Jan 16, 2023 15:44 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه ۴۵

د یو کلتوري څیز به توګه د کتاب خرڅول د داسې اصولو غوښتنه کوي د دې برخې د فعالانو کار لږ سختوي. لکه څنګه چې د موبایل فونز یو خرڅونکی د مختلفو موبایلونو د ځانګړتیاؤ په هکله معلومات لري، د کتاب خرڅونکی هم باید د کتاب په مختلفو ځانګړنو او ګټو خبر وي او د یو مناسب او کارنده اثر د غوره کولو لپاره باید مشتري ته ښه مشوره ورکړي.

شاه محمد رئیس په افغانستان او نړۍ کښې «د کابل د کتابفروش» په نامه پيژندل کیږي. هغه په کال ۱۹۷۴ کښې د محمد ظاهر شاه خلاف له شوې کودتا لږ وروسته په کابل کښې خپل د کتابونو پلورنځی پرانیسته. د شاه محمد رئیس د کتابونو پلورنځی د افغانستان په هکله د کتابونو د څه باندې ۲۰ زرو نسخو په لرلو سره، د دغه هیواد په موضوع سره د دنیا یوه ډیره ستره خصوصي ټولګه ده. د ښاغلي رئیس د کتابونو د پلورنځي او خپله د هغه نوم هغه وخت مشهور شو چې د شاه محمد رئیس او په کابل کښې د هغه د ژوند په هکله «د کابل کتابفروشۍ) په نوم سره یو کتاب ۱۲ کاله مخکښې په ناروی کښې خپور شو او ډیر زیات وپلورل شو.

خو اوس طالبان دوباره په افغانستان واکمن شوې دي او د رئیس چې د مختلفو حکومتونو راتلل او ختمیدل یې په خپلو سترګو لیدلي دي، نه غواړي چې خپل پلورنځی بند کړي. له کله نه چې طالبان کابل ته راغلي دي، د شاه محمد رئیسي دکان ته یوازې دوه مشتریان راغلي دي. هغه وايي: غواړم چې هر څه ډیجیټل او آنلاین کړم. د پخوانیو او نایابو کتابونو دوباره نشر کول مې هم بل پروګرام دی. هم داشان د کتابونو د پي، ډي، ایف نسخو ته د خلکو د لاسرسۍ ممکن کول یا یې په انټرنیټ کښې وړاندې کول، هغه بله لاره ده چې ورباندې فکر کوم.

هغه په هره ممکنه طریقه غواړي چې خپل د کتابونو پلورنځی ژوندی وساتي ځکه چې له دغه کار سره ډیره مینه لري.             

 

د کتابونو پلورونکي د نشر د صنعت د اتصال د وروستۍ کړۍ په توګه د کتابونو په پیر پلور او مشتري ته یې په رسولو کښې ډیر مهم رول لري. د کتابونو په هکله د هغوي معلومات او د خبرو ډول او سلوک یې په مخاطبانو کښې د مینې په رامینځته کولو کښې ستر رول لوبولی شي.

شاید فکر وکړئ چې هر څوک چې کتاب لولي یا یې د لیکونکو او ژباړونکو نومونه ښه زده وي، هغه یو ښه پلورونکی کیدې شي، خو داسې نه ده او د کتابونو د پلورونکي لپاره ډیر داسې شیان شته چې خیال ساتل یې هغه د دې مسلک او پیشې په سمه لاره سمولی شي.

کتاب، د دنیا یو ډیر پراخ ډوله مسلکي څیز دی او کتابونو د یو پلورنځي د محصولاتو ډول والی یا ورایټي حتی له درملتونه هم زیاته ده. خو د یو ښه پلورنځي ځانګړنې څه دي؟

د کتابونو پلورونکی له هر څه مخکښې خپله باید له کتاب سره مینه لرونکی او لوستونکی وي. دا جمله په دې معنا نه ده چې ټول شواروز دې په لوستلو بوخت وي بلکې معنا یې دا ده چې د کتاب نبض یې باید په لاس کښې وي، پکار ده خبر وي چې کوم ځوان لیکوال تازه مشهور شوی یا کوم پخواني لیکوال یا ژباړونکي خپل نوی کار بازار ته استولی دی. یو آیډیل پلورونکی باید خوش اخلاقه او صابر وي ځکه چې دا د هر کار کسب وړومبنې اصل دی.

د کتابونو پلورونکي ته نه دي پکار چې انټرنیټي کتابتونونه خپل سیال وګڼي. داسې مختلف ایپلیکیشنونه شته چې کتابونه په تصویري توګه خرڅوي او په دې وجه چې کاغذ په کښې نه استعمالیږي، ارزان هم دي. لاهم ډیر خلک په موبایل یا ټیبلټ کښې کتاب لوستل نه خوښوي. ډیر خلک په آنلاین فضا کښې یو کتاب ویني، د هغه څو مخونه لولي او ورسره یې مینه پيدا کیږي نو بیا ځي او کاغذي نسخه یې اخلي.

ټولنیزې شبکې یعنې سوشل میډیا او د هغې کتاب لوستونکي کارونکي، د ښو کتابونو تبلیغ کولې شي او خلک له کتاب پلورونکو سره پُخلا کولې شي. نو له دې فضا ډډه نه ده پکار او د کتابونو د پلورنځیو سیال یې هم ګڼل نه دي پکار.

د دې کسب لپاره څو ټکي ځانګړی اهمیت لري، وړومبې عامه اړیکې، دویم مسئولیت منل او دریم له زدکړې سره مینه او د زده کولو توانمني. د کتاب برخه ډیره پراخه ده او هم دا پراخوالی سبب کیږي چې د کتابونو پلورونکي ډیره پوهه ولري ترڅو په خپلو معلوماتو باندې په تکیې سره د مخاطبانو او مشتریانو ضرورت پوره کړې شي. د کتاب یو پلورونکی باوری دی چې د هغه تجربې ته په پام سره، له کتاب سره د پلورونکي مینه، په مخاطب کښې هم شوق رامینځته کوي او هغه د کتاب اخیستو ته هڅوي. پخوا د کتابونو دودیز خرڅوونکي هغه کسان وو چې خپله د کتابونو عاشقان وو او له دې برخې سره یې مینه او دلچسپي درلودله. اوس په مختلفو ډولونو د کتابونو د پلورنځیو د پراختیا له امله دا احساس لازیات احساسیږي.

د لیکنې په دوام کښې د کتابونو د پلورلو د جذاب کار په هکله د څو ناولونو پیژندګلوي کوو.

د جیني کولګن Jenny   Colgan لیکلې (د ګوټ پیر د کتابونو دکان The  bookshop  on the Corner د لوستنې او کتاب په اړه او په دې هکله یو ناول دی چې کتابونه څنګه ستاسو په ژوند باندې اغیزه کوې شي. لیکوالې په دې کتاب کښې هڅه کړې ووايي چې کوم څیز چې د ژوند لپاره غوره کوو، زمونږ په حس و حال باندې څه اغیزه کوي.

جیني کولګن (د لوستونکو لپاره یو پيغام) په عنوان سره د کتاب په سریزې کښې لیکلي دي چې په حمام کښې، په کټ کښې، د سمندر په غاړه په پستې کرسۍ باندې، په سړک باندې د ګرځیدو په وخت، د کتاب لوستونکو په ډله کښې، په اضافي وخت کښې د لوستلو، په اورګاډي کښې د معمول په سفر کښې، په مسافرت کښې، په روغتون کښې، په پارک کښې د یوې ونې لاندې په سیوري کښې او داسې نورو ځایونو کښې د کتاب د لوستلو په هکله یې یولړ مطالب لیکلي دي.

د داستان اصلي شخصیبت خپلې د هغې په وینا، یو دلال دی، یعنې ویونکی یو مناسب کتاب ته رسوي  او له دې لارې هم کار لري او هم یې دغه کار د خوشالۍ لامل کیږي. هغه، چې غواړي  ځان ته یو نوی ژوند برابر کړي، یو لرې کلي ته کډه کیږي، یو لرې خوب وهلی کلی چې ډیر لرې دی. هغه یو ویګن اخلي او په کښې د کتابونو ګرځنده دکان جوړوي. هغه په خپل ګرځنده پلورنځي کښې مختلفو ځایونو ته او د قصو د ویلو په خپلې وړتیا سره خلکو ته کتابونه ورکوي او د هغوي ژوند بدلوي.

«د کتابونو د یو پلورونکي خاطرات  Confessions of a bookseller» د شان بایتل Shaun Bythell لیکلې کتاب دی. بایتل د کتابونو یو پلورونکی دی او د استعمال شویو کتابونو یو ستر پلورنځی چلوي. هغه په دغه کتاب کښې د کتاب خرڅونې په کار کښې خپل خاطرات او یادونه لیکلي دي.

بایتل وايي: د کتابونو پلورنځی تاسو ته له هغو کتابونو سره د تړاؤ ډیر خوند درکړي چې په یو ډول یې زمونږ نړۍ ته علمي او کلتوري اعتبار ورکړی دی. د ژوند په نورو کارونو کښې دا ډول ارزښتناک موقعیت ډیر کم تجربه کوې شو، هغه هم د یو ستومانه کونکي او تکراري کار د ترسره کولو په خاطر نه بلکې په دې تصور سره چې دا چانس ولري چې هغه اولنۍ کس کیدلې شي چې د یو داسې کتاب وړومبنۍ نسخه په لاس کښې واخلي چې د انسانیت په تاریخ کښې یو بدلون راوستې شي.

د اردن لیکوال جلال برجس د (کتاب پلورونکي یادداشتونه ( دفاتر الوراق ) یا Notebooks of the Bookseller  نومي کتاب لیکوال دی چې په ۲۰۲۱کال کښې یې د بوکر عربي انعام هم ګټلی دی. برجس یو شاعر، ناول لیکونکی او فلایټ انجنیئر دی او په ډیره غوره توګه تونیدلی چې خپل مهارتونه د لیکوالۍ له فن سره تطبیق کړي.

د دغه کتاب پیښې د ۱۹۴۷ نه تر ۲۰۱۹ کلونو ترمینځ واټن کښې په اردن او ماسکو کښې تیریږي. قصه د ابراهیم په نامه د یو کس د ژوند په هکله ده چې د کتابونو د پلورونکي نه علاوه یو مسلکي کتاب لوستونکی هم دی. ابراهیم د خپل دکان له بایللو او په سختې ناروغۍ له اخته کیدو وروسته د ناولي شخصیتونو په نقاب کښې جرمونو او خلاف کارونو ته لاس اچوي.

دغه ناول د هغو یادداشتونو ټولګه ده چې هر یو یې ځانته ځانګړې قصه لري. د دغه شخصیتونو د شتون وجه، د ناول اصلي راز دی. پلورونکی په ځلونو د ناول د مشهورو داستاني شخصیتونو په قالب کښې ځي او عجیبه پيښې رامینځټه کوي.

د کتاب لیکوال برجس وايي چې د شخصیتونو په دې ځاې پر ځاې کولو سره مې دا ویل غوښتل چې د پخوانیو شخصیتونو کړکیچ، په اوسنۍ زمانه کښې د کتابونو د پلورونکو د کړکیچ په شان دی. بحران هم هغه دی او د وخت په تیریدو سره یې نه پرمختګ کړی او نه په کښې بدلون راغلی دی. دغه ناول یوه ایشوا کونکې نظریه لري او د راتلونکي په هکله هم ځینې تمې او امیدونه مطرح کوي. په دې معنا چې که د فساد، بې وزلۍ، جهالت او بې روزګارۍ په شان منفي عناصر په پوره قوت سره باقي پاتې شي نو ټولنه په زوال محکومه ده او راتلونکی به یې ویران وي.

که له کتاب سره مینه لرئ، په زیات احتمال د  ای جی فکري " The Storied Life Of A. J. Fikry د ژوند داستاني کتاب به مو خوښ شي. د دغه کتاب کیسه د یو مینځ عمره کتابپلورونکي  په هکله ده چې مېرمن یې په یو ایکسډنټ کې مړه شوې او د دغه  فقدان په وجه یې له خواوشا نړۍ سره اړیکي غوڅ کړي او مناسب روحي او جسمي حالت نه لري. یوه ورځ چې خپل کتابپلورنځي ته ننوځي د یو ماشوم د ژړا غږ اوري او متوجې کیږي چې  یو کس یو ماشوم په دکان کې پریښې دی. دغه پېښه سبب کیږي چې ژوند  هغه ته یو نوی فرصت ورکړي او د ماشوم د پاللو د مسوولیت په منلو سره ژوند ته د بیا ستنېدو چانس پیدا کوي.

 د دغه ناول لیکونکې  گابریل زِوین" (Gabrielle Zevin)   په نولس سوه اوه اویایم کال کې په نیویارک کې پیدا شوې ده. د کتاب اتل شخصیت یوه هندۍ امریکایۍ مېرمنه ده  او لیکواله  وایي چې د هغو ننګونو له امله چې د څو ملیتي والي په وجه پرې تېرې شوې، دغه کار یې انتخاب کړی دی. د مایا شخصیت چې په کتاب لوستلو یوه مئینه جینۍ ده هم د لیکوالې وړوکوالي او پېغلتوت ته ورته دی.

 د ای جی فیکري داستاني ژوند د کتاب په یوه برخه کې لولو:

 فکر کوي ډېر اسان کار دی.... مونږ کتاب لولو چې پوه شو یوازې نه یو.

مونږ کتاب لولو ځکه چې یوازې یو.

مونږ کتاب لولو او نور نو یوازې نه یو.

مونږ یوازې نه یو.

غواړې هغې ته ووایي چې زما ژوند په دغه کتاب کې پټ دی، دا کتاب ولوله او زړه مې وپېژنه.

مونږ نالو نه یو.

مونږ لنډه کیسه نه یو.

په پای کې، مونږ د کیسې ټولګه یو.

*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه