ښه عادتونه(۳۴)
په نفس باور self confidence))په خپل ځان او وسونود ډاډ درلودلو په معنا دی او د روانی سلامتیا اصلی ستنه بلل کیږی .
له یوه ښه ژونده د برخمنیدا لپاره، دبدن سلامتیا او نفسیاتي روغتیا دواړه ډیر اهمیّت لري. کله کله دخپلې خوښې ژوند ته د رسیدا لپاره ،دژوند په سټایل کې بدلون اړین وي. د ښو عادتونو نومې لړۍ په نننی مطلب کې سره باید ووایو چې پکار ده د غلطو عادتونو په ځاي ښه عادتونه خپل کړو. لازمه ده ووایوهغه سپارښتنې چې په دغې لړۍ کې وړاندې کیږي کلي دی او ممکنه ده له دوي ځيني د درستو لپاره مناسبې نه وي، د ضرورت په بڼه کې د خپل ژوند په سټایل کې دځينو بدلونونو د رامینځته کولو لپاره حتما له خپل ډاکټر او سلاکار سره مشوره وکړئ .
په تیر پروګرام کې د مسلې د حل د مهارتونو له راز راز تکنیکونو او دغو تکنیکونو ته د رسیدا له خنډونو سره بلد شو ، په دغه پروګرام کی په نفس باور او د هغه د زیاتولو لارو چاروجاج اخلو .
په نفس باور self confidence))په خپل ځان او وسونود ډاډ درلودلو په معنا دی او د روانی سلامتیا اصلی ستنه بلل کیږی .په ډیرو موقعو په نفس د باور او عزت نفس ټکی د یوه بل په ځای کارول کیږی خو دغه دوه ټکی د اروا پیژندنې له پلوه له یوه بل ظریف توپیرونه لري . عزت نفس زیاتره د هغه ارزښت او احترام د اندازې په معنا دی چی وګړی د ځان لپاره قایل دی . په حقیقت کی ځینې باوري دي په نفس دباور له ټیټ والی سره سره وګړي بیا هم د دې توان لري چی هماغه راز ځان لپاره حرمت او احترام ته قایل وی اوخپل عزت نفس وساتی خو په ځان باور له خپلو وسونو د ډاډ درلودلو او ایمان درلودلو په معنا دی .
په خپل ځان زمونږ د باور او ډاډ اندازه د ژوند په مختلفو موقعیتونو کې زمونږ د کړچار نتیجه ده . په دغه شکل چی که په ژوند کی دندې پر غاړه واخلو یا زمونږ په غاړه مسولیتونه او دندې کیښودل شي چی زیاتره وختونه د هغو د ترسره کولو وس لرو ، په نفس مو باور زیاتیږي ، خو که ځان په ډیرو سختو شرایطو کی راولو یا نور مونږه داسې کارونو ترسره کولو ته کجبوره کړي چی زمونږ له توانه بهر دي نو په ځان ډاډ کمیږی ، یعنی ځان د مشکل د حل یا دندې د ترسره کولو کې بی وسه بولو . په دې اساس په ځان باور ته د رسیدا لپاره مطلوب وضعیت دا دې چی د تکلیف او دندې د سختوالی سویه له اسانه پیل شوی او ورو ورو یې سختوالې زیاتیږی . ددغو عواملو په څنګ کې د ګیر چاپیر کسانو ملاتړ ، د بریالیتوبونو هڅول ، د بریالیتوب تکرار ، هغه کړچار چی له نورو یې ترلاسه کوو ، د ځان او شاوخواکسانو له لوری د موقتی ماتو منل په ځان باور زیاتولې شی .
په ځان د وګړی باور وخت ته اړتیا لری او په اوږدمهال کی بڼه غوره کوی . کیدلې شی ، که داسې وشی او کاش او په کلی ډول په ژوند کې زیات شکونه په وګړی کې په ځان د باور د ټیټ والی نښې نښانې دي . دغه کسان ځان حقیر بولي او احساس کوی د هیچا د دلچسپۍ وړ او منلووړ ندي . یو ه بله وګړنیزه نښه چی د ټیټ اعتماد به نفس ښودنه کوی دا دی چی په دایمی توګه لوبه کوی ، په دې دلیل چی غواړی نور ورسره مینه ولرلې شی . په ځان د ټیټ باور درلودونکی کس د نورو تایید ته سخته اړتیا لري . په دوامداره توګه د زده کړو ، مالی وضعیت او داسې نورو مساییلو په اړه شور کوی .
د پروګرام په دوام کی په ځان د باوردرلودلو د معیارونو د پیژندلواو په ځان د باور د زیاتولو د رودو په اړه دسره خبرې کوو .
په نفس باور یوډول ځان باوری ده چی پکې وګړې په واقعی ډول اومناسبه توګه د نورو په نسبت خپل وس او توان جاجوی . هغه کسان چی په ځان کافی باورلری د فیصلې کولو په وخت د نورو په نسبت له ماتې خوړلو کم اندیښمن دي او په دایمی توګه د ځان په اړه د نورو د قضاوت په فکر کی ندي .
هماغه ډول چی ومو ویل په ځان باور د مهارت او موقعیت په نسبت متفاوت وی . که غواړئ په ځان له باور ، خپلو پیاوړو او کمزورو ټکیو سره بلد شئ ، ضروری ده پوهه شئ چی څومره د ځان لپاره اهمیت ته قایل یاست ؟څومره ځانته توجه کوئ ؟د کومو کسانو ترڅنګ په ځان باور زیات لرئ ؟ په کومو ځایونو کی په ځان د باور اړتیا په ځان کې احساسوئ ؟
که غواړئ په ځان د باور له اندازې په دقیقه توګه خبر شئ ، نو یوه بالینی اروا پیژاندی ته مراجعه وکړئ . اروا پیژاندې د بالینی مرکو او روانی ازمښتونو په ترسره کولو سره په دې باره کی تاسو ته دقیق معلومات درکولې شی .
اوس چی په ځان د باور نسبی شناخت مو پیدا کړ بهتره ده چی په نفس د باور د زیاتولو له لارو چارو سره بلد شئ . ضروری ده پوهه شئ چی په ځان باور زیاتیدا په اسانۍ سره او په یوه ورځ کې نه ترلاسه کیږی ، د دې لپاره چی وکولې شئ په ځان کې بدلونونه رامینځته کړئ وخت او تمرین ته اړتیا ده .
بریالیتوب ته د رسیدا لپاره ضروری ده د بدلون قدرت ولرلې شئ او له خپلې امنې حاشیې بهر شئ . که کوم کار لپاره اقدام وکړئ ، خپل ټول توان د پرمختګ لپاره په نظر کې ونیسئ . ضروری نده په بشپړه توګه ریسک یا خطر وکړئ خولازمه ده چی له محافظه کارۍ لاس واخلئ او ومنئ چی کله کله د بریالیتوب لپاره باید د ماتې له خطر سره مخامخ شئ .
««««««««««««««««««««««««««««««««
په ځان باور درلودل هغه یوه لاره چاره ده چی په ځان د باور د درلودلو په زیاتیداکې ډیره اغیزمنه ده . ممکنه ده د یوه وګړي په نظر کې یوه ایډیا انځور شی چی تراوسه ورته بل چا پام ندې شوې . خو په دې دلیل چی هغه په ځان ټیټ باور لری دغه ایډیا یا فرضیه له دقیقې او لازمې جاجونې پرته له نظره لیرې کوی .
تجروبه په ځان په باور کې مهم رول لوبوی . هغه کسان چی په ځان کمزورې باور لري ، په ځان او خپل بریالیتوب باور نشی درلودلې . کم عمل کوی او په کم وختونه هم عمل کوی نو ځکه له ماتی سره مخامخ کیږی . هغه ټکې چی دغه کسان په خپلو ماتو کې په نظر کې نه نیسی ، د تجروبې مهم او اساسی رول دې . بریالی کسان له خپلو ماتو مهم ټکی زده کوي چی دهغود نهایی بریالیتوب سبب کیږی .
له اجتماعي قواعدو په خپله ګټه استفاده وکړئ . پام ولرلې شئ چی معیارونه او اجتماعي قواعد بی دلیله ندي رامینځته شوی او تمدن بی دلیله د وګړیو لپاره شرایط او قوانین نه رامینځته کوي .که د خبرو لپاره په یوه کانفرنس یا کاری مرکه کې شتون پیدا کړئ د تمې وړ اجتماعي پوښښ ډول ته پام وکړئ . دغه پوښښ ته پام نه کول د تاسو د منلو لپاره د اجتماع د مقابلې عامل کیدلې شی او د چاپیریال په ځان باور کمیدا کی اغیز شیندلې شی . په بله وینا متناسبې جامې واغوندئ ، د خپل بدن او ژبې حرکتونو ته پام وکړئ او کوشش وکړئ چی ارتباطي مهارتونه ډیر ښه زده کړئ . همداراز په نفس د باور په زیاتولو کې له بیلګې مرسته واخلئ . پر دې اساس د ځان لپاره یو مهم راهنما او بیلګه وګرځوئ او دهغه په اساس پلانونه وکړئ او د بیلګې په وسیله نیول شوی فیصلو سره د خپل تفکر ډول والې پرتله کړئ .
««««««««««««««««««««««««««««««««
هڅه وکړئ ، ځان وهنه ونکړئ ، مثلا یو کس زمونږ له کاره تعریف کوی او وایی چی د تاسو ننۍ وینا ډیره ښه وه . بیا په ځواب کی وایو زما له نظره کار ډیر خراب وو . خاکساری له ځان وهنې سره توپیر لری . ځان وهنه منفی کړچار دې چی په نفس زمونږ باور تباه کوی . په خپلو پخوانیو بریالیتوبو تمرکز په نفس د باور د زیاتیدا یوه بله مهمه لاره چاره ده .هغه بریالیتوبونه چی په تیر وخت کې مو درلودل ، ولیکئ او په هغو تمرکز وکړئ . د دغو بریالیتوبونود لیکلو په وخت پام وکړئ چی ډیرو سترو او عجیبه پیښو پسې نشئ .
«««««««««««««««««««««««««
له وګړیو سره په چلند او معاشرت کی د مناسبې لهجې پیدا کول مهم دي . په دې ډول چی په هر موقعیت کې لازمه ده چی مناسبه لهجه او ګفتار ولرلې شئ . د دې لپاره لومکړی تمرین وکړئ او واورئ . په دغو تمریناتو کې چی هر څه زده کړئ په عمل کی یې هم ترسره کړئ او هغه څه چی مناسب دي ترې استفاده وکړئ . په دې مینځ کې د یرغلیز کیدا په ځای پریکنده مهم ټکی ، یعنی پیاوړی خو په ادب سره هیر نکړئ . او وروستې ټکې دا چی ورزش یا سپورټ د وګړیو د ژوند په سلامتیا کې مهم رول لوبوی .سپورټ له دې علاوه چی تاسو ته متناسب غړي یا اندام درکوی او تاسو له نورو تر یوه حده ممتاز کوی د زړه او ساه د ریتم د منظم کیدا په دلیل د تاسو ځیرتیا او چټکتیا هم زیاتوی . په انساني اړیکو کی د چټکتیا عکس العمل د زیاتو بریالیتوبونو او په نتیجه کی په نفس د لوړ باور سبب کیږی .
هغه زیاتره کسان چی په نفس لوړ باور لري له ځان سره مینه کوي . د دې لپاره چی له ځان سره مینه ولرلې شئ همدا کافی ده چی په دغه موضوع فکر وکړئ چی تاسو اشرف المخلوقات او د خدای تعالی شاهکار یاست . د نړۍ پیچلي کمپیوټرونه که څه هم ظاهرا ډیر وسونه لري خو د تاسو د حافظې ځای ناستی نشی کیدلې . یاد ولرلې شئ چی تاسو د خدای ځای ناستی یاست ، تاسو هغه وخت د کم ارزښتۍ احساس کوئ چی ځان مو سم نه وی پیژندلې او یا دا چی مقابل لورې ډیر ستر او تارزښتمن بولئ .
معمولا وګړئ په احساسی ډول داسې لارې چارې لولی او په نهایت کی څو اونیو وروسته بیا خپل پخوانی ژوند ته ستنیږي . سپارښتنه کیږی چی په ځان باور ته د رسیدا لپاره لومړې منظم پروګرام جوړ کړئ او بیا په دقت سره هغه عملی کړئ . د پیل او واقعی او عملیاتي پروګرام لپاره بهتره ده چی له متخصص کس سره په ارتباط کې شئ .
پای