Jan 18, 2023 17:35 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه

په کلی ډول خلاقیت د یوه نوی مفهوم او یا فکر د رامینځته کولو لپاره ذهني وسونو کارول دي .

دوستانو په دغه پروګرام کې درته د خلاقیت اصلي سرچینو او دغه مهارت ته د رسیدا ټیکنیکونو ته اشاره کووو .

په  کلی ډول خلاقیت د یوه نوی مفهوم او یا فکر د رامینځته کولو لپاره ذهني وسونو کارول دي . د خلاقیت اصلی رکن د وګړي ذهن دې . لکه څرنګه چی خلاقیت هغه مهارت دې  چې د روزنې او تمرین سره وده کوی پر دې اساس ټول ورته لای رسی درلودلی شی . که تاسوئ هم غواړئ چی ژر خپل هدف ته ورسئ او زیات پرمختګ ولرلې شئ بهتر ده خپل خلاقیت زیات کړئ او دغه مهارت له ماشومتوب زیاتیدلې شئ .

د بریالیتوب لازمه د خلاق فکر د مهارتونو درلودل دي .هغه مهم ټکې چی ورته باید پام وکړئ دا دی چی هر هغه څه چی یاست  او په راتلونکی کې به وو ، د تاسو له  ذهن څخه د استفادې نتیجه ده . له بده مرغه ډیر کسان خلاق ذهن نلری او یا ترې کمه ګټه پورته کوي . هغو ځان په امن ځای کې محدود کړی دی او هڅه کوي چی د خپل تیر ګفتار او کړچار په تکرار سره اوسنی شرایط وساتي . په مدې دلیل امرسن باوری دې چی احمقانه ثبات د وړ ذهنونو نتیجه دی .

کیدلی شی  درته عجیبه وښکاري چي نوښت یا خلاقیت ته د مهارت نوم ورکړو، ځکه چي ځینې کسان خلاقیت یا نوښت یوه شخصیتي صفت بولي او ورته د یوه تر لاسه کېدونکی مهارت په سترګه نه ګوري، لیکن داسي دلایل شته چي ښودنه کوي خلاقیت هم یو ډول مهارت دی، لومړی دلیل دا دی چي خلاقیت د نورو مهارتونو په څېر، له تمرین، تکرار او زده کړې سره، پیاوړی کیږي.

بل دلیل دا دی چي هیڅ یو کس په بشپړه توګه له خلاقیت بې برخه نه ده، خود خلاقیت کچه په انسانانو کې ډول ډول وي، یعني ځینې له زیات خلاقیت څخه برخمن دي او ځینو هم له کم خلاقیت بل دلیل دا دی چي د ماهرینو له نظره، د خلاقیت اکثره مولفې په ماشوم توب کې وجود لري او د وخت په تېرېدو سره، ځپل کیږي، نو خلاقیت له استعداد سره پرک کوي، اصل کې خلاقیت یو ډول وړتیا ده چي د وخت په تېرېدو سره کمزورې کېدایشي.

 خلاقیت د ستونزو د هوارولو د لارو چارو د پلټنې او حل لارو ته د اهمیت ورکولو په معنا ده، داسي لارې چارې چي تکراري نه وي یعني د نویو لارو چارو پلټل، مونږ خلاقیت ته د یو مهارت په سترګه ګورو چي په تمرین او تمرکز سره پیاوړی کېدایشي او له نوښت سره توپیر نه لري، دا مهمه نه ده چي نوي لارې چارې او نظریې له کومه ځایه پیدا شوې دي، بلکې دا اهمیت لري چي په موجوده کاري فضا او یا سیسټم کې و کولایشو نوی لیدلوری رامینځ ته کړو، داسي لیدلوری چي له دې مخکې نه وې موجودې .

د تاسو د خلاقیت په اندازه کې یو بل ټاکونکې عامل د تاسواوسنی شرایط  دي  . د کار په ځای کې هڅیدل یا په دوستانو کې د نوی ایډیاګانو لپاره د ستاینې وړ ګرځیدل د دغو شرایطو یوه بیلګه ده . کداک په ۱۹۹۰ لسیزې کې په ۱۴۰ زره کارکونکیو سره د ۶۰ میلیارډ ډالرو یو شرکت وو . دغه شرکت په پرله پسې لسیزو کې د کیمرې د فیلم په دنیا مسلط وو . هغه وخت چی د دغه شرکت څیړاندو د دیجیټل عکاسۍ ایډیا مطرح کړه ، د هڅول کیدا او د دغې ایډیا د کارولو په ځای پرې نیوکه وشوه . څو کاله وروسته جاپانی کیمرو جوړونکیو د ډیجیټل انځورګرۍ ایډیا مطرح کړه او بازار ته یې په یوه بل پسې ډیجیټل کیمرې روانې کړې اوکداک شرکت په چټکتیا سره له بازاره لیرې شو .

همداراز د نوښت اندازه هغه انځور دې چی له ځانه لرئ . دا چی ځان یو خلاق کس بولئ یا د تاسو په نظر زیات نوښت لرئ ، ټاکونکی عامل دی . ډیرې پلټنې ښی چی ۹۵ فیصده خلک زیات خلاقیت او نوښت لري . هغه تحقیق چی په هارورډ پوهنتون کې د هاورډ ګارډنر په وسیله ترسره شوی دي ښي چی د تفکر ډیرې رودې موجودې دي او هر وګړې لږ تر لږه په یوه حوزه کې نابغه دی . په دې ډول د نوښت د ازادولو کیلی دا ده چی ځان ډیر خلاق کس وبولئ .

د خپلې خوښې هدفونو درلودل ، له سختو مشکلاتوسره مخامخیدا او د متمرکزو پوښتنو مطرحول  خلاقیت حسابیږي . د دغو ټولو عواملو درلودل  کولي شی تاسو کنټرول کړو . د مثبتو افکارو درلودلو سره هغو ته د رسیدا لپاره زیات هیجان ولرلې شئ ، په دې سره به تاسو ذهن نور نوښتونه هم وښی . په همدې دلیل ویل کیږی چی هیڅ غیر خلاق کس وجود نلری مګر هغه کسان چی هیڅ خدف او انګیزه ونلرلې شی . یو هدف مشخص کړئ چی که ورته وسیږئ نو د تاسو په ژوند مثبتې او ښې اغیزې ولرلئ شی . هغه په شفافیت سره په یوه کاغذ ولیکئ چی یو ماشوم یې هم درک کړې شی . د دې درک چی کوم څیز له ټولو زیات غواړئ هدف ته د رسیدا لپاره د کارنده ایډیاګانو محرک دې .

همداراز مشکلات زیات خلاقیت ته درسیدا لپاره ستر محرکونه دي . که کومه ستونزه یا خنډ وجود ولری چی تاسو ورته د رسیدا لپاره منعه کوی پوهه شئ چی د هغه د له مینځه وړلو یا ختمولو لپاره حیرانونکی خلاقیت لرئ . د خلاق فکر لپاره شفافیت حیاتی دی . زیات شفافیت ته د رسیدا روده دا ده چی لومړې خپل کلی یا جزیی هدف جوت کړئ کوم څیزد خپل ژوند  په خاصې حوزې کې غواړئ . بیا له ځانه وپوښتئ چی ولې دې مخکې په دې فکر ندې کړې او ولې مخکې دغې نتیجې ته نه یې  رسیدلې . بیا لعه ځانه وپوښتئ چی هغه ستر خنډ یا مشکل چی دغه هدف ته مو له رسیدا منع کوی کوم عامل یې مهم دې ، کله چی مهم عامل یا خنډ جوت کړئ نو ذهن مو پرله پسې د ایډیاګانو جوړولو ته مخه کوی تر څو هغه مشکل حل کړی .

له ځانه او نورو د پوښتنو کول تاسو ژور فکر کولو ته مجبوروي چی شرایطو په اړه ژور فکر وکړئ چی دا هم د نوښت یو محرک دې . امریکایی لیکوال جیم کالینز په دې اړه په خپل کتاب کې  له ښه څخه ډیر ښه ته اشاره کوی او لیکی چی د برلاسه شرکتونو یوه نښه دا ده چی اجرایی مدیران یې له ځانه ډیر بې رحمانه سوالونه کوی چی خغو مجبوروی چی په موجودو شرایطو ژور فکر وکړي . په نړۍ کې د مدیریت مشهور نظریه ورکونکې پیټر ډرکر په خپلې مشهورې جملې کې وایی  زه سلاکار نه یم یوازې سبینه خبره کوم ، ځواب نه ورکوم یوازې له وګړیو سختې پوښتنې کوم چی باید هڅه وکړي خپل مخصوص ځوابونه پیدا کړي .

د فنونو رودې یا د خلاقیت تکنیکونه د نوښت د ودې او خپل توان د زیاتولو لپاره د اوزار په توګه کارول کیږی . د دغو رودو ګټه په دې کې ده چی معلوملات او خبرونه خاصو لارو ته هدایتوي او د ګډوډ تفکر مخه نیسی او د ذهنِ موادو ترمینځ د اغیزمن ارتبتاط ټینګولو قدرت پراخوي

هدفونو ته د رسیدا یوه روده او د بریالیتوب ترلاسه کول همفکری ده . روښانه ټکیو ته د رسیدا لپاره  چی تراوسه تیاره وو وړاندیز کیږی چی صلاحیت لرونکیو کسانو سره مشوره وکړئ . بریالی او پوهوکسانو سره مشورت  بریالیتوب ته د رسیدا لپاره اسانه ، چټکه او کم لګښت لرونکی ده .خو له بده مرغه هغه کسان چی ځان منمۍ او ځان باندې مین دې  ځان د نورو له مشورو  او لیدتوګو بی نیازه بولی ، که څه هم له فکر او عقلی نظره ډیر ښه وي خوبیا هم سترې تیروتنې کوي .

د خلاقیت د زیاتولو یوه بله روده فکری ورښت دې . فکری ورښت یو ډله ایز تکنیک دې چی د هغې له لارې یوه ډله   هڅه کوی د یوې خاصې مسلې لپاره حل لاره پیدا کړی . ډاکټر سبورن د دغې رودې ابداع کونکې دې . هغه باوری وو چی فکری ورښت په دې دلیل بریالې شوې دی چی پکې د شخصیت د ازادانه اوزار لپاره ډیر ښه چاپیریال وجود لری . په دې معنا چی په فکری ورښت کې امن او ازاده چاپیریال رامینځته کیږی . پهداسې چاپیریال کې بهرنی ارزونه له مینځه ځی او وګړې د نورو له ملنډو ویره نلري .

د خلاقیت د زیاتولو یو بل چل جانبی تفکر دې . جانبی تفکر د یوه بیلګه سیسټم دننه د فکری بیلګو په دوامداره توګه بدلول رابدلول دي ځکه د انسان ذهن د نبوغ تر حده کوشش کوی چی خلاق ووسی  .

د انسان ذهن د حواس ، عواطفو او لیدتوګې په فیلټرونو سره بهر دنیا ته پام کوي . په دې معنا چی په لومړی درجه کې د انسان پینځه ګوڼه حواس نشی کولې هغه څه چی له بدن بهر روان دی کاملا مغزو ته منتقل کړي نو نتیجه یې بیتا تیروتنه وي . له دې امله خلاق کسان له دغو شرایطو خبر دي او له دغی رودې په مرسته اخیستلو سره مسایلو ته کتنه کوی .'

بیړه کول د انسان په فطرت کې دی او غواړی چی مشکلات حل شوی وویني او له ځانه مخکې د خپل هدف مرحلې وویني . د دغې تیروتنې د مخنیوی لپاره وړاندیز کیږی چی یوازې په خپلو معلوماتو بسنه ونکړئ او د فیصلې کولو لپاره ټول اړخونه وجاجوئ  او خپل ټول فکری لګښت وکړئ . تر هغه چی کولې شئ خپلې ایډیاګانې په یوه کاغذ ولیکئ او ډیره مطالعه وکړئ .

پای

 

 

 

 

 

ټیګونه