Nov 12, 2022 13:00 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران د اونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی، په پيل کې درته په تیرې اونۍ کې د ایران ځینو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم  د ځينو موردونو په باب رابولوو د تحلیلی برخې آوریدو ته ...

*****************

*/*/*/

د اوکراین په جنګ  کې روسیې ته د ایران د ډرونز د سپارلو ردیدا

*/*/*/

د ایران دځوانو متخصصانو په لاس د ماډرن هائيپرسونیک توغندی جوړیدا

*/*/*/

دملګروملتو سرمنشي ته د ایران  په چارو کې د ځينو د کوت وهنو په باب سخت خبرداری

*/*/*/  او د امریکا بې ثباته کونکي سټراټژۍ ته پریکنده ځواب او دخپلواکه هیوادونو ملګرتیاپه باب د ایران د ولسمشر  سپينې سپينې خبرې ،په تیرې اونۍ کې د ایران داسلامی جمهوریت ځیني مهمې پيښې وې،اوس مو خو رابولوو، دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

*************************

د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي  د اورکراین په جنګ کې د استفادې لپاره  روسیې ته د ایران د وسلو لیږد په چورلټ ډول دروغ  او بې اساسه وبلل .

ناصر کنعاني  پخپل یوه ټولنیز پیغام  کې لیکلي دي ،د اوکراین په جنګ کې د استفادې لپاره  روسیې ته دایران د وسلو دلیږد بې اساسه او چټي  او له ملنډو ډکه خبره ده  چې هره ورځ مطرح کیږي څو  اوکراین ته د وسلو په صادراتو کې د خپلې هرې ورځې په  اقدام برغولی کیږدي او دغه لیږ ته رواوالی ورکړي.

 هغه روښانه کړې ده،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه  وزیر حسین امیر عبداللهیان  له ایټالیائي خارجه وزیر سره په خبرو کې د اسلامی ایران  اصولي او نه بدلیدونکی سیاست  داوکراین د جنګ دریدا بللې او وئيلي ئې دي ،په همدې اساس  د سیاسی بهیر له پرمخ بیولول سره دمرستې لپاره  خپلې هڅې ته دوام ورکوو.

د امریکا په مشرۍ ځيني اروپائي حکومتونه د اوکراین په جنګ کې د استفادې لپاره روسیې ته دایران د وسلو د لیږ دخبره کوي،چې همدغه حکومتونه په ښکاره اوکراین ته د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو په لیږد او ورسره د هرډول مرستو ډنډورې وهي.  

   د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځوا ک قوماندان، دهغه ماډرن هائيپر سونک بالسټیک توغندي د جوړولو خبر ورکړی چې د ماډرن هوافضادفاعي توغندوي سسټمونو څخه دتیریدا او دهغوي په شیشت کې د  راوستو وړتیالري.

Image Caption

 

سردار امیر علی حاجی زاده  دپنجنشبې په ورځې  دخبریالانو په ټول کې ووئيل، د ایران جوړ شوی ماډرن هائيپر سونک بالسټيک توغندی  ډير زیات چټکوالی او سپيډ لري، چې له درستو توغندوي مخه نیونکو سسټمونو دتییدلی شی او په هرډول آب و هوا او موسم  کې  خپل ماموریت په بریالیتوب سره ترسره کولی شي.

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دهوا فضا ځواک قوماندان روښانه کړې ده ، دغه  ماډرن له غږه تیر توغندي د دښمن توغندوي ضد سسټمونه په شیشت کې راوستلی شي  او په توغندوي حوزې کې په ماډرن انداز سره ستره لور نیونه ده .

  د  ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په پنجشنبې شپه  د ملګروملتو  له سرمنشي آنتونیو ګوتریش سره په ټيلیفونی خبرو کې د ایران په باب د بشری حقوقو   د شورا د ځانګړي ناستې ترسره کیدا  لپاره د هڅو په مردود بللو سره  له لویدیځ سره د ایران پر ملګرتیاؤ ددغې شورا د سیاسی اقدام د منفي اغیزې په باب جدي خبرداری ورکړ.

Image Caption

 

حسین امیر عبداللهیان په دغو ټیلیفوني خبرو کې د ځینو لویدیځي حکومتونو په دوه ګوڼي چلند په سختو نیوکو سره د دوي ځیني هڅې مردودې وبللې او وې وئيل،د بشری  حقوقو د شورا غونډه باید د هغو هیوادونو لپاره جوړه شي،چې  دترهه ګرۍ او تاؤتریخوالي دودونکي دي، نه د  ایران لپاره  چې د بشری حققوو حقیقي دفاع کونکی دی  او په وروستیو بلواؤ کې ئې هم ډير زیات زغم نندارې ته وړاندې کړی دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  په دوام کې د ځينو هیوادونو په ناکارو اقداماتو او دریځونو باندې په سختو نیوکو سره ووئیل،  د ملګروملتو د منشور په خلاف،په ګوته شمیر لویدیځي هیوادونو،په ایران  کې  له سوله ایزو غوښتو څخه په ناوړه استفادې سره،په رسندویو او ټولنیزو چینلونو کې تاؤتریخوالو ته او دوسلو  او د لاسي بمونو جوړولو اقداماتو ته لمسونې کړي دي چې په نتیجې کې ئې په ایران کې  ناکراري او د یوشمیر کسانو وژلو سبب شوي دي،تردې چې د داعش ترهه ګر اقدام لپاره ئې زمینه برابره کړه.

د ایران خارجه وزیر  په دغو ټیلیفوني خبرو کې  د اوکراین د موضوع په باب  هم  یو ځل بیا  د اوکراین په جنګ کې د استفادې په موخې سره  روسیې ته د ډرونز  دلیږدولو په باب  بې اساسه اوچټي تورونه دروغ وبلل.

 امیر عبداللهیان  په دوام کې ګوتریش د ویانا په خبرواترو کې د اروپائی اتحادئې د رول د لوبونې په چوکاټ کې  د ایران او امریکا ترمینځ د وروستیو پیغامونو په مبادلې هم خبر کړ. د ایران خارجه وزیر همداراز  د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس  او ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې د تخنیکي خبرواترو لارې ته په اشارې سره،د دواړو لورو  ملګرتیا هم مناسبه وبلله.او دغه راز ئې په راتلونکو شپو ورځو کې  ایران ته د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس د مشر رافایل ګروسي د کیدونکي سفر  خبر هم ورکړ.

د ملګروملتو سرمنشي  هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې دملګروملتو د بشری  حقوقو دشورا دندوته په اشارې سره  د  هیوادونو په چارو کې ددغې شورا هر ډول سیاسی لاسوهنې مردودې وبللې او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې  او په یمن کې د اور بند له ټيڼګیدا سره په مرستې کې د ایران د رغنده رول په قدرونې سره ئې په یمن کې د موقته اوربند د تمدیدولو لپاره  د یمن په چارو کې د ملګروملتو له ځانګړي استازي سره د ایران دملګرتیاؤ ددوام غوښته وکړه.ګوتریش همداراز پر ډيپلوماسۍ د ایران ټينګار هم وستایۀ او د بندیونو دلغوه کونکو خبرواترو په باب ئې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  احیاء د درستو لورو د ګټو تضمینونکي وبلله او دغه راز ئې له آژانس سره د ایران   د ملګرتیاؤ دوام هم ښه وبالۀ

= د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې کولو سره چې د دښمنانو جنایتونه به بې ځوابه پاتې نشي،او باید د شهیدانو د وینوتاوان او بیّه ورکړي، ووئيل، دوي ویریدلي دي  او وار د واره مونږ ته پیغامونه راکوي ، چې پر مونږ ئې ونه وروي.

سردار حسین سلامي د جمعې په ورځ  په یولړ  دستورو کې  دایران د اسلامی جمهوریت پرمختګونو ته په اشارې سره  ووئیل،دښمنان  نن سبا خپلو هیلو ته  هم غوټه ورکړې ده او پخپل خیال ئې درستې لارې تړلي دي،خو سپيرۀ مخونو ئې له کاڼي سره ډغره خوړلې ده،د ایران ملت  پرمختګونه دریدلي نه دي،بلکې  پرمخ د حرکت په حال کې دي.

 د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان ټينګار وکړ، دښمنانو ته د اوایو و چې  حتما به له تاسو آرامښت واخلو اوپه چورلټ ډول به  خپل آرامښت له لاسه ورکړئ.اوس  څو شپې ورځې کیږي چې آرامښت نه لرئ او تیارسي شوي یاست،دوي  ویریدلي او تریّدلي دي او دڅو هیوادونو  له لارې مونږ ته پیغامونه رالیږي چې  پر مونږ ګوزار  ونه کړي.

        د ایران د اسلامی جمهوریت د ګمرکاتو عمومی مشر  په تیرو اوو میاشتو کې د هیواد د بهرني تجارت د لس فیصدي زیاتیدا خبر ورکړ.

د ایران د ګمرک یا کسټم د ادارې  عمومی مشر علیرضامقدسي، په تیرو اوو میاشتو کې د ایران د تجارتي مبادلاتو اندازه،د شپیته میلیارډ  یو سل درې دیرش میلیون ډالرو په ارزښت سره  یو اتیا میلیون  دیر ش زره ټنه اعلان کړه او  وې وئيل، د ارزښت  له پلوه   د بهرني  تجارت اندازه د مخکني  کال د ورته مودې په نسبت کابو لس فیصده زیاته شوې ده

هغه دغه راز د ایرانیو شیانو د صادراتو د مقصدغوره هیوادونه، چین، عراق،متحده عربی امارات او ترکیه او هند وبلل.

Image Caption

 

 په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت  سفیر او دایمی استازي امیر سعید ایرواني د افغانستان په باب په یوې ناستې کې  په افغانستان کې د انسان دوستۍ وضعیّت او  روان سیاست، په نورو هیوادونو کې د سولې او ډيموکراسۍد ټينګیدا او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه د بهرنیو ځواکونو د پوځي لاسوهنو د ناسمو اغیزو نښې وبللې او وې وئيل،ایران د هغو جنګي جنایتونو په باب د څيړنو پر ضرورت ټينګار کوي چې په تیرو وختونو کې دن یواکګرو ځواکونو په لاس ترسره شوي، او دمګړۍ د هیوادونوپه سیاسی دباؤ سره دریدلي دي.

په ملګروملتو کې د ایران سفیر په دې خبرې په ټينګار سره چې د افغانستان راتلونکی،د اساسی قانون  اجرا او د درستو قومونو،مذهبونمو حقوقو او دغه راز د میرمنو او انجونو حقوقو ته داحترام او مشارکت څخه د ډاډمنیدا په خاطر ورباندې له ژمنتیاؤ سره غوټه خوړلې ده،زیاته کړه په اساسی قانون مشتلم د یوه ټولشموله حکومت په جوړیدا ډاډمنیدا د افغانستان د راتلونکي حاکمیّت په نړیوالې پيژندنې کې  اصلي عنصر دی.

 د ایران د اسلامی جمهوریت دقضایه قوې د بشری حقوقو دکمیټې منشي او دنړیوالو چارو مرستیال ووئيل،له بده مرغه نن سبا بشری حقوق له بل هر وخته زیات سیاسی شوي دي.

 کاظم غریب آبادي په نیویارک کې د ایرانیو رسندویو له خبریالانو سره په خبرو کې ووئيل،هغه هیوادونه چې ځانونه د بشری حقوقو دفاع کونې بیرغوال ګڼي،په تیره بیا امریکا او ځيني لویدیځوال هیوادونه،پخپلو حدودو یا په نورو هیوادونو کې د بشری حقوقو په پراخه توګه خلاف ورزۍ کوي او دغه هیوادونه  هیڅکله هم د بشری حقوقو  په حوزې کې د بییرغ د اوچتولو صلاحیّت نه لري. د ایران د قضایه قوې  د نړیوالو چارو مرستیال ووئيل په همداوروستیو کې په هغو بلواؤ پسې چې د ایران په ځينو ښارونو کې رامینځةشوي دي،لویدیځي هیوادونو بیا د ایران د ولس د بشری حقوقو د ملاتړ ډنډورې پورته کړي دي،په داسې حال کې چې دهمدغه ولس په میلیونونو خلک،د امریکا د یواړخیزو بندیزونو او لویدیځوالو دمجرمانه لټۍ  او چُپتیا له امله له جدي مشکلاتو اوستونزوسره لاس او ګریوان دي.....

     د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر د اکوموسیسې څخه د ایران  د اسلامی جمهوریت  پر بې قید او شرط ملاتړ باندې په بیا ټينګار سره، داقتصادي ملګرتیاؤ دغه موسیسه، دسیمې له  هیوادونو سره د اقتصادی ملګرتیاؤ په پراختیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت  یو اصلي لومړیتوب وبالۀ.

د ایران خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان د تیرې چارشنبې  په ورځې د اکو اقتصادي ملګرتیا موسیسې له عمومی منشي خسرو ناظري سره په کتنې کې د ترکمنستان په پلازمینې عشق آباد کې د ایکو په سرمشریزې کې د د ایران د اسلامی جمهوریت د و لسمشر د وړاندیزونو په یادونې سره د هغو په اجرا کې د چټکتیا غوښته وکړه.امیر عبداللهیان هیله وښودله چې د ایکو موسیسې دغړو هیوادونو دخارجه وزیرانو په راتلونکي ناستې کې  چې ټاکل شوې ده، په راتلونکي دسمبر میاشت کې  د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کې ترسره شي،ګډون وکړي.

 د تهران دپښتو خپرونې خوږو  مینه والو ایران د اونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام و خت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،سرلوړي ووسئ.

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه