Dec 03, 2022 14:40 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د  تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د امریکا د تیرې اونۍ ځيني مهمو پیښو خلاصه درآوروو،او ورپسې مو هم رابولوو،دځینو موردونو په باب دتحلیلی برخې اوریدو ته . نو هیله ده راسره تر پایه ملتیاوکړئ.

 

*/*/*/

د ۲۰۲۴کال د ولسمشرۍ د انتخاباتوپه باب په ډيموکراټانو کې  اختلافات

*/*/*/*/

په راتلونکي میلادي کال کې په امریکا کې داقتصادي ځوړتیا ډير احتمال

*/*/*/

اوکراین ته د وسلو دلیږد په باب دامریکایانو ترمینځ ترینګلتیاوې

*/*/*/

او په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو بې مخینې زیاتیدا ،په تیرې اونۍ کې د بې نقابه امریکاځيني مهمې پيښې وې ،نو اوس مو هم رابولوو ،دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته

***********************

         د نوي نظر غوښتې وروستۍ نتیجې د امریکادولسمشرۍ  دانتخاباتو د دوهم پړاؤ لپاره د جوزف بایډن د کاندیدیدا په سر دډيموکراټانو د سخت داخلی اختلافاتو د رابرسیره کیدا ښودنه کوي،جوبایډن دډیموکراټانو له رهبرۍ وروسته په امریکا کې د واکمن ګوند لپاره  په ترټولو پیاوړومینځ پړاوه انتخابالتود ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې  ددوهم ځل لپاره د هغه د کاندیدیدا په باب له ډيرو زیاتیدونکو شکونو سره مخامخ شوی دی. شکونه له دې وروسته زیات شوي دي چې  جوبایډن د ستمبر به شلمه نیټه ایتاکلنۍ ته داخل شوی او  همدې چارې هغه د اریکا یوازینۍ ولسمشر بللی چې دخپل عمر په اتیایمې لسیزې کې  دامریکا رهبري کوي. دې موضوع د امریکا د ولسمشرۍ  لپاره د مناسب عمر په باب ډيرې پوښتنې راوالاړې کړي دي. جوبایډن هغه مهال چې د ۲۰۲۱کال د جنورۍ په شلمه نیټه د ولسمشرۍ څوکۍ په غاړه واخسته په اته اویا کلنۍ کې د امریکا ولسمشر شو. رونالډ ریکن  هم چې په ۷۷کلنۍ کې  او  د ولسمشرۍ له پرله پسې دوو پړاؤنو پسې  ئې دغه څوکه پریښوده ، مخکینی ریکارډ لرونکی ؤ.  که جوبایډن په ۲۰۲۴کال کې د ولسمشرۍ دانتخاباتو لپاره کاندید او بریالی شي ،نو د دوهم پړاؤ د ولسمشرۍ په پيل کې به ۸۲کلن او ددغه پړاؤ په پاي کې به ۸۶کلن شي. پ هغهې نظر غوښتنې د نتیجو په اساس چې  دامریکا په یوه پوهنتون کې د نومبر په ۲۲نیټه ترسره شوي ،یوازې ۵۱فیصدي ډیموکراټان به د دولسمشرۍ د دوهم پړاؤ لپاره دجوبایډن له کاندیدیدا ملاتړ وکړي.دغه نتیجې  له هغو میداني ارزونو سره چې همدغه پوهنتون  په اګست میاشت کې ترسره کړي ،سمون خوري.

            له بل پلوه سپينې ماڼۍ هم اعلان کړی دی، جوزف بایډن نیّت لري ، یو ځل بیا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګډون وکړي او کاندید شي، خو بایډن شخصا تر دې د مه رسما او جوت اعلان  نه دی کړی چې ددغه شان کار نیّت لري. جوبایډن  له مینځ پړاوه انتخاباتو وروسته  په خبري ناستې کې وئيلي وو، چې ډير زر به د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د کاندیدیدا په باب رسمي اعلامیه خپره کړي.

        د واشنګټن ډي سی یو ډیموکراټ سناتور رابرټ وائي،زه له هغه کار سره چې جوزف بایډن کړی،په پریکنده توګه موافق یم،خو په عین حال کې باؤري یم چې د ولسمشرۍ د څوکۍ  او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندیدیدا لپاره د یوه کم عمره  کس د ټاکلو وخت رارسیدلی دی .

Image Caption

 

د جوزف بایډن  دعمر په باب اندیښنې له اوسني  وخت سره   مشروطې نه دي، بلکې د بایډڼ  زیات عمر تل د پخواني کرغیړن ولسمشررډونالډټرمپ پشمول د جمهوری غواړو د حملې لپاره تبلیغاتي خوراک  دی. ډونالډټرمپ د ۲۰۲۰کال په انتخاباتي کمپاین کې، د جوزف بایډن دعقلی او بدني سلامتیا په باب شک اوشهبات څخه د هغه په ضد دسیاسی متروکې  په توګه استفاده وکړه. په ۲۰۲۰کال انتخاباتو کې د جوبایډن  له بریالیتوب وروسته،جمهوریت  غواړو په  ولسمشر سخت ټکونه او پر هغه  نیوکې ډيرې زیاتې کړی دي  او په ټولنیزو چینلونو کې ئې مختلف  ویډیوئي کلیپونه خپرۀ کړي دي  چې ښئ بایډنبې خوده او سربداله دی  یا دا چې دتلوراتلو په وخت  رَپيږي او یا دا چې په ژبې کې هم لکنت لري او په خبرو کې ښخیږي.

                د امریکا ؛سټینډرډ اینډ پورز؛نومې اعتماد (Validation)موسیسې د تیرې اونۍ دوشنبې ورځې پخپل وروستي راپور کې په راتلونکي میلادي کال کې د امریکا داقتصادي ځوړتیا د احتمال د زیاتیدا خبر ورکړی او لیکلي ئې دي،ددې احتمال چې امریکا په راتلونکي میلادي کال کې د اقتصادي ځوړتیا له ګوزاره په آمان کې پاتې شي،ورځ تر بلې په کمیدا دی.

د امریکا د اعتماد دسنجونې موسیسې  لوړپوړي کارپيژاند  بټ  بووینو ووئيل،د شیانو د بیّو او د سود یا ګټې د نرخ د کریډيټ د زیاتیدا او د اخستو دقدرت  او د امریکا د خلکو دلګښتونو دکمیدا په باب اټکلونو ته په پام سره،متحده ایالات به په ۲۰۲۳کال کې له اقتصادي ځوړتیا سره مخ شي .  هغه په دغه خپل راپور کې لیکلي دي، مونږ اټکل کوو  او تمه لرو چې په راتلونکي میلادي کال کې  دامریکا د داخلی اومو تولیداتو  وده ،په اعشاریه اته فیصدو کمیدا سره منفي  اعشاریه یو فیصدو ته ورسیږي. دغه اقتصادي کارپوه  په دوام کې ووئيل،په امریکا کې د بانکي د ګټې  اندازه او د شیاّنو دب یّتو دکریډیټ ډیره زیاتیدا به ،ددغه هیواد  خصوصي برخې د غوښتې اندازه  او د اخستو قدرت تر ډيره حده کم کړي. د سټینډر ډ اینډ پورز نومې موسیسې راپور ، په اوکراین کې جنګ،په تایوان تنګی کې  تاؤتریخوالی  او د چین د اقتصادي ودې دچټکتیا تمتیا، هغه بهرني علتونه بللي دي چې  دامریکا  اقتصادي ځوړتیا  احتمال به لازیات کړي. د ؛ جی پي مورګن  چیس ؛ نومې پانګونې بانک اجرائي مدیر جیمي ډایمن  هم په اکتوبر میاشت کې خبرداری ورکړی ؤ چې  دامریکا اقتصاد به پّ ډير زیات احتمال سره  له شپږو تر نهو میاشتو پورې له ځوړتیا سره مخ شي. ډایمن ووئيل، دخبرداري  د ټلۍ دکړنګیدا  یوه نښه ، هغه انفلیّشن او د کریډیډټ  یا ګټو د زیاتیدا اغیزې دي چې له حده زیات ئې انتظار کید..  دغه امریکائي مدیر د امریکا پر اقتصاد په اوکراین کې د روسیې دجنګ دسختیدا د اغیزو په باب   هم خبرداری ورکړ او وې وئيل، اروپا اوس په ځوړتیا کې شپې ورځې تیروي،البته ډيرې ج دي مسئلې شته چې  زه فکر کوم د امریکا  او نړۍ  اقتصاد د ځوړتیا په لور کاږل کیدلی شي او دا احتمال شته چې دغه مسئلې و مشکلات  امریکا له راتلونکو شپږو تر نهو میاشتو پورې  اقتصادي ځوړتیا  ته وارده کړي. دډایمن څرګندونې په داسې شرائطو کې مطرح شوي چې  په امریکا کې د اقتصادي ځوړتیا د لرلید په باب زیاتیدونکي اندیښنې رابرسیره شوي چې په تیره بیا له زیاتیدونکي انفلیّشن سره دمقابلې په خاطرد ګټې د زیاتیدا په باب د فیډرل رزرؤ  او د نورو مرکزی بانکونو  د فیصلې په دلیل ده .

   د امریکا په متحده ایالاتو کې په پرله پسې دریم کال لپاره په روان ۲۰۲۲کال کې  په کال کې د څه دپاسه شپږ سوه  دډزو د ډله ایزوپيښو شاهددی.د امریکا د وسلوالو تاؤتریخوالو د آرشیو د غیرحکومتي موسیسې د راپور په اساس، د ۲۰۲۲کال  ترنومبر پورې په دغه هیواد کې د ډزو کابو شپږ سوه نهه ډله ایزې پيښې شوي دي.د امریکارسندويي تعریف په اساس،ډله ایزې  ډزې هغو پيښو ته وئيل کیږي،چې په کې له یرغل پرته  څلور یا څلورو زیات کسان پکې په شیشت کې راشي ه دې توګه امریکا تر دې دمه د کابو شپږ سوه پنځه اویا موردونو په ثتبیدا سره د روان میلادي کال تر پاي پورې  چې لا یوه میاشت ورته پاتې ده، نزدیکیږو.په تیر میلادي کال کې امریکا کې دډزو  شپږ سوه نوي ډ له ایز موردونه ثبت شوي دي  چې په ۲۰۲۰کال کې  دغه پیښې شپږ سوه لس  موردونه او په ۲۰۱۹کال کې  کابو څلور سوه اولس موردونه  وو. ددغې موسیسې د اټکلونو په اساس،په روان کال کې په امریکا کې په وسلوالو تاؤتریخوالو کې  نهه دیرش زره اته سوه شپاړس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په روان کال کې  د وسلوالو موردونو څه دپاسه اتلس زره  مورونه د قتل، او په وسلو سره  څه دپاسه یویشت زره پنځه سوه مورده دخودکشۍ  دي . ددغې موسیسې د راپور په اساس،په روان کال کې امریکاپه متوسط ډول  هره ورځ   یو زر اته شپیته   د ډله ایزو ډزو  موردونه تجروبه کړي چې  په  ۲۰۱۹کال کې  همدغه ډله ایزې ډزې یو مورد ، په ۲۰۱۲کال کې یو سل نهه مورده وې .د امریکا ولسمشر جوزف بایډن  په داسې  حال کې  چې  کابو دوه کاله کیږي، پخپل هیواد کې د  وسلوالو تاؤتریخوالو په پیزواني کولو کې بې وسه دی ، بیا ئې هم له یرغلیزو وسلو سره د مقابلې ژمنه ورکړې ده.. هغه په ویرجینیا ایالت کې په  ولمارت  مال نوې  د پيرپلور په یوه مارکیټ کې  د مرګوني ډزو  له امله  داوو کسانو په وژل کیدا پسې،ژمنه ورکړې د یرغلیزو  وسلو د محدودولو لپاره هڅه کوي.جوبایډن وائي،دا چې اجازت ورکوو ،نیمه اټومیټیک وسلې دې خرڅې شي،کرکیجنه خبره ده. دغه موضوع د اجتماعي برخې د پریښو  هیڅ ارزښت نه لری . اصلا هیڅ ارزښت نه لري.  ددې لپاره هیڅ منطق نشته ، له ډې پرته چې د وسلو د جوړونکو لپاره ګټه لري.

Image Caption

 

د امریکا حکومت د هواوې   او زیډ،ټي ائي چینی شرکتونو د مخابیراتو تجهیزاتو واردات او پير پلور د متحده ایالاتو د ملي امنیت په ضد ، د نه منلو وړ خطرې : په دلیل ممنوع  کړ.

د امریکا فیډرل ارتباطاتو کمیشن اعلان کړی دی چې همداشان د ؛داهوا ټيکنالوجۍ، هانګژو هایکویژن  او حیترا کمیونیکیشن ، شرکتونو پشمول دچین د یوشمیر نورو شرکتونو دتجهیزاتو واردات و منع کولو لپاره نهائي قوانین تصویب کړي دي .  دغه اقدامات د چیني ټيکنالوجيکي شیانو په ضد دجوبایډن د حکومت  تر ټولو وروستۍ فیصلې دي . واشنګټن مدعي دی چې بیجینګ ددغو شرکتونو په وسیله،د امریکائي ښاریز په ضد جاسوسي کوي. چې البته د چین حکومت  له امریکا ددغه ډول جاسوسۍ لپاره هرډول هڅه ردوي او وائي چې  دغه شان کار ته هیڅ ضرورت نه لري.

  دوستانو ددغه مطلب  مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تربل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،خپل  او دخپلې درنې کورنۍ خیال ساتئ،او نیکمرغه ژوند ولرئ.

(سیماب)

***********************************************

 

 

 

ټیګونه