل کیدا په نسبت په اندیښنې ښودلو سره له عراقیانو وغوښتل څو پر ا وسنی سیاسی بحران په غلبې سره دې د خبرواترو ژبه په لومړیتوب کې راولي.په ډيپلوماټيکو چارو کې د متحده عربی اماراتو دمشر سلاکار انور قرقاش په یوه ټولنیز پیغام کې ولیکل،په عراق کې ثبات ، د عربانو او سیمې یوه سملاسي غوښته  ده . د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزارت هم پر درستو عراقي ډلو ټپلو غږ کړی،د روان بحران دحل لپاره دې د خبرواترو لاره غوره کړي.  

Image Caption

 

        د عراق په داخل کې هم ددغه هیواد د وروستیو اړئ ګړئ او نښتو باندې پراخ غبرګونونه راپورته شوي دي. د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي  له درستو لورو وغوښتل چې د عراقیانو دوینې د حفاظت  ملی مسئولیّت دې په غاړه واخلي . دعراق ولسمشر برهم صالح هم ټينګار کړی چې دعراقي ولس وینه سره کرښه ده.د عراق دپارلیمان مشر محمد ا لحلبوسي  هم د عراق د ثبات  او حاکمیّت د ساتلو لپاره تفاهم ته درسیدا او د فتنو د اور دلمبو دغلي کولو غوښته وکړه. الحلبوسي داړئ ګړئ  او د هرلوري له خوا  له وسلو داستفادې له لارې د بې ګناه عراقیانو دوینې بهیدا په نسبت خبرداری ورکړ او له درستو لورو ئې وغوښتل د فتنې داور لمبې دې غلي کړي او د عراق دحاکمیّت اوثبات دساتلو  او  د هر لړزندوالي په وړاندې دې د ملی حاکمیّت د حفاظت  لپاره دې موافقه سره وکړي. د الفتح  ائيتلاف مشر او د شیعیانو دغږمله چوکاټ ائيتلاف یوه رهبر  هادي العامري هم دآرامښت غوښته وکړه.هغه ووئيل،له درستو لورو او خپلو بچیانو غواړم له وسلو استفاده دې ودروي،ځکه وسله حل لاره نه ده او د وروڼو ترمینځ بله هیڅ حل لاره نشته،مګر  دخبرواترو او تفاهم لاره. د عراق دکردستان ډیموکراټيک ګوندد مشر مسعود بارزاني  هم دزغم غ وښته وکړه او له سیاسی ګوندونو ئې وغوښتلله وسلو استفادې پرته دې دحل لارې په فکر کې شي.د عراق دکردستان وطن پالې  اتحادئې مشر بافل طالباني  هم د ملی رغنده خبرواترو  او له تاؤتریخوالي دلاس اخستو غوښته کړې ده.

       که څه هم مقتدی صدر دتیرط سه شنبې ورځې  اعلان وکړ دعراق له سیاسی ډګره په چورلټ ډول څنګةکیږي وخو داسې ښکاري دغه اقدام یوازې د نښتو ددریدا لپاره یو لنډمهاله تاکتیک ؤ. له بل پلوه  حسینی اربعیّن په درشل کې یوو او د حسنیی اربعیّن  میلیوني لاریون هم د عراق د ولس  لپاره ځانګړی ځائیګی او ارزښت لري. له بلې خواد مقتدی صدر دڅنګةکیدا یوازې اته څلویښت ساعتونه وروسته، یو ځل بیا له هغه سره منصوب  یوه کس په یوه ټویټ کې څلورګوڼه  غوښتې مطرح کړي دي  چې پکې د الحشد الشعبی له مشرۍد فالح الفیاض څنګةکیدا،د لومړي وزیرپه وسیله ددرستووسلوالو ډلو بې وسلې کیدا او ړنګیدا،دبغداد له شنې سیمې د الحشدالشعبي پشمول ددرستو وسلوالو ډلو وتل او همداراز له سرحدي سترو لارو اوپستو دې،الحشد الشعبی ډله لیرې وساتي.دغه ټویټ او مطرح شوي غوښتو وښودله چې مقتدی صدر به دعراق له سیاسی ډګره څنګة نشي.

Image Caption

 

د عراق د تیرې اونۍ  ناکراري اوتاؤتریخوالی څو مهم ټکي لری چې ځینو ته ئې یوه ځغلنده کتنه کوو.

د بحرانونو په کنټرولولو کې ددینی مرجیعّیت رول ،دمقتداصدر د سرزوریو په نسبت پخپلې اعلامیې کې دايت ا... حسینی حائري  له څرګندونو رانیولې، د ستر دینی مرجع آیت ا.... سیستاني تر اعلامیې پورې  دعراق د بحرانونوپه ختمولو او دمقتدی صدر په شاتګ کې بې اغیرې نه دي.

دوهم،دعراق په وروستیو ناکراریو کې مشخصه شوه د مقتدی صدر ملی پاله او قوم پاله لیدتوګه له شعاره زیاته بل څه نه ده ،ځکه چې هیڅ وطن دوست سیاستوال پر ملی ګټو باندې خپلو ګوندي اوشخصي ګټو ته ترجیح نه ورکوي،د ټولنې او لس امنیت،دخپلو زیات غوښتو او مقام غوښتې قرباني نه کوي،دقانون په وړاندې بدماشي نه کوي او  واټیزو لښکر کشیو ته مخه نه کوي.

دریم هم د عراق د مقاومتی لورو عقلانیّت او لرلید دی،په دغې مودې کې پر خپلو قانوني دریځونوباندې دمقاومت او عاقلانه چلندونو سره دغږمله چوکاټ یا مقاومتي چورلیز وښودله،دحکمرانۍ هغې سوئې ته رسیدلي دي چې د بحرانونو او ترینګلتیاؤ په ښه مدیریّت سره د عراق امنیت او ثبات ددوي په لومړیتوب کې دی.

          دوستانو د لویدیځي آسیا دتیرې اونۍ د ځينو مهمو بدلونونو په باب داونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،بریالی اوسوکاله ژوندولرئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه