Nov 27, 2022 15:15 Asia/Kabul
  • کتابونه دعلم باغونه

د بوک سکن تحقیقاتی موسسې د جاپان د کتاب بازار په نوی راپور کی وایی د ۲۰۲۱ کال په لومړنیو دریو میاشتو کې د مانګا کتابونو خرڅول کیدا پام وړ وده کړی ده او د کابو څلورومیلیونو ټوکو په خرڅولو سره په دریو میاشتو کې دکتاب په خرڅولو کی یو ډول ریکارډ ثبت کړی دی

 

کمیک دانځور له لارې د مضامینو د روایت هنر دې چی تراوسه د تجسمی هنرونو د ښکلا پیژندنې په ډګر کې ډول ډول بدلونونو سره مخامخ اوخپل خاص هویت یې پیدا کړی دی . په مختلفو کلتورونو کې دغه ډول کتابونه د خپلواکه هنر په توګه او د ډول ډول ژانرونو په چوکاټ کې د بیانولو اغیزمن اوزار په توګه دود شوی دی . په اسیا کی جاپان د کمیک کتابونو په وړاندی کولو کی لومړنې ځای لری .

د بوک سکن تحقیقاتی موسسې د جاپان د کتاب بازار په نوی راپور کی وایی د ۲۰۲۱ کال په لومړنیو دریو میاشتو کې د مانګا کتابونو خرڅول کیدا پام وړ وده کړی ده او د کابو څلورومیلیونو ټوکو په خرڅولو سره په دریو میاشتو کې دکتاب په خرڅولو کی یو ډول ریکارډ ثبت کړی دی . له دې مخکې په امریکا کی د مانګا کتابونو ویشلو موسسو ویلی وو چی د کرونا ناروغۍ خپریدا د مانګا کتابونو د خرڅیدا د زیاتیدا سبب شوی ده .

خو مانګا څه دی او ولی دومره پلویان لری .؟

ویل کیږی چی استریپ کمیک په دوهم نړیوال جنګ کې جاپان ته ورسید او جاپانیان په دې لاره کی له امریکایانو مخکې شول او هغه یې د خپل هیواد په هنری اوکلتوری سمبول بدل کړ . خو د جاپانی کارټون او کمیک اثر ۱۳ میلادی سلیزې ته ورګرځی . لومړنی مانګا په ۱۳ پیړۍ کې په دیوالونو د شکلونو په بڼه انځور شول ، کابو ۱۶۰۰ کلونو کې د لرګی کتابونوپه بڼه کې راغلل او په پیړۍ کې د ننیو کمیک کتابونو په شکل کی وړاندی شول .

مانګا د کمیک په توګه د هغه ګرافیکی ناول نوم دې چی په جاپان کې یې بڼه غوره او پراخ شوی دی . زیاتره کمیکونه یا مانګا د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې په جاپان کې پراختیا موندلی ده خو د نوی مصورکیسې په ۲۰  پیړۍ کې له لویدیځ کمیک په تقلید سره رامینځته شوی . له دوهم نړیوال جنګ وروسته د اوسامو تزوکا په شان کارټونسټان پیدا شول چی په جاپانیانو کې یې د کمیک په محبوبیت کی مهم رول درلوده .

په جاپان کی خلک په هر عمر کی کمیک لولی چی په ډیرو ژانرونولکه اکشن ، ایډونچر ، کار روزګار ، تجارت ، کمیډي ، ډرام ، تاریخی ، ویرونکی ، معمایی ، عاشقانه ، علمی ، تخیلی ، فانتزی ، سپورټی ،وغیره ته اشاره کولې شو .

له ۱۹۵۰ لسیزې مانګا د جاپان د خپریدا صنعت په زیاتیدونکی برخې بدل شوی دی . د وخت د محدودیت ،د چاپ د لګښت کمیدا یاهنری دلایلو په علت  په بلیک اینډ وایټ  بڼه چاپیږی . خو رنګی مانګا هم شته دي .

د نړۍ په نورو برخوکې د مانګا تر اغیز لاندې کمیکونه په تیره بیا په الجزایر کې د ډی زیډ مانګا ، په چین کې د من هووا  او په جنوبی کوریا کی د مان هووا په نومونو سره وجود لري .

د مانګا ټکې په طنزی انځورونو ترجمه کولې شو چی ښکار ه ځانګړنه یې په خاصو ځانګړنو سره کارټونی شخصیتونه دي لکه د بدن په غړیو کی یې مبالغه کیږی اوزیاتره غټې سترګې او وړکوتی پوزه لری او معمولا د ویښتو رنګونه یې غیر طبیعی وی . په امریکایی کمیکونو کې شخصیتونه ځیږ او زیاتره اکشن صحنې وی خو جاپانی کارکټرونه اطافت او نرمی لری . جاپانی مانګا له ښی اړخه کیڼ ته لوستل کیږی .

مانګا لومړۍ په مجله کی چاپیدل خو بیا وروسته د پام وړ مجبوبیت په خاطر د کتاب په بټڼه کی راغلل . مانګا د عمر او سټایل په اساس ویشل کیږی چی ځینې پکې شونن له هلکانو سره ، شوجو له انجلیو سره ، سینن له سړیو او بالغو کسانو  او جوسی له میرمنو او کودومو له ماشومانو سره اړه لري .

جالبه ده پوهه شئ چی په جاپان کی د مصور کتاب په نوم میوزیم وجود لری  چی هر ماشوم پکې ورداخلیدا وروسته د چاپیریال او کتابونو سره مینه پیدا کوی . د دغه میوزم اوږد کړکی افتابی او ارام سمندرګی ښایسته لرلید انځوروی او د ودانۍ داخلی فضا رنګا رنګ او جذبونکی ده . ټول کتابونه له مخامخ اړخ نندارې ته کیښودل شوی دی او سترې پاوړې د مطالعې لپاره ستر او ښایسته کونځونه برابروی . دغه میوزم د اکیتا ولایت په یوریهونجو سیمه کی پرته دي . همداراز د کیوتو نړیوال میوزم په دغه جاپانی هنر تمرکز لری او پکې د مانګاکتابونو عظمینه ټولګه نندارې ته وړاندی شوی دی .

په ایران کې دکتاب لپاره انځورګری له تیرووختونوراهیسې رونق درلودلی دی. داستریپ په توګه د انځورجوړولو تر ټولو زاړه روده باید د ایران دانځورجوړولود تاریخ په پخوانی پړاوکې ولټول شی . حتی په ځینو موردونو کی د تاریخی ودانیو نقشونه هم د تاریخی روایتونو په اړه د انځور یو ډول دوام دی . له دغو بیلګو  د تخت جمشید په اثارو ، د سکو په مخ او شا ، په خټینو لوخیو انځورونه  ، جامونو او ځینونورو زاړو شیانو لکه دتورو په قبضو هم ډیر لیدل کیږی .

په راتلونکیو پړاونوکی خبره قالینو ته ورسیده چی کیسې په سټریپی بڼه روایتوی . د روایتونو په دغه پړاو کی زیاتره د حیواناتو افسانې دی چی د اسلیمی طرحو په اخښل کیدا سره په قالینو کار کیده . دغه روایتونه کله د حضرت سلیمان ع  یا حضرت یوسف ع په شان د مذهبی باورونو ، حکایتونو ، یا له  اوره د سیاوش د تیریدو د روایت په شان حماسی اسطورو وو چی په څو صحنو او یا د هفت خوان  روایت په شکل چی تړلی تصویری مرحلې لري ، روایت کیدل .

په ایران کی په کاغذ د استریپی انځور جوړونې تاریخچې د جاج لپاره باید لږ مخکې راشو . د ابوریحان البیرونی د اثار الباقیه په نسخوکی ډیر روایتونه په دوامداره بڼه انځور شوی دی . مثلا په مریم مقدس د ځیري نازلیدا او د دریو کسانو راتلل او ډالۍ راوړل او د حضرت عیسی ع لیدل او د هغو تعمید غسل .البته د عجایب المخلوقات په شان په کتابونو کې هم دغه ډول انځورونه کارول شوی دي چی کیسې په څو فریمونو کې نندارې ته وړاندی کوی .

یو تر ټولو زوړ خطی کتاب چی په پاڼو یې انځورونه دی  د منافع الحیوان کتاب دی . دغه کتاب له حیواناتو سره اړونده دی او نن ورته د حیوان پیژندنې کتاب ویلی شو او د هغه د ساتلو ځای په نیویارک کی د مورګان کتابتون دی . د هغه اصل په ۹۴۱ میلادی کال کې د ډاکټر ابن بختیشوع  په وسیله لیکل شوی دی . ایلخانی باچا غازان خان عبدالهادی نومی کس ته حکم ورکړ هغه په فارسی ترجمه کړی او هغه انځورګران چی نوم یې د کار لاندی ندې لیکل شوی د هغه ځینې پاڼي یې  انځور کړی  دی .

د جالینوس خطی کتاب د سلجوقی له مکتب سره اړونده چی د ۱۳ پیړۍ په لومړنی  نیمایی کی لیکل شوی او پلان شوی ، په هره پاڼه کې ښکلی انځورونه لري . د دغه کتاب په پاڼو کې زیاتره یوه اصلی نقاشۍ وی چی په مینځ کې وی او د هغه بره اولاندې  د پیښو نورط برخې تعقیب شوی وی .  په حاشیه کې د روایت شخصیتونه په وړکوټو انځورونو کط شتون لری چی هغو هم د روایت په نقل کې ونډه لری .

په ایران کی د مصورلومړنې سنګی چاپ کتاب په څه د پاسه ۱۸۳ کلونو زړوالی سره د لیلا او مجنون په کیسې پورې اړونده د اسنادو په سازمان او د ایران په ملی کتابتون کی ساتل کیږی . دغه کتاب چی ۱۵۲ پاڼي لري په فارسی ژبه او نستعلیق خط دی او د سید یوسف میلانی په وسیله یې کتابت شوی دی . دغه کتاب چی عاشقانه مثنوی لری ،  په۹۰ ۱۴ ۰ میلادی کال کی په یو زر دوه سوه شپیته بیتونو سره د نظم په شکل کی راغلی دی . دغه عاشقانه منظومه څلور بلیک اینډ وایټ انځورونه لری .

د ننیو تعریفونو په اساس په فارسی ژبه د مصور کیسې د ۱۳۴۰ لمریزې لسیزې پورې دودې  نه وې . په دغو کلونو کې د کیهان بچه ها مجلې د مصور کیسو خپرول پیل کړل  اویوه موده وروسته ځینو ناشرانو د کمیک چاپ په فکرکی شول او په ۵۰ لسیزه کې یې مشهور بهرنی کمیکونه ترجمه او چاپ کړل .

په نهایت کې په ۱۳۵۵ کال کې د رستم اواسفند یار په عنوان سره لومړنی ایرانی مصور کیسه د سیروس راد په انځور ګرۍ سره د ماشومانو او ځوانانو د فکری پالنې مرکز په وسیله خپره شوه . په راتلونکیو کلونوکې د مصور انتشاراتو د زاړو کمیکونو خپرول شروع کړل .

د ایرانی کمیک پهاوسنیو څلورو ژانرونو کې د ایران جنګی ژانر دلویدیځ له جنګی ژانر سره ډیر ورته والې لری او یوشانته بلل کیدلې شی .

اوس په ایران کې د کمیک کتابونه ډیر پلویان لری او د هغه ایرانی نمونې د ایران تاریخ ، مځکې او د فردوسی د شاهنامه په شان خزانو ته په رجوع سره په لوړ تعداد او شمیر کې چاپ او خپریږي .

 

 

 

 

ټیګونه