Jan 03, 2023 11:22 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه  43

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې کتابونه د علم باغونه نومې لړۍ له ننني درې څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

  دوستانو د ایران د کتابتون ساتونکو د لومړني نسل څخه،د ایران د ماډرن کتابتون  مور میرمن پوراندخت سلطاني،د تهران د پوهنتون د علمی پلاوي یوه مسئوله او د کتابدارۍ دملی مرکز بنسټګره او دغه راز د ایران د ملی کتابتون د کتابدارۍ د ډلې دعلمي پلاوي یوه مسئوله وه.میرمن سلطاني خپل ګټه ور ژوند  له ۱۹۳۱کاله تر ۲۰۱۵ پورې په کلونو کې  تیر کړ.هغې کتاب ساتلو سره  ډيره مینه درلوده او تر کلونو کلونو پورې ئې هڅه کړې څو دغه علم په ایران کې پراخ کړي.ددغې زیارکښې او هڅانده میرمن په یاد سره په ننني مطلب کې د کتابدارۍ یا دکتاب ساتنې په موضوع درسره غږیږو.

 خوږو دوستانو  د  هر کال دنومبر پنځلسمه نیټه  چې د لړم یا عقرب د میاشتې  څلورویشتمې نیټې سره  سمون خوري،د ټولنې په کلتوري ودې کې د کتاب لوستنې د لوړ ارزښت په خاطر،د ایران په کال هینداره کې د کتاب،کتاب لوستنې او کتابدار په عنوان سره  نومول شوې ده.

د کتابدارۍ او اطلاع رسونې علومو پخوانۍنامه د؛اطلاعاتو علم او پوه پيژندنه؛ده چې ددغو اطلاعاتي سرچینو د منظمونې،ارزونې او خپرونې او دغه راز د اطلاعاتي سرچینو د غونډونې او د پوهې د تولید د ډول ډول رودو مطالعه او ارزونه کوي.دغه پوهه،په حقیقت کې دډيټا(Data knowledg)د مدیریّت د اطلاعاتو، ټيکنالوجۍ، ارتباطاتو،سندونو،کتابدارۍ او فلسفې سره یو ځاي کول دي.

کتابداري،خلک د کتابتونونو او د اطلاعاع رسونې دمرکزونو لباره روزي او ددغې څانګې د فارغ التحصیلانو  کار  هغه پوهې او مهارتونه دي چې اطلاعات  په چاپي او الیکټرانیکي بڼه ثتبوي،غونډوي ئې او منظموي ئې  او  بیا ئې  خپروي..په حقیقت کې  ددغې څانګې د فارغ التحصیلانو  د فعالیت ځاي ، کتابتونونه،آرشیو ځایونه او د اطلاع رسونې مرکزونه دي. دهر فن او تخنیک په څير  کتابداري  ځانګړي مهارتونو ته اړتیا لري. هغه ملموس مهارتونه چې زده کیدلی او کارولی شي، او  هغه  ناملموس مهارتونه چې ډیر ئې شخصي دي  او په دقت او له بل چا سره په خبرو سره ئې تشخیص ورکول کیدلی شی.په ملموسو عواملو کې  کلامي او غیر کلامي  مهارتونه شامل دي.

همداراز  په ځينو نورو مهمارتونو کې یادول(remembering))له ټاکلی وخته مخکې له تشخیصه ډډه کول(avoiding premature diagnoses)،د احساساتو کلامي انعکاس(reflecting feelings verballyد محتوانقلول یا بیرته پيلول(restating or paraphrasing contentوړاندیز یا د نظر څرګندول(giving opinions and suggestion) او پرانیستي پوښتنې (open questions) هم شاملیږي.

  په غیرکلامي مهارتونو کې دغه راز  د سترګو سره مخامخیدل(eye contact)، حرکتونه او اشارې (gestures)بدنی او راحت حالت relaxed posture)  د غږ لهجه  یا انداز  او دمخ  حالتfacial expression and tone of voice)) شاملیږي .

Image Caption

 

   د هندوستان یو کتابدار  او ریاضي پوه شیالی رامم ریتا رانګانتن،زیاتره  دهغه د کولون رده بندۍ(colon classification) او د  کتابدارۍ  د پنځو قانونو پّه سبب  چې په نړیواله سویه پیژندل شوي دي، خلک ئې پيژندي. په هندوستان کې د هغه د زیږیدا ورځ د کتابدارۍ د ملی ورځې په توګه اعلان شوې ده او  هغه ته د هندوستان د ؛ مستند جوړونې او اطلاعاتو د علومو پلار  لقب ورکړل شوی دی.

رنګانتن  په ۱۸۹۲کال کې دهندوستان په جنوب کې زیږیدلی دی.د هغه پوهنتوني زده کړې د ریاضۍ په څانګې کې وې  او په پوهنتون کې ئې د ریاضیاتو تدریس کاوۀ، هغه کار ، چې ورسره ئې ډیره دلچسپي درلوده ،خو  دهغه مشکل د ژبې ښخیدل یا لکنَت  ؤ چې  د وخت په تیریدا سره  ختم شو.

رانګانتن   وروسته  دلندن کالج پوهنتون ته لاړ چې   په هغه وخت کې یوازینی پوهنتون ؤ چې  په انګلستان کې ئې د کتابدارۍ یا لائيبریّن  څانګه درلوده. که څه هم د هغه نمبرې  له متوسطه لږې زیاتې وې ، د هغه د ریاضۍ فکر هغه د کتابونو د رده بندۍ مقولې ته وکاږۀ. په دغې رودې کې له یوه جدوَله په استفادې سره د کتاب دپيژندنې شمیره،په ټکو سره ،  په شمیرو سره  ا و د ټکو  یا نقطوپه نښو سره  داسې لیکل کیږي چې د کتاب مختلفې نښې ورسره پيژندل کیږي او د دیوي رده  بندۍ په نسبت (Dewey Decimal Classification) لازیات  اطلاعات وړاندې کوي.

Image Caption

 

په همدغو کلونو کې ، مهاتما ګاندي  دهندوستان دسیاست په ډګر کې فعال ؤ، رانګانتن که څه هم سیاسی فعالیت نه درلود،خو د ګاندي تر اغیزو لاندې ئې هڅه وکړه ،د کتابونونو  نظام داسې بدل کړي چې  عادي خلک ورڅخه استفاده  وکړي او پخپلو لیکنو کې ئې  کتاب او تحصیلاتو ته د عامو خلکو لاس رسی مطرح کاوۀ. په همدې تفکر سره وه چې دکتابدارۍ پنځه قوانین ئې وپنځول.  داسې مشهور قوانین چې  نن سبا ددرستې نړۍ په کتابتونونو کې  ورڅخه استفاده کیږي او نوی قوانینو د هغو په اساس بڼه مومي .  

  لومړی قانون،کتاب د استفادې لپاره دی؛؛دغه قانون د کتابدارۍ د خدماتو اساس دی.رنګانتن دې کار ته په پام سره چې کتابداران له  کتاب څخه  له استفادې لازیات ددې  ساتنې او آرشیو کونې ته اهمیّت ورکوي ،دغه قانون ئې جوړ کړ.البته  هغه ساتنه منتفق نه ګڼله،بلکې له کتابه پر استفادې ئې لازیات ټينګار درلود او دا ئې د کتابتونونو د ځای،د پور د مشخصو  سیاستونو،د کار ورځې او ساعتونو او د کتابتونونو د کارکونکو او تجهیزاتو  د کیفیّت په څير  عواملو ته توجه ضروري ګڼله.

 دوهم قانون ؛د  خپل کتاب هر لوستونکی ، دغه قانون په دې معنا دی چې   د اجتماع هریو غړی باید هغو مطلبونو ته چې ئې غواړي،لاس رسی ولري. رانګانتن په دې اند ؤ چې  په هر یوه ټولنیز چاپیریال کې دکتابدارۍ خدمتونه باید ټولو ته وړاندې شي او د کتابتون اساس،روزنه ده.کتابدار یا لائيبریّن باید هغه اجتماعي غړي چې ورته خدمتونه وړاندې کوي، ښه وپيژني،د کتابونو ټولګه باید د اجتماع د اړتیاؤ ځواب ویونکي وي، او کتابتونونه باید د لازیاتو لوستونکو د جلبولولپاره دخپلو خدماتو تبلیغ وکړي.

دریم قانون ؛ هر کتاب او د هغه لوستونکی، دغه اصل  له دوهم قانون سره ډير نزدې دی،البته پر کتاب لازیات تمرکز لری.  له دغه قانونه  مقصد دا دی چې په کتابتون کې هریو کتاب،بایدد هر کس یا کسانو لپاره ښه وي . پر دې اساس باید داسې رودې وکارول شي چې  هرکتاب، خپل لوستونکی ومومي او ځان ته ئې جذب کړي.له دوي یوه لاره ،پرانیستي آلماریانې دي.

   څلورم قانون؛د لوستونکي په وخت کې بچت  کول دي.رانګانتن په دې خاطر د کتابتون د مدیریّت لپاره  له مناسبو رودو څخه  د استفادې سپارښتنه کوله،یعني په یوه ځاي کې د ټولګې متمرکز کول،په رده بندۍ کې د لائيبریّن  مهارت، دمتقابل ارجاع کول، دکتاب سپارښتنه،مراجعو ته د لوستونکي د لاس رسي آسانتیا او د کتابونو ګردش  باید لا آسان شي.

پنځم قانون د آرګانزم کتابتون(Organism library) د ودې په حال کې دی

دغه قانون لازیاته د داخلی بدلونونو ضرورت ته اشاره کوي تر چاپیریالي بدلونونو پورې. رانګانتن په دې  اند ؤ چې د کتابتون اداره، باید د کارکونکو  د ودې،د فیزیکي ټولګې او له ملاتړوپلویانو څخه د استفادې لپاره ځای ولرل شي.دغه چاره د کتابتون د ودانۍ،د کتاب دآلماریانو او دمطالعې د هالونو  مساحت سترولو ته ضرورت لري .

کتابداري ، داسې کلتوری او څيړنیز تخنیک دی چې مختلفې مرحلې کچ کوي،  دکتاب له ټاکلو او د  هغه کتابتون له کلی موخو سره د مناسب شونې رانیولې په  دفتر کې د ثبتونې، دلسیټ لیکنې او دکتاب د رده بندۍ د ثبتونې تر مرحلو پورې . په دغو مرحلو کې د کتابتون مناسبې رده بندۍ او د موضوعګانو د سرعنوانونو  او نړیوالو سټنډرډونو ته په پام سره ، د کتاب لپاره د لیسټ لیکنې یوه پاڼه  برابریږي. په دغې پاڼې  کې له کتاب سره اړونده درست اطلاعات  لیکل کیږی. د کتاب د پاڼې له برابرولو وروسته ، وار د پاڼو د زیاتیدا او د کتاب د تیارولو  رارسیږي. د کتاب سټیکر (یا هماغه لارښونکي شمیره)پر کتاب چسپيږي او په  نهایت کې  کتاب په هماغې شمیرې سره د کتابتونو ترڅنګ کیښودل کیږي.پر دې اساس لازمه ده چې پوهه شو،کتاب له له اخستو سملاسي وروسته آلمارۍ ته نه منتقلیږي، بلکې له مختلفو مرحلو تیریږی څو مراجعه کونکو ته د امانت لپاره تیار شي. ددغو مرحلو ترسره کیدا  په دقت سره او د علمی  رودو په اساس،د لائيریّن دنده ده.

 حقیقت دا دی،په هغو ټولو ټولنو کې چې د کتاب لوستنې پرمختللی کلتور لري، حرفه وي کتابداري مهمه او ارزښتمنه ده، په تیره بیا  په ښونځيو کې  کتابداري او د ماشومانو کتابتونونه  یا د عمومي کتابتونونو  دماشومانو برخه . په ښونځيو کې استاذان  د تحقیقي سرچینو په ټاکنې  او دلوستونکو مطلبونو په سپارښتنو کې د لایئبریّن له لارښونو او مرستو  ګټه پورته کوي  او مؤلفان ، کیمره مینان او د د ماشوم د کتاب کرکتونکي ، دخپل کار د ښه کولو لپاره ، د ماشومانو د کتابتونونو له تجروبو  استفاده کوي. د ماشوم د ادبیاتو او دکتاب لوستنې  د کلتور په دودولو کې د کتابدارانو  لا لایبریّنز اهمیّت  دومره دی چې ځیني جایزې او ډالۍ د هغوي په ویاړ نومول کیږي.

=  دوستانو د  کتابونه د علم باغونه نومې لړۍ ددغه نننی مطلب وخت هم همدومره ؤ نو هیله ده دغه مطلب هم ستاسو د خوښې وړ ګرځيدلی وي ،تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو بریالی او سوکاله ووسئ.

(سیماب)

********************************************** 

 

 

ټیګونه